فلک ته — نور محمد غفوری

 

فلک ته

 

 

نور محمد غفوری

 

نن دی بیا شونډې زماپه وینو سرې کړې

اې فـلـکـه تـه پـه مـا دا څـه کـانـې کـړې؟

کـه زمـا د تـودې وینـې ســـرخـي نـه وي

رنګــینه به دی په څـه شی اننـګې کـړې؟

دا خپـل زور دی په مـا ازـمویه او ګوره!

آخــر مــا بــه آزمــوده د زمــانـې کــړی!

بیا به هـم د سمنـدر غوندې ژوندون کړم

کـه لـه پاسـه مـې پر سـر بلې لمبـې کړی

د خـپل نـوی خیا ل نیشـه مـې را سره ده

پروا نکـړی که دی ورانـې میخـانې کړی

نر تنـدی به کـلـه چـاتـه ښکـتـه نـه شـی

بـې هـمـتـو بــــه بـتانــو ته سجـدې کړی

دا زمـا د ارمـانـو ســـپـرلــی بــه راشــی

ته که هرڅومره دژمی شپې اوږدې کړی

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *