جاد الله قرآني —ډاکټر نثار احمد صمد

 

 

جاد الله قرآني

 

لیکوال : نثار احمد صمد

 

څه باندی شپیته کاله مخکي په فرانسه کي یو پوخ سِنه مسلمان اوسیدئ چي نوم ئې ابراهیم وو. دغه پنځوس کلن سړی د ترکیې وو. ابراهیم دلته د بقالۍ یا عطارۍ دوکان کاوه. دا د کوڅې دوکان وو چي زیاتره د شاوخوا کوڅو اوسیدونکو سودا ورڅخه کوله. په دغه ګاونډ کي یوې یهودي کورنۍ هم ژوند کاوه. دغه یهودي کورنۍ یو اووه کلن زوی درلود چي نوم ئې جاد وو. دغه هلک به هره ورځ د کور لپاره سودا د همدغه کاکا ابراهیم څخه کوله او هر کله چي به د دوکان څخه وتی، نو په پټه به ئې یو چاکلیټ غلا کړ، مګر ابراهیم به ولیدی خو ږغ ئې نه پر کاوه او ځان به ئې ناګومانه واچاوه.

یوه ورځ جاد د چاکلیټ غلا کول هیر کړل، خو ابراهیم ږغ پر وکړ چي جاد جانه، چاکلیټ دې نن هیر سو! جاد په دې ږغ سره ډېر حیران او پرېشان سو، ځکه فکر ئې کاوه چي ابراهیم نه دئ خبر چي زه هره ورځ یو یو چاکلیټ غلا کوم. نو هغه وو چي بیرته راوګرځید او د ابراهیم کاکا څخه ئې عفو او بخښنه وغوښته او په عین حال کي ئې ژمنه وکړه چي بیا به دغه بد کار نه کوي. خو ابراهیم کاکا ورته وویل چي یا، صرف په یو شرط دي بخښم او هغه دا چي قول به کوې چي بیا به هیڅکله په ټول ژوند کي هم غلا نه کوې او پر ځای به ئې هره ورځ زما د دوکان څخه یو یو چاکلیټ اخلې. جاد هم وعده وکړه چي بیا به قطعاً غلا نه کوي او د ابراهیم کاکا څخه به په ښکاره یو یو چاکلیټ اخلي.

کلونه تیر سول او ابراهیم کاکا د جاد ډېر خوږ ملګری وو او د خپل پلار غوندي یې د ده احترام کاوه او خورا پر ګران وو. جاد چي به د کوم مشکل سره مخامخ سو، یا به د ژوندانه د حوادثو څخه په تنګ سو، نو ابراهیم کاکا ته به راغی او تر مشورې او هدایت اخیستلو وروسته به ئې خدای هماغه ستونزه حل کړه. یعني داسي چي کاکا ابراهیم به په خپل دوکان کي د میز له جعبې څخه یو کتاب راوکیښ او هغه به ئې جاد ته ورکړ او ورته وبه ئې ویل چي یوه صفحه ئې خلاصه کړه. جاد چي به کومه صفحه پرانیستله، کاکا ابراهیم به د کتاب هماغه صفحه وویل او وروسته به ئې کتاب بند کړ او د جاد مشکل ته به یې لاره پیدا کړه. جاد چي به د دوکان څخه راوتی نو احساس به ئې کاوه چي مشکلات ئې رفع او حواس ئې آرام سول.

کلونه په دې ډول تیرېدل او د دغه کم سِواده ابراهیم کاکا سره د جاد مینه او دوستي په همدې ډول زیاتیده. اووه لس کاله وروسته جاد څلیرویشت کلن ځوان سو او د کاکا ابراهیم عمر هم اووه شپیتو ته ورسید.

هو! پر همدغه سن عزرائیل (ع) د کاکا ابراهیم روح قبض کړه او وفات سو. کاکا ابراهیم تر خپلي مړیني مخکي یوه کوچنۍ صندوقچه زامنو ته ورکړې وه چي هغه زوړ کتاب هم پکښې موجود وو چي جاد به تل په دوکان کي لیدی. کاکا ابراهیم خپلو زامنو ته وصیت کړی وو چي دغه صندوقچه زما له خوا جاد ته په سوغات کي ورکړی. کله چي د ده زامنو هغه جاد ته وسپارله او د خپل پلار له وفاته یې خبر کړ، جاد سخت پرېشانه او غمجن سو ځکه د کلونو کلونو قدرمن دوست او وفادار مشاور ئې له لاسه ورکړ.

جاد به تل نور نو ځان یوازي او بې غمخوره احساساوه. جاد چي به هرکله د کوم مشکل یا پرېشانۍ سره مخامخ کیدی، حقیقی دوست او صادق مشاور ئې نه درلود. کله چي یوه ورځ په دغسي پرېشانیو کي ډوب وو، ناببره د کاکا ابراهیم هماغه صندوقچه ور په یاد سوه چي زامنو ئې ورکړې وه. جاد ورغی تر څو هغه راواخلي او د کاکا ابراهیم د بیلتون غم د هغه په لیدو سره څه لږ کړي. ورغی او هغه یې پیدا کړه او خلاصه ئې کړه. که ګوري چي هماغه زوړ کتاب هم پکښي پروت دئ چي تل به ئې د کاکا ابراهیم په دوکان کي خلاصاوه او هغه به اړونده صفحه ورته لوستله. جاد ډېر خوشحاله سو او بیله ځنډه ئې هغه خلاص کړ. خو کتاب په عربی ژبه وو او جاد په عربي هیڅ نه پوهیدی. نو هغه وو چي سمدلاسه خپل یو تونسي دوست ته ورغی او هیله ئې ورڅخه وکړه چي لطفاً د دې کتاب یو مخ راته ولوله. هغه هم همداسی وکړه. وروسته چی کله جاد خپل دغه تونسي ملګري ته خپل مشکل بیان کړ، نو هغه هم د دې ستونزي د حل لاره ورته ولټوله. جاد حیران او هک پک سو او ورڅخه وئې پوښتل چي دا مشکل ګشا کتاب څه شي دئ؟ تونسي ورته وویل چي دا قرآن کریم دئ، د مسلمانانو مقدس کتاب! جاد نور هم هیښ سو او وئې ویل چي آیا په دې کتاب کي د هر ډول مشکل حل سته؟

تونسي ورته وویل چي هوکې، او تا ته باید د کلونو کلونو راهیسي دا حقیقت ثابت سوی هم وي. جاد پسله ډېر فکر او سوچ څخه په داسي حال کي چي په سترګو کي ئې اوښکي ښکارېدې، په خولو کي لوند سو، وپوښتل چي آیا زه کولای سم چي مسلمان سم؟

تونسي ورته وویل چي هو بالکل، او همدا کتاب ستا او هر چا د هدایت کیلي ده. جاد وپوښتل چي څنګه نو مسلمان سم؟ هغه ورته وویل چي باید د زړه له اخلاصه او په صداقت سره کلمه ووایې او د همدې کتاب پیروي وکړې. جاد وپوښتل چي داسی ده نو لطفاً کلمه راوښیه. تونسي هغه ور وښودله او جاد هم داسي وویل: اشهد ان لا اله الا الله و اشهد ان محمد رسول الله!

هو! جاد مسلمان سو او د همدې کتاب د درنښت په خاطر ئې خپل نوم د جاد پر ځای (جاد الله قرآني) کښیښود. جاد الله وعده وکړه چي تر دې وروسته به ځان د دغه کتاب تعمیم ته وقفوي او د اسلام واقعي خدمت به کوي. جاد الله ډېر ژر قرآن زده کړ او په هغه ئې ځان ښه وپوهاوه. وروسته ئې په اروپا کي نورو ته د دعوت کار پیل کړ او ګڼ شمیر عیسویان او یهودیان ئې د خدای په امر مسلمانان کړل.

یوه ورځ ئې د کاکا ابراهیم لپاره د دعاوو پر مهال د هغه تحفه یعني قرآن خلاص کړ چي ناڅاپه ئې د هغه په منځ کي یو کاغذ ولید چي پر هغه د نړۍ نقشه لیکلې وه او هلته ئې د افریقا پر لویه وچه د کاکا ابراهیم لاسلیک ولیدی چي تر لاندی ئې داسي لیکلي وو [اُدعُ الی سَبيلِ رَبِکَ بِالحِکمَتِه والمَوعِظَتِه الحَسَنَتِه] (النحل: ۱۲۵) یعنی : راویې بوله (خلک) د خپل رب لاري ته سمي خبري وروښیه او نصیخت ورته وکړه په ښه توګه. جاد الله متوجه سو چي دا هرومرو د کاکا ابراهیم وصیت دئ او تصمیم ئې ونیو چي ضرور باید هغه عملي کړي. نو هغه وو چي د خدای د دین د بلني لپاره د اروپا څخه افریقا ته وخوځید.

هلته جاد الله قرآني دومره په دعوت کي لګیا او مصروف وو چي ویل کیږي په زرګونو، حتی ملیونونو افریقایان ئې د الله په امر مسلمانان کړل. دغه مبارز او مجاهد مسلمان په افریقا کي څه نا څه دېرش کاله د دعوت په چارو کي تیر کړل څو چي وروسته ناروغ سو او په ۲۰۰۳ (۱۳۸۲ لمریز) کي د ۵۴ کالو په عمر وفات سو (انا لله و انا الیه راجعون). جاد الله قرآني د خپل دغه ۵۴ کاله عمر څخه دېرش کاله د خدای په دعوت کي تیر کړل. الله دي ئې قبول او مقبول وګرځوي.

د جاد الله قرآني مور چي یهودۍ او په پوهنتون کي استاده وه، د خپل زوی تر مړینی دوه کاله وروسته (یعني په ۲۰۰۵ کي) د اویا کالو په عمر مسلمانه سوه. هغه وایي چي د دغو دېرشو کالو په ترڅ کي چي زوی مي مسلمان سوی وو، ما تل د هغه سره غالمغال او جنجال کاوه تر څو بیرته ئې یهودي مذهب قبول کړی وای. خو ومي نه سو کړای چي هغه مي د خپل ټول لیاقت او تشویق او وس سره سره  د اسلام څخه اړولی وای، حال دا چي یو کم سواده سړي (یعني کاکا ابراهیم) وکولای سو چي د جاد الله په زړه کي د اسلام نور  تذریق کړي او بې له شکه همدا د الهي کلام حکمت او تأثیر ثابتوي.

