د روژې شپږ ویشتم سوغات— ډاکټر نثار احمد صمد

 

 

د روژې شپږ ویشتم سوغات

 

قدرمنو او عزتمنو لوستونکو ، دغه لړی چی « د قرآن سره مرکه » نومیږی د قرآن پوهنی ډیره آسانه ، دلچسپه او ګټوره طریقه ده . دلته د قرآن کریم څخه پوښتنی کیږی او هغه د خپلو آیتونو له مخی ځوابونه وایی . هیله ده چی د توجه او هڅیدو وړ مو وګرځی ، دا ځکه چی نن د عمل ورځ ده بیله حسابه خو سبا د حساب ورځ ده بیله عمله !

نو دشپږ ویشتمی روژې لپاره شپږ ویشتم سوغات ومنی ( ن . صمد ) :

Nsamad57@hotmail.com

 

د قرآن سره مرکه (شپږ ویشتمه برخه)

 


لیکوال: ډاکټر نثار احمد صمد

 

پوښتنه : آیا تا د پخوانیو اُمتونو بیان کړی دی ؟ که وی ، دوه ـ درې مثالونه یې راکولای سې ؟

ځواب : هو ، ما د ډیرو پخوانیو امتیانو بیان کړی دی لکه د نوح  قوم (۱) ، د عاد  قوم (۲) ، د ثمود قوم (۳) او داسی نور .

 

پوښتنه : آیا تا د کوم بت نوم هم اخیستی دی ؟

ځواب : هو ، ما د ځینو بتانو نومونه هم ذکر کړي دي ، مثلأ : لات (۴) ، عُزی (۵) ، منات (۶) ، وَد ، سواع ، یعوث ، یعوق ، نسر (۷) او نور .

 

پوښتنه : آیا تا د کوم کافر نوم هم ذکر کړی دی که یا ؟

ځواب : هو ، ما د څو کافرانو نومونه ذکر کړي دي لکه فرعون ، قارون ، هامان (۸) ، ابولهب (۹) او نور .

 

پوښتنه : ځینی خلک وایی چی د فرعون جسد تر ننه هم خوندي دی ، آیا دا رښتیا ده ؟ او تا په دې هکله څه ویلی دي که یا ؟

ځواب : هو ، دا رښتیا ده او د فرعون جسد الله تعالی تر قیامت پوری همداسی ساتلی دی تر څو خلک د هغه له بد انجامه عبرت واخلی (۱۰) .

 

پوښتنه : اوس به راسم دې ته چی آیا تا د کومی ښځی نوم هم ذکر کړی دی که یا ؟

ځواب : هو ، ما د مریم یعنی د عیسی (ع) د مور نوم څو واره ذکر کړی دی (۱۱) .

 

پوښتنه : آیا تا د کوم مسجد نوم هم ذکر کړی دی ؟

ځواب : هو ، ما د ځینو مسجدونو نومونه ذکر کړي دي لکه مسجدِ حرام (۱۲) په مکه کی ، مسجدِ اقصی (۱۳) په بیت المقدس کی او نور .

 

پوښتنه : آیا کولای سم چی د کعبې به باره کی لنډ معلومات درڅخه وغواړم ؟

ځواب : هو ولی نه ، کعبه یعنی د الله دغه کور په مکه کی دی (۱۴) . د نړۍ تر ټولو لومړنی عبادت ځای همدا دی (۱۵) . دا د برکت او هدایت مرکز دی (۱۶) . په دې کی د الله تعالی ډیری نښانۍ شته دي (۱۷) . په دې کی د ابراهیم ځای یعنی مقام ابراهیم هم موجود دی (۱۸) . ابراهیم (ع) او اسمعیل (ع) کعبه له سره ودانه کړه (۱۹) . کعبه د امن او سولی ځای دی (۲۰) . دا سپیڅلی (۲۱) او عزتمن (۲۲) ځای دی . دا د حج او الهی عبادت لپاره د انسانانو ټولیزه ځای دی (۲۳) . پر هر استطاعت لرونکي مسلمان باندی ( په ژوند کی یو ځل ) لازمه ده چی د دې کور حج وکړی (۲۴) . د هغه انتظام او پالنه د پرهیزګارو خلکو دنده ده (۲۵) . د حج څخه علاوه د دې کور عُمره هم کېدای سی (۲۶) . د حج په مراسمو کی د کعبې طواف (۲۷) ، د صفا او مروا د غونډیو تر منځ ګړندﺉ تګ راتګ (۲۸) ، د عرفات په میدان کی راغونډېدل (۲۹) ، قربانی (۳۰) او په مشعر حرام (۳۱) یا مزدلفه کی تم کېدل هم شامل دي .

 

پوښتنه : آیا تا د کوم شتمن نوم هم یاد کړی دی که یا ؟

ځواب : هو ، ما د موسی (ع) د قوم د یو ډیر لوی شتمن یعنی قارون نوم ذکر کړی دی (۳۲) .

 

پوښتنه : د موضوع په ارتباط می یوه بله پوښتنه په زړه کی راوګرځېده او هغه دا چی ستا د نزول څخه مخکی د عربو حالت څنګه و ؟ که یو څه وضاحت راکړې خوشاله به سم .

ځواب : زما د راتګ یعنی نازلېدو څخه مخکی نه یواز ی عربی ټاپو وزمه بلکی ټوله نړۍ په فتنه او فساد کی ډوبه وه (۳۳) . هره خوا د کفر ، شِرک ، وهم او شک پالنې او د ګمراهۍ تیاره خپره وه (۳۴) . هیڅ کوم مرکزی حکومت واکمن  نه و ، بلکی خلک پر قبیلو او قومونو ویشل سوي وو (۳۵) او خپل تر منځو په نښتو او جګړو اخته وو (۳۶) .

عوام ټول په غربت او مفلیسۍ کی را ګیر وو (۳۷) . په ټولو کی د قریشو ټبر ډیر متمَول او شتمن و (۳۸) ، دا ځکه چی کورنی او بهرنی تجارت ټول د دوی په واک کی و (۳۹) . د هغوی سوداګریز کاروانونه په هماغه نا امن حالت کی داسی ژغورلي وو لکه په دوه دیرش غاښونو کی چی ژبه ده (۴۰) . د دې کار لوی علت دا و چی دا خلک د عربو مذهب سالاران (۴۱) ، د کعبې متوَلیان یا ساتونکي (۴۲) او حاجیانو ته د څښلو د اوبو ورکونکي وو (۴۳) . همدا علت و چی د دوی د قافلو سره هیچا هم غرض نه درلود او هغوی بېله کومی بیری او خطر څخه سفر کاوه (۴۴) .

د عربو ډیره او پراخه سیمه بې حاصله او ریګستاني وه (۴۵) . ځای ځای به څو د خرما ونی ولاړي وې او یا به هم د انګورو باغونه لیدل کېدل (۴۶) . د څارویو له منځه اوښ ډیر عام و او خلک پر هغه سپرېدل ، د هغه غوښی یې خوړلې او په هغه سره یې بارونه له یوه ځایه بل ته انتقالول (۴۷) .

میشتېدنه دوه ډوله وه : لومړی حَضری یعنی ښاری ژوند او دوهم بَدَوی یعنی د کوچیانو غوندی کلیوالي ژوند (۴۸) . باید ووایم چی په عربو کی قومی او نژادی تعصب خورا ډیر و (۴۹) . هغوی جګړه مار او زړه ورخلک وو (۵۰) . هغوی په خپلی ژبی ډیر ویاړ کاوه او غیر عربو ته یې عجم ( یعنی ګونګیان ) ویل (۵۱) . هغه مهال شعر او شاعري ډیر رواج درلود (۵۲) .

هغوی د شراب څښلو او قمار کولو ناوړه عادتونه هم لرل (۵۳) . شک او ګومان پالنه خورا ډیره وه (۵۴) . د سود کاروبار ډیر پکښی عام و (۵۵) . هغوی د لور وژنی په ناولي دود هم مبتلا وو او ځینو کسانو به خپلی لوڼی تر زوکېدو وروسته ژوندۍ ښخولې (۵۶) .

کعبه د عربو مذهبی مرکز و (۵۷) . له هری خوا به عرب هر کال دلته د حج او طواف لپاره راتلل (۵۸) . د هغه د سترتیا او برم اندازه له دې نه ښه ترا معلومېدای سی چی یو غیر متمدن قوم د حسد ، دښمنۍ او قومی ګټو له امله د هغې د نړولو لپاره د فیلانو یو غټ لښکر تهیه کړ او حمله یې پر وکړه ، خو الله تعالی د دغو خلکو د دې ناولی پلان د شنډولو په خاطر یو ډول خاص مرغان ( ابابیل ) ډلی ډلی راولیږل چی پر دغو یرغلګرو یې ډَبَرینی ټوټې را و اورولې او هغوی ټول یې تباه او برباد کړل او په دې ډول د الله د دغه مرکزیت او مرجعیت ورانونکي پخپله محوه او تباه سول (۵۹) .

ابراهیم (ع) عربو ته د الهی توحید پیغام ورکړی و خو هغوی د ده پیغام هېر او له پامه غورځولی و (۶۰) . هغوی د خدای لمانځنی پر ځای شِرک او بت پرستۍ ته مخه کړې وه (۶۱) . د لات ، منات ، عزی او نورو بې شمیره بتانو عبادت یې کاوه (۶۲) او د هغوی لمانځل یې تر الله پوری د رسېدو ذریعه بلله (۶۳) . هغوی یوازینی خدای د کایناتو خالق او د عالم چلونکی باله (۶۴) . خو د قیامت ، جزا او نبوت څخه منکر وو (۶۵) . په عربو کی عیسویان (۶۶) ، یهودیان (۶۷) او اور لمانځونکي (۶۸) هم موجود وو .

 

پوښتنه : ستا د دې جامع تفصیل څخه ډیر منندوی یم . که اوس راته ووایې چی ستا تاریخی فلسفه څه ده ، یعنی ستا لخوا د پورتنیو ذکر سوو پیښو له بیانه اصلی مطلب څه دی ؟

ځواب : زما د تاریخ فلسفه هماغه عبرت او درس دی . ما پخوانۍ پیښې صرف د دې لپاره ذکر کړي دي تر څو خلکو ته عبرت او نصیحت وګرځی او د هغو په رڼا کی خپله آینده سمه کړی (۶۹) .

——————————————————————————————————————–

(۱) : الاعراف : ۵۹ ؛ هود : ۲۵ . (۲) : الاعراف : ۶۵ ؛ هود : ۵۰ . (۳) : الاعراف : ۷۳ ؛ هود : ۶۱ . (۴) : النجم : ۱۹ (۵) : النجم : ۱۹ . (۶) : النجم : ۲۰ . (۷) : نوح : ۲۳ . (۸) : العنکبوت : ۳۹ . (۹) : تبت : ۱ . (۱۰) : یونس : ۹۲ . (۱۱) : آل عمران : ۳۶ ؛ النسأ : ۱۷۱ ؛ المایًده : ۱۷ ، ۵۰ ؛ التحریم : ۱۲ . (۱۲) : البقره : ۱۴۴ ؛ المایًده : ۲ ؛ الانفال : ۳۴ ؛ التوبه : ۷ ؛ الاسرأ : ۱ . (۱۳) : الاسرأ : ۱ . (۱۴) : آل عمران : ۹۶ . (۱۵) : آل عمران : ۹۶ . (۱۶) : آل عمران : ۹۶ . (۱۷) : آل عمران : ۹۷ . (۱۸) : آل عمران : ۹۸ . (۱۹) : البقره : ۱۲۷ . (۲۰) : البقره : ۱۲۵ ـ ۱۲۶ ؛ القصص : ۵۷ . (۲۱) : التوبه : ۲۸ . (۲۲) : البقره : ۱۹۱ ؛ المایًده : ۲ ، ۹۷ ؛ القصص : ۵۷ . (۲۳) : البقره : ۱۲۵ . (۲۴) : آل عمران : ۹۷ ؛ الحج : ۲۷ . (۲۵) : الانفال : ۳۴ . (۲۶) : البقره : ۱۵۸ . (۲۷) : البقره : ۱۲۵ ؛ الحج : ۲۹ . (۲۸) : البقره : ۱۵۸ . (۲۹) : البقره : ۱۹۸ . (۳۰) : الحج : ۳۴ ، ۳۶ ، ۲۸ . (۳۱) : البقره : ۱۹۸ . (۳۲) : القصص : ۶۷ ـ ۸۲ . (۳۳) : الروم : ۴۱ ؛ ال عمران : ۱۰۳ ؛ قریش : ۴ . (۳۴) : الانعام : ۱۰۶ ، ۱۴۳ ، ۱۴۴ ؛ آل عمران : ۱۰۳ ، ۱۵۱ ، ۱۶۴ . (۳۵) : الحجرات : ۳ . (۳۶) : مریم : ۹۷ ؛ آل عمران : ۱۰۳ ؛ الروم : ۴۱ ؛ قریش : ۴ . (۳۷) : قریش : ۴ ؛ ابراهیم : ۳۷ . (۳۸) : قریش : ۴ . (۳۹) : قریش : ۱ ـ ۲ . (۴۰) : قریش : ۴ . (۴۱) : قریش : ۳ . (۴۲) : التوبه : ۱۹ . (۴۳) : التوبه : ۱۹ . (۴۴) : قریش : ۱ ـ ۴ . (۴۵) : ابراهیم : ۳۷ . (۴۶) : الانعام : ۹۹ ، ۱۳۶ ، ۱۴۱ ؛ المومنون : ۱۹ ؛ یس : ۳۴ ـ ۳۵ ؛ الانبیأ ک ۱۵ و ۱۶ . (۴۷) : الغاشیه : ۱۷ ؛ الانعام : ۱۴۲ ، ۱۴۴ ؛ الاعراف : ۴۰ ؛ النحل : ۵ ـ ۷ . (۴۸) : الاحزاب : ۲۰ ؛ التوبه : ۹۰ ، ۹۷ ، ۱۲۰ . (۴۹) : الفتح : ۲۶ . (۵۰) : مریم : ۹۷ ؛ النسأ : ۱۰۴ . (۵۱) : حم سجده : ۴۴ ؛ النحل : ۱۰۳ ؛ الشعرأ ک ۱۹۸ . (۵۲) : الحاقه : ۴۱ ؛ الطور : ۳۰ ؛ الشعرأ : ۲۲۴ الصفت : ۳۶ . (۵۳) : البقره : ۲۱۹ ؛ المایًده : ۹۰ ـ ۹۱ . (۵۴) : الانعام : ۱۴۳ ، ۱۴۴ ؛ الاسرأ : ۴۰ ؛ النسأ : ۱۱۷ ؛ الزخرف : ۱۹ . (۵۵) : البقره : ۱۷۵ ؛ آل عمران : ۱۳۰ ؛ الروم :۳۹ . (۵۶) : الانعام : ۵۱ ؛ الاسرأ : ۳۱ ؛ التکویر : ۸ ـ ۹ . (۵۷) : الانفال : ۳۵ ؛ قریش : ۳ ؛ التین : ۳ . (۵۸) : البقره : ۱۵۸ ، ۱۸۹ ، ۱۹۷ ؛ الحج : ۲۷ . (۵۹) : الفیل : ۱ ـ ۵ . (۶۰) : الحج : ۲۶ ـ ۳۱ ؛ الانعام : ۱۶۱ ؛ ابراهیم : ۳۵ ـ ۴۱ ؛ مریم : ۴۱ ـ ۵۵ ؛ العنکبوت : ۱۶ . (۶۱) : الانعام : ۱۰۶ ؛ الزمر : ۳ ؛ یونس : ۱۸ ؛ النحل : ۷۳ ؛ الفرقان : ۳ . (۶۲) : النجم : ۱۹ ـ ۲۰ ؛ الفرقان : ۳ . (۶۳) : الزمر : ۳ ؛ یونس : ۱۸ . (۶۴) : یونس : ۳۱ ؛ المومنون : ۸۴ ـ ۹۰ . (۶۵) : الفرقان : ۱۱ ؛ السبا : ۳ ؛ الشوری : ۱۸ ؛ النازعات : ۴۲ ؛ الروم : ۱۶ . (۶۶) : البقره : ۶۲ ؛ المایًده : ۶۹ ؛ الحج : ۱۷ ؛ الجمعه : ۶ . (۶۷) : البقره : ۶۲ ؛ المایًده : ۱۸ ، ۶۹ ؛ التوبه : ۳۰ ؛ الحج : ۱۷ . (۶۸) : الحج : ۱۷ . (۶۹) : یوسف : ۱۱۱ ؛ النازعات : ۲۶ ؛ آل عمران : ۱۳ ؛ الاعراف : ۱۷۶ ؛ الحشر : ۲ .  

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *