د روژې درویشتم سوغات— ډاکټر نثار احمد صمد

 

د روژې درویشتم سوغات

 

 

قدرمنو او عزتمنو لوستونکو ، دغه لړی چی « د قرآن سره مرکه » نومیږی د قرآن پوهنی ډیره آسانه ، دلچسپه او ګټوره طریقه ده . دلته د قرآن کریم څخه پوښتنی کیږی او هغه د خپلو آیتونو له مخی ځوابونه وایی . هیله ده چی د توجه او هڅیدو وړ مو وګرځی ، دا ځکه چی نن د عمل ورځ ده بیله حسابه خو سبا د حساب ورځ ده بیله عمله !

نو د درویشتمی روژې لپاره درویشتم سوغات ومنی ( ن . صمد ) :

 

 

 

د قرآن سره مرکه (درویشتمه برخه)

 


لیکوال: ډاکټر نثار احمد صمد

 

 

پوښتنه : آیا تا د انسانی ټولنی د اقتصادی ژوندانه په هکله هم څه احکام لورولي دي ؟ که وی لطفأ یې راته ووایه .

ځواب : ما د انسان د سپماییزه ـ ټولنیزه ژوندانه اړونده ځینی اصول او مقررات وضع کړي چی لنډیز یې په دې ډول دی :

۱ ـ د هر انسان لپاره د مځکی د رزق د وسایلو څخه د خپلی برخی اخیستلو طبیعی حق خوندی دی (۱) .

۲ ـ په رزق کی هم د الله د نورو نعمتونو غوندی مساوات نسته ، یعنی الله چا ته ډیر او چا ته هم لږ ورکوی (۲) .

۳ ـ د هر انسان لپاره د ځانی او خصوصی مالکیت لرلو حق خوندی دی (۳) .

۴ ـ نسل وژنه حرامه ده ، که هغه حتی د ډیری لوږی او غربت د خطر له امله هم وی (۴) .

۵ ـ صرف د حلالی طریقې څخه د مال او شتمنۍ ګټل روا دی ، بلکی د ناجایزه لارې څخه یې حصول حرام او منع دی (۵) .

۶ ـ د سود کاروبار حرام دی او هغه د الله او رسول سره د جنګ معنا لری (۶) .

۷ ـ پر نصاب لرونکو یعنی هغو کسانو چی تر اړتیا اضافه مال او شتمني ولری ، د زکات ادا کول فرض دی (۷) . حال دا چی د مځکی پر حاصلاتو بیا عُشر یعنی د لسمي برخی ورکړه فرض ده (۸) .

۸ ـ د حلالی طریقې څخه ګټلیً عاید باید یوازی په جایز ډول مصرف سی او اضافه خرڅي باید ونسی . اِسراف او تبذیر دواړه ناجایز دي (۹) .

۹ ـ باید د سپما څخه کار واخیستل سی (۱۰) .

۱۰ ـ ما د شتمنۍ ارتکاز یعنی ټول د څو کسانو په اختیار کی راتلل سخت غندلی دی (۱۱) .

۱۱ ـ د هر نفر تر مړینی وروسته د هغه پاته جایداد باید د هغه د وارثانو تر منځ په ټاکلې اندازه وویشل سی (۱۲) .

 

پوښتنه : د دې حیاتی معلوماتو څخه ډیره مننه . آیا دا رښتیا ده چی ته د پانګوالي سره هم مخالف یې ؟

ځواب : هو ، دا صحیح ده او پورته می هم اشاره ورته وکړه . زه د سرمایدارانه ذهنیت سخت مخالف یم (۱۳) . زما په نظر د ناروا لارو څخه عاید تر لاسه کول ، د هغه غونډول او ساتل او د الله په لاره کی یې نه مصرفول حرام دی . د دغسی اعمالو کونکي به د دوږخ د سخت عذاب سزاوار وی او په اور کی به کړیږی (۱۴) .

 

پوښتنه : یو ښه کارګر یا مزدور څوک دی ؟

ځواب : یو ښه کارګر یا کارکونکی هغه څوک دی چی :

۱ ـ که د کوم کار اهل وی ، نو په هغه کی باید نا اهل نسي (۱۵) .

۲ ـ امین او اعتمادی وی ، بلکی خاین او خطا ایستونکی نه وی (۱۶) .

 

پوښتنه : د یو کارګر یا مزدور سره د هغه د کارفرما ( سېټ یا باس ) رویه باید څنګه وی ؟

ځواب : د یو کارفرما لخوا د خپل کارګر یا مزدور سره لاندینی سلوک باید وسی :

۱ ـ د هغه څخه باید د هغه له طاقته زیات کار وا نه خیستل سی (۱۷) .

۲ ـ پر هغه باید ظلم او زیادتی ونسی (۱۸) .

۳ ـ د معاش یا مُزد ټاکل باید د کارګر یا مزدور په موافقه تر سره کړي (۱۹) .

 

پوښتنه : اوس به یوه بله حساسه مسأله وپوښتم او هغه دا چی آیا د خلافت استقرار واجب دی ؟

ځواب : هو ، په یوه اسلامی ټولنه کی د خلافت شته والی واجب دی دا ځکه چی له دې پرته هغه سوچه اسلامی ټولنه نسی کېدای (۲۰) .

 

پوښتنه : ستا سیاسی ښوو ونی یا تعلیمات کوم دي ؟

ځواب : زما د سیاسی ښوونو مهم ټکي دا دي :

۱ ـ واک او حاکمیت صرف د الله سره دی (۲۱) . د ټولو اختیاراتو او صلاحیتونو اصلی څښتن صرف الله دی (۲۲) .

۲ ـ د الله او رسول حُکمونه اساسی قانون یعنی تر ټولو ستر قانون دی (۲۳) چی د هغه منل او اطاعت پر هر مسلمان لازمی او حتمی دی (۲۴) .

۳ ـ د دولت او حکومت هره مسأله او معامله باید په خپل منځي سلامشورو سره حل او رفع سی (۲۵) .

۴ ـ پر ولس باندی د سیاسی واکمن ( یعنی خلیفه او سیاسی مشر ) اطاعت لازم دی خو شرط یې دا دی چی هغه به پخپله د خدای او رسول احکام عملی کوی او د معروفاتو ( یعنی د اسلام مطابق ښه کارونو ) امر به کوی (۲۶) .

۵ ـ د خپل منځي شخړو او تربګنیو وروستۍ او غوڅه پریکړه د الله او رسول حُکم دی ، نه بل څه (۲۷) .

۶ ـ د حکومت او دولت بنسټیز هدفونه دا دي :

الف ـ په هېواد کی د امنیت او ثبات قایمول (۲۸) .

ب ـ د ظلم او فساد له منځه وړل (۲۹) .

ج ـ عدالت او انصاف عملی کول (۳۰) .

د ـ حُدود الله یعنی الهی شریعت نافذول او د هغه حمایه او ساتنه کول (۳۱) .

ی ـ په پراخو ذریعو سره د ښېګڼو او نیکیو زیاتول ، د بدیو او ناخوالو محوه کول (۳۲) .

 

پوښتنه : په یو اسلامی حکومت کی د اتباعو یعنی رعیت اساسی حقوق کوم دي ؟

ځواب : په اسلامی حکومت کی خلکو ته زیات اساسی حقوق مهیا دي چی څو یې په لاندی ډول دي :

۱ ـ د ځان ، مال او عزت ساتنی حق (۳۳) .

۲ ـ د رایی د آزادۍ ، د وجدان د آزادۍ او د انتقاد د آزادۍ حق (۳۴) .

۳ ـ د خپل خصوصی ژوندانه د تحفظ حق (۳۵) .

۴ ـ د ظلم پر خلاف د ږغ پورته کولو حق (۳۶) .

۵ ـ دا حق چی هر تبعه صرف د خپلو اعمالو مسؤل دی او د بل چا د عمل مسؤل او سزاوار نه دی (۳۷) .

۶ ـ د ښېګڼی او سوکالۍ د کارونو لپاره د ټولنیزی آزادۍ حق (۳۸) .

۷ ـ دا حق چی د هر محتاج تبعه د ژوندانه اساسی اړتیاوی باید تأمین سی (۳۹) .

۸ ـ د مذهبی آزار څخه د ژغورنی حق (۴۰) .

۹ ـ دا حق چی حکومت به د خپل رعیت د فرد فرد سره یو ډول رویه او چلند کوی (۴۱) .

——————————————————————————————————————–

(۱) : الاعراف : ۱۲ . (۲) : النحل : ۷۱ ؛ النسأ : ۳۲ ؛ الرعد : ۴۶ ؛ الاسرأ : ۳۰ ؛ العنکبوت : ۶۲ . (۳) : البقره : ۱۸۸ ؛ النسأ : ۲۹ . (۴) : الانعام : ۱۵۱ ؛ الاسرأ : ۳۱ . (۵) : البقره : ۱۶۸ ، ۱۸۶ ؛ النسأ ۲۹ ، ۱۰۰ . (۶) : البقره : ۲۷۵ ، ۲۷۹ . (۷) : التوبه : ۶۰ ؛ البینه : ۵ ؛ البقره : ۵ ، ۱۱۰ ؛ الحج : ۷۸ ؛ النور : ۵۶ . (۸) : الانعام : ۴۱ ؛ البقره : ۲۶۷ . (۹) : الانعام : ۱۴۱ ؛ الاعراف : ۳۱ ؛ الاسرأ : ۲۶ ـ ۲۷ . (۱۰) : الفرقان : ۶۷ ؛ الاسرأ : ۲۹ ؛ الاعراف : ۳۱ ؛ الانعام : ۱۴۱ . (۱۱) : الحشر : ۷ ؛ التوبه : ۳۴ ـ ۳۵ . (۱۲) : النسأ : ۷ ، ۳۳ . (۱۳) : التوبه : ۳۴ ، ۳۵ ؛ آل عمران : ۱۸۰ ؛ المعارج : ۱۸ ؛ الهُمزه : ۱ ـ ۹ . (۱۴) : التوبه : ۳۴ ـ ۳۵ ؛ آل عمران : ۱۸۰ . (۱۵) : القصص : ۲۶ . (۱۶) : القصص : ۲۶ . (۱۷) : القصص : ۲۷ . (۱۸) : القصص : ۲۷ . (۱۹) : القصص : ۲۷ . (۲۰) : آل عمران : ۱۰۴ ؛ الحج : ۴۱ ؛ التوبه : ۱۰۲ ؛ النور : ۲ ؛ البقره : ۱۷۸ . (۲۱) : آل عمران : ۲۶ ، ۱۸۹ ؛ المایًده : ۱۷ ؛ الاعراف : ۵۴ ؛ الانعام : ۵۷ . (۲۲) : آل عمران : ۲۶ ، ۱۵۴ ؛ یس : ۸۳ ؛ البقره : ۲۰ ؛ المایًده : ۱۲۰ . (۲۳) : الاحزاب : ۳۶ . (۲۴) : آل عمران : ۱۳۲ ؛ النسأ : ۵۹ ؛ المایًده : ۹۲ ؛ الانفال : ۴۶ ؛ محمد : ۳۳ . (۲۵) : الشوری : ۳۸ ؛ آل عمران : ۲۵۹ . (۲۶) : النسأ : ۵۹ ؛ الدهر : ۲۴ . (۲۷) : النسأ : ۵۹ . (۲۸) : المایًده : ۳۳ ؛ النور : ۵۵ . (۲۹) : المایًده : ۳۳ ؛ القصص : ۸۳ . (۳۰) : الحدید : ۲۵ . (۳۱) : التوبه : ۱۱۲ ؛ البقره : ۱۸۷ ، ۲۳۰ ؛ النسأ : ۱۳ . (۳۲) : الحج : ۴۱ ؛ التوبه : ۱۱۲ . (۳۳) : الاسرأ : ۳۳ ؛ البقره : ۱۸۸ ؛ النسأ : ۲۹ ؛ الحجرات : ۱۱ ـ ۱۲ . (۳۴) : البقره : ۲۵۶ ؛ یونس : ۹۹ ؛ آل عمران : ۱۱۰ ؛ التوبه : ۷۱ . (۳۵) : النور : ۲۷ ـ ۲۸ . (۳۶) : النسأ : ۱۴۸ . (۳۷) : الانعام : ۱۶۵ ؛ الاسرأ : ۱۵ ؛ هود : ۳۵ ؛ فاطر : ۱۸ ؛ النجم : ۳۸ . (۳۸) : آل عمران : ۱۰۴ . (۳۹) : الذریت : ۱۹ ؛ المعارج : ۲۵ . (۴۰) : الانعام : ۱۰۸ . (۴۱) : القصص : ۴ .

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.