د روژې نولسم سوغات— ډاکټر نثار احمد صمد

 

 

 

د روژې نولسم سوغات

 

 

قدرمنو او عزتمنو لوستونکو ، دغه لړی چی « د قرآن سره مرکه » نومیږی د قرآن پوهنی ډیره آسانه ، دلچسپه او ګټوره طریقه ده . دلته د قرآن کریم څخه پوښتنی کیږی او هغه د خپلو آیتونو له مخی ځوابونه وایی . هیله ده چی د توجه او هڅیدو وړ مو وګرځی ، دا ځکه چی نن د عمل ورځ ده بیله حسابه خو سبا د حساب ورځ ده بیله عمله !

نو د نولسمی روژې لپاره نولسم سوغات ومنی ( ن . صمد ) :

 

 

 

د قرآن سره مرکه (نولسمه برخه)

 


لیکوال: ډاکټر نثار احمد صمد

 

 

پوښتنه : نو د دې لپاره چی هر څوک د جنت څخه برخمن سی او د دوږخ له اوره نجات ومومی ، باید څه وکړی ؟

ځواب : هر څوک چی پر یوازیني الله ، د هغه پر ملایکو ، د هغه پر نبیانو ، د هغه پر کتابونو او د آخرت پر ورځ ایمان راوړی (۱) ، او خلک نیکو او ښه کارونو ته راوبولی ، د ښه اعمالو امر وکړی او د بدو یا ناوړه اعمالو څخه یې منع کړی نو هغوی بریمن او د فلاح او مراد څښتنان یعنی جنتیان دي (۲) .

 

پوښتنه : آیا ستا د احکامو پیروي او اطاعت حتمی دی ؟

ځواب : هو باالکل ، پر هر مسلمان فرض دی چی زما اوامر او احکام به منی (۳) .

 

پوښتنه : آیا ستا د کومی فیصلې څخه سرغړوَنه کېدای سی ؟

ځواب : یا قطعأ نه ، زما د هری پریکړی منل او عملی کول حتمی دی او په هغه کی استثنأ ځای نلری (۴) .

 

پوښتنه : که احیانأ داسی مسأله چی تا اشاره نه وی ورته کړې یا دې نه وی حل کړې نو باید څه وسی ؟

ځواب : په داسی حالت کی د رسول الله (ص) پر سُنت باید عمل وسی ، دا ځکه چی زما تر ټولو معتبره او مستنده تشریح همالته ده (۵) .

 

پوښتنه : که احیانأ داسی مسأله چی په سنت کی هم واضح نه وی ، نو بیا څه شي ته باید مراجعه وسی ؟

ځواب : په داسی حالت کی باید د امت د علماوو د اجماع پیروي وسی (۶) .

 

پوښتنه : آیا خپل څو اوامر او احکام راته ویلای سې ؟

ځواب : هو  ولی نه . ما دوه ډوله احکام جاری کړي دي ، یو اوامر دي چی د هغو پر کولو می حُکم او امر کړی دی ، دوهم نواهی دي چی د هغو کول می منع کړي دي . دغو دواړو ته امر باالمعروف نهی عن المنکر ویل کیږی . زما څو اوامر یا احکام چی کول یې حتمی دي دا دي :

۱ ـ د لمانځه ټینګه پابندي (۷) .

۲ ـ د روژې په میاشت کی روژه لرل (۸) .

۳ ـ زکات ورکول (۹) .

۴ ـ حج کول (۱۰) .

۵ ـ د مور او پلار سره ښه چلند کول (۱۱) .

۶ ـ فیصله په حق او عدالت سره کول (۱۲) .

۷ـ دعوت او تبلیغ کول (۱۳) .

۸ ـ شاهدي په رښتیا سره ورکول (۱۴) .

۹ـ صحیح تول کول (۱۵) .

۱۰ ـ د وعدې مراعاتول (۱۶) .

 

زما څو نواهی یا منکرات چی باید ډډه ځنی وسی ، دا دي :

۱ ـ شِرک کول (۱۷) .

۲ ـ درواغ ویل (۱۸) .

۳ ـ غیبت کول (۱۹) .

۴ ـ په وزن ، اندازه او تول کی کمیً کول (۲۰) .

۵ ـ شراب څښل (۲۱) .

۶ ـ قمار یا جُوا کول (۲۲) .

۷ ـ سود کول (۲۳) .

۸ ـ زنا کول (۲۴) .

۹ ـ چټی مصرف یا اِسراف کول (۲۵) .

۱۰ ـ د یتیمانو مال یا حق خوړل (۲۶) .

 

پوښتنه : دا خو ډیر ضروري او اړین معلومات وو . آیا پوښتلای سم چی د کومو شیانو خوړل حرام دي ؟

ځواب : د یو مسلمان لپاره د خنځیر ( خوک ) د غوښو خوړل ، مردار شیان ، وینه او هر هغه شی چی د الله تعالی د نوم یادولو څخه پرته ذبح سوﺉ وی ، د دې ټولو خوړل حرام دی (۲۷) .

 

پوښتنه : تا په خپلو پورتنیو حُکمونو کی له ټولو نه پر کوم حُکم ډیر ټینګار کړی دی ؟

ځواب : ما تر ټولو د لمانځه پر ادا کولو ډیر تأکید کړی دی او دا امر می په سلګونو واره تکرار کړی دی (۲۸) .

 

پوښتنه : اوس به راسم دې پوښتنی ته چی د عبادت فلسفه څه ده ؟

ځواب : عبادت په اصل کی د الله تعالی د نعمتونو څخه د بنده د شکر څرګندونه ده (۲۹) .

 

پوښتنه : آیا راته ویلای سې چی عبادت په څه شي پوری تړلی یا مربوط دی ؟

ځواب : عبادت هم د هر عمل غوندی د نیت په اخلاص پوری تړلی دی (۳۰) .

 

پوښتنه : آیا د لمانځه تر ادا کولو مخکی اودس تازه کول حتمی دی ؟

ځواب : هو باالکل همداسی ده (۳۱) .

 

پوښتنه : نو چی داسی ده ، اودس څنګه باید تازه سی ؟

ځواب : د اوداسه لپاره لومړی باید دواړه لاسونه تر بندونو پوری په اوبو پرېولل سی ، بیا د سر یوه حصه مسح کیږی او په پای کی دواړی پښې پرېولل کیږی (۳۲) .

 

پوښتنه : که احیانأ د اوداسه لپاره اوبه پیدا نسی ، نو باید څه وکړو ؟

ځواب : په هغه صورت کی تیمُم باید وسی (۳۳) .

 

پوښتنه : تیمم څنګه کیږی ؟

ځواب : په پاکه خاوره سره مخ او دواړه لاسونه مسح کیږی (۳۴) .

———————————————————————————————————————–

(۱) : البقره : ۱۳۶ ، ۱۷۷ ، ۲۸۵  . (۲) : آل عمران : ۱۰۴ . (۳) : الانعام : ۱۵۵ ؛ الاعراف : ۳ ؛ المایًده : ۴۴ ، ۴۵ ، ۴۷ ؛ لقمن : ۲۱ ؛ الزمر : ۵۵ . (۴) : النور : ۵۱ ؛ المایًده : ۴۹ ؛ محمد : ۲۳ . (۵) : النسأ : ۶۵ ، ۱۰۵ ؛ النحل : ۴۴ ، ۶۴ ؛ الاحزاب : ۲۱ ، ۳۶ ؛ الحشر : ۷ . (۶) : النسأ : ۵۹ ، ۸۳ ، ۱۱۵ . (۷) : النور : ۵۶ ؛ الروم : ۳۱ ؛ الحج : ۷۸ ؛ الانعام : ۷۲ . (۸) : البقره : ۸۳ ، ۱۸۵ . (۹) : النور : ۵۶ ؛ الحج : ۷۸ ؛ المزمل : ۲۰ ؛ المجادله : ۱۳ . (۱۰) : آل عمران : ۹۷ ؛ الحج : ۲۶ ـ ۲۷ . (۱۱) : الاسرأ : ۲۳ ؛ الاحقاف : ۱۵ ؛ النسأ : ۳۶ . (۱۲) : المایًده : ۸ ؛ النسأ : ۵۸ ؛ النحل : ۹۰ . (۱۳) : آل عمران : ۱۰۴ ، ۱۱۰ ؛ البقره : ۱۴۳ ؛ التوبه : ۷۱ . (۱۴) : المایًده : ۸ ؛ النسأ : ۱۳۵ . (۱۵) : الاسرأ : ۳۵ ؛ الرحمن : ۹ ؛ الانعام : ۱۵۳ . (۱۶) : المایًده : ۱ ؛ الاسرأ : ۳۴ ؛ الانعام : ۱۵۳ . (۱۷) : النسأ : ۳۶ ؛ الانعام : ۱۴ ، ۱۵۲ ؛ الروم : ۳۱ . (۱۸) : الحج : ۳۰ ؛ الفرقان : ۷۲ . (۱۹) : الحجرات : ۱۲ . (۲۰) : الرحمن : ۹ ؛ المطففین : ۳ ؛ هود : ۸۴ . (۲۱) : المایًده : ۹۰ ـ ۹۱ . (۲۲) : المایًده : ۹۰ ـ ۹۱ . (۲۳) : البقره : ۲۷۵ ، ۲۷۸ ؛ آل عمران : ۱۳۰ . (۲۴) : الاسرأ : ۳۲ ؛ الفرقان : ۶۸ ؛ الممتحنه : ۱۲ . (۲۵) : الاعراف : ۳۱ ؛ الانعام : ۱۴۱ ؛ الفرقان : ۶۷ . (۲۶) : الانعام : ۱۵۲ ؛ الاسرأ : ۳۴ ؛ النسأ : ۱۰  . (۲۷) : البقره : ۱۷۳ ؛ النحل : ۱۱۵ . (۲۸) : البقره : ۳ ، ۱۵۳ ، ۱۷۷ ، ۲۳۸ ، ۲۷۷ ؛ النسأ : ۱۰۲ ؛ المایًده : ۶ ؛ هود : ۱۱۴ ؛ الحج : ۴۱ . (۲۹) : العنکبوت : ۱۷ ؛ الکوثر : ۱ ـ ۲ ؛ قریش : ۱ ـ ۴ ؛ النحل : ۱۱۴ ؛ الزخرف : ۶۴ . (۳۰) : الزمر : ۲ ، ۳ ، ۱۱ ، ۱۴ ؛ الحج : ۳۷ . (۳۱) : المایًده : ۶ . (۳۲) : المایًده : ۶ . (۳۳) : المایًده : ۶ . (۳۴) : المایًده : ۶  .

پاتی برخه

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *