د روژې پنځه ویشتمه تحفه— ډاکټر نثار احمد صمد

 

د روژې پنځه ویشتمه تحفه

لیکوال : نثار احمد صمد

 

درنو لوستونکو ، د روژې وروستۍ لسیزه د قرآن د نزول او د اسلام د ظهور شپې دي . لیلة القدر ( یعنی د قدر او قدرت شپه ) د دې لسیزی په طاقو شپو کی یوه ده . نن پنځه ویشتمه روژه ده ، نو ښایی همدا نن شپه لیلة القدر وی ( والله اعلم ) . دوې طاقی شپې تیری سوي او دوې نوری طاقی شپې راروانی دي ؛ یعنی دوې تیری او دوې نوری ! ځینو علماوو ویلی دي چی یو کال یوه طاق شپه لیلة القدر وی او بل کال بیا هغه بله طاق شپه وی . خو ډیرﺉ اصحاب ، تابعین او تبعه تابعین د روژې اووه ویشتمه شپه لیلة القدر بولی ( مګر الله بهتر پوهیږی ) . په دغه شپه عبادت او الهی ذکر د یو زر میاشتو عبادت څخه هم بهتر وی . نو په همدې تمه لطفأ د روژې پنځه ویشتمه تحفه قبوله کړﺉ ( ن . صمد )

 

درواغجن شخص

 

حاتم زاهد (رح) داسی فرمایلی دي :

۱ ـ  هغه انسان چی د پرهیزګارۍ څخه پرته د خدای د محبت ادعا وکړی درواغجن دی ؛

۲ ـ هغه انسان چی د خدای په لاره کی د مال او دولت مصرفولو څخه پرته جنت ته د تللو اراده وکړی درواغجن دی ؛

۳ ـ هغه انسان چی د رسول الله (ص) د سنت د پیروۍ څخه پرته د هغه (ص) سره د مینی او محبت ادعا وکړی درواغجن دی ؛

۴ ـ هغه انسان چی د مسکینانو او فقیرانو سره د ناستی ولاړی څخه  پرته د لوړو درجو سره د مینی ادعا وکړی درواغجن دی .

 

هو ، څوک چی د دین چاری هم په ریا او غلا سره مخته بیایی معنی دا چی غواړی خدای تعالی خطاباسی ، خو اصلأ ځان پخپله خطاباسی . حضرت بایزید بُسطامی (رح) فرمایلی دي : « دا هم یوه ګناه ده چی د ښه عمل څخه پرته جنت غواړې » . په رښتیا هم نن اکثریت مسلمانان منجمله افغانان د دین ښه ظاهري ټېکه داري کوی ، چا ته نوبت نه ورکوی ، خوله یې د ناحقه فتواوو او جیب یې دخودساخته ټاپو څخه ډک وی ، په ظاهره ملا خو په زړه بلا وی ، د ظالم او فاسد یار او د مظلوم اغیار وی…. فضیل بن عیاض (رح) د دغسی درواغجنو اشخاصو په هکله داسی فرمایی : « د قیامت په ورځ به الله تعالی ریاکارانو ته ووایی چی ولاړ سیً د خپلو عملونو بدله د هغه چا څخه وغواړئ چی په دنیا کی مو د هغو په وړاندی ځان ښودنه کوله » . نو الله دی دغسی ریاکاران او درواغجنان اصلاح او فلاح کړی .

 

د دنیا سره د محبت زیان

 

روایت دی چی یوه ورځ موسی (ع) د یو داسی شخص څنګ ته تیر سو چی په ډیره خضوع او خشوع سره یې لمونځ کاوه . موسی (ع) خدای ته عرض وکړ چی یا الله ! دغه شخص څومره ښه لمونځ ادا کوی .

 

الله تعالی ورته وفرمایل : اې موسی ! که دغه شخص آن په یوه شپه او ورځ کی زر رکعته هم ادا کړی  ، زر غلامان هم آزاد کړی ، زر د جنازې لمونځونه هم ادا کړی ، او یو زر حجونه هم وکړی بیا به هم د ده دغه لمونځ تر هغه مهاله هیڅ ګټه ورته ونلری څو چی د خپل مال زکات ورنکړي . دا ځکه چی د دنیا او دولت سره مینه د ټولو بدیو ریښه ده او د دنیا سره محبت د زکات د نه ادا کولو څخه پیدا کیږی .

 

هو ، الله تعالی د هغه چا مرسته کوی چی د نورو مرستندوی وی . یو مؤمن چی هر څونه مال او دولت خوښوی په هغه اندازه یې ایمان کمزوره وی . الله تعالی په قرآن مجید کی په لسګونو واره زکات د لمانځه سره یو ځای ذکر کوی یعنی دا چی زکات هم د لمانځه غوندی حتمی او مهم بولی او ټینګار پر کوی  ( مثلأ : البقره : ۱۱۰ ، ۲۷۷ ؛ النمل : ۳ ؛ الحج : ۷۸ ؛ لقمان : ۴ او ډیر نور ) . علما او مفسرین وایی چی الله تعالی لمونځ او زکات ځکه یو ځای ذکر کوی چی لومړنی جسمانی او دوهم مالی اهمیت لری ، یعنی دا چی لمونځ د بدن د اړونده ټولو اعمالو او احکامو څخه مهم دی او زکات بیا د مال او دولت د اړونده ټولو اعمالو او احکامو څخه مهم دی . حضرت عبدالله بن مسعود (رض) فرمایی چی د لمانځه او زکات د مسلسل ګډ ذکر مطلب دا دی که څوک لمونځ وکړی مګر زکات ورنکړی نو لمونځ یې نه قبلیږی . حضرت عبدالرحمن بن زید بن اسلم (رح) فرمایی چی خدای تعالی د چا لمونځ تر هغه مهاله نه قبلوی تر څو زکات یې نه وی ادا کړی . نو هیله ده چی اسلامی احکام په مینه ، خوښۍ او صداقت سره ومنو او ځانونه عملأ مؤمنان ثابت کړو .

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.