ديوه عيسايی راهب سره زما مناظره(۲) —عبدالغفارجُبیر

 

ديوه عيسايی راهب سره زما مناظره(۲)

 

 

عبدالغفارجُبیر

 

4: متی العربی: ایا اوسنی بایبل چی د نړۍ په میلیاردوعیسایان ورباندی ایمان لری دخدای کتاب نه دی، اوتاسی ئې نه منی؟

ځواب:تاسی دتل لپاره دخلکوپه سترګوکی خاورې پاشی اوداسی ئې ړندوی چی دتل لپاره ئې دسترګواوزړۀ دیدختم شی،تاسی وخلکوته وایاست چی موږ یو بایبل لرواوحال داچی ترحساب تیردی، ستاسی کوم بایبل دخدای کتاب دی؟

دDuay (ډووې) بایبل چی دکاتولیکانوبایبل دی او(73) کتابه دی، ایا دا دخدای کتاب دی ؟ دKing James Version د(کینګ جیمزورژن) بایبل چی د(ډووې) څخه وروسته په 1611 میلادی کال کی ولیکل شواو66 کتابونه دی، ایا دا دخدای کتاب دی؟ ایادپروتستانوبایبل چی دRevised Standard Version (ریوایزډسټنډرډ ورژن) اصلاح شوی بایبل ایا دادخدای کتاب دی؟ اوپاته دی نه وی چی د(RSV) بایبل په سریزه کی لیکلی دی چی موږځکه دا بایبل(اصلاح شوی بایبل) جوړکړچی په (کینګ جیمزورژن) بایبل کی ډېرې ښکاره اوغټې غلطیانې وی۔ داستاسوپخپلولاسونولیکل شوی کتابونه دی اودائې حالت دی اوس په دې بایبلوکی تاسی قضاوت وکړی چې کوم یودخدای کتاب دی؟ وبل لورته دبایبل (۲۴۰۰۰) نسخې ۴۰ لیکوالانولیکلی دی اودوې نسخې ئې یوشانته نه دی داڅنګه دخدای کتاب دی؟!!

زه به دټکرونویوڅوبیلګې درته وړاندی کړم، اوبیاته قضاوت وکړه چې ایا دا دخدای کتاب دی اوکه نه؟

 

ټکر# 1:

داود چاوهڅاوه چی داسرائیلوجنګیالی وشمیری؟

ا: خدای داکاروکی۔ (دوهم سمئول،24 باب، 1 ایات)

ب: شیطان داکاروکی۔ (لومړی تواریخ، 21 :1)

دنړۍ په هیڅ مذهب کی داسی نه ده چې خدای اوشیطان دی سره یوشی.

 

ټکر # ۲:

دجنګ لپاره څومره داسرائیلوجنګلیالی پیداشول؟

ا: 800000۔ (دوهم سمئویل 24: 9)

ب: 1100000۔ (لومړی تواریخ 21: 5)

دایواځی دصفرغلطیا نه ده اونه ئې داسی څه معمولی توپیرشته بلکې فرق ئې لکه دځمکې اواسمان.

 

ټکر # ۳:

په یهوداه کی څوجنګیالی پیداشول؟

ا: 500000۔ (دوهم سموئیل 24: 9)

ب: 470000۔ (لومړی تواریخ 21: 5)

 

ټکر# ۴:

خدای خپل پیغمبر (داود) د ترټلولپاره پرهغه څوکاله قحطی راوستله؟

ا: 7 کاله۔ (دوهم سموئیل 24: 13)

ب: 3 کاله۔ (لومړی تواریخ 21: 12)

 

ټکر# ۵:

اخزیا د څوکالووو چی دده سلطنت پربیت المقدس پیل شو؟

ا: د 22 کالووو۔ (دوهم پاچایان 8: 26)

ب: د 42 کالووو۔ (دوهم تواریخ 22: 2)

 

ټکر# ۶:

یهویاکین دڅوکالوووچی دبیت المقدس پاچاشو؟

ا: د 18 کالووو۔ (دوهم سلاطین 24: 8)

ب: د 8 کالووو۔ (دوهم تواریخ 36: 9)

که ته وماته ووايی چې دا د کاتب غلطیاده اویوتوری ورڅخه پاته شوی اویاهم زیات شوی دی، نوزه درته وایم چې په هغه وخت کی عدد په تورولیکل کیدل دی نه لکه(اتلس او اته)، اوپاته دی نه وی چې په هغه وخت کی هندسی عدد نه وو.

 

ټکر# ۷:

داود چی خپله نیزه پورته کړله څوخلک ئې مړه کړل؟

ا: 800 خلک ئې مړه کړل۔ (دوهم سموئیل 23: 8)

ب: 300 خلک ئې مړه کړل۔ (لومړی تواریخ 11: 11)

 

ټکر# ۸:

داود کله دعهد صندوق وبیت المقدس ته راوړی دفلسطینیانوترماتې مخکی که وروسته؟

ا: وروسته ۔ (دوهم سموئیل 5 او6)

ب: مخکی۔ (لومړی تواریخ 13 او 14)

 

ټکر# ۹:

څوپاکې جوړې حیوانات حضرت نوح علیه سلام دخدای په امرسره وکښتۍ ته ور واچول؟

ا: 2 جوړې۔ (پیدایښت 6: 19، 20)

ب: 7 جوړې۔ (پیدایښت 7: 2)

 

ټکر # ۱۰:

عیسی وبیت المقدس ته پرڅوحیواناتوولاړی؟

ا:پریوه ـ بهاڼ۔ (مراقس 11: 7، لوقا 19: 35)

نوهغوی عیسی ته بهاڼ راوستی اوخپلې جامې ئې پرې واچولې اوهغه پرسپورشو۔

ب: پردووحیواناتو ـ بهاڼ اوخر۔ (متی 21: 7)

دوی وعیسی ته بهاڼ اوخرراوستی اوخپلې قباګانې ئې پرکیښودلې اودی پرسپورشو۔

 

داخولس ټکرونه دی، اوداسی ترسلوزیات دی، ودې ته ستاسوځواب څه دی؟ ایا د یوه ښه عقل څښتن به دا ومنی چې دا دخدای کتاب دی؟ دبنده په یوه لیکل شوی کتاب کی دومره ټکرونه نشته نود خدای په کتاب کی خوئې امکان نشته ؛ لهذا داد خدای کتاب نه دی.

 

نوربیا…

په خورااسلامي پاکه مینه ستاسوورور

عبدالغفارجُبیر

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *