ديوه عيسايی راهب سره زمامناظره(۳)- عبدالغفارجُبیر

 

ديوه عيسايی راهب سره زمامناظره(۳)

 

عبدالغفارجُبیر

 

5: متی العربی: ستاسوقرانکریم خوهم یوسف علی ئې یوه ژباړه کړې، محمدپکتیال ئې بله ډول ژباړه کړی اومفسرین ئې هم یوشانته نه دی داڅنګه؟
ځواب:یوه ژباړه ده، اوبل ورژن دی، لومړی ژباړه وڅه شی ته وایی؟

ژباړه: د ژباړې مطلب داچی دهرعالم له خپله ځانه یوه توجه ده دهغه دعلم اوفکرمطابق،اویواځی دیوه متن اړول دی وبلې ژبې ته، خودقرانکریم پخپل یوه زبرکی هم تغیرنشی راوستلای، دشرق اوغرب قران یودی اوزه چیلنج درکوم که دی دنړۍ په ټولوقران شریفوکی دیوه زبرپه اندازه سره بدلون پکښې پیداکی، اویوورژن دی چی د ژباړې څخه ښکاره توپیرلری،ورژن وبیل متن ته ویل کیږي؛ چې ستاسویومکمل کتاب په یوه بایبل کی شته اوپه بل بایبل کی نشته، ستاسوپه یوه بایبل کی دبیلګې په ډول سره (تثلیث) شته خوپه بل بایبل کی نشته ودې ته ورژن (بل متن) وایی۔ دعیسی علیه سلام صعودپه یوه بایبل کی شته اوپه بل بایبل کی نشته چې داورژن(Version) دی.

یوبایبل ۷۳ کتابه اوبل۶۶ کتابونه دی چې داورژن دی، په ډېره ساده به دی سردرخلاص کړم، اوهغه داچی پروتستان دکاتولیکوعیسایانو(7) کتابونه پخپل بایبل کی نلری او منی ئې نه چې دا دخدای کتابونه دی داولی ؟ داځکه چی دوی وایی چی دا(7) کتابونه الهی کتابونه نه دی اوداکتابونه په ناحقه سره په عیسایت پوری تړل شوی دي۔ لکه دیهودیت کتاب، لومړی مکابین اودوهم مکابین، طوبیاه،باروک (باروخ)، اوداسی نور۔۔۔

 

6: متی العربی:ستاسوپه قران کی راغلی دی ، چی خدای وایی چی ماعیسی علیه سلام مړکی اوحال داچی تاسی دعیسی علیه سلام صلیب نه منی، هغه ایات دادی:

وَسَلامٌ عَلیَّ یَومَ وُلِدَوَیَومَ یَمُوتُ وَیَومَ یُبعَثُ حَیًّا (مریم 15) داولی نه منی؟

ژباړه: پرمادی سلامتیاوی په هغه ورځ چې زه پیداشوم، په هغه ورځ چې زه مړشوم اوپه هغه ورځ چې زه بیرته راپورته شوم.

ځواب: شاباس ستاسوپرعربی ژبې اورهبانیت باندی، تانه بخښونکی جرم وکی اوهغه داچې دقرانکریم ‌ژباړه دی غلطه وکړه اوته بایددټوله امت مسلمه څخه بخښنه وغواړې، ددې ژباړه داسی ده:

اوسلامتیا دی وی پرده باندی په هغه ورځ چی پیداشو اوپه هغه ورځ چی مری (په راتلونکی کی) اوپه هغه ورځ چی بیاژوندی پاڅولې شی۔

دلته به ته زماسره بحث په (ßیَمُوتُ) کی کوې اوتاسی خلک په دې غولوی چی دادماضی(تیرې زمانې) صیغه ده اوحال داچی دادمضارع (راتلونکی ) زمانې صیغه ده، چی مطلب ئې دای چی کله حضرت عیسی علیه سلام (مري) په راتلونکی وخت کی اودده مرګ هغه وخت دی چی کله دی ددوهم ځل لپاره داسمانوڅخه راکښته شی ۔ اوپاته دی نه وی چی قرانکریم دحضرت عیسی علیه سلام ځړول په واضح ډول سره ردوی، چی وایی:

وَقَولِهِم إِنَّاقَتلنَاالمَسِیحَ عِیسَی ابنَ مَریَمَ رَسُولَ اللهِ وَماَقَتَلُوهُ وَمَاصَلَبُوهُ وَلکِن شُبِّهَ لَهُم وَإنَّ الَّذِینَ اختَلَفُوافِیهِ لَفِی شکٍّ مِّنهُ مَالَهُم بِهِ مِن عِلمٍ إِلااتِّبَاعَ الظَّنِّ وَمَاقَتَلُوهُ یَقِینَا(النساء 157)

