د روژې دوه ویشتمه تحفه — ډاکټر نثار احمد صمد

 

 

د روژې دوه ویشتمه تحفه

 

لیکوال: نثار احمد صمد

 

درنو لوستونکو ، د روژې درېیمه لسیزه له دوږخه د نجات لسیزه ده چی پرون پیل سوه . دا لا څه ، د روژې د میاشتی درېیمه لسیزه یعنی د قرآن د نزول او د اسلام د ظهور لسیزه هم ده . په دغه لسیزه کی د لیلة القدر مبارکه شپه هم ځای لری چی یوه له طاقو شپو څخه ده . په دغه شپه قرآن نازل سوی دی ؛ دغه شپه تر یو زر میاشتو هم بهتره ده ؛ په دغه شپه کی جبرایل (ع) او بې شمیره ملایکی د الله په امر راکښته کیږی ؛ په دغه شپه تر سهاره امان وی او الله (ج) فرمایی چی که څوک هر څه وغواړی زه یې اجابت کوم . نو هیله ده چی د بخښلو دغه لسیزه وړیا راڅخه تیره نسی . او دا هم دوه ویشتمه تحفه ( ن . صمد ) :

 

د شیطان لیلام

 

وایی چی یوه ورځ شیطان تصمیم ونیوی چی خپل کار پریږدی او ځان نور نو تقاعد کړی . ځکه یې نو وغوښتل چی خپل شیان وپلوری . د شیطان په دغو سامان آلاتو کی ډول ډول شیان موجود وو لکه غرور ، کینه ، حسادت ، بیره ، قهر ، شهوت ، درواغ ، زنا او نور مختلف ګناهونه .

 

خو په دغو کی یو ظاهرأ معمولی شی هم موجود و چی شیطان هغه تر نورو ټولو ډیر ګران خرڅاوه . دا هماغه « مأیوسي او نا امیدي » وه چی شیطان د نورو شیانو څخه جدا ایښی و .

 

ورڅخه وپوښتل سوه چی اې شیطانه ، دغه نا امیدی او مأیوسي ولی دونه ګران خرڅوې ؟ هغه ورته وویل چی دغه وسیله تر نورو ټولو شیانو ډیره اغیزمنه ده . کله چی د انسانانو د غولولو او خطاایستلو لپاره می نور وسایل بې تأثیره سی ، نو همدا یوازینۍ ذریعه ده چی انسان پرې خطاباسم . که وغواړم چی یو انسان مأیوس ، نا امیده او تنها کړم نو هر کار ورباندی کولای سم او باالکل زما په فرمان کی راځي . مهمه لا دا چی دغه وسیله چی می پر هر چا استعمال کړې ده ، ښه نتیجه یې راکړې ده او ډیرﺉ انسانان پرې تړم .

 

نو ځکه دغه وسیله داسی ارزانه او اسانه نه پلورم . همدې وسیلې د ډیر پخوا څخه په تجربه سره ډیره ګټه رارسولې ده او ټول انسانان می په هغې سره غولولي دي .

 

هو ، په رښتیا هم نا امیدي او مأیوسي غیر اسلامی ، آن شیطانی عمل دی او انسان خصوصأ مسلمان د تباهۍ او بربادۍ کندې ته غورځوی . الله تعالی د یوسف سورت په ۸۷ یم آیت او د الزمر سورت په ۵۳م آیت کی په دې هکله خبردارﺉ راکوی . نو څومره به ښه وی چی د دغو آیتونو په عملی کولو سره ځانونه نه بلکی پخپله شیطان مأیوس او نا امیده کړو !

 

د غیبت بدله

 

د ابو همامه باهلی (رض) څخه روایت دی چی داسی یې وویل :

د قیامت په ورځ چی هر بنده ته د هغه د اعمالو کتاب ورکړه سی ، نو هغه به داسی نیکۍ او حسنات پکښی ومومی چی نه یې وی کړي . نو پوښتنه به وکړی چی یا لوی او مهربان خدایه ! دا اضافي نیکۍ له کومه سوې چی ما اصلأ نه دي کړي ؟ ورته وبه فرمایی چی دا د هغه غیبت له امله دي چی خلکو ستا پر خلاف کړی دي خو ته خبر هم نه وې .

هو ، غیبت د خطرناکو ناروغیو او تباهیو څخه شمیرل کیږی . قرآن او حدیث د مسلمان غیبت کول د خپل مړه ورور د غوښو خوړلو سره تشبه او مقایسه کړی دی . رسول الله (ص) وفرمایل : « که یو څوک د چا په غیاب کی په هغه پسی داسی خبره وکړی چی د اړونده شخص ناخوښه وی ، دا غیبت دی » . هغه مجلس چی غیبت پکښی کیږی د خدای له رحمته محروم وی . یو پوه حکیم ویلی دي چی که روژه نسې نیولای نو د خلکو غوښي مه خوره ( یعنی غیبت یې مه کوه ) . عدی بن حاتم (رض) فرمایلی دي چی « غیبت د رذیلانو خلکو مال څر دی » . الله تعالی دی دغسی انسانانو ته په زړونو کی هدایت او مرحمت ور واچوی چی ناحقه د نورو انسانانو غیبت کوی او د مجلس زیاته برخه یې د غیبت څخه جوړه وی .

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.