د روژې اته ویشتمه تحفه — ډاکټر نثار احمد صمد

 

د روژې اته ویشتمه تحفه

 

لیکوال : نثار احمد صمد

 

معززو دوستانو ، اسلام وایی چی په روژه کی مسلمان د دوو ساتنو او دوو خوشحالیو سره مخامخ کیږی .

 

ساتنی :

الف ـ د شیطان د وسوسو څخه ژغورلی وی ( ځکه چی شیطان تړلی وی ) ؛ ب ـ د الهی عذاب څخه ساتلی وی ( ځکه چی جسمانی او روحانی روژه یې وی ) .

 

خوشحالۍ :

الف ـ کله چی روژه ماتی کوی ؛ ب ـ کله چی د الله سره قربت او محبت حاصلوي .

 علماوو ویلی دي چی روژه د الهی مینی او محبت یوه ښه بیلګه ده ، او د الله (ج) یاد ، ذکر او ثنا ډیر وی چی پایله یې اخلاص او تقوا ده . روژه د انسان اراده او عقیده ټینګوی او ځکه یې نو عقل پر نفس ( یعنی اضافی خواهشاتو ) غلبه حاصلوی او واقعی انسان او مسلمان ورڅخه جوړوی .  نو دا هم اته ویشتمه تحفه ( ن . صمد )

 

د بریالیتوب راز

 

په هغه خونه یا اطاق کی چی موږ او تاسی هره ورځ اوسیږو ، د کامیابۍ لږ تر لږه اته مهم رازونه نغښتی دي چی په لږ توجه سره حاصلېدای سی :

 

۱ ـ خونه راته وایی چی لوړ امید ولره !

۲ ـ پنکه ( باد پکه ) وایی چی د سړې سینې څښتن اوسه !

۳ ـ ساعت وایی چی هره دقیقه ، آن هره ثانیه ډیره قیمتي ده !

۴ ـ هینداره وایی چی نور هم بهتر اوسه !

۵ ـ کړکۍ وایی چی دنیا وګوره !

۶ ـ جنتري وایی چی نننیً او چمتو اوسه !

۷ ـ دروازه وایی چی د موقع څخه ګټه واخله !

۸ ـ بستر وایی چی دا ټول چټیات دي ، په هیڅ شي کی هم رﺉ مه واهه ، راځه پرېوزه ، استراحت بهترین شی دی ، کرار او بېغمه بیده سه !

 

هو ، : که موږ او تاسو ښه ځیر سو په رښتیا هم همداسی ده . پورتني انتباهی برداشتونه زموږ د ورځني ژوندانه ترخه حقایق جوړوی . زموږ ژوند بیلابیلو فانی او دنیوي خنډونو په خپل جال کی را ګیر کړی دی خو که مو اراده او قرینه مثبته وی نو کامیاب او فعال به یو ، که نه عاطل او باطل به یو او خپلی نیمګرتیاوی به پر بل تاوانوو . لقمان حکیم ویلی دي چی « د ستونزو څخه مه بیریږه ، ځکه چی ستوري په تیاره کی ځلیږی » . نو هیله ده چی خپل شاوخوا هر شی او هره پدیده مثبت وارزوو او برئ پکښی ولټوو .  

 

له اذانه تر اقامته

 

موږ او تاسی پوهیږو چی د هر لمانځه پر مهال  لومړی اذان کیږی ، بیا ټوله د لمانځه لپاره ځانونه تیاروی او کله چی  ( د جماعت په لمانځه کی ) پر یوه صف برابر ودریږی اقامة ویل کیږی او د امام لخوا د الله اکبر په ویلو سره لمونځ شروع کیږی . یعنی د اذان څخه تر اقامة پوری یو لنډ او محدود وخت وی چی تر نیم ساعت اضافه نه وی . ټول مقتدیان او په عام ډول مسلمانان پوهیږی چی دغه نیم ساعت یا شل دقیقې او یا هم پنځلس دقیقې موده لمانځه ته د چمتوینې لپاره ده ، یعنی یوه لنډه او ټاکلې موده وی .

 

اوس که موضوع ته ښه ترا ځیر سو ، زموږ او ستاسو عمر هم کټ مټ د همدغه دستورالعمل پر اساس محدود او ټاکلی دی . یعنی کله چی یو مسلمان ماشوم وزوکیږی لومړی یې په غوږ کی اذان کیږی او بیا لمونځ ورکول کیږی ! پوښتنه دا ده چی څنګه لمونځ ورکول کیږی ؟ ځواب دا چی د زوکېدو څخه وروسته یې په یو غوږ کی اذان او په بل کی اقامة ویل کیږی خو لمونځ یې ورته معطل وی څو چی تر مړینی وروسته د جنازې په نوم لمونځ ورکول کیږی ! آیا دا وقفه او موده هم ټاکلې نه ده ؟ آیا تر زوکړی وروسته د یوې ثانیې څخه نیولې تر یوې پیړۍ پوری باالاخره مرګ راتلونکی نه دی ؟ آیا د هر مسلمان تر مړینی وروسته هغه ته د جنازې لمونځ نه ورکول کیږی ؟ نو آیا د زوکړې د لحظې څخه د مړینی تر شېبې پوری اذان ، اقامة او لمونځ ( د جنازې ) یو محدود وخت نه دی ؟ او ټول ژوند ( هر څومره کلونه چی وی ) د جنازې په لمانځه سره پای ته نه رسیږی ؟ پس آیا د جماعت د لمانځه او د جنازې د لمانځه تر منځ یو کُلی او جامع شباهت موجود نه دی او هر مسلمان د همدغسی بهیر په چوکاټ کی تحدید نه وی ؟ نو ستر رب دې د هر مؤمن دغه لنډه او ټاکلې موده سمه کړی چی ضمنی یادونه او خبردارﺉ یې هره ورځ پنځه واره ورته تلقین کیږی .

 

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.