ژباړه:اوددوی ددې خبرې (کبله) چی موږئې له شکه دالله رسول دمریمې زوی عیسی وژلی دی، په داسی حال کی چی دوی هغه نه ووژلی اونه ئې هم په دارځړولی دی، بلکی پردوی (دغه پېښه) همشکله (یوشانې) شوی وه، اوبې شکه هغه کسان چی دهغه په اړه ئې اختلاف کړی دی دهغه په اړه شکمن دی چی په دې هکله دګومان له پېروۍ څخه نورهیڅ کوم علم نه لری په رښتیاچی دوی عیسی نه ووژلی۔

دقرانکریم څخه علاوه زه دبایبل تر۳۰ زیاتوحوالودادرته ثابتوم چې حضرت عیسی علیه السلام نه دی ځړول شوی اوکه درته معلومی نه وی نوزه هرایات درته ښودلای شم.

 

7: متی العربی: ستاسوپه قران کی راغلی دی چی خدای وایی چی ماعیسی علیه سلام مړکی اوروح می پورته کی اوهغه ایت دادی:

یاعِیسي إِنِّی مُتَوَفِّیک وَرَافِعُکَ إِلَیَّ (ال عمران 55)

ای عیسی ته می مړکړې اووخپل ځانته می پورته کړلې.

ځواب: ددوهم ځل لپاره دی ستاسوپرعربیت اوپوهې شاباس وی، پورتنی کفراو بې عقلی دی بیاتکرارکړه تاسی خوبس ودې ته ناست یاست چی خلک په لوموکی راګیرکی، خوالحمدلله الله جل جلاله زموږسره ملګری دی، دلته تاسی ددې ایات داسی ژباړه کوی چی الله وای چی مادحضرت عیسی علیه سلام روح واخیستی اوروح می پورته کی، بلکی ددې ژباړه داسی ده:

هغه وخت یادکړه چی الله وویل: ای عیسی بې شکه چی زه دې پخپله نېټه اخیستونکی یم( چی کله دی وخت پوره شونوروح دی اخلم په راتلونکی کی) اوخپل لورته دی پورته کوونکی یم۔

که ددې ایات ومخکی ایاتوته وګورونوموضوع به ښه روښانه شی اوهغه داچې کله چې یهودودحضرت عیسی علیه السلام دځړولوتکل وکړنوخدای پاک هم ورته تدبیروکی اوفرمایی:

وَمَکَرُواوَمَکَرَاللهُ واللهُ خَیرُالماکِرِین(۵۴)إِذقَالَ اللهُ یَاعِیسی إِنِّی مُتَوَفِّیکَ وَرَافِعُکَ إِلَیَّ وَمُطَهَِرُکَ مِنَ الَّذِینَ کَفَرُوا

اوهغه کافرانو(چې دحضرت عیسی علیه السلام په خلاف) پټ تدبیرنیولی ؤ اوالله هم پټ تدبیرونیوی اوالله ترټولوښه تدبیرکوونکی دی، (اودده تدبیرهغه مهال ومخی ته راغی) کله چې الله وویل: چې ای عیسی زه تاصحیح سالم اخلم(پورته کوم) اوخپل لورته دی پورته کوم اودکفارو(دتکلیف) څخه دی پاکوم. (توضیح القرآن)لیکوال شیخ الاسلام محمدتقی عثمانی ۱۹۸ مخ.

تاسو دخپلوشوموموخوته درسېدلولپاره ماضی په مضارع اومضارع په ماضی تفسیروی۔ یوتوری په یوه اړوی اوبل توری په بل اړوی ترڅوخلک دوکه کی، چې داستاسوزړه ناروغې ده ؛ مخکني الهی کتابونه خوموتحریف کړل اواوس غواړی چې داالهی کتاب قرآنکریم هم داسی کړی چې داستاسوپه وس اوتوان کی نه ده ،داستاسوپه لاس لیکل شوی بایبل نه دی چې هرډول موخوښه وی په هغه بڼه سره ئې ولیکی، داقرانکریم دی اودادالله جل جلاله کتاب دی، ددې کتاب یوټکی تاسی نشی بدلولای؛ اوالله ددې کتاب دساتلوذمه اخېستې ده اووایی:

إِنَّا نَحنُ نَزَّ لنَا الذِّکرَ وَإِنَّا لَهُ لَحفِظُونَ الحجر(۹)

بېشکه مونږپخپله نازل کړی دي ذکر(پندقرآن) اوبېشکه چې مونږ دده خامخاساتونکی یو(له تزئیده تنقیصه اونورو)

نوربیا…

په خورااسلامي پاکه مینه ستاسوورور

عبدالغفارجُبیر

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *