د روژې شلم سوغات— ډاکټر نثار احمد صمد

 

 

د روژې شلم سوغات

 

 

قدرمنو او عزتمنو لوستونکو ، دغه لړی چی « د قرآن سره مرکه » نومیږی د قرآن پوهنی ډیره آسانه ، دلچسپه او ګټوره طریقه ده . دلته د قرآن کریم څخه پوښتنی کیږی او هغه د خپلو آیتونو له مخی ځوابونه وایی . هیله ده چی د توجه او هڅیدو وړ مو وګرځی ، دا ځکه چی نن د عمل ورځ ده بیله حسابه خو سبا د حساب ورځ ده بیله عمله !

نو د شلمی روژې لپاره شلم سوغات ومنی ( ن . صمد ) :

 

 

 

د قرآن سره مرکه (شلمه برخه)

 


لیکوال: ډاکټر نثار احمد صمد

 

 

پوښتنه : آیا د لمونځ ادا کول فرض دی ؟

ځواب : هو باالکل ، پر هر مسلمان د لمانځه ادا کول فرض دی (۱) .

 

پوښتنه : آیا د یو مساپر لپاره په لمانځه کی قصر ( لږېدنه ) جایز ده که یا ؟

ځواب : هو باالکل جایز ده (۲) .

 

پوښتنه : آیا تر لمانځه مخکی اذان باید وسی که یا ؟

ځواب : هو اذان باید وسی (۳) .

 

پوښتنه : آیا تا د جمعې د لمانځه د ادا کولو حُکم هم کړی دی ؟

ځواب : هو ، کړی می دی (۴) .

 

پوښتنه : آیا د جنازې لمونځ هم حتمی دی ؟

ځواب : هو ، د هر مسلمان تر وفات وروسته هغه ته باید د جنازې لمونځ ورکړه سی خو د یو غیر مسلمان لپاره د جازې د لمانځه اجازه نسته (۵) .

 

پوښتنه : د روژې په باره کی څه حُکم کوې ؟

ځواب : پر مسلمانانو د روژې په میاشت کی روژه لرل فرض دی (۶) .

 

پوښتنه : آیا پوښتلای سم چی د روژې نیولو حکمت څه دی ؟

ځواب : روژه د تقوا یا پرهېزګارۍ د حصول تر ټولو ښه ذریعه ده (۷) .

 

پوښتنه : آیا دا رښتیا ده چی د زکات ورکول اختیاري دی ؟

ځواب : یا ، پر هر هغه مسلمان چی اړونده حد یا نصاب یې پوره کړی وی ، د زکات ورکول فرض دی (۸) .

 

پوښتنه : نو د زکات ګتی څه دي ؟

ځواب : د زکات څو فایدې په لاندی ډول دي :

۱ ـ په هغه سره د بېوزلو او مسکینانو اړتیاوی پوره کیږی (۹) .

۲ ـ په هغه سره شتمني په یو ځای کی نه زخیره کیږی (۱۰) .

۳ ـ په هغه سره مال او شتمنی پاک کیږی (۱۱) .

۴ ـ په هغه سره الله ته نږدېکت ډیریږی (۱۲) .

 

پوښتنه : زکات کومو کسانو ته ورکول کېدای سی ؟

ځواب : زکات دغو کسانو او مراجعو ته ورکول کېدای سی : غریبان ، فقیران ، زکات ټولونکي ، مساپر ، هغه غیر مسلمانان چی په زړونو کی یې د دین سره مینه پیدا کول مقصد وی ، د مریانو د آزادولو لپاره ، د پوروړو د پور ادا کولو لپاره ، او د الله په لاره کی (۱۳) .

 

پوښتنه : آیا پر پخوانیو امتونو هم لمونځ ، روژه او زکات فرض وو که صرف پر محمدی امت باندی ؟

ځواب : پر ټولو پخوانیو امتونو هم لمونځ ، روژه او زکات فرض وو (۱۴) .

 

پوښتنه : آیا د حج کول هم حتمی دی که یا ؟

ځواب : هو ، پر هر هغه مسلمان چی مالی وس یې ولری په ژوند کی یو ځل د بیت الله حج فرض دی (۱۵) .

 

پوښتنه : اوس به یوه بله مسأله مطرح کړم او هغه دا چی آیا جهاد هم فرض دی که یا ؟

ځواب : هو ، پر مسلمان د الله په لاره کی جهاد فرض دی (۱۶) .

 

پوښتنه : الهی ذکر څنګه باید وسی او ګټی یې څه دي ؟

ځواب : ذکر باید په هغه طریقه سره وسی چی الله او رسول یې هدایت فرمایلی دی (۱۷) . باید متوجه اوسې چی د الله حمد او ثنا (۱۸) ، تسبیح (۱۹) ، تکبیر (۲۰) ، شکر (۲۱) ، لمونځ (۲۲) او زما تلاوت (۲۳) ټول په الهی ذکر کی شامل دي . د الله ذکر هر وخت او په هر حالت کی باید وسی (۲۴) . هغه انسان چی د الله ذکر نه کوی شیطان پر مسلط کیږی (۲۵) او ژوند یې لنډ او تنګ وی (۲۶) . د الهی ذکر څخه زړه ډاډمن کیږی (۲۷) .

 

پوښتنه : ډیر په زړه پوری او ګټور معلومات وو . آیا راته ویلای سې چی کوم ډول دُعا قبلیږی ؟

ځواب : هره دعا چی د الهی اطاعت د جذبې څخه په اخلاص سره وسی الله یې قبلوی (۲۸) .

 

پوښتنه : آیا تا کومه دعا ښوولې هم ده ؟

ځواب : هو باالکل ، ما ډیری دعاوی ښوولی دي چی د هغو څخه یوه یې دا ده :

رَبنا آتِنا فِی الدُنیا حَسَنته وَ فِی الاخِرَتِ حَسَنته وَ قِنا عَذابَ النار . یعنی : اې زما ربه ! په دنیا او آخرت دواړو کی ښېګڼه را عطأ کړه او د دوږخ له اوره می وژغوره (۲۹) .

————————————————————————————————————————

(۱) : البقره : ۳ ، ۱۵۳ ، ۲۳۸ ، ۲۷۷ ؛ النسأ : ۱۰۳ ؛ المایًده : ۶ ؛ هود : ۱۱۴ ؛ الحج : ۴۱ . (۲) : النسأ : ۱۰۱ . (۳) : المایًده : ۵۸ ؛ الجمعه : ۹ . (۴) : الجمعه : ۹ . (۵) : التوبه : ۸۴ . (۶) : البقره : ۱۸۳ ، ۱۸۵ . (۷) : البقره : ۱۸۳ . (۸) : التوبه : ۶۰ ؛ البینه : ۵ ؛ البقره : ۱۱۰ ؛ الحج : ۷۸ ؛ النور : ۵۶ . (۹) : المعارج : ۲۴ ـ ۲۵ ؛ البقره : ۱۷۷ . (۱۰) : الحشر : ۷ . (۱۱) : التوبه : ۱۰۳ ؛ الیل : ۶۷ ، ۱۸ . (۱۲) : التوبه : ۹۹ . (۱۳) : التوبه : ۶۰ . (۱۴) : الانبیأ : ۷۳ ؛ البقره : ۱۸۳ ، ۸۳ ؛ المایًده : ۱۲ ؛ مریم : ۳۱ ، ۵۵ . (۱۵) : آل عمران : ۹۷ ؛ الحج : ۲۶ ـ ۲۷ . (۱۶) : الحج : ۳۹ ـ ۴۰ ؛ البقره : ۱۹ ، ۲۱۶ ، ۲۴۴ ؛ التوبه : ۲۹ ، ۷۳ ، ۱۲۳ ؛ النسأ : ۷۴ ـ ۷۵. (۱۷) : البقره : ۱۲۸ ، ۱۹۸ ، ۱۸۵ ، ۲۳۹  ؛ الحج : ۳۷. (۱۸) : الاسرأ : ۱۱۱ ؛ الحجر : ۹۸ ؛ التوبه : ۱۱۲ ؛ طه : ۱۳۰ ؛ الروم : ۱۸  . (۱۹) : طه : ۳۴ ؛ آل عمران : ۴۱ ؛ الواقعه : ۷۴ ، ۹۶ ؛ الاعلی : ۱ ؛ النصر : ۳ . (۲۰) : الاسرأ : ۱۱۱ ؛ المدثر : ۳ . (۲۱) : البقره : ۱۵۲ ، ۱۷۲ ؛ النحل : ۱۱۴ ؛ العنکبوت : ۱۷ ؛ الزمر : ۶۶ . (۲۲) :  طه : ۱۴ ؛ الجمعه : ۹ ؛ العنکبوت : ۴۵ ؛ الاعلی : ۱۵ ؛ النسأ : ۱۴۲. (۲۳) : فاطر : ۲۹ ؛ البقره : ۱۲۱ ؛ الاحزاب : ۳۴ . (۲۴) : آل عمران : ۱۹۱ ؛ النسأ : ۱۰۳ ؛ الدهر : ۲۵ . (۲۵) : المجادله : ۱۹ . (۲۶) : طه : ۱۲۴ . (۲۷) : الرعد : ۲۸ ؛ الاحزاب : ۳۵ ؛ الزمر : ۲۳ . (۲۸) : ابراهیم : ۳۹ ؛ الاعراف : ۵۵ ؛ البقره : ۱۸۶ ؛ الاحقاف : ۱۵ . (۲۹) : البقره : ۲۰۱ .

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *