د روژې یوولسمه ډالۍ — ډاکټر نثار احمد صمد

 

د روژې یوولسمه ډالۍ

 

تهیه کونکی : نثار احمد صمد

 

درنو لوستونکو ، خدای دې وکړی چی تیرو لسو انتباهی قصو څه عقیدوی ګټه رسولې وی . دا هم د یوولسمی روژې لپاره یوولسمه کیسه چی د عقبا لپاره د توښې په هکله ده  ( ن . صمد )

 

شپیتم منزل ته ختل :

 

درې ملګري وو چی څو کاله مخکی نیویارک ته د سیاحت لپاره تللي وو . هغوی په لوی او مجلل هوټل کی اوسیدل او اطاق یې په شپیتم منزل کی و . څنګه چی هلته د سپټمبر د یوولسمی حمله پیښه سوې وه ، نو امنیتی تدابیر سخت وو .

مساپرو ته خبر ورکول سوی و چی د شپې تر دوولسو بجو وروسته لِفټ بندیږی او که څوک تر دوولسو بجو وروسته راځی نو باید په زینو کی وخیژی .

دغو درو ملګرو یو کرایی موټر واخیست او د نیویارک په ښار کی فلمونو ، پارکونو او د ساعتیریو ځایونو ته ولاړل خو کله چی هوټل ته راورسیدل نو څه باندی دوولس بجې وې او مجبور سول چی شپیته منزله په زینو کی وخیژی .

هغوی په خپلو منځو کی وویل چی دا شپیته منزله ختل خو آسانه کار نه دی او نه هم په لږ وخت کی امکان لری. نو ښه به دا وی چی دا شپیته منزله پر درو برخو وویشو ، یعنی لومړی شل منزله به یو ملګرﺉ د ساعتیري او خندا کیسې کوی ، دوهم شل منزله به دوهم ملګرﺉ د پند او عبرت کیسې کوی او درېیم شل منزله به هم درېیم ملګرﺉ غمجنی کیسې کوی .

 

همداسی یې هم وکړل . لومړی شل منزله یې ښه په خوښۍ او خنداوو سره طی کړل او کله چی یې دوهم شل منزله زینې وهلې نو دوهم ملګري یې د پند او عبرت دلچسپه قصې کولې او دا شل منزله هم په ښه توګه طی سول . کله چی څلوېښم منزل ته ورسیدل او د درېیم ملګري لخوا د غمجنو کیسو نوبت سو ، نو هغه ورته وویل چی دوستانو ، زما لومړنۍ غمنجه قصه دا ده چی د اطاق کلي می په موټر کی هیره سوې ده !

په دې سره درې واړه له حرکته ولوېدل ، ږغونه یې بند او ټوله طی کړي منزلونه یې بی فایدې سول .

 

هو ، که موږ او تاسو دغه ظاهرأ عادی خو اصلأ عینی کیسې ته ښه ځیر سو ، نو وبه ګورو چی زموږ او ستاسی ژوند په اصل کی همداسی بی فایدې روان دی . یعنی د ژوند لومړني شل کاله مو ښه په ټوکو ، خنداوو او ساعتیریو راباندی تیروو . دوهم شل کاله مو د پند او عبرت موده وی یعنی کار پیلوو ، واده کوو ، اولادونه مو پیدا کیږی ، د ژوند د هری تجربې څخه پند حاصلوو او د ستونزو په غیږ ورځو . درېیم شل کلنی پړاو مو د سرد وریښتانو د سپین کیدو څخه راپیلیږی ، په اعضاوو کی مو کمزوري راځی او د بدن یو یو غړی مو د عطالت په غیږ ورځی او که مو توښه نه وی برابره کړې ( نو د اطاق کلي به مو د بل په موټر کی پاته سوې او له لاسه وتلې وی ) ټوله ژوند به مو سرګردانه او بی فایدې وی.

 

 

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.