په هر صورت، جاد الله به کله کله دوستانو ته د کاکا ابراهیم خوږې خاطرې بیانولې او داسي به ئې ویل: د هغو ۱۷ کالو په ترڅ کي چي ما د کاکا ابراهیم سره تماس درلود، حتی یو ځل ئې هم نه دي راته ویلي چي «اې کافره» یا «اې یهودي» او حتی هیڅکله ئې دا هم نه دي راته ویلي چي «مسلمان سه».

هو! اووه لس کاله ډېره موده ده، خو کاکا ابراهیم خپله ټوله حوصله او صبر له لاسه ور نه کړ. نه ئې د اسلام او نه ئې هم د یهودیت په هکله هغه ته هیڅ هم نه دي ویلي. نو آیا دا یوه قرآني معجزه نه ده چي یو کم سواده سړی څنګه یو تعلیم یافته         شخص پر قرآن میَن کوي؟      

یو ځل د جاد الله قرآني څخه وپوښتل سوه چي څه احساس کوې په داسي حال کي چي په ملیونونو انسانان دي مسلمانان کړي دي؟ جاد الله په سړه سینه ځواب ورکړ چی زه هیڅ د افتخار کوم احساس نه کوم، ځکه زه د کاکا ابراهیم د نیکیو او ښه خویونو یوه برخه جبران کوم.

د مصر یو مشهور بلندوی (دعوت ګر) ډاکټر صفوت حجازي داسي وویل: په لندن کي مي د یو کنفرانس پر مهال، چي د سوډان د دارفور د مسلمانانو د مصیبت څخه د خلاصون او مرستي په هکله وو، د دارفور د یو قومي مشر سره ملاقات وسو. د مجلس پر مهال مي د هغه څخه پوښتل چي جاد الله قرآني پیژنې؟ دغه قومي مشر یو دم راوپاڅید او په حیرانۍ سره ئې راته وویل چي آیا ته هغه پیژنې؟ آیا تا هغه لیدلی وو؟ ما ورته وویل چي هوکې، هغه چي کله سویس ته د علاج لپاره تللی وو، په روغتون کي مي ولید او ملاقات مي ورسره وکړ. بس په دې خبره سره دغه دارفوروال زما پر لاسونو پرېوت او په ډېره جذبه او تلوسه ئې مچ کړل. ما ورته وویل چي دا څه کوې؟ ما خو داسي څه نه دي کړي چي د لاسو په ښکلولو و ارزي. هغه د ژړا په حال کي راته وویل چي ما ستا لاسونه نه دي مچ کړي بلکي هغه لاسونه می مچ کړل چي د جاد الله قرآني سره ئې روغبړ کړی دئ! ما ورڅخه وپوښتل چي آیا ته د جاد الله قرآني پر لاس مسلمان سوی یې؟ هغه راته وویل چي یا، کاشکي داسي وای. بلکي زه د داسي سړي پر لاس مسلمان سوی یم چي هغه د جاد الله قرآني په لاس مسلمان سوی دئ. د دغه دارفوري مشر ژړا هیڅ نه درېده او مسلسل یې زما لاسونه په خپلو لاسونو کي نیولي ول او جاد الله قرآني ته یې د اوښکو څخه په ډکو سترګو دعاوي کولې.

هو ګرانه لوستونکې! موږ او تاسي ډېر فرصتونه ضایع کړي دي، ډېري بې پروایۍ مو کړي دي، ډېري بې مسئولیتۍ مو کړي دي. آیا بهتره به نه وي چي که نور هیڅ نه سو کولای اقلاً په ځانو کي خو بدلون راوړو تر څو خدای مو حالت رابدل کړی؟ (الرعد: ۱۱)  موږ په خپل فاني تعلیم، سواد او موقف باندي ډېر نازیږو، خو زموږ د علم او پوهي برکت د کاکا ابراهیم د اخلاص او الفت د مثقال په اندازه هم نه دئ چي خاص تعلیم او تحصیل یې نه وو کړی. موږ د اسلام او مسلمانانو د بریالیتوب ظاهري انتظار کوو، حال دا چي جاد الله قرآني د الهي دین لپاره دا هر څه او هر امتیاز او اسانتیا پرېښوول او دعوت یې پیل کړ. آیا نور نو دا وخت نه دئ رارسیدلی چي عملاً لږ یا ډېر څه وکړو؟ یعنی د سیاست پر ځای ( چی زیانمن دی ) دعوت غوره کړو ( چی ګټمن دی ) ؟ و ما ذالک علی الله بعزیز! ( ن . صمد )

 

منبع : د لیکوال اثر ( د پند او عبرت قصې ـ لومړی ټوک ؛ ۲۰۱۰ ) ؛ ۳۱۹ ـ ۳۲۴ مخونه .

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *