ديوه عيسايی راهب سره زمامناظره(۵) — عبدالغفارجُبیر

 

ديوه عيسايی راهب سره زمامناظره(۵)

 

عبدالغفارجُبیر

 

10: متی العربی: ستاسی په قران کی راغلی دی چی (لااکراه فی الدین) زورزیاتی په اسلام کی نشته، نوتاسی ولی زموږخلک، کلیساوې اومذهبی راهبان اوکشیشان په سوډان، اندونیزیا اودنړۍ په نوروځایوکی وژنی؟

ځواب:دا14 پیړۍ ستاسو یوه تګلاره اوکړنلاره داده چی په اسلامی هیوادوکی تاسی لومړی نوک ځایوې، بیاسوک ځایوی اوپه اخرکی هغه قبضه کوی اوپه عیسایی ریاست ئې بدلوی، که وسوډان ته راشونوتاسی هلته په حقیقت کی 5 سلنه یاست خوتاسی وایاست چی موږ 7 سلنه یو، چی په دې دېرش کلونوکی مود امریکا اویهودو په فوځی، سیاسی اواقتصادی مرستوسره خلک عیسایان کړل اواوس موسوډان تجزیه کړ، په اندونیزیا کی همدا ډرامه شروع ده، زه وخپل ګران هیواد افغانستان ته راځم، دلته په ټول هیوادکی عیسایت په صفرکی وو، خواوس تاسی په پنځوولایتوکی کلیساګانی لری، اونامعلوم شمیرخلک موعیسایان کړیدی، زموږ د قران فیصله داسی ده چی هرڅوک چی له اسلامه څخه واوښتی (مرتد شو) نوهغه بایدووژل شی، اوهرهغه څوک چی خلک مرتدوی هغه هم باید له مینځه ولاړشی۔

بل داچی تاوماته وویل چی زه (کاپټیک کرېسچن) یم، یعنی د اسلام څخه مخکی لاموږعیسایان وو، اوزموږ تعداد ستاسوپه اند16 میلیونه دی په مصرکی، که چیری مسلمانانو زوراستعمالولای نواوس به یوعیسایی هم په مصرکی نه وای، وبلی خبرې ته دی پام رااړوم، په نړۍ کی چا ډېرانسانان وژلې دی؟ هغه ایډولف هټلردی هغه څوک وو؟، عیسایی که مسلمان؟ همدا اوس بوش اوباما په عراق افغانستان کی تر 12 لکوزیات مسلمانان شهیدان کړل اوداسلسله لااوس هم جریان لری، اواوس ئې ونورو اسلامی هیوادوته هم لاس وغځاوه؛ نواوس قضاوت ته وکه چی عیسایت د تشدد دین دی اوکه اسلام؟ تاسی عیسایان زموږ هیواد ته راغلی یاست اوماپخپل کورکی وژنی، نه می وسپین ږیرې ته ګوری، نه می وښځې ته ګوری اونه می هم وماشوم، ملا، مسجد اومحراب ته ګوری، بلکی تاسی پخپل بایبل عمل نکوی، اوهغه داچی داایات به دی په یادوی، چی عیسی علیه سلام وایی که یوچا پریوه باړخووواهلې نودابل باړخوورته راواړوه، اوکه یوڅوک لوڅ وونوخپله جوغه وروخیژوه؛ بیابه قضاوت وتاته درکړم چی ایا موږ په قران عمل نکوواوکه تاسی په خپل تحریف شوی بایبل عمل نکوی؟ پرهندوستان باندی مسلمانانوڅوسوه کلونه حکومت وکړ، که مو‌ږ د زورڅخه کاراخیستی وای نونن به په ټوله هندوستان کی یوهندوهم نه وای؛ په اروپا، امریکا، اواندونیزیا کی چا اسلام په زورخپورکړ؟ دا د اسلام حقانیت دی چې پرمخ ځی اوبس.

 

11: متی العربی: دااوس په مصرکی زموږ یوه ښځه تاسوپه ځان کړیده، اوحال داچی هغه یوه عیسایی وه، اواوس موږ هغه په کلیساکی مجازات کړیده، تاسی زموږ ډېربې ګناه خلک ووژل داڅنګه اسلام دی؟

ځواب: ددې ښځې ټوله کیسه ماپرانټرنیټ باندی لوستې ده، هم په عربی کی اوپه انګلیسې کی، داښځه یقینا یوه عیسایی ښځه وه، خودعیسایت څخه ئۍ نفرت وشو او مسلمانه شول اویومسلمان ئې هم په نکاح کړ، کله چی دامسلمانه شول نودا زموږ دینی خورده، د دې حفاظت اوساتنه زموږ اسلامی وظیفه ده، که تاسی په دې کی شک لری نوخوشی ئې کی اوخبریالان ور پرېږدی چی خپله ټوله کیسه درته وکړی۔ تاسود ظلم څخه کارواخیستی هغه موووهل ومو ترټل اود کلیسا په توروتیاروکی موکښینول۔ نوځکه دچټک غبرګون سره مخامخ شواست؛ اوداهم درته وایم که دا مسلمانه خورخوشی نکړی نود ډېروبدوپیښوانتظار ولری۔ وبل لورته دعراق ، فلسطین اوافغانستان په زرهاوو بې ګناه سپین ږیري اوپیغلې ستاسوپه منګلوکي دی، څوک موبې عفته کړل، څوک موشهیدان کړل اودچاسره لاتر حیواناتوبدتر چلند کوي؛حتی څوک مو وسوځل نو اوس ته قضاوت وکه چې اسلام دصلحې اوارامۍ دین دی اوکه عیسایت؟

 

12: متی العربی: حضرت عیسی علیه سلام په دې ترحضرت محمد صلی الله علیه وسلم غوره دی چی هغه ډېرې معجزې درلودې، هغه مړې ژوندی کول اومحمد صلی الله علیه وسلم نه دی ژوندی کړی؛ هغه مورزاده ړانده اوپیس ناروغان جوړکړیدی اومحمد صلی الله علیه وسلم نه دې ژوندی کړی چی دعیسی علیه سلام داټولې معجزې قران تصدیقوی ته څه وایی؟

ځواب:حضرت یحی علیه سلام په بایبل کی ډېرلوړځای لری بایبل وایی:

یحیی راتلونکی الیاس دی، خوکه تاسوئې ومنی څوک چی غوږونه لری هغه دی واوری (متی 11 باب، 14، 15)

رښتیا درته وایم چی دیحیی نه لوی زوی یوې مورنه دې راوړی (متی 11باب 11) اوداسی نور۔۔۔

اوپه ټوله بایبل کی ئې یوه معجزه راوښایه؟

په بایبل کی راغلی دی(حضرت عیسی علیه سلام) وایی :

درواغژن نبیان اودرواغژن مسیحان زماپه نامه سره راځی باورمه په کوی، اودوی به عجیبه کارونه اونخښې ښکاره کړی (معجزې به ښکاره کړی) اوکه ممکن وی نوډېربه ګمراه کړی ګوری ماحال درکړی ۔ (متی 24 باب، 23ـ 26)

نودبایبل په اندمعجزه هیڅ ارزښت نلری، اودرواغژن مسیحان هم کولای شی چی معجزې ولری۔

لومړی قرانکریم دمحمد صلی الله علیه وسلم لویه معجزه ده، چی دا د1400 کالوراهیسی چیلنج دی ، که تاسی په دې کی شک لری نود دې قرانکریم دیوه ایات په شان یوایات یالس ایاتونه جوړکړی خوتاسی نه یاست توانیدلې اونه به هم دا توان پیداکړی، اوبل داچی دنبی کریم صلی الله علیه وسلم هره وینامعجزه ده، او14 پیړۍ مخکی ئې اُمت مسلمه دشرا بو، خمارکولو، زنا او نوروفحشاووڅخه منع کړیدی، تراوسه مسلمانان هغه کارونه نه کوی، وګوری په عیسایی نړۍ کی شراب ډېرخوړل کیږی که په مسلمانه نړۍ کی؟ جرمونه فسادونه، زناوې اوظلمونه په عیسایی نړۍ کی ډېردې اوکه په مسلمانه نړۍ کی؟ چی دنبی کریم صلی الله علیه وسلم د ژوندهره شیبه یوه معجزه ده تاسی ولی سترګې ورباندی پټوی؟ چی داستاسو بې انصافی اوکم عقلی ده وبل لورته حضرت محمدصلی الله علیه وسلم ډیرې معجزې درلودې چې شمیر ئې تر(۳۰۰) زیات دی خوحضرت عیسی علیه سلام نه درلودې ددې معنی دانه ده چی حضرت عیسی علیه سلام پیغمبرنه وو، ته وماته څنګه منطقې دلایل وړاندی کوی؟؟!!! په احادیثوکی وګوره خاتم الانبیا‌ء صلی الله علیه وسلم مړي ژوندي کړیدي اوداچې تاسی سترګې ورباندی پټوی داستاسوبې عقلي ده.په ۱۲۴۰۰۰ یولک څلورویشت زره پیغمبرانوکی دخاتم الانبیاء صلی الله علیه وسلم معجزې ډېري دي؛ چې دایوکوټلی حقیقت دی.زه به یووړوکی مثال درکړم، ۱۴۰۰ کاله وړاندی دبشریت سترلارښود او دخدای سپیڅلي استاذي صلی الله علیه واسلم فرمایلی دی چې شی په راسته لاس خوری او۱۴ پیړۍ وروسته هم د ده صلی الله علیه واسلم یووړوکی سنت تراوسه ژوندی دی اوامت مسلمة ئې پلی کوي ایاتردې ستره معجزه؟؟؟

نوربیا…

 

په خورااسلامي پاکه مینه ستاسوورور

عبدالغفارجُبیر

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *