موسیقې په اسلام اوساینس کي(دریم څپرکی)—عبدالغفارجُبیر

 

موسیقې په اسلام اوساینس کي(دریم څپرکی)

 

 

لیکوال: عبدالغفارجُبیر

 

پوهه درې سرچینې لری:

لومړی پنځه حواس ، چی دلاس، خوله، پزه، غوږونه اوسترګې دي۔

دوهم عقل دی

دریم وحی دي

اوس زه غواړم چی داټول په یوه مثال کی ښه روښانه کړم:

یوسړی یوه توپنګچه لري، که په حواسوسره ورته وګورو، نودابه راته جوته شی چی څنګه رنګ ئې دی؟ څنګه شې ده؟، جوړښت ئې څنګه دی؟، غټه اوکه وړوکې ده؟ اوداسی نور۔۔۔ اواوس که بیاراشوچی دابه کوم کس جوړه کړې وي، نوبیادلته حواس کارنکوي اووعقل ته اړتیاشته، اوعقل به داقضاوت کوي، اووحی بیاداوموږته ښیې چی له دې توپنګچې څخه بایدڅنګه استفاده وشی؟

اوس راځم چی یوه بېلګې وړاندی کړم، یوڅوک راولاړشواویوڅوک ئې وواژه، اوس دعقل غوښتنه داده چی داوژونکی (قاتل) بایدقصاص نشی، داځکه چی دیوه سړي خوژوندختم شو، ماشومان ئې یتیمان شول، اوکورئې دکړاوونوپه سیندکی لاهوشو، نواړتیانشته چی دابل کورهم دهمدې ناورین پرټغرکښینې، نوځکه دعقل تقاضاداده چی داسړی دی جرمانه شی اوخوشی دی شی، خودلته دعقل هیڅ کارنشته؛ اووحی وموږته داامرکوي چی داسړی بایدپه دې باندی قصاص شی چی بیاهرڅوک راولاړېږی اوهرڅوک وژنی، اوبل داچی دانسان ژونددیوه حیوان ترژوندورته هم کم ارزښته شو، نووحی داوایی چی داسړی بایدووژل شی، ترڅوپه اینده کی بل سړی داسی هوډونکړی چې بل څوک په ناحقه سره ووژنی؛ چې قصاص په حقیقت کی دیوې ټولنې دښه ژوندتکل لری اولکه قران عزیزچې وایی چې قصاص ژونددی په حقیقت کی اوبل لورته عقل بیادټولنې اووټوله انسانیت ته نظرنه کوي اویوسړی ژغوری، دوژنودکنترول لپاره قصاص ئې ېواځنی علاج دی۔

چی ددې ټوله مطلب څخه داڅرګندیږي چې کله انسان یوعلم دحواسوپه کارولوسره نشی ترلاسه کولای نووعقل ته اړتیاشته، اوکله چی انسان دیوې شی علم دعقل په کارولوسره نشی راوستلای نوبیاووحی ته اړتیاشته یعنی وحی دمعیاري اواعلی پوهې دراوستلویوه الهی سرچینه ده۔ نوهرهغه څه چی الله جل جلاله ویلی اوهم دبشریت ستراستاځی صلی الله علیه وسلم ویلی دی داهرڅه وحی دې، چی عمل پرې کول اړین دی، اواوس داسی ډېرغیرمسلمانان شته چی اسلام ئې نه دی قبول کړی اوداسلام ډېراوامراونواهی پرځای کوي، داځکه چې دوحی هرامراونهی دپوره بې جوړې ګټوضمانت ورکوي، چی دټول اُمت مسلمه په اتفاق سره ورباندی ایمان دی۔

کله چې موږدموسیقۍ نوم اخلونوداپرڅلوروبرخوویشو:

1: دموسیقۍ الات(رباب، جاپانی، تنبور، ډول اوداسی نورپه زرهاوو۔۔۔)

2: غزل ویل، سُندرې ویل اوداسی نور۔۔۔

3: هغه څوک چې غزلې کمپوزاونورې لارې چارې ئې په لاس کی وی

4: هغه څوک چې دموسېقۍ لپاره غزلې جوړوی

 

دقران عزيزحُکم اوموسيقې:

ومن الناس من یشتری لهوالحدیث لیُضل عن سبیل الله بغیرعلم ویتخذهاهزوااُولئک لهم عذاب مُهین۔

اوله انسانانوداسی څوک هم شته چې ناوړی خبرې اخلی څوخلک دالله له لاری بې له پوهی بې لارې کړی اوددغې لارې په بلنې پوری ملنډې وکړی ددغسی خلکولپاره سخت سپکوونکی عذاب دی۔(لقمان 6)

دلته په ایات کی د(لهوالحدیث) لفظ راغلی دی، اوحضرت عبدالله بن مسعودرضی الله عنه وایی چې قسم په هغه الله چې دده څخه بل دعبادت لایق اووړنشته چې د(لهوالحدیث) څخه مطلب موسیقې ده۔

(نیل الاوطار، علامه شوکانی، لاهور2000؛ جامع البیان فی تاویل القران، ابوجعفرابن جرېر طبری بیروت 1992)

دحضرت عبدالله ابن عباس رضی الله عنه په اندچې ددې ایات څخه مطلب غزل ویل دی، اوغزل دی اوجابربن عبدالله رضی الله عنه وایی چې ددې څخه مطلب دموسیقۍ ویل اواورېدل دی۔

(سنن الکبری، امام بیهقی، حیدراباد دکن 1355هج؛ تفسیرابن کثیر، علامه عمادالدین ابن کثیر)

علامه ابن کثیرپخپل تفسیرکی لیکی چې زیات تابعین لکه مجاهد، عکرمه، سعیدبن جُبیر، عمروابن شعیت، پردې ټینګارکوی چې داایات دموسیقۍ پرویلودحراموالی قاطع دلیل اوثبوت دی۔ (تفسیرابن کثیر، علامه عمادالدین ابن کثیر)

ابن عساکردقرانکریم دمفسرحضرت مکحوم رضي الله عنه خبره رانقلوی:

که یوچاغزل ویونکې ښځه رانیول، اوداسړی په دغه حالت کی مړشو، نوزه دده په جنازه کی ګډون نه کوم، داځکه چې الله جل جلاله په سورت لقمان کی وایی چې دې سړی (لهوالحدیث) رانیولې ده۔

(معالم التنزیل، امام بغوی ، مصر 1347 هج)

علامه ابن جریرطبری رحمة الله علیه پخپل تفسیری(جامع البیان) کی لیکی:

دمفسرینوپه اندد(لهوالحدیث) اصطلاح ددې دروشیانولپاره استعمالیږی:

1: غزل ویل اواورېدل

2: دښځینه اونارینه غزل ویونکو(غزل چیانو)چوپړاوکاروبارکول۔

3: دموسیقۍ دالاتواستعمال، رانیول اوکارووبارکول۔

(تفسیرطبری)

په همدې ترتیب امام قرطبی رحمة الله علیه پخپل تفسیرکی وایی:

د(لهوالحدیث) ترټولوښه معنا(غزل ویل دی)اوهم دارایه درسول الله صلی الله علیه وسلم دصحابه اوتابعینووه۔

(الجامع الاحکام القران، امام عبدالله قرطبی، بیروت 1953 )

نوربیا۔۔۔

په اسلامي پاکه مینه

ستاسوورورعبدالغفارجُبیر

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *