یومې څادر په پښو مې نشته پڼي — امرالدین سرحد

 

یومې څادر په پښو مې نشته پڼي

 

 

امرالدین سرحد

 

دلته ژوندي وو هم زاړه اوځلمیان

دلته وو کور دژوند کولوو دځان

دافغان نوم وو بریښیده له لری

داپاچاهی وه پلارپه کور کښې وخان

 

اوس نه خانی شته نه نغری دمېنی

نه پاچاهی شته نه یې ور دخوني

یو زه یم پاتی ناڅاپي له مرګه

یومې څادر،په پښوومې نشته پڼي

 

جګړي ګلئ راغله له کومی خوانه

کورونه وران،ژوندي شهید شوو ګرانه

نه شته پوښتنه،نه ځواب درکوي

خپل دی مزدور شي بیا ګیله له چانه

 

زه چې ژوندی په کنډواله کښې یم ناست

دامې نصیب دی،که دبل چادی خواست؟

منطق ته ورشي ترینه وپوښتی لږ

ولی دعدل منطق نه کړي بازخواست

 

۲-۱۰-۲۰۱۲

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *