د روژې شپاړسمه تحفه — ډاکټر نثار احمد صمد

 

 

د روژې شپاړسمه تحفه

 

لیکوال : نثار احمد صمد

 

عزتمنو لوستونکو ، د روژې مبارکه میاشت تر نیمایی واوښته او مرحبا په الوداع سره بدله سوه . زموږ د ټولو ژوند هم کټ مټ د الوداع په حال کی دی . نن وی که سبا ، ملک الموت مو راګیروی . آیا څوک پوهیږی چی همدا روژه به پوره کړو ؟! آیا راتلونکې روژه به « دلته » یو که « هلته » ؟! نو څومره به ښه وی چی توښه همدا اوس لا برابره کړو او موقع له لاسه و نه باسو . یعنی زیات عبادت ، اطاعت ، ریاضت ، تلاوت او افادیت ته مخه کړو . دا هم د روژې شپاړسمه تحفه چی ستاسو خدمت ته یې وړاندی کوم ( ن . صمد )

 

صرف د مال غل

 

روایت چی څو غلو د یوې قافلې مخ راوګرځاوه او د خلکو مال او دولت یې لوټ کړ . په دې ترڅ کی یو غل د کاروان څخه د یو چا آس غلا کړ . وروسته یې ولیده چی په آس پوری یو کاغذ مښتی دی . حیران سو چی دا څه شي دی . د آس خاوند ته ورغی او ورڅخه ویې پوښتل چی دا کاغذ د څه لپاره دی . هغه ورته وویل چی پر دغه کاغذ آیة الکرسي لیکلې ده او موږ په دې عقیده یو چی که آیة الکرسی په کوم شي پوری بنده کړې نو غل یې نه وړی .

 

غله چی دا خبره واورېده اغیزه یې پر وکړه او آس یې بیرته د هغه څښتن ته ورکړ . د آس مالک د دې کار دلیل وپوښتی . غله ورته وویل چی صاحبه ! که زه دغه آس درڅخه واخلم نو ته به پر آیة الکرسي باندی بې عقیدې سې ، حال دا چی زه صرف خلکو د مالونو غل یم نه د هغوی د عقیدې .

 

هو ګرانه لوستونکې ، پخواني غله هم دومره معتقد او با انصافه وو . د خلکو آن خپلو قربانیانوعقایدو او مقدساتو ته یې هم دومره احترام درلود . خو د نن غله دومره بې انصافه او بې رحمه دي چی اول د خلکو عقاید لوټوی ، بیا مالونه . پحواني غله به په غرونو اوځنګلونو کی اوسېدل خو ننني غله په لویو مقامونو او دفترونو کی اوسیږی او انسانان لوټوی . حضرت عثمان (رض) فرمایلی دي : « څوک چی د خلکو حق و نه پیژنی ، د الله حق هم نه پیژنی » . الله مو دې نور نو د دغو په ظاهره ښه ملبسو او معطرو ظالمانو څخه بېغمه او خلاص کړی .

 

د شیطان لخوا انسانی طبقه بندي

 

روایت دی چی شیطان یوه ورځ حضرت یحیی (ع) ته ورغی او ورته ویې ویل چی یوه مشوره درکوم . یحیی (ع) ورته وویل چی ستا مشورې ته هیڅ اړتیا نلرم او مخ دې راڅخه ورک کړه .

 

ابلیس ورته وویل چی نور هیڅ ویل نه غواړم بلکی صرف د انسانانو څخه دې خبروم چی هغوی څو ډوله دي . انسانان زما په نزد درې ډوله دي :

لومړی ـ هغه ډله انسانان دي چی موږ ته کارونه ډیر مشکل او سخت کوی . له هغوی څخه چی یو نفر ته ورسو تر څو ګناه ته یې وهڅوو ، نو ګناه ورباندی وکړو ، خو وروسته ژر توبه وکړي او په دې ډول زموږ تلاښ بې نتیجې سی . وروسته بیا ورسو تر څو په ډول ډول حیلو او چلو سره یې خطاباسو خو هیڅ ګټه ونکړو ، او خالی لاس راستانه سو . د دغو کسانو سلنه لږ ده .

 

دوهم ـ هغه ډله انسانان دي چی زموږ په لاسونو او اختیار کی د هغه ګیند غوندی وی لکه د کوچنیانو په لاسونو کی چی وی ، هری خوا ته چی یې غورځوو اختیار یې زموږ په لاس کی وی او دا کسان په شمیر خورا ډیر دي .

 

درېیم ـ هغه ډله انسانان دي چی ستا غوندی د عصمت او درایت څخه برخمن وی ، یعنی داسی چی کم ترین قدرت او نفوذ هم نه ورباندی لرو او په وړاندی یې مطق ناکام یو . دا خورا لږ او فقط څو کسان دي .

 

هو ، شیطان د انسان ازلی دښمن دی او د انسانانو سره په جنګ کی یوه ثانیه هم آرام نه کوی . باید جدأ متوجه اوسو چی شیطان هیڅکله یو انسان په زور یا فزیکی قوت سره خبیث عمل او ګناه ته نه مجبور کوی بلکی یو ناولی کار ښه ورته برېښوی او په زړونو کی وسوسه ور اچوی او په دې ډول یې غولوی ( النمل : ۲۴ ؛ الناس : ۴ ـ ۵ ) . نو پر شیطان د بري لپاره اراده او فیصله اړینه ده ، بصیرت لازم دی ، دعا او تضرع لازم دي ، ټینګ ایمان غواړي یعنی الله ته باید پناه یووړه سی ( المؤمنون : ۹۷ ـ ۹۸ ) .  نو که الله ته پناه یوسو ، شیطان به هیڅکله هم د فتنې ، دسیسې او توطیًې کولو توان ونلري او د دغه ستر دښمن سره به په جنګ کی بریمن یو او دا الهی پوهاوئ دی ( النسأ : ۷۶ ) . 

 

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *