موسیقې په اسلام اوساینس کي (لومړی څپرکی)— عبدالغفارجُبیر

 

بسم الله الرحمن الرحیم

 

موسیقې په اسلام اوساینس کي (لومړی څپرکی)

 

 

لیکوال: عبدالغفارجُبیر

 

ماولی داڅیړنه وکړل؟:

لکه څرنګه چې نن سبا دموسیقۍ اوریدل، رقص کول، دموسیقۍ الات استعمالول، سروزاوغزل ویل یومعمولی اوعادی خبره ده، نوځکه می داڅېړنه وکړل اودامعلومات می راغونډکړل، که اوس موږواخبارو، مجلو، ورځپاڼو، انټرنیټ اونوروپه نامه معلوماتی چاینلواوراډیوګانوته وګوروو، په ځانګړی ډول سره په ګران افغانستان کی نوتربل هرشی موسیقې زیات رول پکښې لری، خلک ودې ته هڅول کیږی، چې بایدیاغزل ووایی اویائې هم اقلاواوری، نه دماشومانودروزنې لپاره څه پروګرامونه شته، نودښوونې اوروزنې څه پېغامونه شته، نه دټولنیزژوندپه هکله څه اړین توکی پکښې شته، نه دټولنې دپرمختګ په هکله یومیتودپکښې شته،نه هم کوم تربیتي پروګرامونه اوتمثیلونه پکښې شته، نودځوانانودروزنې لپاره کوم داسی پېغامونه اوفرمانونه شته چی داولس ځوان نسل دی دهغه په عملي کولوسره یوه ښه روښانه اینده ولري، نه داسلامي ثقافت دخپلوڅه څرک پکښې ترسترګوکیږي، نه اسلامي تعلیمات پکښې شتون لري اوداسی نور۔۔۔۔ بلکې هرسړی مکلف دی چې بایدیوه سُندره خوښه کړی اوهرځای چې وی هغه بایدواوری؛ وماته دنبی کریم صلی الله علیه وسلم هغه حدیث شریف راپه یادشو چې ده صلی الله علیه وسلم وویل چې زمااُمت به په ځمکه ننوځی، په طوفانوبه هلاک شی، اومسخ (شکلونه به ئۍ واوړی) به شی، چې یوصحابی بیادنبی کریم صلی الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه کوی چې داکله؟ نورسول الله صلی الله علیه وسلم ورته فرمایی، چې کله موسیقی اوشراب خوړل عام شی، اوهیڅوک ئی په کولوسره شرم نکوی، نوداحالات به راشی۔

ماداڅېړنه دجذباتواواحساساتوپربنسټ نه ده کړی بلکې په ښه اطمنان سره می پکښې څېړنه کړیده،دالیکنه می په داسی حالت کړېده چی زړۀ می دډاډ، پوره سکون اوارام په پردوکې ؤ، اودهرې خبرې ماخذمی هم لیکلی دی، اودامی ثابته کړیده چې موسیقې اورېدل په اسلام کی څومره جرم، ګناه اوحرام کاردی، اوله ساینسی پلوه څومرې بدې اغیزې اوپایلې لری؛ داچې دداسی لیکونوخپرول زماملی، اولسی اواسلامی دنده اووجیبه ده نوځکه دازمالپاره یونه هېرېدونکی ویاړدی، اودلوی څښتن تعالی جل جلاله څخه لانورتوفیق غواړم چې نورې لیکنې هم دکائیناتودپنځونکی لایزال جل جلاله په پوره مرسته سره ولیکم اوپردین مینوخلکوته ئې ورسوم، ترڅوددوی دهدایت اولارښوونې سبب وګرځی، اوهغه کړنې چې دوی کړې اویاهم په بوخت دی اوداسلام دچوکاټ څخه دباندی دی، چې دهغوڅخه توبه وباسی، وټول اُمت مسلمه ته باید دهدایت دُعاوکړو، اوهرڅوک چې دازمالیکنې ولولې نولطفا کوښښ وکړی چې دالیکنې تربل مسلمان ورورپوری هم ورسوی۔

په ټولنه کی موسیقې اوس یوکسب اودویاړاوتوجه سمبول ګرځېدلې دی(العیاذ باالله)، په مخکی وختوکی به موسیقې یواځی په غیرمسلموټولنوکې دودوه، خو! افسوس !!؟ چې اوس داموسیقې په اسلامي ټولنوکې یوځانګړې ځای لری؛ ځوانان ورته هوسیږی، په مینه سره ئې اوری اوځوان نسل نه دی خبرچې داموسیقې وټولنې ته زهراو داعُمده تاوانونه لری:

1: هغه اشعارچې دسروزسره ویل کیږی دځوانانوپه ذهنواودماغوکی ځای پیداکوی اوپه هغه عمل کوی، کله په دې شعروکی دنشیی توکوستاینه وی، کله دانجینواوپه مجموع کی دښځودښکلاانځورپکښې وی، کله بیاداسی بربنډتوب اوبې حیایی ولونه پکښې نغښتې وی چې په مطلق اورېدلوسره ئې انسان حیران شی؛ چې په مجموع کی ځوان نسل ولعنتی اودجنسی خواهشاتوو کندې ته غورځوی؛ ډېرداسی کسان په ځانګړی ډول سره موځوانان لیدلې دی اوپوښتنې موورڅخه کړیدی چې ولی سګریټ، چلم څکول، نشیی توکې استعمالول ،یابنګی خوړل اوشراب څیښل داولی کوی؟؟؟ ځواب ئې یواځی دادی چې ددې څیزونوستاینه فلانۍ سندرغاړې کړید ه اویاهم ددې ستاینه په فلانۍ غزل کې شوېده ؛ چې په لنډډول سره ئې موخه اوهدف دادی چې موسیقې دځوان نسل دتباهۍ اوګمراهۍ سبب ګرځی اوبس۔

2: دوهم داچې که هرډول موسیقې هرڅوک اوری، داموسیقې ئې وخپل ځان ا وروغتیاته پوره ګواښ دی اودیولړستونځوسره ئې مخامخ کوی، چې بالاخره دانسان وروغتیاته داسی نقصان دی چې کله دانسان دماغ تردې اندازې پوری تراغیزولاندی راولی اوپه سیلابي توروڅپوکې ئې رانغاړي چې هغه به خپل ځان پخپله ووژنی، چې دنیااواخرت ئې دواړه برباداو په صفرکي شی چي وروسته به درته جوته شي اوهرڅه به په تفصیل سره ولولی۔

3: داچې موسیقې چې په هرنامه سره وی، ترهرسرلیک لاندی وی، په هرومراسمو کی وي اوپه هره بڼه سره وی زموږخالق اومالک جل جلاله اودهغه خوږپېغمبرصلی الله علیه وسلم حرامه اومنع کړیده؛ دخدای جل جلاله نافرمانې ویوه مسلمان ته هلاکت اوضلالت دی، چې وهرانسان ته دناکامۍ زېری دی اوپاته دی نه وی چې دخدای جل جلاله په حُکمونوکی هیڅ شک نشته ، اوهیڅ څوک تصرف نشی پکښې کولای، اونه هم څوک دااختیار لری چی دقرانکریم ایاتونه دخپلې خوښې مطابق تعبیراوتفسیر کړی ؛اوقران عزیزپه ښکاره الفاظوسره وایی:

اوکله چې الله اودهغه رسول په یوکارحکم کړی وی هیڅ مومن اوهیڅ مومنې ښځې ته نه وی په کارچې ددوی په کارکی کوم واک ولری که څوک دالله اودهغه له رسول څخه سرغړونه وکړی بې شکه چې هغه په ډاګه لارورکی دی۔

(الاحزاب 36)

اوکه باالفرض یوڅوک په ښکاره ډول سره دالله جل جلاله اودهغه دخوږاستاځی صلی الله علیه وسلم دفرمانوڅخه نافرمانې وکړی نوقرانکریم برملااوسپینه خبره کوی:

(ای مسلمانانو!) په خپل منځ کښې درسول بلل لکه ستاسی په خپلومنځوکښې دیوبل دبلنې غوندی مه ګڼې الله په تاسوکښې هغه خلک ښه پېژنې چې یوبل ته ځانونه پناه کوی اوغلی غوندی په څکېدلووځی، نودرسول له حکم څخه سرغړوونکې باید ووېریږی چې په کومه فتنه کښی اخته نه شی یادردناکه عذاب پرې رانشی۔

( النور 63)

 

نوربیا۔۔۔

 

په اسلامي پاکه مینه

ستاسوورورعبدالغفارجُبیر

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *