اخلاق د اسلام په رڼاکې — جعفر مجروح

 

بسم الله الرحمن الرحيم

 

اخلاق د اسلام په رڼاکې

 

لیکوال:مولنا سید ابوالاعلی (مودودي)

ژباړن: مولوي محمد شرېف(رحماني)

لیږونکی: جعفر مجروح

 

په معمو لي حالاتو کې چې د ژوند سمندر په ورو ورو روان وي نو انسان يو ډول ډاډ احساسوي دا ځکه چې د سيند پرمخ سپينو رڼو اوبو پرده جوړه کړې او تري لاندې خاوري او خټې پټې دي د سپينو اوبو د مخ صفايې چې يو څوک وويني نو ددې خبرې د څيړلو هيڅ اړتيا نه محسوسوي چې ووائې ددي په تل کې به کوم شيان او څنګه پټ وي ؟خو کله چې په سمندر توپان راوالوزي نو لاندې ټولي خټې رابرسېره او د اوبو له پاسه و بهيږي نو پدغه مهال د ړانده انسان نه پرته هر سړی ګوري چې د ژوند په دي سمندې کې د نته څه پټ دي دا هغه وخت وي چې عام وګړي يي احساس کړي او په دي فکر کې شي چې د هغې سر چينې معلومات دي تر لاسه شي له کوم ځايه چې دا خاوري خټې او ګندګۍ را روانې دي او هر هغه تدبير دي په کار واچولی شي.چې د هغې په وسيله دغه سيند صاف سوتره و ساتلی شي

 

      واقعيت دادي چې که چيرې په دي مهال هم په خلکو کې احساس راپيدانه شي نو دا ددي خبري څرګند دليل دي چې بشريت د خپل غفلت په نيشه کې داسې بيخوده پروت دي چې له سره خپله ګټه او زيات نه پيژني .

 

د اوسنيو ولسونو اخلاقي حالت

      په اوسني وخت کې چې موږ ژوند کوؤ نړۍ وال وضعيت غير معمولي بڼه لري د ژوند سمندر طغياني څپې وهي او دهيوادونو او ولسونو ترمېنځ سخت اخ او ډب روان دی د بشري نړۍ زياتو و ګړو خپل ټول اخلاقي ازرښتو نه له لاسه ورکړي دي اوس موږ هغه پليتي د ژوند په ډګر په ډاګه وينو.او د پلټنې لپاره يې څه کړاو او زيار ګاللوته اړتيا نه بولو اوس خو يوازي هغه شخص چې له موره ړوند پيداشوی اوسي په دي اشتباه کې پريوزې چې وواېې در نځور حالت ښه دی.او يوازې هغه و ګړي د رنځ له علاج او تشخيص نه بې غمه پاتې کيدی شي چې د څارويو په څير له اخلاقي حس څخه خالي وي او يا هغه و ګړي چې اخلاقي احساسات يې فلج شوې اوسي.

موږ يې په خپلو سترګو وينو چې بشپړ ولسونه په ډيره لويه اندازه د هغو بدترينو رزيلو اخلاقي صفاتو يشپړه څرګندونه کوي چې د بشريت ضمير ورته دتل لپاره د کرکې او نفرت په سترګه کتلي دي.بې انصافي ، بې رحمي، ظلم، دروغ، دوکه، خيانت فريب ، وعده خلاقي بې حيايې ، ځان ځاني ، زور زياتى او داسې نور جرمونه اوس يوازې انفرادي جرايم نه بلکې د ولسي اخلاقو په حيثيت يې څرګندونه کيږي يه نړۍ کې يې لوى لوى ملتونه په تولنيزه توګه سرته رسوي که چيرې په شخصي توګه چا دا جرموته تر سره کړې واى نو هغوۍ به د خپلو هيوادونو په جيلخانو کې پراته واى اوس مهال ټولو ملتونو خپل لوى لوى مجرمان راټول کړي او خپل مشران يې ګرزولي دي ددوۍ په مشرتابه کې دبدمعاشۍ او لو چکۍ خراب او بدتر ماډل نه دی پاتې چې هغه دوۍ په څرګنده توګه په پوره بې حيايې سره سرته نه وي رسولی هر قام دبل قام په خلاف په لويه پيمانه دروغ جوړوي او په خپرونه يې لاس پوري کوي بشپړ هيوادونه او لويې و چې په لوټ مارانو بدلې شوې دي او هريو ډاکو د خپلې ډاکې پرمهال په ډيرې يې حيايې سره د خپل رقيب د ناوړه کړو وړوڅخه چيغې او سوري وهي داسې ناوړه کړه وړه چې دده خپله لمن د خپل رقيب په مقابل کې څه لږه توره نه وي ددغو ظا ْلمانو په وړاندي د انصاف  او عدالت معنا يوازي دادي چې هر څوک دي له خپلو ولسونو سره له انصافه کار و اخلي .  حق هر هغه شى دي چې دد وۍ لپاره وي د نورو په حق تيرى کول د دوۍ په اخلاقي قانون کې نه يوازې روا بلکې د ثواب کار ګڼلى شي نژدې نژدې د ټولو ملتونو همدغه حال دی له دوۍ سره د اخيستلو پيمانې جلا او دورکولو لپاره جلا دي دوۍ چې دخپلو ګټو دتحقق لپاره د څو مره معيارونو د بنسټ ډبره ږدي کله چې د نورو د ګټو خبره مطرح شي نو ددوۍ معيار بدلون ومومي او دکومو معيارونو عوښتنه چې دوۍ له نورو څخه کوي دهغو پابندي د خپل ځان لپاره ناروا بولي.

د تړونونو او  اولوظنا مو  ماتولو رنځ تردې اندازې پورې رسيدلی دی چې اوس يو دولت او ملت په بل دولت او ملت باور نه شي کولی.د لويو دولتونو نمايندګان چې په نړۍ والوتړونونو کوم  لاسلېکونه کوي نو هماغه مهال ددوۍ په زړونو کې خبيثه اراده پرته وي چې کله هم دوۍ ته فرصت په لاس ورشي نو بيابه ددې تړون څه پروا نه ساتي.

کوم وخت چې د يو ملت جمهور رئيس او يا  صدر اعظم دبل قام د تباهۍ او بربادۍ لپاره چړې تيرې کوي نو په ټول ملت کې دده پرضد يو اواز هم نه پورته کيږي جوته ده چې د ټول هيواد وګړي په دې جرم کې شريک دي د ملتونو د همکارۍ او فريب ور کولو خو دغه حال دی چې د لويو لويو سپيڅلو اخلاقي اصولو  په هکله خو خبري اترې کيږي يوازې ددې هدف په خاطر چې نړۍ والوته دوکه ورکړي او دخپلو ګټو په خدمت کې يې استعمال کړي او ساده خلکو ته ډاډ ورکړي چې له تاسو څخه چې موږ د ځان او مال د سرښندنې کومه غوښتنه کوو دا د خپل ځان لپاره نه بلکې د ټول بشريت د ښيګڼې او نيکمرغۍ لپاره يې تر سره کوؤ

 ددوۍ قساوت (د زړه سختيا) او بې رحمي تر دې اندازې پورې رسيدلې ده چې کله يو هيواد پر بل حمله کوي نو په ډير فخر او غرور په وحشيانه توګه د هغه هيواد دوګړو د وژلو او ابا ديو دړنګولو زيری ورکوي ګويا هغوۍ يې بشريت ته اعلاتوى چې نړۍ په انسانانو نه بلکې په ليوانو او ځنګلې ځناورو اباده دی ددوۍ له ظا لمانه او وحشيانه چلند څخه د ځنګله ځناور شرم احساسوي د هغوۍ خپل سری توب اوو حشت تر دې حده رسيدلی دی چې يو قام په بل قام دبري نه وروسته نه يوازې دا چې په ډيرې بې باکۍ سره يې په لوټ او تالان لاس پورې کوي بلکې په ډيرې منظمې طريقې سره هلې ځلې کوي .چې په هغوۍ کې ټول اخلاقي فضايل له مينځه يوسې او ټولو رز يله (ګنده) صفاتو او خويونو ته په کې وده ورکړي په داسې حال کې چې دوۍ يې پخپله له ناوړتياڅخه سر ټکوي .

دغه يو څو څرګندې اخلاقي نيمګړتيا وې دي چې د نمونې په توګه مې بيان کړې- البته که چيرې ېې په پوره تفصيل سره جاج و اخيستلى شي نو څرګنده به شي چې د بشريت بشپړ جسم په اخلاقي حيثيت سره بوی ناک شوی دى پخوابه د زنا، فحشاء و او دجوارۍ اډې تر ټولو لوېې ګنده او خرابې سرطانې تباه کوونکې دانې ګڼلى شوې اوس خو چې په کوم لوري ګورې ټول بشري تمدن سرطا ني لويه دانه ښکاري د ولسونو پارلمانونه ، د حکومتونو نظامونه وز ارتونه، محاکم څارنوالي، د خپرونې ټول وسايل ، پوهنتونو نه ، ليسې او مدرسې ، بانکونه ، صنعتي شرکتونه او سوداګريزې غونډې دا ټول هر څه په داسې سرطانې دانو اخته دي چې يو تيزنشتر ته اړه لري

 

          تر ټولو زياته دا فسوس او غم خبره خوداده علم چې د بشريت تر ټولو ستر جوهر تشکيلوي نن د هغې هره ځانګه د بشريت د تباهۍ لپاره استعمالولى شي د ځواک او قوت څومره وسيلې چې الله  پاک انسان ته ورکړي دي دفساد او تباهۍ په چارو کې ورڅخه کار اخيستلى شي انساني لوړصفتونه لکه ميړانه ، ايثار، سر ښندنه سخاوت ، صبر، زغم، ټينګه اراده اولوړهمت او داسې نور نن ورځ د يو څولويو بنسټيزو بد اخلاقيو په خدمت کې دي څرګنده ده چې ټولنيز فساد هغه مهال ډير څرګند ښکاري کله چې ځانګړي فسادونه د بشپړوالي مرحلې ته ورسيږي تاسو ددې خبرې سوچ نه شى کولى چې که چيرې د يوې ټولنې زيات وګړي نيک خلک وي په مجموعى توګه دې په بدو چارو لاس پورې کړې داهم په هيڅ ډول امکان نه لري چې نيک عمله وګړي به د خپل قيادت او مشرتابه واګي دبدکاره خلکو په لاس ورکړي او په دې خبره به خو ښي څرګنده کړي چې د هغوۍ ولسي ، دولتي او نړۍ والې چارې په غير اخلاقي اصولو و چلوي نو له همدې امله په لويه کچه د نړۍ ولسو نوته دداسې رزيلو او ناکاره اخلاقو څرګندونه د خپلو ټولنيزو ادارو په وسيله تر سره کوي دا ددې خبرې دليل دی چې نن بشريت د خپلو ټولو علمي اوتمد نې پرمختګونو سره سره په يو ډير سخت اخلاقي تنزل او انحطاط کې اخته او زيا تره وګړي ددې رنځ نه اغيزمن شوې دي دا حالت که چېرې همداسې دوام وکړي نو هغه وخت لري نه دی چې په هغې کې به بشريت دېوې لوېې تباهۍ سره مخامخ او دتيارويوه اوږ ده لړۍ به پرې را خپره شې اوس که موږ په پټو سترګو دبربادۍ دغې ټيټې کندې ته په منډه ځغليدل نه غواړو نو موږ ته ددې درک لګول په کاردي چې ددې فساد سرچينه چېرته ده چې له هغې نه داتوپان ر اولاړشوی. څرنګه چې دغه اخلاقي فساد دی نو موږ به ارومرو ددې پته په هغو اخلاقي افکارو کې لټوو چې د نن په نړۍ کې پاېښت لري.

 

د نړۍ والو اوسنۍ اخلاقي مفکوره

اوس پوښتنه دا ده چې د نړۍ والو اخلاقي مفکوره څه شى دى ؟ ددغې پوښتنې د څېړنې څخه موږ ته په ډاګه کيږي چې په بنسټيزه توګه دغه ټول افکار په دؤو لويو برخو ويشل شوې دي.

يو ډول هغه افکار دي چې د توحيد او اخرت د ژوند له عقيدې سره تړاؤ لري.دويم ډول هغه افکار دي چې هغه له دې عقيدې څخه جلا دي او په څه نورو بنسټونو يې ټينګښت موندلى دى اوس به موږ ددې دواړو افکارو جاج واخلو وبه ګورو چې په نړۍ کې نن وخت دغه افکار په کومه بڼه موندلى شي او پايلې يې څه دي؟

دالله   عروجل په توحيد او داخرت په عقيدې چې د څومر ه اخلاقي افکارو د بنسټ ډبره ايښودل شوې د هغو دشکل او صورت بشپړ انحصار د هغې عقيدې په نو عيت پورې تړلى شوى دى چې د الله  او اخرت د ژوند په باو ر لرونکو خلکو کې موندلى شي نو ځکه موږ ته ليدل په کاردي چې نړۍ وال نن مهال الله عز وجل په کوم شکل مني او دبل ژوند په هکله يې عام تصورا وفکر څنګه دى؟

په الله  عزوجل زياتره باورلرونکي وګړي په شرک کې اخته دي هغوۍ په خپل اټکل دالوهيت زياتره اختيارات چې د هغو تعلق د هغوۍ له ورځيني ژوند سره ده په نورو مخلوقاتو ويشلې.او د هغوۍ خيالي مجسمې يې د خپلې غوښتنې په برابر داسى جوړي کړي چې هغوۍ د خپلې خدايې واک او صلاحيت ددوۍ له خوښې سره سم په کار راولي.دوۍ په ګناهونو لاس پورې کوي هغوۍ ورته بخښنه کوي دوۍ د خپلو فراېضو نه غافله او د هغوۍ د حقوقو نه بې پرواد ځناورو په شان د حلالو او حرامود بېلتون نه پرته د نړۍ په ورشوکې په څړلګيادي او هغوۍ د خپل نذر اونياز په بدل دوۍ ته د نجات ضمانتونه ورکوي که دوۍ غلاکولو ته هم ځي نو دهغوۍ د مهربانۍ له کبله پوليس اوده پاتې شي.ددوۍ او هغوۍ تر مينځ په دې خبره سودا شوې ده چې دوۍ دې دخپل لورې نه خپله عقيده ښه ساتي .او نذر او نياز دې وړاندې کوي. ددى په عوض کې به د دوۍ ټولې چارې د دوۍ له خوښې سره سمې ترسره کيږي او له مرګه وروسته چې هر کله الله   د دوۍ مئواخذه وغواړي نو هغوۍ به د مېنځګړي په توګه ووايې. چې دوۍ خو خپل ځانونه زمونږ په ځولۍ کې اچولي ؤ. دوۍ ته دې هيڅ نه ويل کيږي. بلکې په ځينو ځايونو کې خو د دوۍ د رانيولو هيڅ ضرورت نه پيښيږي.ځکه چې د دوۍ د ګناهونو کفاره خو بل چا مخکې سرته رسولې وه.

 

     دغو مشرکانه عقيدو د اخرت په ورځ باور هم يې مفهومه وګرزولو، ددې نتيجه دا شوه چې ټول اخلاقي ارزښتونه له مېنځه ولاړل چې دين يې د  بنسټ ډبره ايښې وه. ديني اخلاق خو يوازې په کتابونو کې ليکلى شوې او په ژبه يې هم په ډيرې درناوې سره يادونه کيږي. البته په عملي توګه د دوۍ د پابندۍ نه د ژغورلو په خاطر شرک د تيښتې. بې شميره لارې پرانستي دي. په هر حال دوۍ خپل زړه ته ډاډ ورکوي، چې د خلاصون پړاؤته به ورسيږو له شرک نه ور اخوا چيرته چې د الله  پالنې او اخرت عقيده په ښه شکل موجوده ده. هلته وينو چې په الله پاک  د باور غوښتنې د بشري ژوند په يوه کوچنۍ دايره کې محدودې شوي دي. ځينې چارې يو څو رسمونه او بنديزونه دي چې د انفرادي او ټولنيز ژوند په محدوده دايره کې يي ګوېا الله  ور څخه غوښتنه کوي او په بدل کې يې ورته ډير لوى جنت تيار کړى.

که چيرى دوۍ دا غوښتنې بشپړې کړي. نو بيا خو د الله  له لوري د بل څه کولو ضرورت نه پيښيږي له دې نه وروسته دوۍ بشپړه خپلواکې لري چې د ژوند چارې له خپلې خوښې سره سم سرته ورسوي او که چيرې هغوۍ په دغه الهي غوښتنوکې له نيمګړتيا څخه. کارواخلي نو د هغه جلت، عظمته په رحمت او مهربانۍ دوۍ باوري دي چې د جنت په دروازه کې به له دوۍ څخه د ګناه پيټى لري کړي او جنت ته د ننوتلو لپاره به اعزازي ټکټ.ورکړي

 

   دغه تنګ او لنډ ديني تصور خو د لومړي ځل لپاره د ژوند په معاملاتو باندې د ديني اخلاقياتو تطبيق ډير محدود کړ. چې د هغې له کبله د ژوند ټولې لويې لويې څانګې د ټولو اخلاقي لارښوونو او بنديزونو څخه ازادې شوي کوم چې به د دين نه تر لاسه کولى شوې بله دا چې په دې تنګه دايره کې د اخلاقي نيوکې نه د ژغورنې لپاره يوه پرانستې لاره پريښودل شوه او دهغې نه د ګټې په اوچتولو کې ډير لږ خلک سستى څرګندوي له دې ټولو نه ښه حالت چې د کومو مذهبي پاټکيو دى په داسې حال کې چې هغوۍ له شرک څخه هم پاکې دي په رښتيا سره په الله  باور لري او د اخرت په هکله د دروغو په اسره باوري نه دي د دوۍ دننه د اخلاقو سپڅلتيا خو بيشکه موندلي شي.البته په عامه توګه د مذهب او روحانيت محدود تصور دوۍ خراب کړي دي. دوۍ له دنيا او له ژوند سره د اړوندو پيـښو نه تر ډيرې اندازې پورې بې تعلقه پاتې شوې دي او څو ځانګړي کارونه يې چې هغه ديني چاري ګڼلى شي په خپله غاړه اخيستي دي يا خو خپل روح په وينځلو وينځلو سوتره کوي.ددي په خاطر چې دوۍ هم په دې نړۍ کې د عالم غيب د اوازونو د اوريدلو او حسن مطلق د سوري د ليدو قابل وګرزي د دوۍ په نزد د دنيوي ژوند نه ګوښه کيدل. الله  ته د نژدې توب او نجات وسيله ده.يو لورته چې دين کومه نقشه وړاندې کړې د هغې په برابر دې د خپل ژوند يو څو څرګند اړخونه برابر کړي او  بېادې د نفس د تزکېې د څو طريقو څخه کار واخيستلى شي او بيا دي د يوې محدودې دايرې دننه په څو مذهبي او روحاني مصروفيتونو کې بوخت پاتې شي او د ژوند شپې او ورځې دې بشپړې کړې. ګويا د دوۍ خداى  ته يو څو ښايسته د شيشو لوښې يو څو ښکلې لاوډسپيکرونه يو څو خوندور راډيو سټيشنونه او يو څو ښکلې د عکاسۍ کمرې په کاروې او دهمدغه هدف لپاره هغه زمکې ته ددومره وسايلو سره انسانان راليږلې ؤ.

 

      ددې په خاطر چې هغوۍ دلته خپل ځان په دې شيانو کې تبديل کړي او بيادې بيرته ولاړشي ددين دغه رو حانې نا سم تصور او فکر له ټولو نه ډيرلوى زيان دا رسولى دی چې کوم وګړي د ډيرو لوړو او سپيڅلو اخلاقي صلاحيتونو لرونکې ؤ،  هغوۍ يې د ژوند له ډګره ګوښه کړل او ګوټونو ته يې بوتلل ډيرو پستو او نالايقو خلکو ته له څه کړاوه پرته د ژوند ډګرخالي پاتې شو.

 

       د نړۍ د بشپړ مذهبي صورت حال لنډيز هم دادى او له دې څخه تاسو اندازه لګولى شي.چې د الله  پالني له عقيدي څخه کوم ا خلاقي ځواک انسان ته په لاس ورتللى شو. ډيرو خلکو هغه حاصل نه کړ.ډير لږ وګړي يې په حصول بوخت دي.

دا ځکه چې د بشريت د مشرتابه او لارښوونې نه هغوۍ پخپله لاس اخيستى دى، نو ځکه د هغوۍ حال هغې بطرۍ ته ورته دى. چې له ځواکه ډکه وي خو بيا هسى چيرته پرته وى.

د انساني تمدن قافله چې په اوسنۍ وخت کې کوم خلک رهبري کوي.  د هغوۍ خويونه د الله  او اخرت د بنسټيز تصور څخه خالي دي او له پوهې سره سره خالي کړى شوي دي. دا چې په اخلاقو کې يې د الهي لارښوونو نه په بشپړه توګه انکار کړى دى.

اګر که په هغوۍ کې ځينى خلک د څه نا څه مذهب قايل دي. خو د هغوۍ په وړاندې دين او مذهب د هر سړي يوازې شخصي معامله ده. چې هغه د يو شخص تر ذاته پورې محدود ساتلی شي. له ټولنيز ژوند او معاملاتو سره د  دين او مذهب هيڅ سرو کار نه بولي. بيا نو ددې څه اړتيا ده چې هغه دې د ژوندنيو چارو د چارچلند د لارښوونې په خاطر د بشريت نه د لوړ ځواک په لوري مراجعه وکړي

 

         د تيرې شوي پيړى په وروستيو برخو کې چې د کوم اخلاقي خوځښت پيل له امريکا څخه وشو. بيا ورو ورو په انګلستان او نورو هيوادونو کې هم خپور شو د هغه بنسټيز اهداف د امريکا د اخلاقو د انجمن د اعلاميې په فهرست کې په دې توګه وړاندې شوی دی.

د بشري ژوند په ټولو اړيکو کې که هغه شخصي وي او که ټولنيزې، ملي وي او که بين المللي د اخلاقو په انتهايې اهميت زور او فشار راوړل ضروري دي په دي شرط چې ديني معتقداتو او مافوق طبېعت افکارو ته په کې ځاى ور نه کړى شي.ددې خوځښت له امله په انګلستان کې د اخلاقو د انجمن ټلواله Union of Ethical Societies  جوړه شوه.

وروسته بيا د اخلاقي اتحاد Ethical Union  په نوم پيوستون جوړ شو. ددې بنسټيز اهداف داسې بيان شوې.

انسانى ملګرتيا او بشرى خدمت بايد د مذهب، دين ، اخرت او د مرګ نه وروسته ژوند له تصوره پاک اوسي اخلاقو ته د اخرت د عقيدې څه اړتيا نشته. په سوچه بشري او فطري وسايلو سره انسانان د خپل ژوند په ټولو برخو کې له حق سره د مينې او معرفت او په حق باندې د عمل کولو لپاره تيارول ضروري دي.

 

     واقعيت دادى چې په پورته الفاظو کې د لويديځ تمدن څيره بر بنډه شوي ده چې نن ورځ د نړۍ د افکارو د تهذيب او تمدن د چارو د لارښوونې واک ورسره ده.

نن ورځ چې په عملي توګه کوم وګړي د نړۍ نظام چلوي د هغو ټولو په فکر کې همدغه تصور پروت دى چې مخکې مو څرګندکړ دوۍ خپل افکار له الله  او د اخرت د عقيدې او د دين له لارښوونو څخه ازاد کړي دي هغوۍ يوازې د الله  جلت عظمته وجود  مني خو د خپل ژوند لپاره اصول او قوانين له هغه  څخه نه اخلي د ژوند په ډګر يې بې واکه بولي.

 

د لادينه اخلاقي فلسفو جاج اخيستل

اوس به موږ د غير ديني فلسفو جاج واخلو وبه ګورو چې د دوى کيفيت څه شى دى ؟

١- لومړى: د اخلاقي فلسفو بنسټيزه پوښتنه داده چې هغه اصلي او وروستنۍ نيکي او ښيګڼه کومه يوه ده چې هغې ته رسيدل د بشري هلو ځلو هدف وي او په معيار باندې يې د انسان عملي کړنلاره برابره او د ښو او بدو صحيح او ناسم په هکله يې پريکړه وشي؟ددي پوښتنې يو ځواب انسان ونه موند بلکې ددې ګڼ شمير ځوابونه دي.

 

    دېوټولګي له نظره خوښي ا  و خوشحالي، د دويم په رايه کمال  د دريم له نظره مسؤليت پيژندنه چې د مسؤليت پيژندنې په مقصد وي. بيا د خوشحالۍ او خوښي په هکله جلا جلا پوښتنې پيدا کيږي چې څنګه خوشحالي ؟ايا هغه چې د جسماني او روحانې غوښتنو په پوره کولو حاصليږى ؟او که د ذهني او فکري پرمختګ پوړيو ته رسيدل دي ؟ايا فردي او که ټولنيزه خوښي ؟په همدې توګه چې کوم خلک کمال هدف ګرځوي د هغو په هکله هم ډيرې پوښتنې راولاړيږي.

 

د کمال تصور او معيار څه شى دى؟

په همدې ډول د چا کمال مطلوب دى ؟

د فرد او که د ټولنې او يا د ټول بشريت ؟

 

په همدې توګه چې کوم وګړي دا مني چې مسؤليت دې د مسؤليت په مقصد وي او د داسې قانون حيثيت دې غوره کړي. چې د هغه مطلق اطاعت وکړى شي او هغه دې انتهايې ښيګڼه او خير وګڼل شي.د دوۍ په هکله هم دا پوښتنه را پورته کيږي چې هغه قانون په واقعيت کې څه شي دى ؟چا جوړ کړى او د چا قانون دى چې اطاعت يې پر مونږ واجب شوى.

ددې ټولو پوښتنو ځوابونه د بيلابيلو ډلو په نزد جلا حيثيت لري. يوازې د فلسفې په کتابونو کې سره جلا نه بلکې په عملي توګه هم سره ورته والى نه لري.

د بشري پرګنو ګڼ وګړي چې د انسانې تمدن بيړۍ را کاږي په دوۍ کې د حکومتونو چلونکي، وزيران د فوځونو جنرالان، قاضيان، قانون پوهان ، ښوونکى او ا قتصاد پوهان او د تمدن په دغه لويه قافله کې د بيلابيلو درجو کار کونکي شامل دي. له دوۍ سره د ښيګڼې او نيکۍ يو معيار نه بلکې د هر سړي او ټولګي جلاجلا معيارونه دي. د تمدن په دې نظام کې د کار کولو سره سره د هر يوه په وړاندې جلا جلا اهداف دي.د يو چا په نزد ځاني خوشحالي اصل هدف وي چې د هغه ځاني غوښتنې بشپړې شي. ځينې خلک خپلي خوشحالۍ پسې لګيدلى وي، د هغه په ذهن کې د خوشحالۍ نه بل څه مقصد وي ددې شخصي خوشا لۍ د حصول او نه حصول په لحاظ هغه پريکړه کوي چې په ټولنيز ژوند کې کوم چلند ښه دى او يا بد مګر د هغه په څرګند شريفانه صورت موږ په دې اشتباه کې پريوتي يو چې د انساني ټولنې لپاره هغه يو موزون وزير، قاضي، ښوونکى او يا په بل څه حيثيت د تمدن د ماشين يوه ښه پرزه ده.

په دې توګه د خوشحالۍ او نيکمرغۍ نه ځينى وګړي د ځانګړو خلکو خوشحالي اخلي چې له هغو سره د دوۍ مينه او شوق وي. د دوۍ په اند دا هغه لويه نيکي ده چې د لاسته راوړلو لپاره يې کوښښ کول د دوۍ په فکر ضروري برېښي، همدغه نقطه نظر بيا د خپل قام نه پرته د نورو ولسونو لپاره زهر ګرځوي.

خو موږ په ظاهري شکل هغه يو مهذب انسان بولو او هغه امانتونه هغه ته سپارو چې په هغو کې د هغه د خپلې طبقې او قام نه پرته د نورو برخه هم وي.په همدى توګه بيلا بيل شخصيتونه په هغو خلکو کې موندلى شي. کوم چې کمال لويه نيکي ګڼي او چې مسؤليت او فريضه د فريضې په توګه مني. په دوۍ کې زياتره خلک د خپلو نظرياتو د عملي نتيجو په اعتبار د انساني تهذيب او تمدن لپاره د زهرو حيثيت لري. خو هغوۍ په خپلو ځانونو د ( ترياکو ) د نوم کاغذ لګولۍ دى او زموږ په ټولنيز ژوند کې لګيا دي جذب کيږي.

٢- اوس وړاندي ځو د اخلاقو د فلسفې په بنسټيزو پوښتنو کې دويمه مهمه پوښتنه داده چې له موږ سره د خير او شر ښو او بدو د پيژندلو کومه يوه وسيله ده ؟

د کومې سرچينې په لوري رجوع وکړو چې ښه کوم دي او بد کوم دي صحيح څه او غلط څه شى دي ؟

ددې پوښتنو يو ځواب هم انسان نه دى موندلى ددې ډير ځوابونه دي.د چا په نزد هغه وسيله او سرچينه انساني تجربه ده، د چا په نزد د ژوند قوانين او د حالاتو د وجود پوهه ده. د چا په نزد وجدان دى د چا په نزد عقل دى په دى هکله ګڼ افکار دي چې پاى نه لري دغه شيان د اخلاقود سرچينې په توګه منل د اخلاقي نظام له ړنګولو سره مترادف دي. که چيرته دا شيان ماخذ او سرچينه وګڼلى شي.نو د اخلاقو لپاره به دا اصول وګرځي چې دا څه ټاکلى معيارنه لري د يوې بهيدونکې مادې په شان بهيږي او په بيلابيلو پيمانو کې جلاجلا شکلونه غوره کوي.

 

         د بشري تجربو څخه د صحيح علم د لاسته راوړلو لپاره له دې نه پرته بله چاره نشته چې ددې په هکله مفصل او بشپړ معلومات راټول کړی شي او د يو بشپړ ذهن او سترګو څښتن ور څخه نيتجې تر لاسه کړي.

واقعيت دادى چې دا دواړه شيان امکان نه لري. دا ځکه چې بشري تجربې لا پاى ته نه دي رسيدلې بلکې جريان لري، بيا تر اوسه چې کومې تجربې دي د هغې بيلا بيلې برخې د بيلا بيلو خلکو په وړا ندې دي.هغوۍ په بيلا بيلو ډولونو د خپل ذهن مطابق ور څخه نتيجې راوباسي. نو ددې نيمګړو معلوماتو څخه چې جلا جلا نيمګړي ذهنونه د خپلو هڅو مطابق کومې نتيجې تر لاسه کوي ايا هغه ټولى صحيح کيدلى شي ؟

که چيرې ځواب منفي وي نو هغه ذهنونه څومره په لويې ناروغتيا اخته دي چې د خپل خير او شر د پيژندلو لپاره د علم او پوهې دغه وسيله بشپړه بولي.

بيا همدغه معامله د ژوند د قوانينو او د حالاتو د وجود هم در واخله بيا خو تاسو د اخلاقي نيکيو او بديو د پيژندلو لپاره د هغه وخت انتظار وکړي. ترڅو چې ددې قوانينو او حالاتو په علم درته پوره ډاډ حاصل شي او که نه ؟نو بيا هم ددې نيمګړو معلوماتو پر بنسټ چې تاسو يې هم نېمګړې بولۍ د بيلا بيلو ذهنونو او عملي مرتبو خلک چې بيلا بيلې پريکړې کوي د دوۍ لپاره خير څه او شر څه شى دى ؟او د علم د هرې يوې نوې برخې د حصول نه وروسته خپلې پريکړې بدلوي تر دې پورې چې د نن ورځې خير د سبا لپاره شر جوړ شي او د نن شر د سبا لپاره خير وګرځي.د عقل او وجدان معامله هم له دي نه څه بيلتون نه لري.

جوته ده چې د خير او شر د پيژندلو څه استعداد عقل ته هم په برخه ده او هر شخص د عقل يو څه برخه لري په همدي توګه د خير او شر علم يو څه وجداني هم دى چې د هغه الهام د هر انسان په ضمير کې په فطري توګه صورت نيسي. خو ددې علم لپاره يو هم په ذاتي ډول بس والى نه کوي چې د علم د نهايې او يواځينۍ وسيلې په حيث انتخاب شي. عقل او يا وجدان چې هريو تاسو په ذاتي توګه بشپړ وبولي، په هر حال به تاسو د علم په يوې داسې وسيلې اعتماد کوي چې نه يوازې په خپل فطرت کې نېمګړې او محدوده ده بلکې هغه چې تر بيلا بيلو اشخاصو، طبقو حالاتو او وختونو پورې ورسيږي. نو په بشپړه توګه په بيلا بيلو شيانو د خير او شر پريکړه صادر وي.

دا ټول شيان چې ما اوس ستاسو په وړا ندې بيان کړل يوازې تر علمي مقالو او فلسفيانه څيړنو پورې محدود نه دي. بلکې په واقعيت کې د نړۍ په تهذيب او تمدن کې په عمو مي توګه ددې عکس په بشپړه توګه څرګند ښکاري ستاسو په تمدن کې چې کوم وګړي کار کوي. برابره خبره ده چې هغوۍ اميران دي او که مامورين ټول د خير او شر صحيح او ناسم د پيژندلو لپاره په خپل خپل ډول هم ددې سرچينو په لوري رجوع کوي د هر شخص او ټولګې خير او شر د نورو له خير او شر څخه جلا دى تر دې پورې چې د يوه خير د بل لپاره بشپړ شر او دبل شر دبل انتهايې خېردی په دې ګدوډۍ کې داخلاقو لپاره څه مضبوط او پوخ بنسټ نه پاتې کيږي.

کوم شيان چې په نړۍ کې دتل لپاره جرم او ګناه ګڼلى شوې ؤ هغه نن سبا ديوې ډلې په نظر کې خير او ښيګڼه ګڼل کيږي او ياکه چېرې په بشپړ ډول خيرنه دې نو د اضافه خېر مرتبه يې موندلې ده په دې توګه کومې نيکې چارې چې انسان تل نيکې ګڼلې دي په هغو کې زياتره نن ورځ ټوکې ټکالې ګڼلی شي او بيلا بيل ټولګي په هغې نه يوازې د شرم احساس کوي بلکې په ډير فخر او وياړسره يې په ښکاره ډول تر پښولاندې کوي

پخوا به يو دروغژن دروغ ويل خو په رښتياء و به هم قانع ؤ. خو د نن ورځي فلسفو دروغ خېر ګرزولي دي او ددروغو ويلو يې يو باقاعده فن تدوين کړی او په لويه پيمانه ولسونه  او حکومتونه دروغ خپروي همدا دهرې بد اخلاقۍ حالت درواخله تير مهال به بد اخلاقي يوازې بداخلاقي ګڼلى شوه مګر اوس هغه د نوې فلسفې له کبله ټولي مطلقي نيکۍ اوښيګڼې ګرزيدلې دي.

  ۳  – د اخلا قي فلسفې په بنسټيزو پوښتنو کې دريمه پوښتنه داده چې د اخلاقو د قانون ترشا هغه کوم زور او قوت دی چې د هغې په زور او ځواک دغه قانون نافذ کړی شي؟

ددې په ځواب کې چې کوم و ګړې د خوشالۍ او کمال قاېل دي هغوۍ واېي.کومې نيکې چې د خوشالۍ او کمال په لوري بوتلونکې وي هغه د پيروۍ ځواک په خپل ځان کې لري په همدې توګه د غم ، کړاؤ او ذلت په لور بوتلونکې بدي پخپله پخپل ځواک د ځانه ساتي له دې نه پرته د اخلاقو د قانون لپاره دڅه بيرونې ځواک له سره اړتيانشته .

بله ډله واېې چې د مسؤليت قانون د انسان د معقولې ارادي له مخې په خپل ځان باندې يو لازم کړی شوی قانون دی دده لپاره د څه بيرونې ځواک اړتيا نه ليدل کيږي.

دريمه ډله سياسي اقتدار د اخلاقي قانون لپاره اصل نافذه ځواک بولي ددې مسلک له نظره د حکومت او رياست په لور هغه ټول واک منتقل کيږي  هغه چې لومړی دالله جل جلاله لپاره منل شوی و ېعنې دا ستوګنو لپاره داخبره.چې هغوۍ ته څه کول په کار دي او څه نه دي په کار د حلالو او حرامو واک دوۍ دالله عزوجل  پر ځاى دولت ته سپاري.

څلورمه ډله : دامرتبه او مقام د حکومت پر ځاى ټولنې ته ورکوي ددې ټولو ځوابونو په نتيجه کې په نړۍ کې دفساد بې شميره عملي صورتونه پيداشوي دي او لګيادي پيداکيږي.

لومړنېو دوؤ ځوابونوانفرا دي سرکشۍ او بغاوت ته دومره هوا ورکړه چې د ټولنيز ژوند شيرازه يې تار په تار کړه بيا ددې عکس العمل د هغو فلسفو په بڼه کې څرګند شو چې د هغو له مخې حکومت ته د الوهيت او خلکو ته دغلامانو مرتبه ورکړی شوه؛ او يا بيا دا قرادو د خوراک او څښاک سره يې د هغوۍ د خير او شر واګې هم د ټولنې په لاس کې ورکړل په داسې حال کې چې دالوهيت سپيڅلی مقام نه رياست او حکومت ته په پرخه ده او نه ټولنې ته .

۴   : د امعامله ددې پوښتنې په ځواب کې هم پېښيږي چې هغه کوم محرک دی چې هغه انسان د خپلو طبيعې تمايلاتو پرخلاف د اخلاقي احکامو پابندۍ ته تياروي؟د يو چا په وړاندي يوازي د خوشالۍ طمعه او درنځ او تکليف ويره ددې لپاره بشپړ محرک وي.ځينې نور بيا يوازې د کمال خواهش او دزيان نه د خلاصون تمناددې لپاره کافي محرک بولي ځيني نور خلک په انسان کې دقانون د احترام په جذبې اعتماد کوي ځينې نور بيا د حکومت نه داجر هيله او د غضب ويري ته ارزښت ورکوي او ځينې بيا د ټولنې اجر او دغضب ويره داهميت وړبولي.

په دوۍ کې هريو ځواب په عملي توګه زموږ په اخلاقي نظامونو کې دمخکې والي مرتبه حاصله کړي ده او که لږ شان ځېرشو نو دا حقيقت په ډيرې اسانۍ سره څرګنديدلي شي چې دا ټول محرکات دبد اخلاقۍ لپاره هم دومره ښه ثابتيدلی شي  حقيقت دادي چې په دوۍ کې دبد اخلاقۍ لپاره د محرک جوړيدلو ځواک ډير زيات دی په هر حال ديوې لوړې مرتبې د اخلاقي توب لپاره دا ټول محرکات په بشپړه توګه بس والی نه کوي .

 

         دا په لنډ ډول ما د نړۍ د اخلاقي حالت جاج اخيستى دی .له دي نه په يو نظر دا محسوس کيږي چې په نړى کې نن سبا يوه هر اړخيزه ګډوډي موندلی شي .هر کله چې خلک له الله  جلت عظمته څخه بې پرواشول نو څه داسې بنسټيز اصول يې ونه موندل چې په هغي سره په بشپړ ډاډ سره د خپلو اخلاقو تعمير وکړي.د اخلاقو ټولې بنسټيزې پوښتنې د هغه لپاره په حقيقت کې لاځوابه شوي دي نه خو هغه د هغه لوړ خيراو ښيګڼې څه پته معلومه کړه چې هغه دده د هلوځلو انجام ګرزيدلى واي چې د هغي په وسيله يې د کړو وړو دښو او بدو يا د صحيح او ناسم پر يکړه کيدلی شوه نه يې هغه سرچينه پيدا کړه چې له هغى نه يې په صحيح ډول معلومه کړي واى چې خير څه او شر څه شى دی او نه يې دالهي لوړ اقتدار په پيژندلو کې برى حاصل کړ چې د هغه د حکم پربنسټ د اخلاقو لوړې هراړخيزي او نړۍ والې ظابطې ته د نفاذ ځواک په برخه واى.او نه يې داسې ځواک وموند چې د هغې له مخه يې په انسانانو کې په ريښتيا باندې د عمل کولو او له دروغو څخه د ځان ساتلو حقيقي مينه او هڅه پيدا کړي واي انسان چې کوم مهال له الله  عزوجل نه په بغا وت لاس پوري کړ نو په خپل سرېي ددغو پوښتنو حل کول وغوښتل او په خپل خيال يې حل هم کړل البته داخو د انسان حل څخه را پيدا شوي نتيجې دي چې نن ورځ يې موږ د اخلاقي ځوړتيا د يو خطر ناکه توپان په څير په پورته کيدلووينو چې بشپړ انساني تهذيب ته يې ډير لوی خطر پېښ کړی دی.ايا اوس هغه وخت نه دي را رسېدلى چې موږ هغه بنسټ ولټؤو چې پر هغه باندې د انسانې اخلاقو د تعمير ماڼۍ ودانه شي:؟

په واقعيت کې دا هڅه او څيړنه يوازي يو عملي بحث نه بلکې زموږ د ژوند يو عملي ضرورت هم دی او د وخت نزاکت نور هم ضروري ګرزولى دی له دي کبله زه دخپلي څيړنې نتيجه وړاندي کوم او غواړم چې کوم وګړي دا اړتيا محسوسوي نه يوازي دا چې په ډاډه زړه دې زما په نتايجو غورو کړي بلکې په خپله دې هم په بشپړې څيړنې لاس پورې کړې چې دانساني اخلاقو لپاره کوم بنسټ صحيح کيدلى شي؟

 

د انساني اخلا قو صحيح بنسټونه

زه چې د خپلو څيړنو او تحقيق نه کومو نتېجو ته رسيدلى يم هغه دادي د اخلا قو لپاره يوازي يوبنسټ صحيح دی او هغه موږ ته اسلام راښودلى په دې کې موږ د ټولو اخلاقي فلسفو په هکله د ټولو بنسټيزو پوښتنو ځوابونه موند لى شو داسې ځواب چې په هغه کې هيڅ نيمګړتيا نشته کومي چې په فلسفيانه ځوابونو کې موندلى شي هغه چې. نه خو د هغو له کبله په ټولنه کې د يو مضبوط او پوخ سيرت د بنسټ ډبره ايښودلى شي او نه د بشري تمدن د پراخو مسؤليتونو د سپارلو قابل ګرځيدلى شي.دلته موږ يوه داسى هر اړخيزه اخلاقى لارښوونه موندلى شو چې هغه د ژوند ټولى څانګې د پرمختګ تر لوړو څوکو پورې رسوي.اوپر هغه د يو ډير صالح تمدن ماڼۍ ودانيدلى شي. که چيرې په دى اصولو د انفرادي او ټولنيزو کړو وړو بنسټ کيښودلى شي نو انساني ژوند به ددې فساد نه خوندي وساتل شي له کوم سره چې نن ورځ مخامخ شوى.

د کومو دلايلو په رڼا کې چې زه دغې نتيجې ته رسيدلى يم لنډه شرحه به يې ګرانو لوستلونکو ته وړاندې کړم.؛

فلسفه چې د کوم ځاى نه خپل اخلاقى بحث او څيړنه پيلوي په حقيقت کې هغه د اخلاقي مسئلې بيل نه بلکې د مينځ يو څو نکتې دي.

دا د هغې لومړۍ غلطي ده دا پوښتنه چې د انسان لپاره د عمل د صحت او او غلطۍ معيار څه شى دى ؟

هغه کومه نيکي ده چې تر هغى رسيدل د انسان اصل مطلوب وي په اصل کې دا پوښتنه وروسته ده له دې نه مخکې چې د کومې پوښتنې حل کول ضروري دى هغه دا ده چې په نړۍ کې د انسان حيثيت څه شي دى ؟

دا پوښتنه په ټولو مقدمه ده د حيثيت د ټاکنې نه پرته د اخلاقو پوښتنه نه يوازې دا چې بې مفهومه ده بلکې په دې کې زيات ددې خبرې امکان دى چې په دې توګه کوم اخلاقي ارزښتونه په نښه کړى شي هغه به په بنسټيزه توګه ناسم وي.

د مثال په ډول تاسو ته د کوم شي د تصرف په لړکې دا پريکړه کول وي چې په دې کې ماته څرنګه کول په کار دي او کوم قسم چلند زما له پاره حق او کوم ډول باطل دی ؟

نو ايا دا پوښتنه تاسو په صحيح طريقه حل کولى شي ترڅو چې لومړى دا خبره سپينه نه کړي چې په دې شي کې ستاسو حيثيت څه شى دى او له دې سره ستاسو د تعلق نوعيت څنګه ده ؟

که چيرې دغه شى د بل چا حاکميت وي او ستاسو حيثيت په کې د يو امين په توګه وي نو په دې صورت کې به ستاسو لپاره د اخلاقي تګلارې نوعيت بل څه وي او که چيرى د تاسو بې قيده واک وي نو ستاسود  اخلاقي کړنلارې نوعيت به بله بڼه ولري او خبره يوازې دومره هم نه ده بلکې په حقيقت کې په دې خبره باندې د پريکړې انحصارهم دى چې په دې شي کې ستاسو لپاره د صحيح تګلاري تعينولو حقدار څوک دى ؟تاسو پخپله او که هغه څوک چې تاسو يې امين ياستۍ ؟

د اسلام سپيڅلى دين لومړى تر هر څه ددې پوښتنې په لور توجه کوي او موږ ته په څرګند ډول له شک او شبهى نه پرته وايې چې په نړۍ کې د انسان حيثيت د الله جل جلاله  د بنده او نايب په حيث دى دلته.چې له څومره شېانو سره انسان مخامخ کېږي ټول دالله  جلت عظمته  ملکېت دي تردې پورې چې انسان او د هغه د جسم ټول ځواکونه هم د انسان خپل ملکيت نه بلکى د الله عزوجل   ملکيت دى چې ده ته يې په دې شيانو واک ورکړى او نړۍ ته يې د خپل خليفه او نايب په توګه ليږلى دى په دې خبره کې د هغه يوه ازموينه هم ده د ازموينې وروستۍ نتيجه په دې نړۍ کى نه ر اوزي بلکې کله چې د افرادو، قامونو او د انسانې نوعې کار ختم او د انسانانو د هلو ځلو نتيجې د بشپړتيا پړاؤ ته ورسيږي. نو الله عزوجل  به بيا په يو وخت له ټولو خلکو سره د حشر په ميدان کې حساب کوي.او ددې خبرې پريکړه به کوي چې چاد هغه د بندګۍ او نيابت حق پوره کړي.او چا نه دی پوره کړ ی دا ازموينه به يوازي په ېوي خبري کې نه بلکې په ټولو کارونو کې به وي د ژوند دېوې څانګې په هکله نه بلکې په مجموعي توګه به د ټول  ژوند سره متعلق وي د نفس او جسم څو مره ځواکونه چې انسان ته ورکړ شوې د ټولو از موينه به اخيستله کيږي.

د انساني حيثيت ددې ټاکنې منطقي نتيجه دادي چې په نړۍ کې د خپلې اخلاقي کړ نلارې د ټاکلو حق انسان ته نه دی ورکړشوی بلکې ددې پريکړه دالله  جلت عظمته حق دی له دي وروسته د اخلاقو د فلسقې ټولې پوښتنې چې فلسقيانو څيړلې نه يوازې دا چې حل کيدلى شي بلکې ددې خبرې هيڅ ځاى نه پاتې کيږي.چې د يوې پوښتنې دې د ېرش ديرش ځوابونه وي او په يو يو ځواب دې.د انسانانو يوه يوه ډله د اخلاقو په يو جلا اړخ روانه وي او په تمدني او ټولنيز ژوند کې دي دا وسيدلوسره سره په بيلا بيلو لارو روان وي.

که چيرته د انسان حيثيت ومنلي شي چې اسلام هغه ته ورکړی دی نو دا خبره پخپله ټاکلى شي چې په الهي ازموينه کې برى او دهغه جلت عظمته رضا حاصلول هغه لوړه او بهتره نيکې ده چې پخپله همدغه د ژوند مطلوب او هدف دی

د يوې تګلارې دصحت او غلطۍ چورليز په دې خبره ده چې هغه د نيکۍ په حصول کې تر څومره اندازې مرستندويه او يا خنډ ګرز ېدلى شي په دي توګه چې دا خبره دلته غوره شي چې دانسان لپاره د ښو او بدو د صحيح او ناسم علم اصلي سر چنيه الهي لارښوونې دي .له دې نه پرته چې د علم نورې څومره و سيلې دي ددې اصلي سرچينې مرستندويه خوکيدلى شي خوپخپله اصلي سرچينه نه شي جوړيدلي.او د اخبره هم فيصله کيدلی شي چې د اخلاقو د قانون د واجب الا طاعت کيدلو اصل بنسټ يوازي دادی چې هغه د الله  عزوجل مقرر کړی قانون دی او د اخبره هم سپيناوی مومي چې دښو اخلاقو پابندي او د بدو اخلاقو نه د ځان ساتنې لپاره اصل محرک د الله عزوجل مينه او دهغه د خوښۍ لټول اوله ناخوښۍ نه يې ځان ساتل دي.

بيانو نه يوازي دا چې د اخلاقو فلسفې ټولې بنسټيزې پوښتنې ځوابيږي په حقيقت کې چې په دې بنسټ کوم اخلاقي نظام په پښودريږي د هغې په دننه کې په ډيرې متوازنې او متناسبې طريقى ټول اخلاقي نظامونه خپل موزون ځاى مومي.کوم چې د اخلاقي فلسفې مفکرينو تجويز کړې دي .

د فلسقي ډوله نظامونو بنسټيزه خرابتيا دانه دى چې په دوۍ کې دحقيقت اور ېښتينولۍ څه اثار نشته.بلکې ددوۍ اصلي خرابې داده چې هغوۍ د صداقت يوه برخه اخيستې او هغه يې پوره کُل (مجموعه) ګرزولې نو ځکه ديو جزء د کل (مجموعې) ګرزولو لپاره چې څو مره د زيات والي ضرورت پيښيږي د هغې د بشپړتيا لپاره هغوۍ ار ومرو د ډيرو باطلو اجزاء و په  اخيستلو مجبوريږي. ددې پرعکس اسلام بشپړ صداقت وړاندې کوي او په دې کلي (مجموعي ) صداقت کې ټولې جزيې ر ېښتينولۍ جذبيږي.چې له خلکو سره جلا او نيمګړي وي.

د لته د خوښۍ ځاى هم دى خوله دې څخه هغه خوشالي مقصددى چې دالله  عزوجل د قانون د پيروۍ په نتيجه کې سړي ته په برخه کيږي.دا خوښي او خوشالي مادي او جسمانې هم ده ذهني او روحاني هم په همدې ډول د فردهم ده د ټولنې او ټول بشريت هم په دې ټولو خوښيو کې ټکرنه بلکې توافق دی: دلته د کمال يو مقام هم دی  خوهغه کمال چې په الهي ازموينه کې دسل په سل نمبرو د    لاسته راوړلو نتيجه کې په برخه کيږي .او دا د فرد ، ټولنې، ولسونو او د بشپړ انسانيت کمال دی صحيح اخلاق او تګلاره هغه ده چې دهغې له کبله هر فرد نه يوازې دا چې د کمال په لوري پرمختګ وکړي بلکې چې د نورو په تکميل کې هم مرستندوی اوسي ا.و دهيچا په تکميل کې بنديز رانه ولي

 دلته د لويديځ فلسفې مفکرد(کانت) قطعي اوواجب الاطاعت(Categorical- Imperative ) فرضيه هم د بشپړ وياړ مقام مومي د کوم قطعي واحب الاطاعت قانون يادونه چې (کانت) کړې ده.چې پخپله هغه هم ددې توضيح و نکړى شوه په حقيقت کې هغه الهي قانون دی چې د الله  جلت عظمته له خوا ټاکلى شوی او دالهي قانون په حيث واجب الاطاعت او بيله ځنډه ېې اطاعت کول نيکې ده.

په دې توګه د لته د اخلاقي خير او شر د علم چې کومه سرچېنه موږ ته ښودلې شوې ده هغه د علم نورې وسيلې نه نفى کوي دکومو په لور چې فلسفي رجال رجوع کوي بلکې هغه دا ټول د يو نظام جز‌ء ګرزوي البته اسلام يې د اصلي سرچينې په توګه نه پيژني د الهي هدايت په وسيله چې موږ ته د خير او شر کوم علم رابخښل شوی هغه اصلي علم دى پاتې شو هغه علوم چې په تجربې او عقل سره معلوميږي.دا ټول د اصلى علم (الهي لارښوونو) شو اهددي کومو شيانو ته چې الهي هدايت خير وايې بشري تجربه او عقل د هغه ګواهي ورکوي او د ژوند قوانين يې تصديقوي عقل او وجدان يې دواړه ګواهان دي په بيړه ويلي شو چې د صداقت اور ېښتينو لۍ معيار يوازي الهي هدايت دی نه دعلم نورې وسيلې د بشر تاريخي تجربو او يا د ژوند له قوانينو څخه چې سرچينه يې بشري عقل او جدان وي که چيري داسې رايه قايمه کړی شي چې هغه دالهي لارښوونو پرخلاف وي نو اصل اعتبار الهي هدايت ته ورکول کيږي.له مونږ سره  دعلم د مستند معيار دشتون ګټه داده چې زموږ په علم کې به پو خوالى او انظباط وي.موږ به په بشپړه توګه له انتشار او ګډوډۍ څخه په امن يو چې د يو معيار د نشتوالي له کبله او هغه د (اعجاب کل ذي راې برايه) څخه پيداکيږي.

په دې توګه دلته د اخلاقو د قانون مرستيال ځواک (Sanction) مسئله هم په دې شان حل کيږي .چې په دې سره د هغو نورو شيانو نفى نه کيږي کوم چې فلسقى پوهانو را مېنځته کړي دي بلکې د هغې سمون پري صورت مومي په کومو غلطو حدودو چې هغوۍ خواره کړی شوې دي له هغه ځاى نه هغوۍ لرې کولى شي او په يو بشپړ نظام په صحيح ځاى کې ايښودلى شي د الله  عزوجل قانون دا چې الهي قانون دی په خپل ځان کې د تطبيق او تنفيذ ځواک لري او دا ځواک د هغه مؤمن مسلمان په زړه کې موجونه وهي چې د الله  عزوجل د رضا په لاسته راوړلو کې خوښي محسوسوي او پخپله د هغه کمال غوښتونکى دى چې هغه د الله عزوجل په لور دورتللو په نتيجه کې حاصليږي.دا ځواک د مؤمنانو په ټولنه او هغه اسلامي حکومت کې هم موجودوي چې دالهى قانون په واکمنۍ يې د بنسټ ډبره ايښودل شوې وي او د قانون په پابندى باندې  يو مؤمن  تيارولې شي د هغه سوچه وظيفه پيژندنه هم ده، حق ته د حق په سترګه کتل او د هغه خوښول او باطل ته د باطل په سترګه کتل اوله هغه نفرت کول هم دي او هغه تمه او ويره هم ده چې هغه يې له الله جلت عظمته څخه لري.

 

په بشري ژوند د اسلامي اخلا قو اغيزې

          په دې توګه د اسلام ځلانده او نجات بښونکي لمر هغه بشپړه فکري او عملي ګډوډي پاى ته ورسوله او بيا يې د هغه لپاره د اخلا قو ديو بشپړ نظام د بنسټ ډبره کيښودله اسلام چې د الوهيت کوم تصور وړاندې کوي هغه دادى چې الله  عزوجل د انسان او ټولو کايناتو يواځينى څېښتن، خالق ، معبود او واکمن دى چې هېڅوک ور سره شريک نشته د هغه په درګاه  کې د خير له د عاء نه پرته په زورسره د سپارښت کولو ځاى له سره شتون نه لري.له هغه عزوجل سره د هر انسان د برياليتوب او ناکامۍ چورليز د هغه په خپل عمل دی نه خو څوک د هغه کفاره ګرزيدلى شي.او نه د يو چا د عمل ذمه واري او مسؤليت پر هغه اچولى شي او نه د يو چا د عمل بدله او عوض بل چاته ورکولى شي د هغه جلت عظمته سره د هيچا په نسبت جانبداري نشته چې له يو سړي ، يوې کورنۍ او يو قام سره يې د نورو په نسبت زياته مينه او محبت وي ټول انسانان د هغه په وړاندې يو شان دي د ټولو لپاره د اخلا قو يو قانون دى د يو انسان فضيلت هر څه دديني او اخلا قى فضليت په اعتبار دى هغه پخپله زيات مهربان دى او رحم يې خوښ دى هغه پخپله فياض دى او سخاوت خوښوي هغه پخپله غفور او بښونکی دی او بښنه يې خوښه ده هغه پخپله عادل دى او عدل خوښوي هغه عزوجل د ظلم، تنګ نظري زړه تنګۍ بي رحمۍ تعصب او نفساني طرفدارۍ نه پاک او سپيڅلی دى نو ځکه بې هغه څوک خوښ دي چې هغوۍ له دې خبرو څخه پاک وي بيالويې يوازي د هماغه حق دى نو ځکه يې کبر کول خوښ نه دي الوهيت يوازې د هغه لپاره ده او نور ټول د هغه بندګان دي نو ځکه ېې په يو بنده باندې د نورو الوهيت او حاکميت خوښ نه دى يوازې د ټولو کايناتو څېښتن دى له انسانانو سره چې څه دي هغه د امانت په توګه دي نو ځکه د يو انسان لپاره له الله  عزوجل نه خپلواکي او د بل چا لپاره قانون جوړول او يو څوک د بل چا لپاره واجب لاطاعت ګرزيدل دا هر څه ټول په حقيقت کې غلط دي د ټولو انسانانو د اطاعت وړ هم د هماغه سپيڅلى ذات دى.

 د ټولو اانسانانو خير او ګټه په دې کې ده .چې په بشپړه توګه يې په بيړه اطاعت وشي بيا همغه محسن د شکر احسان او محبت وړدى هغه د نعمتونو ورکونکى او ددې وړدى چې دهغه په نعمتونو کې د هغه جلت عظمته د غوښتنې سره سم تصرف وکړ شي هغه عادل ذات دى لا زمه ده چې انسان د هغه په عدالت کې دسزاموندلو ويره او د ثواب طمع وساتي هغه علېم او خبيرذات دى اود زړونو پټې خبرې او رازونه ورته معلوم دي نو ځکه د ښکاره اخلاقى ښه والي نه هغه ته څوک دوکه نه شي ورکولى هغه د علم او قدرت په لحاظ هر ځاى کې موجوددی نو ځکه د اهيله هيڅوک نه شى کولى چې څوک جرم وکړي او د هغه د نيولو څخه به وژغورل شي.

د الوهيت په دې تصور ښه فکر وکړي له دې نه په بشپړه توګه د يوې فطري نتيجې په توګه د انسان لپاره د ژوند يو مکمله ا خلا قي نقشه رامېنځته کيږي.او هغه نقشه د هغو ټولو کمزوريو  نه خالى ده کوم چې د مشرکانه مذهبونو او د کفري الحادي مسلکونو په اخلا قيانو کې موندلى شي دلته نه خو د اخلا قي ذمه واريو نه دبچ کيدلو لپاره د غلا در وازې پرانستې دي او نه د ظالمانه فلسفو لپاره څه ګنجاېش شته چې د هغو په نسبت انسان د خپلو رغبتونو پر اساس د انساني نړۍ په ويشلو لاس پورې کړي يوه برخه مجسمه فرښته او بله برخه دې مجسم شيطان جوړشي نه دلته دالحادي اخلا قو هغه بنسټيزه کمزوري موندلى شي چې د هغو له کبله په اخلا قو کې تزلزل رامېنځته کيږي.

د اسلام   اخلا قي ښوونې يوه ډيره لوړه او پراخه نتيجه وړاندې کوي چې د هغې دوسعت او لوړتيا څه اندازه نشته او دهغې د انجام په لور د غزيدلو لپاره داسې محرکات برابر وي چې هغه ډير پاک او سپيڅلې دي بيا دا فکر او باور چې د انسان ازموينه په يو شي کې نه بلکې په ټولو هغو شيانو کې ده چې الله  پاک انسان ته ورکړي دي په دي حيثيت نه بلکې په جلا جلا حيثيتونو کې به وي کوم چې انسان ته په برخه شوي او د ژوند په يوه ځانګړې څانګه کې نه بلکې په بشپړ ژوند کې به وي د اخلا قو دغه دايره دومره ارته ده څو مره چې دا زموينې دايره ارته شوې ده دانسان عقل د هغه د علم وسايل د هغه ذهنې  او فکري ځواکونه د هغه حواس د هغه جذيات د هغه غوښتنې د هغه جسماني ځواکونه ټول په ازموينه کې شريک دي يعني د انسان د ټول شخصيت ازموينه اخيستل کيږي.

بيا په بيرون نړۍ کې چې انسان له کومو شيانو سره مخامخ کيږي په کومو شيانو چې دده واک او تصرف دى او له کومو خلکو سره چې په بيلا بيلو ډولونو د هغه اړيکه ده د هغو ټولو سره د هغه د چلند په هکله به بشپړه محاسبه کيږي.د هغو ټولو سره د هغه د سلوک او کړنلارې په هکله به له هغه ازموينه اخيستل کيږي.او له ټولو نه سخت امتحان به په دې خبره کې وي چې انسان دا هر څه د الله  عزوجل دالوهيت او دخپلې بندګۍ  او نيابت له احساس سره تر سره کړي او که د خپلې ازادۍ او خپلواکۍ له غوښتنو سره او که له الله  عزوجل نه پرته د نورو د بندګۍ په چاپيريال کې ؟د اخلا قو په دغه پراخه تصور کې هغه تنګوالى نشته کوم چې د مذهب له محدود تصور څخه را پيداکيږي .

د اخلا قو پورتنى  هر اړخيز تصور انسان د ژوند په هر  ډګر کې مخته بيايې او دهر ډګر اخلا قي مسؤليتونه  ورته په ګوته کوي او هغه اخلا قي اصول ورته ورښئ چې په بشپړې پيروۍ سره به يې انسان په هغه الهي ازموينه کې بريالی شي چې هغه د دنيا د ژوند له جلا ډګر سره تعلق لري.بيا دا تصور چې د ازموينې اصلي او وروستنۍ پريکړه به په دې ژوند کې نه بلکې په يو بل ژوند کې به وي .او حقيقي کاميابي او ناکامي هغه ده چې هلته حاصله شي نه دلته دا خبره د نړۍ ژوند او ددې په معاملاتو کې د انسان نظر په بنسټيز ډول تبديلوي ددې تصور له کبله هغه نتيجې کومې چې په دې نړۍ کې  راوزي زموږ لپاره دښه  والي او بد والي يا د صحيح  او ناسم د حق او باطل د کاميابۍ او ناکامۍ اصلي غوڅ او وروستني معيار نه شي پاتې کيدلى نو ځکه د اخلا قو د قانون د پيروي کولو يانه کولو انحصار هم په دې نتيجو نه شي کيدلي ، کوم شخص چې دا تصور ومني هغه به د اخلا قو د قانون په پيروۍ کې په هر حال ثابت قدم پاتې وي برابره خبره ده چې په نړۍ کې د هغې نتيجه په ښکاره ډول ښه وي او که بده د بري په بڼه څرګند شي او که د ناکامۍ په بڼه خو ددې معنا دا نه دى چې دده په نظر کې به د  نيوي نتيجې په بشپړه توګه د لحاظ قابليت ونه لري بلکې ددې معنا يوازې دادی چې د هغه اصلي او وروستنى نظر به داخرت په تلپاتې نتيجو وي او دخپل ځان لپاره به هغه تګلاره صحيح بولي چې هغه نتيجې يې په نظر کې ساتلې او غوره کړې وي.

هغه به ديو شي د پريښودلو او يا غوره کولو پريکړه په دې بنسټ نه کوي چې د ژوند په دې لومړي پړاؤ کې د لذت ، خوشالۍ او ګټې لامل دى او که نه، بلکې په دې بنسټ به يې کوي چې د ژوند په وروستنى پړاؤ کې به د خپلو غو څو نتايجو له مخې څرنګه وي؟

په دې توګه به دهغه اخلا ق پرمختللي وي  نه دده سيرت بدليږي رابدليږي يعنې د تهذيب او تمدن په ښيرازې سره د هغه په اخلاقي تصور اتو کې به پراخوالى خو ارومرو را درومي خو هيڅکله کيدلی نه شي چې د پېښو د هراړخ  او دحالاتو د هر تغير سره د هغه اخلاقي اصول هم بدلون ومومي او له يو شخص څخه دي اخلا قي کربوړی جوړشي چې د هغه په اخلا قي سلوک کې دې هيڅ شان پوخوالى نه وي .د اخلا قو له نقطه نظره داخرت اسلا مي فکر موږ ته دوه ګټې لري اودا په بله وسيله نه حاصليږي .

لومړى: دا چې ددې په وسيله اخلا قي اصول ډير مضبوط او پوخوالى مومي.

دويم : دا چې ددې په وسيله اخلا قي سيرت ته داسي استقامت په برخه کيږي (چې په هغې کې دا ېما ن په شرط  د بدلون هيڅ خطر نه وي .

په نړۍ کې در ېښتينولۍ لس بيلا بيلې نتيجې راوتلى شي او په دې نتيجو نظر لرونکې انسان د وخت او امکاناتو په لحاظ لس ډوله جلا جلا عملي تګلارې غوره کولي شي البته په اخرت کې د صداقت اور ېښتينولۍ نتيجه هم يوه وي او هغه مؤمن انسان چې په اخرت باورلري. د دنيوي ګتې او زيان له اړخه هم هغه يوه کړنلاره غوره کوي که ددنيا نتايجوته وګورونو بياخو خير اوشر د څه ټاکلې شي نوم نه شي پاتې کيدې يوشى د بيلا بيلو نتيجو په لحاظ ځينې وخت خير وي ځينې وخت شر او دهغې په پيروۍ کې ددنيا پرست انسان عمل هم بدليږي را بدليږي.البته که د اخرت په نتايجو نظر ساتې نو بيا خو خير او شر دواړه په غوڅ ډول ټاکل کيدى شي . کوم مؤمن انسان چې په اخرت باور لري د هغه لپاره هيڅکله کيدى نه شي چې ځينې وخت دې د خير بد انجام اود شر دې ښه  انجام و ګڼي او په خپل عمل کې دې بدلون راولي.

بيا دا تصور چې په نړۍ کې انسان د الله  عزوجل نايب او خليفه دى او دتصرف او واکمنۍ چې کوم واکونه دلته هغه ته په برخه دي هغه په اصل کې په دې بنسټ دي چې دى دالله جلت عظمته خليفه دی.او دغه شى د انساني ژوند لپاره لاره او هدف دواړه ټاکې له دې تصور سره لا زمي ده چې دا نسان لپاره خپلواکي او د الله  جلت عظمته نه پرته دبل چا بندګي او د مالکيت او لويي ټولې تګلارې دې ناسمې او يوازې همدغسې تګلارې ته دې د صحت ګوته ونېول شي

هغه دې پخپلو ټولو تصرفاتو کې دالله  د خوښې او دهغه د راليږلې قانون تابع واوسې له دې څخه دا خبره هم لا زمېږ ي چې انسان دې له يوې خوا پخپلو اخلا قو او سلوک کې د هر يوې داسې عملې تګلاري څخه ځان وساتې چې په هغې کې د خپلواکۍ سرکښۍ او يا د الله  عزوجل نه پرته د بل چا د بندګۍ بادارۍ او لويې د ذرې په انډول شک او شبهه وي دا ځکه چې دا درې واړه شيان دده حيثيت ته زيان رسوي.دده حيثيت خو دنايب او خليفه دی مګر بل لورته به د الله  په ملکېت کې دده تصرف او د هغه په مخلوقاتو کې دده کړنلاره او دهغه عزوجل په رعيت واکمنې د هغو اخلا قو او هغې کړنلارې په برابروي کوم چې ددې سلطنت اصلي څېښتن په خپل ملک او په خپل رعيت کې غوره کړي دي دا ځکه چې دنيابت د حيثيت غوښتنه دادې چې د بادشاه د نايب پاليسي او تګلاره دې پخپله د بادشاه د کړنلارې او اخلا قو سره په ټکر نه وي په همدې توګه له دې تصور نه دا هم لازميږي چې کوم ځواکونه الله پاک انسان ته ورکړي دې د هغو ټولو استعمال دې دالهي لارښوونو پربنسټ وي داسي هم ويلي شو چې د بادشاه هغه نايب به سخت مجرم وي چې  د بادشاه د خوښې پر ضد يې د هغه په ملکيت او دهغه په رعيت کې تصرف کړی وي او هغه نايب دې هم لوی مجرم و ګڼلى شي چې کوم اختيارات ده ته بادشاه ورکړي په هغو کې  يو اختيارهم استعمال نه کړي اودهغه په ورکړل شوېو ځواکونوکې ځېنې.له مينځه يوسي او کومي وسيلې ېې چې هغه ته ورکړې له هغو نه په کار اخيستلو کې له پوهې سره سم له نيمګړتيا څخه کارواخلي .او له هغو مسؤليتونو څخه مخ واړوي د کومو لپاره چې بادشاه مقرر کړی ؤ.

ددې تصور او عقيدې بله لا زمي غوښتنه دا هم دې چې د بشرې نوعې بشپړ ټولنيز ژوند دې په داسې طريقه برابرشي چې ټول انسانان يعنې د الله عز  وجل ټول نائيان دې د هغو مسؤليتونو په سرته رسولو کې کوم چې الله  پاک هغوۍ ته سپارلې دي يو د بل مرسته و کړي او دتمدن اوودانۍ په نظام کې دې څه داسې کارکونکې نه وي چې د هغې له کبله يو انسان د بل انسان او يا يوه ډله د بلې ډلې خلافت  په عملي توګه پاى ته ورسوي او يا يې په عملې کولو کې خنډونه ايجاد کړي بله بڼه يې داده چې هرکله يو انسان او يايوه ډله د انساني خلاقت او نيابت څخه لاس واخلي او له خپل حقيقى بادشاه څخه په بغاوت لاس پورې کړې.

همدغه اخلا قى کړنلاره ده چې د خلاقت د تصور د لازمي نتيجې په توګه د انسان لپاره جوړه شوې پاتې شو د انسان د اخلا قي ژوندانه  هدف او دهغه د ټولو هلو ځلو او کوښښونو نصب العين هغه هم له دې تصور سره د منطقى نتيجې په توګه يو ځاى ټاکل ددې غوښتنه کوي چې د ځمکې پرمخ د انسان دژوند هدف د الله جل جلاله د خوښۍ له پوره کولو نه پرته نور هيڅ شى نه دي الله  پاک چې د ځمکې د نظم او نسق څومره برخه انسان ته ورسپارلې ده په هغې کې دالهي قانون جاري کول د الله  عزوجل له عوښتنې سره سم دعدل او انصاف.نظام پر پښو درول او  د شر او فساد نظام چې انسانانو او پيريانو رامېنځته کړی له مېنځه وړل ټولو نيکيو ته وده ورکول او د بديو له مېنځه وړل دا هغه مقصددیچې د هغي په لور به هر انسان خپلو هلو ځلو ته ادامه ورکوي دا هدف يوازي دومره هم نه دی چې هغه ټول مقاصد له مينځه يوسي چې ماده پالونکو او قام پاله عناصرو د خپل ژوند لپاره مقرر کړې دی بلکې دابه هغه بابيزه او عبث مقاصد وي چې دورحانيت تر غلط تصور لاندې د مذهب خاوندانو ټاکلې دي.

ددغو دواړو ناسمو افکارو ترمېنځ دالهي خلافت تصور دانسان په وړاندې د ژوند يو ډير لوړ او سپيڅلې هدف مخې ته ږدي او هغه ټول ځواکونه او استعدادونه دژوند په هر ډګر کې په کار راولي اود تهذيب او تمدن د يو ډير صالح نظام د ټينګښت او پرمختګ په خدمت کې يې استعمالوي دا هغه بنسټيز اصول دي چې د انساني اخلاقو د ماڼۍد ټينګولو لپاره موږ ته اسلام را په برخه کړي اسلام د يو ځانګړي قام ملکيت نه بلکې د ټول بشريت ګډ ميراث تشکيلوي او د ټولو انسانانو دخالاصون او نجان وسيله ده نو پردې اساس هر هغه چاته چې د خپل ځان او بشريت د نجات او خلاصون هيله ولري فکر په کار دی چې ايا د انساني اخلاقو د ماڼۍ د ودانولو لپاره دا بنسټونه غوره دي کوم چې اسلام موږ ته راکړي او يا هغه چې روحاني او فلسفي مسلکونه يې موږ ته لګيادي راښي که چيرته د چا زړه داګواهي ورکړي چې داخلاقو لپاره دغه بنسټونه صحيح دي نو بياخو د جاهلي تعصب پربنسټ ددې بنسټونو په منلوکې ځنډکول په کارنه دی

 

 والسلام

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *