د روژې دوولسمه تحفه— ډاکټر نثار احمد صمد

 

د روژې دوولسمه تحفه

 

لیکوال : نثار احمد صمد

 

روژه یوازی د خوراک ـ څښاک څخه ډډه نه بلکی د ژبې ، زړه او نورو اعضاوو سم استعمال هم پکښی شامل دی . نو راځی چی پوخ تکل وکړو چی غیبت به نه کوو ، درواغ به نه وایو ، سترګی او غوږونه به د ناروا څخه ساتو ، ظاهر او باطن مو تصفیه کوو . رسوالله (ص) فرمایی : « هغه څوک چی درواغ او پر هغه عمل نه پریږدی نو الله هم ده ته هیڅ ضرورت نه لری چی صرف خوراک او څښاک بند کړی » . په همدې هیله د روژې دوولسمه تحفه قبوله کړئ ( ن . صمد )

 

د قبر خبردارﺉ

 

حضرت عمر بن عبدالعزيز (رح) يوه ورځ د خپلوانو د جنازې سره روان و . كله چې قبرستان ته ورسېدی ، هلته ګوښه كښېناست ، او ډېر زيات سوچ او فكر یې کاوه . چا عرض ورته وكړ چې اې اميرالمؤمنينه ! ته خو د دې مړې ولي يې ، ته ولی ګوښه ناست يي ؟ عمر بن عبدالعزيز ورته وويل : ماته قبر ږغ کوی چی اې عمر بن عبدالعزيزه ! ته ولې زما څخه پوښتنه نه كوې ، چې زه ستا او هر چا د راتلونكې سره څه كوم ؟

ما ورته وويل : ضرور راته ووايه . قبر راته وويل چی كله ماته یو انسان دننه راسي ، نو :

زه به د ده كفن وشكوم ؛

زه به د ده بدن ټوټه ټوټه كړم ؛

غوښه به يې ذرې ـــ ذرې كړم ؛

سر به يې د تن څخه پرې ( غوڅ ) كړم ؛

هډوكى به يې له يو بل نه جدا كړم ؛

لاس به يې د اوږو نه پرې كړم ؛

پنجې به يې له پنډيو نه جدا كړم ؛

پنډۍ به يې له زنګنو نه جدا كړم ؛

زنګنونه به يې د ورنونو څخه جدا كړم ؛

ټول به ذرې ــ ذرې كړم .

عمر بن عبدالعزيز وويل كه هغه همدلته زما عزيز و ، خو په آخرت كې ذليل دی ، كه دلته شتمن و ، نو په آخرت كې فقير دی .

هو ، لږ سوچ وكړﺉ مسلمانانو ! لږ غور وكړﺉ ، لږ فكر وكړﺉ ، داسی نه چې وخت تېر وي بيا آرمان كوو او څه په لاس نه راځي . نو د قبر تاريكیو ته روڼا پيدا كول پكار ده چی د تيارو څخه د وتلو لار ومومو . قبر هغه دروازه ده چی هر انسان باید ورننوزی ، څوک پکښی اباد او څوک پکښی برباد سی . رسول الله (ص) فرمایلی دي چی : « قبر ( د مؤمن لپاره ) د جنت یوه باغچه یا ( د کافر لپاره ) د جهنم کنده ده ، نو ځکه مرګ ډیر یادوئ چی ستاسو پر نفساني غوښتنو باندی اوبه وشیندي ». په رښتیا هم نن د عمل ورځ ده بېله حسابه ، خو سبا د حساب ورځ ده بېله عمله !

 

ابلیس او فرعون

 

روایت دی چی یوه ورځ فرعون د انګورو واښکی په لاس کی نیولی و او انګور یې ورڅخه خوړل چی ابلیس ورته راغی او داسی یې ورته وویل : آیا یو څوک د انګورو دغه واښکی په مروارید سره اړولای سی ؟ فرعون ورته وویل چی یا .

دا مهال ابلیس د سِحر په لطایفو سره هغه په مروارید سره بدل کړ ، یعنی هره دانه یې مروارید سو . فرعون هک پک سو او داسی یې ورته وویل : ستا غوندی تکړه هستي او استاد په دې دنیا کی بل نسته ، آفرین ! ته څومره ستر یې .

ابلیس هم پر مخ ډیره ټینګه څپېړه ( چَپلاخه ) وواهه او داسی یې ورته وویل : زه یې د دې ټولی استادۍ سره سره حتی په بندګۍ هم نه قبلولم ، خو ته څنګه په خپل دغه حماقت سره د خدایی دعوه کوې ؟!

هو ، شِرک هغه عظیمه ګناه ده چی الله تعالی یې قطعأ نه معافوی ، نه یې بخښی او سخته سزا ورکوی . فرعون خو لومړی د شیطان څپېړه وخوړه ، بیا په اوبو کی غرق سو ، بیا یې جسد تر ننه د نندارې او عبرت وړ دی ، وروسته به د آخرت عذاب او عتاب هم تیروی . خو که موږ لیری او نږدې په ښه غور سره وګورو ، ننني ظالمان ، مشرکان او انسان ډوله شیطانان هم کټ مټ په دنیوي عذاب مبتلا دي ( لکه فتنې ، دسیسې ، روحی ناقرارۍ ، بېره او خوف…. ) حال دا چی اخروي او الهی عذاب ورته منتظر دی .

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *