د روژې څلورویشتم سوغات— ډاکټر نثار احمد صمد

 

 

د روژې څلورویشتم سوغات

 

 

قدرمنو او عزتمنو لوستونکو ، دغه لړی چی « د قرآن سره مرکه » نومیږی د قرآن پوهنی ډیره آسانه ، دلچسپه او ګټوره طریقه ده . دلته د قرآن کریم څخه پوښتنی کیږی او هغه د خپلو آیتونو له مخی ځوابونه وایی . هیله ده چی د توجه او هڅیدو وړ مو وګرځی ، دا ځکه چی نن د عمل ورځ ده بیله حسابه خو سبا د حساب ورځ ده بیله عمله !

نو د څلورویشتمی روژې لپاره څلورویشتم سوغات ومنی ( ن . صمد ) :

 

 

 

د قرآن سره مرکه (څلورویشتمه برخه)

 


لیکوال: ډاکټر نثار احمد صمد

 

 

پوښتنه : آیا راته ویلای سې چی اسلامی حکومت پر خپلو اتباعو څه حقوق لری ؟

ځواب : پر خپل رعیت یا اتباعو باندی د اسلامی حکومت حقوق ، یا په بل عبارت د اتباعو مسؤلیتونه دا دي :

۱ ـ د معروف ( نیکو احکامو ) په اجرا کی باید د حکومت اطاعت وکړی (۱) .

۲ ـ د هېواد د قانون درناوی او د هغه مراعات وکړی (۲) .

۳ ـ په امنیت او آرامۍ کی خنډونه ایجاد نکړی (۳) .

۴ ـ د خوښیو او ښېګڼو په هر کار کی د حکومت سره مرسته وکړی (۴) .

 

پوښتنه : اوس به راسم دې ته چی د اسلامی حکومت بهرنۍ تګلاره باید څنګه وی ؟

ځواب : د اسلامی حکومت د بهرنۍ تګلارې بنسټیز اصول دا دي :

۱ ـ د دوه اړخیزه تړونونو او ژمنو درناوی او د هغو ساتنه باید وکړی (۵) .

۲ ـ په هره مسأله او معامله کی باید صداقت او رښتنولي موجوده وی (۶) .

۳ ـ د فتنې او فساد څخه باید ډډه وکړی (۷) .

۴ ـ امنیت خوښوَنه او سوله باید تأمین کړی (۸) .

۵ ـ د غیر مُعانِد ( یعنی غیر دښمنو ) هېوادو سره باید ښه اړیکی ولری (۹) .

۶ ـ نړیوال عدالت او انصاف باید مستقر کړی (۱۰) .

 

پوښتنه : ستا په نظر د مشرتوب معیار باید څنګه وی ؟ ځکه نن په اسلامی هېوادو کی دا معیار د هر چا څخه ورک او ګډوډ سوی دی .

ځواب : زما په نظر د مشرتوب مستحق هغه څوک دی چی :

۱ ـ د ایمان لرونکی وی (۱۱) .

۲ ـ د  خورا ډیر علمی او عملی صلاحیت څښتن وی (۱۲) .

۳ ـ تر هر څه د الهی احکامو ډیر پابند او متقی انسان وی (۱۳) .

۴ ـ مخلص وی (۱۴) .

۵ ـ خاین او ظالم نه وی (۱۵) .

 

پوښتنه : آیا تا نړیوال قانون هم بیان کړی دی ؟

ځواب : هو ، ما چی کوم بین المللی قانون بیان کړی ، د هغه څو مهم مواد په دې ډول دي :

۱ ـ پر ټوله مځکه باید د فساد او بدۍ څخه ډډه وسی (۱۶) .

۲ ـ د خپل منځی تړونو او معاهدو ساتنه او څارنه باید وسی (۱۷) .

۳ ـ امن او سوله باید ولټوی (۱۸) .

۴ ـ په هره معامله کی باید صداقت او حقیقت نغښتی وی (۱۹) .

۵ ـ د غیر معانِد ( هغه چی دینی دښمنی نه پالی ) هېوادو سره باید ښه اړیکی ټینګی سی (۲۰) .

۶ ـ نړیوال عدالت او انصاف باید مستقر سی (۲۱) .

 

پوښتنه : آیا راته ویلای سې چی د مسلمانانو سره چا ډیر عداوت کړی دی ؟

ځواب : د مسلمانانو سره تر هر چا یهودانو او مشرکانو ډیر عداوت کړی دی (۲۲) .

 

پوښتنه : آیا عیسویانو ( یعنی نصاراوو ) دښمني نه ده ورسره کړې ؟

ځواب : یا ، دا ځکه چی هغوی عالمان او زاهدان لرل چی لویی او تکبر یې نه کاوه (۲۳) .

 

پوښتنه : آیا مسلمانان د کافرانو سره دوستي کولای سی ؟

ځواب : دا ډیره باریکه او حساسه مسأله ده او باید مغالطه پکښی ونسی ، مطلب دا چی مسلمانان د هغو کافرانو سره دوستي او مولات نسی کولای چی د الله  ، رسول او اسلام یا مسلمانانو دینی دښمنان وی یا جنګ  ورسره کوی (۲۴) . که هر مسلمان یا مسلمانان دغسی وکړی نو ګنهکاران ، ظالمان او د هغوی غوندی کسان دي (۲۵) .  خو د هغو عادی کفارو سره چی دینی جنګ یا دښمنی نه کوی ، د دوستۍ او نیکۍ ممانعت نسته (۲۶) .   

 

پوښتنه : د قصدی یا عمدی وژنی سزا څه ده ؟

ځواب : قصاص دی یعنی قاتل باید ووژل سی (۲۷) .

 

پوښتنه : د غلا سزا څه ده ؟

ځواب : د جُرم د اثبات په صورت کی د غلا سزا د لاس پرې کول دی (۲۸) .

 

پوښتنه : دا چی ځینی حکومتونه ستا دغه احکام په دې او هغه پلمه سره نه عملی کوی ، یعنی قاتل نه قصاص کوی ، د غله لاس نه پرې کوی او هغه په اصطلاح د بشری حقوقو څخه تیرﺉ بولی او داسی نور الهی اوامر نه مراعاتوی ، خو ځانونه په اصطلاح اسلامی حکومتونه هم بولی . په دې هکله ستا حُکم څه دی ؟

ځواب : ما واضحأ ویلی دي چی زما ټول متن به مراعات کیږی او که صرف یوه کوچنۍ برخه هم تعمیل نسی معنا یې دا ده چی زما ټول متن یې و نه مانه او هغه ظالم او ګنهکار دی چی الهی سزا به ورکړه سی (۲۹) . 

 

پوښتنه : د دې اساسی معلوماتو څخه ډیره مننه . آیا پوښتلای سم چی د زنا سزا څه ده ؟

ځواب : د جرم د ثبوت په صورت کی د زانی سړي او زانی ښځی سزا سل سل دورې وهل دي (۳۰) .

 

پوښتنه : د قذف ( یعنی د زنا د تهمت ) سزا څه ده ؟

ځواب : د قذف مرتکب باید اتیا دُرې ووهل سی او د هغه شاهدي له اعتباره لویږی (۳۱) .

 

پوښتنه : آیا د ذمیانو ( یعنی په اسلامی ټولنه کی د غیر مسلمانانو ) څخه د جزیې اخیستل روا دی ؟

ځواب : هو ، د اسلامی حکومت لخوا د خپلو غیر مسلمانو اتباعو څخه د جزیې اخیستل جایز دی (۳۲) .

 

پوښتنه : آیا راته ویلای سې چی د اسلام د دین اطاعت او پیروی آسانه ده که ګرانه ؟

ځواب : د اسلام د دین منل او اطاعت باالکل اسانه او بې تکلیفه دی (۳۳) .

 

پوښتنه : آیا تا د دعوت او تبلیغ حُکم هم کړی دی ؟

ځواب : هو ، ما په هره ممکنه وسیله سره د دعوت او تبلیغ امر کړی دی تر څو ښېګڼه او نیکي خپره سی او بدي ورکه سی (۳۴) .

 

پوښتنه : آیا د اسلام څخه پرته بل دین هم د الله په نزد ښه او د قبول وړ دی ؟

ځواب : یا قطعأ نه ، د الله د خوښي وړ او غوره دین صرف همدا اسلام دی(۳۵) ، د دې څخه پرته بل هر دین د الله ناخوښه دی (۳۶) .

———————————————————————————————————————–

(۱) : النسأ : ۹ . (۲) : الانعام : ۸۵ . (۳) : المایًده : ۳۳ ، ۶۴ ؛ النور : ۵۵ ؛ القصص : ۸۳ . (۴) : المایًده : ۲ . (۵) : الاسرأ : ۲۴ ؛ النحل : ۹۱ ؛ البقره : ۱۷۷ . (۶) : النحل : ۹۴ . (۷) : الاعراف : ۵۶ ؛ القصص : ۸۳ ؛ المایًده : ۶۴ . (۸) : الانفال : ۶۱ ؛ الاعراف : ۵۶ . (۹) : الممتحنه : ۸ . (۱۰) : المایًده : ۸۵ . (۱۱) : الحجرات : ۱۳ ؛ البقره : ۲ ـ ۳ . (۱۲) : البقره : ۲۴۷ . (۱۳) : الحجرات : ۱۳ . (۱۴) : الحجرات : ۱۳ . (۱۵) : البقره : ۱۲۴ . (۱۶) : الاعراف : ۵۶ ؛ القصص : ۸۳ ؛ المایًده : ۶۴ . (۱۷) : الاسرأ : ۳۴ ؛ النحل : ۹۱ ؛ البقره : ۱۷۷ . (۱۸) : الانفال : ۶۱ ؛ الاعراف : ۵۶ . (۱۹) : النحل : ۹۴ . (۲۰) : الممتحنه : ۸ . (۲۱) : المایًده : ۸۵ . (۲۲) : المایًده : ۸۲ .  (۲۳) : المایًده : ۸۲ . (۲۴) : الممتحنه : ۱ ؛ آل عمران : ۱۱۸ ـ ۱۱۹  . (۲۵) : النسأ : ۱۳۸ ـ ۱۳۹ ؛ المجادله : ۲۲  . (۲۶) : الممتحنه : ۸ ـ ۹ . (۲۷) : البقره : ۱۷۸ ، ۱۷۹ . (۲۸) : المایًده : ۳۸ . (۲۹) : البقره : ۴۱ ، ۸۵ ، ۲۰۶ ؛  النور : ۵۱ ؛ المایًده : ۴۹ ؛ محمد : ۳۳ ؛ آل عمران : ۱۱۹ ؛ التوبه : ۸۶ . (۳۰) : النور : ۲ . (۳۱) : النور : ۴ ، ۵ . (۳۲) : التوبه : ۲۹ . (۳۳) : الحج : ۷۸ ؛ البقره : ۱۸۵ . (۳۴) : آل عمران : ۱۱۰ ، ۱۰۴ ، ۱۱۴ ؛ المایًده : ۷۸ ، ۷۹ ؛ التوبه : ۷۱ ، ۱۱۲ ؛ الحج : ۴۱ ؛ الاعراف : ۱۹۹ . (۳۵) : آل عمران : ۱۹ ؛ المایًده : ۳ ؛ الانعام : ۱۲۵ ؛ الزومر : ۲۲ . (۳۶) : آل عمران : ۸۵ .

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *