د روژې دوه ویشتم سوغات— ډاکټر نثار احمد صمد

 

د روژې دوه ویشتم سوغات

 

 

قدرمنو او عزتمنو لوستونکو ، دغه لړی چی « د قرآن سره مرکه » نومیږی د قرآن پوهنی ډیره آسانه ، دلچسپه او ګټوره طریقه ده . دلته د قرآن کریم څخه پوښتنی کیږی او هغه د خپلو آیتونو له مخی ځوابونه وایی . هیله ده چی د توجه او هڅیدو وړ مو وګرځی ، دا ځکه چی نن د عمل ورځ ده بیله حسابه خو سبا د حساب ورځ ده بیله عمله !

نو د دوه ویشتمی روژې لپاره دوه ویشتم سوغات ومنی ( ن . صمد ) :

 

 

 

د قرآن سره مرکه (دوه ویشتم برخه)

 


لیکوال: ډاکټر نثار احمد صمد

 

 

پوښتنه : نن هر چا منجمله کفارو ته هم دا ثابته سوې ده چی تا د کورنۍ او ټولنی په اړه ټول اساسی مسایل څیړلی او حل لارې دی ویلی دي . خو دا چی ځینی کسان اغماض کوی او نور بې خبره دي ، ګناه یا مسؤلیت د هغوی خپل دی . په دې اړه تا د کورنیز او ټولنیز ژوندانه په هکله څه هدایتونه لورولي دي ؟

ځواب : ما د انسانی ټولنی د سمون او ښېګڼی لپاره ډیر هدایات کړي چی څو یې دا دي :

۱ ـ ټول انسانان د انسانی شرافت له مخی برابر دي دا ځکه چی ټول د آدم (ع) اولاد دي . د رنګ ، نسل ، ژبی او سیمی له مخی هیڅ ډول توپیر او امتیاز جایز نه دی (۱) .

۲ ـ د فضیلت او ښېګڼی معیار تقوا ، ایمان  او ښه ( یعنی نیک یا صالح ) عمل دی (۲) .

۳ ـ انسانان د ایمان او کفر له مخی دوه ډوله دي چی یوه ډله یې ایمان لرونکي او بله یې بې ایمانه دي (۳) .

۴ ـ ما د یو ښه ټولنیز ژوندانه د جوړښت لپاره نر او ښځی ته د نکاح امر کړی دی (۴) . میړه او میرمن باید خپل تر منځ په مینه او الفت سره ژوند وکړی (۵) . دواړه یو بل ته د لباس حثیت لری (۶) . هغوی دواړه یو بل سره تسکین کوی (۷) . دواړه یو پر بل مساوی حقوق لری (۸) . نارینه د کهول پالندوی او منتظم دی (۹) . هغه مسؤلیت لری چی د خپلی میرمنی او اولادو لپاره به نفقه ، اوسېدنځای او نوری لومړنۍ آسانتیاوی برابروی (۱۰) . ښځه د کور ملِکه ده (۱۱) . هغه باید د نامحرمو کسانو څخه سَتر وکړی (۱۲) . نارینه ته د څلورو میرمنو سره تر نکاح پوری اجازه سته خو که د هغوی تعداد تر یوې ډیر وی نو د ټولو سره به مساوی او برابر سلوک کوی (۱۳) . نارینه په خورا اړین او خاص حالت کی خپلی میرمنی ته طلاق ورکولای سی (۱۴) . ماندینه د میړه څخه خُلع اخیستلای سی یعنی د مَهر د پریښوولو په صورت کی طلاق غوښتلای سی (۱۵) .

۵ ـ پر والدینو فرض ده چی اولادو ته صحیح روزنه ورکړي او دین ور وښیی (۱۶) .

۶ ـ اولادونه باید د والدینو خدمت وکړی او ښه سلوک ورسره وکړی (۱۷) .

۷ ـ صلهً رحمی ـ د خپلوانو سره ښه رویه ضروري ده (۱۸) .

۸ ـ د مسکینانو او بېوزلو د اړتیاوو پوره کول د شتمنو مسؤلیت دی (۱۹) .

۹ ـ د ګاونډیانو (۲۰) او مساپرو سره هم باید ښه سلوک وسی (۲۱) .

 

پوښتنه : ډیره مننه د دې خورا اساسی او ضروری معلوماتو څخه . اوس به راسم دې ته چی  آیا تا دې خورا مهمی مسألې ته هم اشاره کړې چی د کومو کومو ښځو سره نکاح نا روا یعنی حرامه ده ؟

ځواب : هو ، ما دې مسألې ته واضحأ اشاره کړې ده چی د کومو کومو ښځو سره نکاح نسی کېدای چی هغه دا دي :

مور ، لور ، خور ، عمه ، خاله ، ورېره ، خورځه ، هغه مور چی شیدې یې رَودل سوي وی ، رضاعی یعنی د شیدو شریکه خور ، د ماینې مور یعنی خواښې ، د بل میړه څخه د ماینې لور یعنی بچه اندره ، د زوی ماینه یعنی مږور ، پر عین مهال دوې خویندی ، یعنی چی میرمن ژوندۍ وی د هغې د خور سره نکاح حرامه ده (۲۲) .

 

پوښتنه : ماشوم ته تر کله باید مور خپلی شیدې ورکړی ؟

ځواب : د یو ماشوم د شیدو خوړلو موده دوه کاله ده (۲۳) .

 

پوښتنه : آیا د حیض یعنی ښځینه میاشتنۍ ناروغۍ پر مهال د ماینې سره جنسی عمل روا دی ؟

ځواب : یا قطعأ نه ، بلکی ناروا دی (۲۴) .

 

پوښتنه : آیا راته ویلای سې چی ټولنیزی معاملې څنګه باید تر سره سی ؟

ځواب : هغه باید د خپل منځی سلا مشورو پر اساس تر سره سی (۲۵) .

 

پوښتنه : د مسلمانانو خپل منځي اړیکی باید څنګه وی ؟

ځواب : باید ورورګلویزه وی . دا ځکه چی ما واضحأ ویلی چی مسلمانان سره وروڼه دي (۲۶) . هغوی باید یو تر بله سره خواخوږي ، رواداره او دوستان وی (۲۷) . که احیانأ د مسلمانانو تر منځ شخړه پیښه سی ، نو د هغوی تر منځ باید د سولې راوستلو کوښښ وسی (۲۸) . هیڅ مسلمان اجازه نه لری چی پر بل مسلمان ورور باندی مسخرې او ټوکی وکړی یا هغه ته پیغور ورکړی او یا هم هغه په بد او ناوړه نوم سره وبولی (۲۹) . یا دا چی پر هغه شک او بد ګوماني وکړی یا د هغه د حالاتو پلټنه او جاسوسی وکړی او یا یې هم غیبت وکړی (۳۰) .

 

پوښتنه : دا خو بهترین او اړین معلومات وو . آیا راته ویلای سې چی ستا په  نظر د یوې نمونه ای یا مثالی اسلامی ټولنی ځانګړتیاوی باید څه وی ؟

ځواب : زما په نظر د یوې مثالی ټولنې بېلګې او خصوصیات په دې ډول دي :

۱ ـ هغه باید د چا مستعمره نه بلکی آزاده او خپلواکه وی (۳۱) .

۲ ـ په هغه کی باید امن او آرامي موجوده وی (۳۲) .

۳ ـ د هغې افراد باید په کفر او شِرک مبتلا نه وی بلکی ایمان لرونکي وی (۳۳) .

۴ ـ پر هغه باید صرف او صرف الله واکمن وی ، یعنی الهی احکام پر مسلط وی (۳۴) .

۵ ـ په هغه کی باید خدایی قانون نافذ وی (۳۵) .

۶ ـ د هغې افراد باید لمونځ ادأ کړی او زکات ورکړی (۳۶) .

۷ ـ د هغې افراد باید د ښېګڼی او اخلاقو یوه ټوټه وی او نور هم د ښېګڼو او اخلاقو خوا ته راوبولی . هغوی پخپله باید د بدیو څخه ځانونه وساتی او هم د بدیو او خرابیو څخه د نورو د منع کولو هڅی وکړی (۳۷) .

۸ ـ د هغې د حکومت ټولی چاری باید د خپل منځي مشورو له مخی اجرا سی (۳۸) .

۹ ـ د هغې مشر باید د ټولنی تر ټولو نیک عمله او صالح انسان وی (۳۹) .

۱۰ ـ د هغې اوسېدونکي باید ټول د قانون پابنده او مراعاتونکي وی (۴۰) .

۱۱ ـ په هغه کی باید هیڅوک هم تر قانون پورته نه وی یعنی څوک باید تر قانون اضافه امتیاز و نه لری (۴۱) .

۱۲ ـ په هغې کی باید د رشوت او فساد (۴۲) ، سود (۴۳) ، بې حیایی (۴۴) ، بد اخلاقی (۴۵) ، قمار (۴۶) ، او شراب غوندی لعنتونه نه وی (۴۷) .

۱۳ ـ په هغې کی هر چا ته باید د ژوندانه لومړنۍ اړتیاوی مهیا وی (۴۸) .

۱۴ ـ په هغې کی باید د رایی آزادي او  د رغنده انتقاد پوره آزادي موجوده وی (۴۹) .

————————————————————————————————————————

(۱) : الحجرات : ۱۳ ؛ النسأ : ۱ ؛ الاسرأ : ۷۰ . (۲) : الحجرات : ۱۳ . (۳) : التغابُن : ۲ . (۴) : النسأ : ۳ ، ۲۵ ؛ النور : ۳۲ . (۵) : النسأ : ۱۹ ؛ الروم : ۲۱ . (۶) : البقره : ۱۸۷ . (۷) : الاعراف : ۱۸۹ ؛ الروم : ۲۱ . (۸) : البقره : ۲۲۸ . (۹) : النسأ : ۳۴ . (۱۰) : الطلاق : ۶ ؛ النسأ : ۳۴ . (۱۱) : الاحزاب : ۳۳ . (۱۲) : الاحزاب : ۵۹ ؛ النور : ۳۱ . (۱۳) : النسأ : ۱۳ ، ۱۲۹ . (۱۴) : البقره : ۲۲۹ ، ۲۳۱ ، ۲۳۲ ، ۲۳۷ ؛ الطلاق : ۱ . (۱۵) : البقره : ۲۲۹ . (۱۶) : مریم : ۵۵ ؛ لقمن : ۱۳ ـ ۱۹ ؛ البقره : ۱۳۲ . (۱۷) : النسأ : ۳۶ ؛ البقره : ۸۳ ؛ الاسرأ : ۱۲۳ ؛ العنکبوت : ۸ ؛ لقمن : ۱۴ . (۱۸) : النسأ : ۳۶ ؛ البقره : ۸۳ ، ۱۷۷ ؛ النحل : ۹۰ ؛ الاسرأ : ۲۶ ؛ الروم : ۳۸ . (۱۹) : الاسرأ : ۲۶ ؛ البقره : ۸۳ ، ۱۷۷ ؛ النسأ : ۳۶ ؛ الروم : ۳۸ . (۲۰) : النسأ : ۳۶ . (۲۱) : الاسرأ : ۲۶ . (۲۲) : النسأ : ۲۳ . (۲۳) : البقره : ۲۳۳ ؛ لقمن : ۱۴ . (۲۴) : البقره : ۲۳۲ . (۲۵) : الشوری : ۳۸ ؛ آل عمران : ۲۵۹ . (۲۶) : الحجرات : ۱۰ ؛ التوبه : ۱۱ ؛ آل عمران : ۱۰۳ ؛ الاحزاب : ۵ ؛ البقره : ۱۷۸ . (۲۷) : التوبه : ۷۱ ؛ الفتح : ۲۹ ؛ المایًده : ۵۴ ؛ الانفال : ۱ . (۲۸) : الحجرات : ۹ . (۲۹) : الحجرات : ۱۹ . (۳۰) : الحجرات : ۱۲ . (۳۱) : النور : ۵۵ ؛ الحج : ۴۱ ؛ الانفال : ۲۶ . (۳۲) : الاعراف : ۵۶ ؛ النور : ۵۵ ؛ البقره : ۲۰۵ ؛ القصص : ۸۳ ؛ ص : ۲۸ . (۳۳) : آل عمران : ۱۱۰ ؛ الروم : ۳۱ ؛ النور : ۵۵ ؛ فاطر : ۳۹ ؛ الصف : ۱۱ . (۳۴) : آل عمران : ۲۶ ، ۱۸۹ ؛ المایًده : ۱۷ ؛ الانعام : ۵۷ ؛ الاعراف : ۵۴ ؛ التین : ۸ . (۳۵) : المایًده : ۴۴ ، ۴۵ ، ۴۷ ؛ الاعراف : ۳ ؛ النور : ۵۵ ؛ الزمر : ۵۵ . (۳۶) : البقره : ۳ ، ۱۷۷ ، ۲۷۷ ؛ الروم : ۳۱ ؛ لقمن : ۴ ؛ البینه : ۵ . (۳۷) : آل عمران : ۱۱۰ ، ۱۰۴ ؛ التوبه : ۷۱ ، ۱۱۲ ؛ النحل : ۹۰ ؛ الحج : ۴۱ . (۳۸) : الشوری : ۳۸ ؛ آل عمران : ۲۵۹ . (۳۹) : الحجرات : ۱۳ . (۴۰) : النسأ : ۵۹ . (۴۱) : القصص : ۴ . (۴۲) : البقره : ۱۸۸ . (۴۳) : البقره : ۲۷۵ ، ۲۷۹ . (۴۴) : الاعراف : ۳۳ ؛ الانعام : ۱۵۱ ؛ الشوری : ۳۷ ؛ النحل : ۹۰ ؛ النسأ : ۲۲ . (۴۵) : النحل : ۹۰ ؛ آل عمران : ۱۰۴ ، ۱۱۰ ، ۱۱۴ ؛ الاعراف : ۱۵۷ ؛ التوبه : ۷۱ ، ۱۱۲ ؛ الحج : ۴۱ . (۴۶) : المایًده : ۹۰ ـ ۹۱ ؛ البقره : ۲۱۹ . (۴۷) : البقره : ۲۱۹ ؛ المایًده : ۹۰ ـ ۹۱ . (۴۸) : الذریت : ۱۹ ؛ المعارج : ۲۵ . (۴۹) : البقره : ۲۵۶ ؛ یونس : ۹۹ ؛ آل عمران : ۱۱۰ ؛ التوبه : ۷۱ .  

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.