د روژې څلیرویشتمه تحفه ډاکټر نثار احمد صمد

 

 

د روژې څلیرویشتمه تحفه

 

لیکوال : نثار احمد صمد

 

درنو لوستونکو ، د روژې هدف او پیغام د انسان متقی کېدل او د ایمان ټینګېدل دي . روژه د بدن زکات دی ، د ګناهونو سوځول دي ، د روح پیاوړتیا ده ، د الهی امر مراعاتول او منل دي ، له شیطانی وسوسو څخه ژغورنه ده ، د الهی عذاب څخه ساتنه ده ، د نفسانی حاکمیت ځپنه ده ، د الهی رحمت حاصلوَنه ده ، د مغفرت ګټنه ده ، د توبې قبلېدنه ده ، او د جنت ژمنه ده . نو ښه دا ده چی د الله تعالی او رسول الله ارشادات عملأ تعمیل او تسجیل کړو او دا په اثبات ورسوو چی نور نو د خولې څخه علاوه د زړه مسلمانان هم یو . بس یوه صادقانه اراده او فیصله غواړي . په همدې هیله څلیرویشتمه تحفه درته وړاندی کوم ( ن . صمد )

 

مسلمان شپږ بیری لری

 

علمأ وایی چی یو مسلمان شپږ ډوله بیری لری چی دا دي :

لومړی ـ د الله تعالی څخه بیره چی د ایمان شتمني ترې وانخلی ؛

دوهم ـ د ملک الموت ( عزرایل علیه السلام ) بیره چی روح یې قبض نکړی ؛

درېیم ـ د دنیا بیره چی د اخرت څخه یې غافل نکړی ؛

څلورم ـ د شیطان بیره چی په دام کی یې راګیر نکړی ؛

پنځم ـ د ښځی او کوچنیانو بیره چی الله تعالی ترې هیر نکړی ؛

شپږم ـ د ملایکو بیره چی ګناهوی یې و نه لیکی .

 

هو ، رسول الله (ص) فرمایلی دي چی « مسلمان له مرګه نه بیریږی » دا ځکه چی هغه په نیکیو او ښه اعمالو بوخت وی نو ځکه ډاډه او اسوده وی . مګر ځکه بیریږی هسی نه چی د ناوړه ګناه مرتکب نسی چی له امله یې هر څه ضایع او برباد نسی . همدا علت دی چی پورتنۍ شپږ ډوله بیری د واقعی او نیک عمله مسلمان وی . بد عمله او ګنهکار انسان خو بېله دې هم په بدیو او ګناهونو کی مصروف وی او ځکه نو نه له خدایه بیریږی ، نه له عزرایله ، نه له دنیا ، نه له شیطانه ، نه د کورنۍ او ماشومانو له افراطی محبته ، او نه هم د ملایکو لخوا د ده د ګناهونو د لیکلو څخه بیریږی بلکی لګیا وی خپل ګناهونه پسی ډیروی . دغسی انسان ( که څه هم په نوم به مسلمان وی ) اصلأ ګمراه ، بدراه ، او تباه دی خو نه پوهیږی ؛ که پوهیږی او خپل ګناهونه نه پریږدی نو فاسق او منافق دی . 

 

یو ځل خو ورسه !

 

علماوو ویلی دي چی په ژوند کی لږ تر لږه یو ځل داسی ځایونو ته حتمأ ورسه چی د ژوند په لذت او حقیقت پوه سې ، یعنی :

۱ ـ د ژوند په اوږدو کی هرومرو یو ځل زندان ته ورسه تر څو د الله تعالی د آزاد ژوندانه اهمیت او نعمت درمعلوم سی ؛

۲ ـ یو ځل محکمې ته ضرور ولاړ سه چی د ښو اخلاقو نعمت وپیژنې ؛

۳ ـ یو ځل حتمی روغتون ته ولاړ سه چی د روغتیا او ښه صحت نعمت درته ثابت سی ؛

۴ ـ یو ځل هدیرې ته هرومرو ولاړ سه چی د ژوند ارزښت ، ښېګڼه او قدر درمعلوم سی .

 

هو ، دا څومره عالی او عینی سبق دی . که موږ او تاسی ښه ورته ځیر سو په دغو کی حتمأ یو زموږ وروستی منزل دی او که مو خوښه وی یا نه ، هرومرو ورتلونکي یو . په رښتیا هم هر انسان خصوصأ مسلمان ته لازمه ده چی د پورتنیو څلورو ځایونو څخه هرومرو ( که ټوله نه وی ) یو یا دوو ته ضرور ورسي تر څو د نیوي تکبر ، غرور ، ځانمني ، بې پروایی او لویی یې څه نا څه لږ سی . خو تریخ حقیقت دا دی چی نن هر مغرور ، ځانپال او بې پروا انسان دا نه منی چی زه همدا ناوړه خویونه ، عادتونه او عملونه لرم . نو بهترینه چاره یې پورتنیو ځایونو خصوصأ هدیرې ته ورتلل او هلته ښه تعمق کول دي . حضرت علی (رض) فرمایی چی کله دنیا زور درباندی وکړی نو هدیرې ته ورسه تر څو متواضع سې او په ژوند وپوهیږې. 

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.