طالبانو! تر بې عقل دوست هوښيار دښمن درته غوره دئ — منصف

 

طالبانو! تر بې عقل دوست هوښيار دښمن درته غوره دئ

 

منصف

 

څو ورځي وړاندي د محترم حكمتيار صاحب له لوري مولوي صاحب جلال الدين حقاني ته د ده د مشر زوى شهيد داكتر نصير الدين د شهادت په مناسبت له خواخوږۍ او پېرزوينو ډك تسليت ليك لېږل شوى وو، موږ غوره وگڼله چي دا ليك نشر كړو، ځكه هغه يوازي يو تسليت ليك نه وو بلكي مؤمنو مجاهدينو ته ئې ډېر پيغامونه له ځان سره درلودل، هيله مو دا وه چي د الله د لاري مجاهدين يو له بل سره په خپل چلن كي دغه حكيمانه اسلوب غوره كړي، تنظيمي پولي هغوى سره ونه وېشي، يقيناً چي د دې ليك اغېز به د رښتينو مجاهدينو په ليكو كي همغسي وي چي موږ ئې انتظار كوو، خو دې ته هم منتظر وو چي شياد دښمن، متعصب حريف، او بې عقل دوست به ئې غلط تعبيروي، همغسي لكه د مجاهدينو هر سياسي ابتكار چي د دوى كينه ناك تبليغات پاروي او مزدور ليكوالان او مزدوري رسنۍ او سايټونه ئې غلط تعبيروي، پر دې خوابدي او متأسف يو چي د يوه نېك اسلامي اقدام او د ستايني وړ ابتكار په وړاندي سپك او كچه غبرگون گورو، په ځانگړې توگه پر هغه څه چي ځيني ئې د طالبانو په جامه كي او له طالبانو د دفاع تر نامه لاندي ترسره كوي. نه پوهېږم دې ته به څه توجيه ومومو چي ځيني په غرض او مرض اخته تور زړي او بيمار ليكوالان د دې پر ځاى چي اسلام، مسلمانانو او هېواد ته ورپېښ گواښونه وڅېړي او د سترو سترو دښمنانو او د هغوى د توطئو په خلاف څه وليكي له يوه داسي تسليت ليك د بحث موضوع جوړوي او په اړه ئې بې ربطه له كينې او رخې ډك تبليغات كوي چي سر تر پاى له خواخوږۍ او درناوي ډك دئ، كاش داسي څه وليكي چي كه پنځوس سلنه ئې بد او دروغ وي نو پاته خو ئې ښه او رښتيا وي، برعكس داسي څه ليكي چي سل په سلو كي بد او دروغ وي!! آيا هيڅ باضمير انسان به پر دې حقيقت سترگي پټي كړي چي حزب اسلامي په هېواد كي د اسلامي نهضت او جهاد مؤسس دئ او په دې لاري كي ئې دومره قربانۍ وركړې چي هيڅ اسلامي ډله ورسره سيالي نشي كولى؟ آيا كوم باوجدان انسان به د حزب اسلامي له جهادونو، قربانيو او شهادتونو انكار وكړي؟!! كه ووايو تر نن پوري په هيڅ هېواد كي د حزب اسلامي په څېر ستر جهادي حزب نه دئ جوړ شوى، يقيناً چي مبالغه مو نه ده كړې، هغه حزب چي دا دئ شپږ څلوېښت كلونه ئې د دعوت او جهاد سنگرونه تاوده او فعال ساتلي، له دوو سترو يرغلگرو ځواكونو سره ئې ډغري ووهلې، د شهيدانو، بنديانو او زخميانو شمېر ئې لكونو ته رسېږي خو دا تورزړي سايټي او فيس بوكي ليكوالان له دغو څرگندو حقائقو د انكار جسارت كوي او په ډېري بې شرمۍ سره ليكي: آيا حزب اسلامي كوم شهيد او بندي لري؟!! د دغه تسليت ليك په اړه ليكي: حكمتيار له حقاني سره د جهاد ژمنه كړې وه خو په خپلي ژمني ئې عمل ونه كړ!! دې جنابانو ته څو عرائض لرم:

    زما د دقيق معلومات له مخي حكمتيار صاحب هغه مهال له حقاني صاحب سره لومړۍ ليدنه په شمل كي كړې چي تر تعقيب لاندي وو، د سردار داؤد د رژيم په خلاف د يوې كودتا په مشرۍ تورن وو، د اعدام پرېكړه ئې شوې وه، نږدې درې سوه ملگري ئې په زندان كي وو، ځيني ئې د جلاد داؤد په لاس اعدام شول او ځيني د ده د كمونيستو ملگرو په لاس، تر دې وړاندي ئې يو نيم كال د دهمزنگ په زندان كي تېر كړي وو، دغه مهال د ده محترم پلار او يو ورور هم په زندان كي وو، چي وروسته دواړه د ده له كشري ورور سره يو ځاى د كمونيستانو په لاس په شهادت ورسېدل، له داسي چا سره د حقاني ليدلو ته ورغلى وو چي د دهمزنگ له زندان د دغو زندانيانو د ايستلو لپاره د زمكي لاندي يوه سوري په كيندلو كي ئې لويه ونډه وه، دى او ورپسې درې وروڼه ئې يو په بل پسي په شهادت ورسېدل، د ده يو ورور اسدالله جهادوال د هغي ستري جگړي مشري په غاړه در لوده چي په ترڅ كي ئې د زدراڼو د سروټي په غره كي د كمونيستانو يوه لوا فوځ په بشپړه توگه له منځه ولاړ او دا لومړۍ ستره جگړه وه چي په ټول هېواد او د جهاد په تاريخ كي ئې بېلگه نشو په گوته كولى

موږ د محترم او مجاهد ورور مولوي حقاني درناوى او ستاينه كوو، همداسي د هر مجاهد درناوى كوو، كه په هري ډلي پوري مربوط وي، خو دا يو حقيقت دئ چي د حكمتيار صاحب نوم تر حقاني صاحب ډېر وړاندي د امريكايانو په تور ليست كي نيول شوى او پر سر ئې جائزه ټاكل شوې، حتى تر دوه زره يو ميلادي كال وړاندي هغه په تور ليست كي نيول شوى وو، تر حقاني وړاندي او تر ټولو نورو د مخه پر حكمتيار صاحب له بې پيلوټه طياري بريد وشو، او د نيولو لپاره ئې د امريكا خاصو ځواكونو گڼ شمېر عمليات ترسره كړل، داسي هم شوي چي دا ځواكونه دومره ده ته نږدې ورغلي چي ده په خپلو سترگو ليدل او په خپل غوږ ئې د هغوى خبري اورېدلې، او هغه وايي: د ژوند تر ټولو زيات نيمگړى ارمان مي دا دئ چي ونه توانېدم پر دغو امريكانو د بريد امكان ترلاسه كړم، هغه مهال او هغه ځاى داسي وو چي زما همسنگران له داسي بريد سره موافق نه ول

    دا صحيح ده چي طالبان تر حزب اسلامي زيات مالي امكانات لري، د قطر، متحده امارات او سعودي په څېر شتمن عرب هېوادونه ورسره مرستي كوي، خو نه د اسلام لپاره بلكي د خپلو اغراضو لپاره، د دغو هېوادونو مرستي په افغانستان كي كټ مټ داسي دي لكه په مصر كي، هغوى د اخوان المسلمين په ضد د تش په نامه سلفي ډلو مرسته كوي، هغوى ئې دې ته اړ كړل چي له پردي پال ملحد جنرال السيسي سره ملگرتيا وكړي، همغسي لكه طالبان چي له رباني او شوراى نظار سره يو ځاى شول او له حزب اسلامي سره وجنگېدل. خو دا هم يو حقيقت دئ چي د طالبانو يو سنگر به داسي ونه مومئ چي ډېرى جنگيالي ئې يا د حزب اسلامي مخكني غړي نه وي او يا د حزب اسلامي په غېږ او جهادي مدرسې كي نه وي روزل شوي

    دا جنابان پر دې هم اعتراض لري چي ولي د دولت په اداراتو كي حزبيان په كار بوخت دي!! دوى ته وايو: له باميان او داى كندي پرته د دولت داسي دفتر، اداره، مكتب او مدرسه نشته چي هلته دي د حزب اسلامي خواخوږي او ملاتړي نه وي، لږ هم نه بلكي ډېر، خو حزب هغوى ته ويلي: يوازي هغه څوك به له الهي محاسبې او مجازات ژغورل كېږي چي له خپل دفتر او كارځي سنگر جوړ كړي، هغه څوك يو اصيل او رښتينى حزبي نه دئ او له الله تعالى سره ئې پر خپلو ژمنو وفا نه ده كړې چي له خپل دين، وطن او ولس دفاع نه كوي او د خپل وس مطابق په ژبه او په لاس د اشغالگرانو، ملحدينو او مفسدينو مقابله نه كوي، حزب دوست او دښمن پېژني، دومره درايت لري چي لومړى درجه دښمن له دوهمي او درېيمي درجې دښمن تفكيك كړي، داسي هيڅكله نه كوي چي اصلي دښمن پرېږدي او د خپل قلم نوك او د ټوپك خوله د دوهمي او درېيمي درجې دښمن لوري ته واړوي، نه په جوماتونو كي چاودني كوي او نه په بل داسي ځاى كي چي بې گناه افغانانو ته تاوان رسوي، ملا، طالب، معلم، مكتبي، مأمور او مدير په دې جرم نه وژني چي له دولت سره كار كوي او يا د دولت تر واكمنۍ لاندي ژوند كوي، دا ځكه چي رسول الله او صحابه وو دا كارونه نه دي كړي، قرآن وايي: الله تعالى مكه د دې لپاره له جگړي پرته د مسلمانانو په لاس فتح كړه او تر فتحي وړاندي ئې پر مكې د بريد مخنيوى وكړ چي په مكه كي ډېر داسي خلك اوسېدل چي ايمان ئې راوړى وو خو مسلمانانو نه پېژندل، او په دې سره موږ ته لارښوونه كوي چي له داسي بريد ډډه وكړو چي په هغه كي كوم مسلمان ته د تاوان رسېدو احتمال وي

    كله چي حزب اسلامي كابل ته هيئت لېږلى او د حزب هيئت هملته په ډېرو واضح او قاطع الفاظو اعلان كړى چي تر څو ټول بهرني ځواكونه په بشپړه توگه او له قيد او شرط پرته نه وي وتلي نه جگړه پاى ته رسېدى شي او نه صلح راتلى شي، د دښمنانو تر څنگ د طالبانو بې عقلو خواخوږو د حزب په ضد تبليغات پيل كړي، دا كار ئې ناسم گڼلى چي حزب كابل ته هيئت لېږلى، په داسي حال كي چي له امريكا سره د طالبانو پټ مذاكرات، قطر ته د طالبانو د ډلو ډلو تگ، په دوحه كي چي د امريكايانو ستره نظامي اډه ده د طالبانو د دفتر پرانيستل، د جرمني په وساطت له امريكايانو سره پټ مذاكرات، … نه يوازي عيبجن كار نه گڼي بلكي د يوه سپېڅلي او مهم كار په سترگه ورته گوري!! كه څوك د پارلمان له منبر په هېواد كي د بهرنيو ځواكونو اشغال غندي، د دوى حضور د جگړو د دوام اصلي عامل بولي، له امريكا سره امنيتي تړون محكوموي او هغه داسي بولي لكه د شاه شجاع تړون له انگرېزانو سره او د كارمل تړون له مسكو سره، نو همدا بې عقله ليكوالان د دې پر ځاى چي دا استازي وستايي بر عكس د هغوى په ضد تبليغات كوي، هغه هم يوازي له دې كبله چي دا استازي حزبي سابقه لري، د حزب اسلامي هيئت د سفر په دوران كي د كابل ښار د يوې مهمي غونډي شاهد وو، دا مهمه غونډه د وحدت ملي جبهې په ابتكار دائره شوې وه، د غونډي ويناوالو د امريكا حضور، له امريكا سره امنيتي تړون او د مشورتې جرگې رابلل، په كلكه غندل او په خپلي وروستۍ پرېكړي كي ئې اعلان وكړ چي كه د كابل چارواكي له امريكا سره امنيتي تړون لاسليك كړي نو د افغان ولس له سخت غبرگون سره به مخامخ شي، حزب اسلامي د يوې اعلاميې په ترڅ كي د دې غونډي او د دغو ويناوالو د څرگندونو قدرونه وكړه او د غونډي د پرېكړو ملاتړ ئې وكړ، خو متأسفانه هغه فيسبوكي ليكوالان چي پر سترگو ئې د جهل او تعصب توره پرده پرته ده د دې لپاره د دې غونډي له ملاتړ ډډه كوي او د شك په سترگه ورته گوري چي د حزب اسلامي غړو په هغې كي فعاله او رغنده ونډه درلوده

    دا تاسو د رنگ رنگ دښمنانانو د فكري، فرهنگي او اخلاقي هجوم په وړاندي په دغو اوږدو كلونو كي څه كړي، د شوروي اتحاد د كمونيستي يرغل، د غرب صليبي تاړاك او د ايران سني ضد شيعي هجوم په مقابله كي مو كومه سپينه پاڼه توره كړې، داسي څو كرښي مو ليكلي چي د عقل خاوند او د حقيقت په لټه كي انسان قانع كړي؟ له مولوي صاحب ضعيف پرته ما ته د خپلو مشرانو د يوه كتاب نوم واخله چي په لوستلو ارزي، موږ د ضعيف صاحب د همت ستاينه كوو، له الله تعالى هغه ته اجر او مزيد توفيق غواړو. ولي د ايراني هجوم په وړاندي ساكت يئ؟ آيا وجه ئې دا نه ده چي ايران ستاسو ځينو ملگرو ته وسلې او پيسې وركوي او د خپلو موخو او گټو لپاره ئې جنگوي؟!! ولي د هغو په اړه څه نه وايئ چي په حنفي مذهب بريدونه كوي؟ ولي مو د دې سنگر مبارزه يوازي حزب اسلامي ته پرېښې؟ ولي ستاسو مشران د ډول ډول خطرناكو پېښو په وړاندي له سياسي تحليل عاجز دي؟ يو ئې دې ته تيار نشو چي په يوې اغېزمني صوتي، تصويري او چاپي مركې سره د مجاهدينو د دريځ دفاع وكړي او د دښمن توطئې شنډي كړي؟!! حزب اسلامي په دغو دولسو كلونو كي تر درې لكه زيات كتابونه، مجلې او رسالې چاپ او توزيع كړې، د هري وړې او لويي پېښي په اړه مركې، مصاحبې، اعلاميې، تحليلونه او تبصرې لري، د گوانتامو زندان په اړه ئې تر مولوي صاحب ضعيف څو كاله وړاندي يوه ښكلې رساله وليكله چي څو ځلي چاپ شوه، حقيقت دا دئ چي د مقاومت په فرهنگي اړخ كي نوي سلنه كار د حزب اسلامي له لوري شوى، خو تاسو د دې پر ځاى چي د دغو دښمنانو مقابله وكړئ پيڅې مو رابروهلې دي او د حزب اسلامي مشرانو ته ښكنځلي كوئ، آيا ستاسو په گنده كڅوړي كي له ښكنځلو پرته بل څه هم شته؟!! 

    زموږ يوه ليكوال د مجاهدينو تر منځ د اتحاد غوښتنه وكړه، كه څه هم موږ له داسي تكراري غوښتنو سره موافق نه يو، ځكه په ځينو كي غرور راپاروي او دا احساس وركوي چي دى ډېر زورور دئ او بل ډېر كمزورى او د ده ملگرتيا ته اړ، ستاسو د يوه كمعقل ښكنځل كوونكي عكس العمل دا وو: يا له اميرالمؤمنين سره بيعت وكړئ يا ولاړ شئ له شمالي ائتلاف سره ملگري شئ!! تاسو ته بايد ووايو: نه له شمالي ائتلاف سره ملگرتيا كوو او نه ستاسو له امير سره بيعت، او نه به هيڅكله د بل د مټو او پيسو په زور قدرت ته رسېدلي واكمنان ومنو، يوازي هغه اسلامي حكومت منو چي د هېواد له خپلواكۍ وروسته د ملت په خوښه رامنځته شي او مشران ئې د ملت له لوري غوره شي، زموږ يوه مجاهد او عالم شخصيت ته چي په ديني علومو كي د دكتورا تر كچي تحصيلات لري يوه بهرني جنگيالي وويل: ته عالم يې؛ ولي له ملاعمر مجاهد سره بيعت نه كوې چي يو ديني عالم دئ؟ هغه ورته وويل: كه لازم وي له كوم عالم سره بيعت وكړم نو تر ځان اوچت عالم سره به بيعت كوم نه تر ځان ټيټ عالم سره، بهرني جنگيالي وويل: حكمتيار خو يو انجنير دئ نه يو ديني عالم!! هغه ورته وويل: حكمتيار په ديني علومو كي تر ما وړاندي دئ او د طالبانو مشرانو ته شل كاله درس وركولى شي!! 

    تاسو ته مو توصيه دا ده چي ښه به وي لږ ئې سړه وخورئ، لا تر ارگ پوري اوږد مزل پاته دئ، وضعيت بدل شوى، اوس نه د القاعدې هغه څو زره كسيز لښكر شته چي ستاسو په څنگ كي جنگېدو، نه پاكستاني طالبان په دې موډ كي دي چي په افغانستان كي د يوه لپاره د بل په ضد وجنگېږي، نه د بي بي سي او امريكا غږ هغه پراخ تبليغات شته چي له تاسو ئې د صلحي فرشتې جوړولې، اوس نوى وضعيت دئ او نوې ئې غوښتني، د عربي هېوادو مرستي د امريكا په امر او اشاره وې، د دې لپاره چي په افغانستان كي د مجاهدينو په لاس د يوه اسلامي حكومت د جوړېدو مخنيوى وكړي، د دې لپاره ئې كله له يوې ډلي استفاده كړې او كله له بلي ډلي، موږ استاد رباني ته ويل: مسكو او واشنگټن د حزب اسلامي د ځپلو په موخه ستاسو ملاتړ كوي، كه نن حزب نه وي نو سبا به ستاسو ټغر ټولوي، اوسنيو واكمنانو ته هم وايو: د مجاهدينو د سر دعاء وكړئ چي له بركته ئې تاسو د اقتدار پر كرسۍ كښېنول شوي يئ، او ستاسو جيبونه له ډالرو درډكوي، تاسو ته هم وايو: كه له غرب سره دا وېره ختمه شوه چي حزب اسلامي به قدرت ترلاسه كړي نو باور وكړئ چي نه به ئې پرون ستاسو مرسته كوله او نه به سبا تاسو ته قدرت وسپاري، غرب اخوان المسلمين نشي منلى تاسو به څنگه ومني، قطر او نور عربي هېوادونه مو قدرت ته په رسېدو كي مرسته نشي كولى، پاكستان به هيڅكله بيا ستاسو مرسته ونه كړي، د بهرنيو جنگياليو هغه څو زره كسيز فوځ هم بيا ستاسو په څنگ كي نشي راغونډېدى، د اسلامي حكومت د جوړولو يوازينۍ لار دا ده چي ټول مجاهدين او اسلامپال گوندونه او شخصيتونه راغونډ شي او د هېواد د راتلونكي په اړه په گډه تصميم ونيسي.  

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *