د روژې دیارلسم سوغات— ډاکټر نثار احمد صمد

 

د روژې دیارلسم سوغات

 

 

قدرمنو او عزتمنو لوستونکو ، دغه لړی چی « د قرآن سره مرکه » نومیږی د قرآن پوهنی ډیره آسانه ، دلچسپه او ګټوره طریقه ده . دلته د قرآن کریم څخه پوښتنی کیږی او هغه د خپلو آیتونو له مخی ځوابونه وایی . هیله ده چی د توجه او هڅیدو وړ مو وګرځی ، دا ځکه چی نن د عمل ورځ ده بیله حسابه خو سبا د حساب ورځ ده بیله عمله !

نو د دیارلسمی روژې لپاره  دیارلسم سوغات ومنی ( ن . صمد ) :

 

 

 

د قرآن سره مرکه (دیارلسمه برخه)

 


لیکوال: ډاکټر نثار احمد صمد

 

پوښتنه : آیا تا د دې تهمتونو او اعتراضونو مقابله کوله ؟ بل دا چی کفارو د رسول الله (ص) څخه څه معجزې او دلایل غوښتل ؟ که په دې هکله مختصر معلومات راکړې ، ښه به وی .

ځواب : هو ، ما د دې ټولو تهمتونو او اعتراضونو ځواب ځای پر ځای ویلی دی (۱) . د مکې کفارو د هغه څخه عجیبی معجزې غوښتې او ورته ویل به یې چی موږ تر هغه مهاله ستا خبره نه منو څو چی زموږ لپاره مځکه څیری او یوه چینه ورڅخه جاری نکړې او یا هم دا چی ځانته د خرماوو او انګورو باغونه جوړ کړې او په هغو کی ویالې وبهوې ، یا دا چی لکه ته چی ادعا کوې نو دغه آسمان ټوټه ټوټه کړه او پر موږ یې راواچوه ، یا دا چی خدای او ملایکی مستیقمأ زموږ سره مخامخ کړه ، یا دا چی ستا لپاره دې د سروزرو یو کور جوړ سی ، یا دا چی  آسمان ته وخیژه خو بیا هم تر هغو پوری موږ یقین نه کوو تر څو چی له هغې خوا زموږ لپاره یو داسی لیکلی سند رانه وړې چی موږ یې ولولو (۲) .

 

پوښتنه : آیا کفارو او مشرکانو به مزاحمت ورته کاوه که یا ؟ که  وی ، نو یو مثال یې راکولای سې ؟ 

ځواب : هو ، د حق مخالفین د هغه د بلنی اورېدلو او ځان پوهولو ته هیڅ  نه چمتو کېدل ، بلکی کله چی به ده هغوی ته زما آیتونه ویل نو هغوی به غالمغال او شور کاوه او ګډوډﺉ به یې جوړاوه تر څو په دغسی هنګامه کی چا ته د غور او فکر کولو موقع مساعده نسی . د دې حربې او شیطانۍ په ذریعه به نوموړو خلکو خپله جبهه پیاوړې بلله (۳) .

 

پوښتنه : آیا څه خاص چلنجونه به یې هم ورکول که یا ؟

ځواب : هو خورا ډیر . کله کله به یې د ټوکو او ملنډو په توګه ورڅخه پوښتل چی قیامت به کله راسی ؟ (۴) . کله به یې په مسخرو سره داسی دعا کوله چی اې الله ! که دا واقعی حق وی او ستا له لوری وی نو پر موږ باندی له آسمانه ډبری را واوروه ، یا کوم بل دردناک عذاب راباندی نازل کړه (۵) . کله به یې دا اعتراض کاوه چی پر دغه نبی هیڅ خزانه نه ده نازله سوې (۶) . او کله به یې ویل چی د ده سره هیڅ کومه ملایکه نه لیدل کیږی (۷) .

یو وخت د ډیری مودې لپاره وحی نه راغله نو کفارو به مسلسل ویل چی رب یې ورڅخه خوابدی سوی دی او دﺉ یې همداسی پر میدان پرې یښی دی (۸) .

 

پوښتنه : د دې ټولو سپکاویو او خواریو په وړاندی هغه (ص) څه غبرګون ښودﺉ او څه به یې کول ؟

ځواب : نبی (ص) بیا هم د دې ټولو بې ادبیو او بدو خبرو د توپان په وړاندی خپل عرض وړاندی کاوه ، د حق اظهار به یې کاوه او د بد اخلاقه خلکو څخه به یې ځان ګوښه کاوه (۹) . د ده ستره هیله دا وه چی خلک ایمان پر راوړی او هدایت حاصل کړی او له همدې امله به پریشان او غمجن و (۱۰) .

 

پوښتنه : په دغسی مشکل حالت کی د هغه (ص) سره ستا مرسته او لاسنیوﺉ موجود و که یا ؟ که و ، نو څه دې کول ؟

ځواب : ما د کفارو د پروپاګنډو په مقابل کی د ده د اصلی حیثیت د ښه ترا څرګندولو لپاره دﺉ په ډیرو ښه لقبونو سره نازولی دی تر څو عامو خلکو د ده په هکله صحیح تصور کولای . ما داسی ویلی دي چی محمد (ص) د الله بنده (۱۱) ، د هغه رسول (۱۲) ، او نبی دی (۱۳) . هغه نذیر (۱۴) ، بشیر (۱۵) ، احمد (۱۶) ، مبشر (۱۷) یعنی زیرﺉ ورکونکی ، مُذکِر (۱۸) یعنی د دین ور په یادونکی ، مُنذز(۱۹) ، یعنی خبر ورکونکی ، داعی الا الله (۲۰) ، یعنی د الله خوا ته رابلونکی ، مُزمِل (۲۱) یعنی په کمپل کی پیچلی ، مُدثِر (۲۲) یعنی په تلتک کی پیچلی ، خاتم النبین (۲۳) ، یعنی آخری نبی ، هادی (۲۴) ، یعنی د هدایت لارښوونکی ، رحمته اللعالمین (۲۵) ، یعنی د ټول جهان لپاره رحمت ، د هدایت روښانه څراغ (۲۶) ، د حق شاهد (۲۷) ، د امت خیر غوښتونکی او غمخور (۲۸) ، د مسلمانانولپاره رؤف (۲۹) ، یعنی د شفقت او مهربانۍ لورونکی ، او رحیم (۳۰) دی .

 

پوښتنه : آیا د رسول الله (ص) هڅی او دعوت نتیجه ورکوله ؟ آیا کافرانو خنډونه ورته ایجادول که یا ؟

ځواب : د ده دعوت به سَوکه سَوکه ټول عرب تر اغیزې لاندی راوستل چی له امله یې د اسلام جبهه ټینګه او غښتلې کېده او د کفر په ځواک کی لږښت راتی (۳۱) . خو د دې سره سره باطل فکره انسانان ډیر فعال وو . هغوی د حق د بلنی څخه د خلکو د پام اړولو په خاطر د ساعتیریو محاذ خلاص کړ ، د خوشالولو او تفریح کارونو ته یې لاس واچاوه ، د عیاشۍ او لوبو نندارې یې راویستلې او د دلچسپو افسانوی کیسو بیانونه یې شروع کړل (۳۲) .

 

پوښتنه : ډیره مننه د دې جامع وضاحت څخه . نو رسول الله (ص) به د دې مزاحمتونو په وړاندی څه کول ؟

ځواب : کفارو د ده سره د معاملو او موافقو هڅی هم وکړې او داسی به یې ویل چی د دغه قرآن پر ځای کوم بل قرآن راوړه یا په همدغه کی زموږ د خوښي سره سم ترمیم راوړه . په دې هکله الله تعالی خپل نبی ته وفرمایل چی « دغو خلکو ته ووایه چی زه د دې اختیار نه لرم چی په هغه کی له ځانه څه بدلون راوړم . زه صرف د هغو وحیو پیرو یم چی ما ته رالیږل کیږی . که زه د خپل رب نافرماني وکړم نو د قیامت د عذاب څخه بیریږم » (۳۳) .

 

پوښتنه : الله (ج) د دې خنډونو او تکلیفونو په بدل کی څه کومک ورسره کاوه ؟

ځواب : الله خپل نبی ته د کفارو د دې ډول معاملو په مقابل کی د ثابت قدمۍ او د هغوی د چلونو څخه د ژغورنی تلقین وکړ او الله د ځان له لوری د هغه د ساتنی بشپړ ډاډ ورکړ (۳۴) .

د حق مخالفینو د غیر الله څخه د ده د بیرولو هڅی هم وکړې خو الله تعالی په هر حالت کی دﺉ ثابت قدمه کړ او په هر حالت کی یې د ده د ساتنی اطمینان ورکاوه (۳۵) .

 

پوښتنه : د اهل کتاب والاوو رویه څنګه وه ؟ آیا هغوی په دې مبارزه کی رغنده رول نه لوباوه ؟

ځواب : اهل الکتاب یعنی یهودو او عیسویانو هم د ده څخه انکار وکړ او مخالف یې سول ، حال دا چی د ده په حقانیت ښه پوه وو (۳۶) . د هغوی په انکار کی حسد ، ضدیت ، او مطلب پالنه نغښتې وه (۳۷) .

———————————————————————————————————————-

(۱) : الاعراف : ۱۸۴ ؛ یس : ۶۹ ؛ الحاقه : ۴۱ ؛ الطور : ۲۹ ؛ السجده : ۳ . (۲) : الاسرأ : ۹۰ ـ ۹۳ . (۳) : حم سجده : ۲۶ . (۴) : الاعراف : ۱۸۷ ؛ الاحزاب : ۶۳ ؛ النازعات : ۴۲ . (۵) : الانفال : ۳۲ . (۶) : هود : ۱۲ . (۷) : هود : ۱۲ . (۸) : الضحی : ۱ ، ۲ ، ۳ . (۹) : الاعراف : ۱۹۹ . (۱۰) : الکهف : ۶ ؛ الشعرأ : ۳ ؛ النحل : ۱۲۷ ؛ النمل : ۷۰ ؛ الانعام : ۳۳ . (۱۱) : الحدید : ۹ ؛ الجن : ۱۹ ؛ الاسرأ : ۱ ؛ الکهف : ۱ ؛ النجم : ۱۰ . (۱۲) : آل عمران : ۱۶۴ ؛ المایًده : ۶۷ ؛ الاحزاب : ۲۱ ، ۴۰ ؛ الفتح : ۲۹ ؛ الحشر : ۷ . (۱۳) : آل عمران : ۶۸ ؛ الاعراف : ۱۵۷ ، ۱۵۸ ؛ التوبه : ۷۳ ؛ الممتحنه : ۱۲ ؛ التحریم : ۱ . (۱۴) : الاعراف : ۱۸۸ ؛ فاطر : ۲۴ ؛ سبا : ۲۸ ؛ البقره : ۱۱۹ ؛ المایًده : ۱۹ . (۱۵) : الاعراف : ۱۸۸ ؛ فاطر : ۲۴ ؛ سبا : ۲۸ ؛ البقره : ۱۱۹ ؛ المایًده : ۱۹ . (۱۶) : الصف : ۶ . (۱۷) : الفرقان : ۵۶ ؛ الفتح : ۹ ؛ الاسرأ : ۱۰۵ ؛ الاحزاب : ۴۶ . (۱۸) : الغاشیه : ۲۱ . (۱۹) : الرعد : ۷ . (۲۰) : الاحزاب : ۴۶ . (۲۱) : المزمل : ۱ . (۲۲) : المدثر : ۱ . (۲۳) : الاحزاب : ۴۰ . (۲۴) : الشوری : ۵۲ . (۲۵) : الانبیأ : ۱۰۷ . (۲۶) : الاحزاب : ۴۶ . (۲۷) : النحل : ۸۹ ؛ البقره : ۱۴۳ ؛ النسأ : ۴۱ ؛ الحج : ۸ . (۲۸) : التوبه : ۱۲۸ . (۲۹) : التوبه : ۱۲۸ . (۳۰) : التوبه : ۱۲۸ . (۳۱) : الرعد : ۴۱ ؛ الانبیأ : ۴۴ . (۳۲) : لقمان : ۶ . (۳۳) : یونس : ۱۵ . (۳۴) : الاسرأ : ۷۴ ـ ۷۵ ؛ هود : ۱۱۲ ـ ۱۱۳ . (۳۵) : الزمر : ۳۶ . (۳۶) : البقره : ۸۹ ، ۱۰۹ ، ۱۴۴ ، ۱۴۶ ؛ آل عمران : ۸۶ ، ۹۹ ؛ الانعام : ۱۱۴ ؛ الرعد : ۴۳ . (۳۷) : القصص : ۵۰ ؛ آل عمران : ۱۹ ؛ البقره : ۸۹ ، ۱۰۹ ؛ النسأ : ۵۴ .

 

پاتی برخه

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *