د روژې درېیمه تحفه — ډاکټر نثار احمد صمد

 

 

 

د روژې درېیمه تحفه

 

لیکوال : نثار احمد صمد

 

درنو او معززو لوستونکو ، څنګه چی ژوند ډیر لنډ او فانی دی او د سترګو په رپ کی درومی ، نو ښه به دا وی چی هغه څه وکړو چی لپاره یې دې دنیا ته راغلي یو ؛ یعنی اطاعت او عبادت . نو دا یې هم د درېیمی روژې تحفه ( ن . صمد )

 

دنیوي سفر

 

علما وایی چی موږ داسي پیدا سوي یو چي باید شپږ سفره وکړو تر څو اصلي قرارګاه ته ورسیږو :

 لومړنی سفر مو د خاورو څخه و انسانیت ته و ؛

 دوهم سفر مو د پلار د ملا څخه د مور و رحم ته و ؛

درېیم سفر مو د مور د رحم څخه د مځکي و مخ ته و ؛

څلورم سفر مو د مځکي د مخ څخه و قبر ته دی ؛

پنځم سفر مو د قبر څخه د حساب او کتاب میدان ته دی ؛

شپږم سفر مو د حساب او کتاب د میدان څخه د ابدي استوګني و ځای ته دی چي یا به جنت وي یا دوږخ .

اوس موږ او تاسي د دغه سفر نیمه لار وهلې ده او نیمه لا پاته ده . د دې دنیا څخه سفر کول او بیرته تلل موږ ته لیکل سوي دي ؛ که خوښ یو که نا خوښ ، خامخا به ځني ځو . نو موږ ولي په داسي دنیا کي اوږده استوګنه غواړو چي کلونه مو رباطونه دي ، میاشتي مو منزلونه دي ، ورځي مو کیلو مترونه دي ، ساه کښل مو قدمونه دي ، او د دې لاري غله مو ګناهونه دي ؟ د دې سفر ګټه مو جنت دی او تاوان مو دوږخ دی . نو اوس هم وختي دی او ښه به دا وی چی امتحان ته چمتوینه ونیسو . ځکه نن د عمل ورځ ده بېله حسابه ، خو سبا د حساب ورځ ده بېله عمله !

 

د عزرایل (ع) څخه پوښتنه

 

وایی چی يو ځل پيغمبر علیه السلام د ملك الموت څخه داسی پوښتنه وکړه :

اې ملك الموت ! ته د خپل راتګ نه مخكې ولی خلكو ته خپل پيغام نه وركوې ؟ ملك الموت ورته وايي چی يا رسول الله (ص) ! ډېر قاصدان ورته راځي ، خو څوك پيغام نه اوري . پيغمبر علیه السلام ورته وايي چی هغه څنګه ؟ ملك الموت ورته وايي يا رسول الله صلی الله علیه و سلم ! چې غاښ یې ووزی دا هم يو پيغام دی ، چې نظر يې كمزوره سى دا هم يو پيغام دی ، چې ضعيف سى دا هم يو پيغام دی ، چې ويښته يې سپين سي دا هم يو پيغام دی ؛ دا ټول پيغامونه دي ، خو خلك ځانونه نه پوه كوي .

هو ، که دغه خورا دقیق او عمیق حدیث ته ښه متوجه سو نو ثابته به سی چی د وخت تېره او پرېکنده توره زموږ د ژوند رګونه پرې کوی خو موږ په اصطلاح په توده وینه کی یو او نه یې احساسوو . له همدې کبله راځی چی د سبا ( نامعلوم ) امید پرېږدو او که کوم نېک عمل کوو همدا اوس یې پیل کړو . سبا چا لیدلی دی ؟ آیا سبا به ووینو که یا ؟ آیا په ساه باور سته ؟ فلهذا ، اوس هم ناوخته نه دی او موقع باید له لاسه ورنکړو .

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *