د روژې دوولسمه ډالۍ — ډاکټر نثار احمد صمد

 

د روژې دوولسمه ډالۍ

 

تهیه ګونکی : نثار احمد صمد

 

درنو لوستونکو ، خدای دې وکړی چی تیرو یوولسو انتباهی قصو څه عقیدوی ګټه رسولې وی . دا هم د دوولسمی روژې لپاره دوولسمه کیسه چی یو واقعی داستان دی ( ن . صمد )

 

 

د نیکۍ بدله :

 

یو وخت د پخوانیو امتیانو څخه درې ملګري وو چی کوم ځای ته په سفر تلل . کله چی شپه سوه نو هغوی یو غار ته ننو تل تر څو هلته استراحت وکړی .

دا مهال یو دم د غره له سره یوه غټه ډبره راوښویًېده او راغله د دغه غار په خوله کی ودرېده او هغه یې باالکل بند کړ . یو بل ته یې وویل چی د دې لویی ډبری څخه نجات امکان نه لری مګر دا چی خپلو نیکو اعمالو ته مراجعه وکړو او د خدای څخه د نجات غوښتنه وکړو .

 

نو یوه داسی دعا وکړه : یا الله ! مور او پلار می ډیر زاړه وو ، او ما د خپلی میرمنی ، اولادونو ، مریی ، او مینځی څخه مخکی هغوی ته خواړه ورکول . یوه ورځ کور ته ناوخته راورسېدم او مخکی له دې چی د خپلو والدینو خدمت وکړم نو ومی لیدل چی هغوی بیده سوي وو . شیدې می ولوشلې او هغه می په لاس کی نیولي وې او ټوله شپه د هغوی د ویښېدو په تمه پر پښو ولاړ وم او د کور اعضاوو ته می څه ورنکړل . کله چی سهار سو او هغوی راویښ سول نو دغه شیدې می ورکړې . یا الله ! که به می دا عمل ستا د خوښۍ لپاره کړی وی ، نو د دغه مصیبت څخه چی پکښی راګیر  یو ، نجات راکړه .

وروسته ډبره یو څه وښورېده ، خو دومره نه چی له غاره دې هغوی راووتلای سی .

 

وروسته دوهم نفر لاسونه د دُعا لپاره پورته کړل او داسی یې وویل : یا الله ! ما یوه د اکا لور درلوده چی پر میَن وم . یوه ورځ می وغوښته چی زنا ورسره وکړم ولی هغې و نه منله . څو دا چی یو کال محتاجه سوه او ما ته راغله . نو ورته ومی ویل چی که ځان زما په اختیار کی راکړې ، یو سل او شل دیناره به درکړم . هغه هم له مجبوریته تیاره سوه . خو کله چی د هماغه ناروا کار لپاره باالکل چمتو سوم ، نو داسی یې راته وویل : د عفت دغه غمیً ستا لپاره حرام دی . نو زه هم د هماغه عمل څخه منصرف سوم ، او نوموړﺉ مبلغ می هغې ته وبخښیً او ورڅخه بېل سوم حال دا چی هغه ما ته تر ټولو انسانانو محبوبه وه . یا خدایه ! که به دغه کار ستا د خوښۍ لپاره وی ، نو د دغه مصیبت څخه نجات راکړه .

په دې سره ډبره یو څه له ځایه وخوځېده مګر نه دومره چی هغوی وکولای سی له غاره راووزی .

 

وروسته درېیم نفر لاسونه د دعا په توګه پورته کړل او داسی یې وویل : یا خدایه ! څو مزدوران می وګومارل او مزدوري می ورکړه ، خو یو نفر بېله دې چی  خپله مزدوري واخلي ، تللی و . نو د هغه د مزدورۍ پیسې می په کار واچولې څو دا چی ښه ډیر ثروت ځنی جوړ سو . څه موده وروسته هغه مزدور راغی او داسی یې راته وویل : اې د خدای بنده ! زما مزدوري راکړه . ما ورته وویل چی هغه غواوی ، پسونه ، اوښان او مرییً چی دلته وینې ، ټول ستا دي . هغه راته وویل چی : اې د خدای بنده ! ملنډی مه راباندی وهه . ما ورته وویل چی ټوکی نه کوم .

 

 باالاخره هغه دا ټول واخیستل او ورسره یو یې وړل او هیڅ شی یې هم پرې نښود . یا الله ! که به می دا کار ستا د رضا لپاره کړی وی ، نو د دې ګرفتارۍ څخه مو خلاص کړه .

دا مهال ډبره د غار د خولې څخه وښوېده او هغوی راووتل . ( حدیث شریف )

 

هو ، الله تعالی وایی چی ته یو ګام ماته راسه زه به لس ګامه درسم . وایی ښه وکړه او په دریاب کی یې واچوه ، یعنی هیڅ نیکي بې ځایه نه ځی او ضرور یې خدای په دغه دنیا او عقبا کی عوض ورکوی او د رسول الله (ص) پورتنی حدیث یې ښه مصداق دی .

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.