د روژې دوهمه تحفه — ډاکټر نثار احمد صمد

 

د روژې دوهمه تحفه

 

لیکوال : نثار احمد صمد

 

معززو دوستانو ، نبوي حدیث دی « چی کله روژه راورسیږی نو شیطانان بندي کیږی ، د دوږخ ټولی دروازې تړل کیږی خو د جنت ګرده دروازې خلاصیږی . ناره کونکی ږغ کوی چی اې د خیر غوښتونکې ، مخته راسه او اې د بدۍ غوښتونکې ، پر شا سه . دا کار هره ورځ جاری وی » . نو الله دې ټوله بدۍ نابود او ښیګڼې موجود کړی . دا هم د دوهمی روژې لپاره دوهمه تحفه ،  ( ن . صمد )

 

قهر ولی چیغی لری ؟

 

په ټولګی کی ښوونکې د زده کونکو څخه وپوښتل چی ولی هر څوک د قهر او غصې پر مهال چیغی او په زوره نارې وهی ؟ آیا باطنی او اصلی علت یې راته ویلای سیً ؟ شاګردانو فکر وکړ او څه شېبه وروسته یوه داسی ځواب ورکړ : دا ځکه چی هغه مهال موږ خپله آرامي او نرمي له لاسه ورکړې وی .

معلم ورته وویل چی دا خو صحیح ده مګر باطنی اړخ یې څه دی ؟ آیا نسو کولای چی په نرمښت او حوصله سره غبرګون وښیو ؟ هر متعلم خپل خپل ځواب ورکاوه خو معلم ته یې د باطنی علت سم ځواب نسو ورکولای .

اخیر دا مسأله معلم داسی ورته شرح کړه : کله چی دوه کسان یو بل ته خښمېدلي او په قهر وی ، نو دا مهال یې زړونه ډیر سره لیری سوي وی . هغوی د دې لپاره چی دا واټن جبران کړی ، مجبورأ لوی لوی نارې وهی . هر څونه چی یې قهر او غصه زیاته وی په هغه اندازه یې زړونه هم سره لیری وی او چیغی یې هم په زوره وی ، تر څو مقابل لورﺉ یې واوری !

وروسته استاد داسی وپوښتل : ښه ، اوس راته ویلای سیً چی که دوه کسان ډیر سره خواږه او صمیمی وی ، نو په دې ارتباط څه پیښیږی ؟ هغوی په زوره نه بلکی خورا په آرامۍ او کرارۍ سره خبری کوی ، دا ولی ؟ دا ځکه چی زړونه یې یو بل ته خورا نږدې وی ، نوځکه یو د بل خبره په حوصله او کرارۍ سره اوری .

معلم وروسته داسی دوام ورکړ : ښه ، که دوه میَنان او عاشقان وی ، آیا پوهیږﺉ چی د هغوی تر منځ دا واټن باالکل ختمیږی او زړونه یې سره تړل کیږی ؟ وګورﺉ هغوی دا مهال آن که خبری هم ونکړی ، بیا هم یو بل ته په صرف کتلو سره ټول پیغام مخابره کوی . خو باید غلط برداشت ونسی ، بلکی دا د انسان او الله د عشق راز دی . الله تعالی خبری نه راسره کوی ، خو موږ یې آواز د زړه په خوځېدو کی حاصل او خپلوو . نو دا مهال د انسان او خدای تر منځ هیڅ واټن موجود نه وی بلکی په هر ډول ږغونو ، ږوَږ او غامغال کی هم موږ بېله دې چی په شونډانو او ژبه څه ووایو ، نېغ د الله (ج) سره صحبت او وصلت پیدا کوو .

هو ګرانه لوستونکې ، نو څومره به ښه وی که موږ او تاسی فرد فرد خپله غصه ، قهر او چیغی لږ او پسی ختم کړو او هغه څه راپیل کړو چی لپاره یې دې دنیا ته راغلي یو ، یعنی قلبي سکون او الهی  پیوستون .

 

د توطیًو برخه وال

 

رسول الله (ص) داسی فرمایلی دي : په آینده کی به فتنې رامنځته سی . هغه کسان چی ځانونه ترې ګوښه کوی او برخه نه پکښی اخلی تر هغو کسانو بهتر دي چی پکښی را ښکاره کیږی ؛ او هغه کسان چی پکښی راښکاره کیږی تر هغوی کسانو بهتر دي چی برخه پکښی اخلی ؛ او هغه کسان چی برخه پکښی اخلی تر هغو کسانو بهتر دي چی فعالیت پکښی کوی ؛ او که څوک هغه ته ځان ورنږدې کړی هلاک به سی . هر څوک چی کوم پناه ځای لټولی سی باید هلته پناه یوسی ( صحیح بخاری ۶۱ ؛ کتاب المناقب ۲۵ ) .

هو ، رسول الله (ص) څوارلس سوه کاله مخکی هغه تریخ حقیقت پیش بیني کړی و چی هیڅ تصور یې هم نسو کېدای . او دا دی نن موږ عملأ ګورو چی هره خوا فتنې ، دسیسې او توطیې روانی دي . مسلمان بل مسلمان ته دام ایښی دی ، ګاونډي بل ګاونډي ته دام ایښی دی ، خپل بل خپل ته حتی ورور بل ورور ته په کمین کی ناست دی او ښه یې نه پر پیرزو کیږی آن د پښو خاوره یې کاږی . فاعتبروا یا اولی الابصار ! الله دی ټولو ته د تقوا توفیق ورکړی .

 

 

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.