د روژې اووه ویشتمه تحفه— ډاکټر نثار احمد صمد

 

د روژې اووه ویشتمه تحفه

 

لیکوال : نثار احمد صمد

 

عابدو او متدینو لوستونکو ، د زیاترو علماوو په نزد لیلة القدر همدا نن شپه ده ( والله اعلم ) . یعنی کومه شپه ؟

۱ ـ انسانانو ته د هدایت لپاره دنیا ته د قرآنکریم د نزول شپه ؛ ۲ ـ په دغه شپه رحمت او برکت خورا زیات وی ؛ ۳ ـ په دغه شپه د راتلونکی کال اړونده رزق ، عمر او پیښی مقدر او مشخص کیږی ؛ ۴ ـ په دغه شپه عبادت تر یو زر میاشتو هم بهتر وی ؛ ۵ ـ په دغه شپه جبرایل (ع) او بې شمیره ملایکی راکښته کیږی چی د خیر او برکت سبب ګرځی ؛ ۶ ـ په دغه شپه د ناروغیو او بدمرغیو څخه سلامتي وی ؛ ۷ ـ په دغه شپه ناسته او قیام یعنی عبادت او الهی ذکر د تیرو ګناهونو د بخښلو باعث کیږی ؛ ۸ ـ په دغه شپه الله تعالی وایی چی « آیا څوک سته چی بخښنه او مغفرت راڅخه وغواړی تر څو ویې بخښم ؟ آیا کوم پوښتونکی سته چی سوال یې ځواب کړم ؟ آیا د رزق غوښتونکی سته چی په روزي کی یې برکت راوړم ؟ » نو هغه به کوم بد نصیب وی چی د دغسی مقدسی شپې په حاصلولو سره بیا هم په درانه خوب ویده وی ، هغه ضایع کړی او وړیا ګټه ترې وانه خلی ؟ نو راځیً چی اول یې پر لمانځه د پابندۍ څخه راپیل کړو ! او دا هم د روژې اووه ویشتمه تحفه ( ن . صمد )

 

دوستی او دښمنی د خدای لپاره

روایت دی چی موسی (ع) ته الله تعالی وحی وکړه چی اې موسی ! آیا کله دې زما لپاره کوم عمل کړی دی ؟

موسی (ع) عرض وکر چی یا لویه خدایه ! لمونځ می ستا لپاره ادا کړی دی ، روژه می ستا لپاره نیولې ده ، صدقه می ستا لپاره ورکړې ده او ذکر می ستا لپاره کړی دی .

خطاب ورته وسو چی لمونځ خو ستا پر خدای لمانځنه دلالت کوی ، روژه هم هغه سپر دی چی تا د اور څخه ساتی ، صدقه هم په قیامت کی ستا لپاره سایوان دی ، او زما ذکر کول ستا لپاره زما نور دی . دا خو ټوله ستا د خپل ځان لپاره وو ، زما لپاره دی کوم عمل کړی دی ؟

موسی (ع) په ننواتو سره عرض وکړ چی یا عظیم خدایه ! نو هغه کوم عمل دی او راویې ښیه چی ستا لپاره یې وکړم . الله تعالی خطاب ورته وکړ چی آیا زما د دوستانو سره دې دوستي او زما د دښمنانو سره دې دښمني کړې ده ؟

دا مهال موسی (ع) متوجه سو چی د الله تعالی په نزد افضل او بهتر اعمال د خدای د دوستانو سره دوستي او د دښمنانو سره یې دښمني ده .

هو ، الله تعالی انسانان د عبادت لپاره پیدا کړي دي (الذاریات : ۵۶) . عبادت اصلأ د بنده لخوا د الله تعالی د نعمتونو د شکر څرګندونه ده ( النحل : ۱۱۴ ) . نو انسان که عبادت کوي دا فکر دي نه کوي چي زهد او رياضت کوي ، بلکي داخيال دي وکړي چي د الله په توفيق دعبادت لپاره ولاړ يم . عبادت الله تعالی راباندی فرض کړی دی ، که مو خوښه وی یا نه حتمأ به یې کوو . د خپل عبادت احسان پر هیچا هم نسو اچولای بلکی الهی امر او خپل مسؤلیت پر ځای کوو . کلمه ، لمونځ ، روژه ، زکات او حج د اسلام پنځه بنسټونه دي چی په کولو یې مکلف یو .  ذکر اوتسبيح یو ډول د خدای جل جلاله په دربارکي ګدائي ده او د ګداګر سره تکبر ډیر بد ښکاري . بایزید بُسطامی (رح) فرمایلی دي : « د عبادت ښه والی په ډیروالي کی نه بلکی په صداقت او رښتنولۍ کی دی » . نو هیله ده چی خپل ایمانی او وجدانی مسؤلیت ، مکلفیت او فرضیت صادقانه عملی کړو .

 

 

مسلمان ته ښکنځل

وایی چی یوه ورځ د جعفر الصادق (رح) مجلس ته یو مسلمان راغی او په مجلس کی یې یو بل مسلمان ته ډیر ښکنځل وکړل . جعفر صادق (رح) ورڅخه وپوښتل چی آیا د رومیانو سره جنګېدلی یې ؟ هغه ورته وویل چی یا ، نه یم جنګېدلی . جعفر صادق (رح) ورڅخه وپوښتل چی د کسرا د کسانو ( یعنی ایرانیانو ) سره جنګېدلی یې ؟ هغه ورته وویل چی یا . جعفر صادق (رح) ورڅخه وپوښتل چی آیا د کافرانو سره دې جهاد کړی دی ؟ هغه ځواب ورکړ چی یا .

دا مهال حضرت جعفر (رح) ورته وویل چی : سبحان الله ! ستا له لاسه روم ، فارس ، یهود او نصارا ژغورلی دي ، خو مسلمان درڅخه ژغورلی نه دی !! په دې سره هغه سړی ځانته متوجه او اصلاح سو .

هو ، رسول الله (ص) فرمایلی دي چی « مؤمن ته بد ویل ګناه ده او د مؤمن وژل کفر دی » ، او فرمایی : « …. هر چا که خپله ژبه کنټرول کړه له عذابه نجات مومی … » موږ په پښتو کی یو ښه متل لرو چی وایی : خپله ژبه هم کلا ده هم بلا ! په رښتیا هم د ژبی غلط استعمال انسان د سختو حوادثو او مشکلاتو سره مخامخ کوی . حضرت صدیق (رض) فرمایلی دي چی « انسان ته ډیر مصیبتونه د خپلی ژبی څخه ورپیښیږی » . نو څومره به ښه وی چی نور نو خپله ژبه د ښکنځلو ، بد ویلو ، رټلو او سپکولو څخه وژغورو تر څو ایمان مو شتمن او وجدان مو ځواکمن وی انشاء الله .

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *