د رهبر پیژندلو وړتیا؟! — شاهد شفق

 

د رهبر پیژندلو وړتیا؟!

 

شاهد شفق

 

نن مې پر یوه لیکنه سترګې ولګیدې چې سرلیک یې و افغانستان تاریخ لري خو رهبر نه، او تر دې سرلیک لاندې لیکوال هڅه کړې وه چې څه نا څه د یوه رهبر ځانګړنې او څه یې هم له نشتوالي سر وټکوي.

هغه مهال چې زه به ښوونځي ته تللم او په ټیټو ټولګیو کښې به مې چې زده کړه کولې کله به چې کور ته راستون شوم نو زیاتره وخت به زمونږ د کتابونو لپاره د ځانګړي شوي اطاق ته تللم او هلته به می کتابونه کتل زیاتره به مې د شعر لوستلو او تصویر درلودونکو مجلو سره مینه وه او په دې لړ کښې زمونږ په کور کښې د حزب اسلامي د هغه وخت د میثاق او شفق مجلې به مې هم اړولې تصویرونو ته به مې کتل او که به مې کوم شعر او یا یوه قیصه وموندله هغه به مې لوستله البته چې یادونه باید وکړم چې د میثاق مجلې زیاتره مضامین به په دري او یا هم په لوړو سیاسی اصطلاحاتو لیکل شوی و چې له همدې کبله مې میثاق ډیره نه خوښوله خو بیا به مې هم عکسونه کتل چې دا دي اوس د امریکایې ادارې په راتلو هغه مجلې او کتابونه هم کور کښې نه شو ساتلی په هر حال هغه وخت به مې چې کله د کوم لیکوال لیکنه تر سترګو شوه چې د مطلب په سرلیک کښې به یې لغتونه کارولي و نو ما به فکر کولو چې دا نو ډېر پوه او ډېر تکړه شخص دی او په دې ترڅ کښې مې د ښاغلي محمد زمان مزمل نوم هم د لومړي ځل لپاره له دغو مجلو څخه زده کړی و او بیا مې د هغه د شعر یوه ټولګه هم تر لاسو راورسیده چې کله نا کله به مې لوستله خو اوس کلونه تیر شوي دي زه له هغه دورې وتلی یم چې تصویرونو باندې مینه ماته کړم او د سیاسي وییو او لغتونو ویونکو ته د پوه او لوی شخص په سترګه وګورم ،نن د ماشومتوب دوره کلونه وړاندې پاتې شوې او او زما په هیلو کښې ژور بدلون راغلی دی،د یوه لیکوال لیکنې سره یو ځای زه خوښوم چې د هغه د ژوند پړوانه هم د هغه د لیکنو په څیر ښکلي وي په خپل لار او له الله تعالې سره پر کړو تعهدونو کلک ولاړ وي،د نیمې لارې له ملګرو څخه نه وي او تر خپلو هیلو ورته ډېر اسلامي او ملي غوښتنې ارزښت ولري.

زیاتره لیکوالان ښایې دې ته ګوته ونیسي چې افغان جهاد ولې پر یوه بري منتج نه شو او ولې له دومره اوږده بهیر سره سره مونږ ونه توانیدو چې یو اسلامي حکومت ولرو؟

او دوی بیا وایې چې مونږ هم ولې د ایران غوندې د یوه رژیم په اړولو بریالي نه شوو؟

هغه لیکوالو ته چې په اسلامي اند هم کلک باوري دي یوه یادونه کوم ایا ویلی شی چې د حضرت علي کرم الله وجهه دوره ولې به جګړو تیره شوه؟ ایا خدای مه کړه مونږ دلته کوم بې انصافه قضاوت د حضرت علي کرم الله وجهه د بصیرت په هکله کولی شو؟ نه هیڅکله نه او له دې سره د یوه ستر اسلامي عالم هغه خبر هم زمونږ سترګو ته دریږي چې وایې لوی خدای ج حضرت علی کرم الله وجهه غوندې د کلک ایمان او هوډ خاوند داسې یوې دورې ته غوره کړی و چې تر ټولو تیاره،مغشوشه او له دردونکو پېښو ډکه وه او دې ته همداسې ستر شخص په کار و چې له دغه تورې دورې څخه راووځې او خپل مقاومت له لاسه ورنه کړي ،رښتیا هم چې حضرت علی کرم الله وجهه د تاریخ په یوه ډېر حساس پړاو کښې ګامونه اخیستي او دا یې ښودلې ده چې د دغسې تورو دورو لپاره د اسلام د څلورم خلیفه غوندې زړور شخصیتونه په کار دي.

همدا راز هره مبارزه باید په بري پای ته ورسیږي ښایې داسې کوم فورمول له مونږ او تاسې سره نه وي مهمه دا ده چې مونږ د حق په لوري و که څه هم دا ظاهرا زمونږ په ماته پای ته ورسیږی خو ثبات او د خپل ځان مات نه ګڼل داسې یوه فتحه ده چې ډېرو بریاوو ته لار پرانستلی شي.

که د ایران له انقلاب وړاندې په افغانستن کښې انقلاب رامنځ ته شوی وی نو مونږ په یقین سره ویلی شو چې د افغانستان انقلاب به بري ته رسېده او ایران به لار نه موندله د ایران د انقلاب څخه وروسته امریکا په سیمه کښې د بل یوه داسې انقلاب د بري د مخنیوي لپاره خپلې ټولې لارې چارې په کار واچولې او دا هغه څه دي چې د حزب اسلامي مجاهد امیر ورباندې په یوه لیکنه کښې په تفصیل سره بحث کوي.

زه باید لیکوال صاحب د یوه عرض په وړاندې ووایم چې تر اوسه مې نه خپل رهبر له نږدې لیدلی خو د لیدلو ډېره کلکه هیله یی لرم نه یې په غیږ کښې نیولی یم نه مې یې پلار حج ته لیږلی دی او نه هم زما پلار او کورنۍ ته له خپل رهبر څخه کوم مادي امتیاز لاسته راغلی دی نو زما غوښتنه له تاسې څخه دا ده چې هره ایماني غوښتنه هره وجداني دنده پر پیسو او مادیاتو مه تلی او مونږ چې کوم رهبر منلی وي بیا به همداسې کلک او پر خپل تعهد ورسره ولاړ و نه لکه هغه خلک چې د نیمې لارې پر ملګری یې شهرت موندلی دی.

زه همدلته له تاسې پوښتنه کوم چې هغه خلک چې د افغانستان اکثریت خلکو د رهبر په توګه منلی او ځنو اقلیتونو او په پردیو پورې تړلو ډلو ترې انکار کړی وي ولې د رهبر په توګه ونه ومنل شي؟

که تاسې وایې چې د اکثریت خبره ده نو معلومه ده چې څوک د اکثریت په لاسته راوړلوبریالي شوي او څوک هم د دوی څخه په وېره کښې دي.

دا هم تولو ته معلومه خبر ده چې له حزب اسلامي افغانستان پرته بل هیڅ تنظیم د ټولو پرګنو کور ندی ګرځیدلی او په معاصره دوره کښې د حزب له امیر پرته کومه داسې ملي څېره هم نشته ده چې افغانان ورباندې راټول شي د افغانستان په هره برخه کښې د حزب اسلامي د مجاهدینو عملیات او د هغوی موجودیت پر همدې ګواهي ورکوي چې د اسلامي حزب امیر د هیواد په لراوبر کښې یوه منل شوې څېره ده ،دلته نه یواځې د جګړې له لارې او له دوښمن سره د ښه ټکر خبره مخکې ده بلکې د حزب اسلامي افغانستان له لوري دبحران حل لپاره یوه ملي طرحه هم وجود لري چې دا د هغو خلکو نظریه په کلکه ردوي چې وایې مجاهدین یواځې جنګي پوهه لري او سیاسي بصیرت یې نشته دي.

که د دوښمنانو دسیسو د یوه رهبر د ژوند ډېرې برخي له خنډونو سره مخ کړې ایا ویلی شو چې دا رهبر ندی ؟

لکه څنګه چې ورته اشاره شوې چې تر تولو غوره رهبر هغه دی چې د تاریخ به یوه حساس پړاو کښې د ستونځو کړاونو په بهیر کښې د ژغورونکي په توګه راڅرګند شي او د خپل ملت د بقا لپاره لاس په کار شي چې مونږ اوس هم داسې تاریخي شخصیتونه لرو خو له بده مرغه چې زمونږ شخصي غوښتنې زمونږ خپلې هیلې داسې دي چې د هغو د لیدلو څخه سترګې پټوو او وایو زه تا نه وینم.

د دې مظلوم ملت په زړه کښې داسې کسان شته چې د دوی کړنې نه د خپل ځان لپاره او نه هم د چاپلوسانو لپاره دي او هغوی ښایې د ډېرو خلکو له مغرضانه توصیو څخه خپل رب ته پناه یوسي او له دغه دوستانو څخه مننه وکړي چې دوی ته کومې توصیی کوي .

زما په اند د تنظیمونو په غېږه کښې رالوی شوي ځنې کسان چې کله د منصب او چوکۍ څخه بې برخې شي بیا نو وایې مونږ رهبر نه لرو او د تنظیمي رهبرانو څخه سر ټکول پیل کړي البته زه د ټولو تنظیمونو ننګه نه کوم خو دا هم له چا سره نه شم منلی چې ټولو تنظیمونو رهبرانو ته په یوه سترګه وګورم که داسی کومه ګناه وکړم نو هله به د خپل وجدان د نشتوالي څخه ناخبره وم.

په وروستیو لسیزو کښې د اسلام د دوښمنانو پر لپسې یرغلونه او زمونږ په هیواد کښې شیطاني او طاغوتي کړیو پراخ فعالیتونه دا زمینه رامنځ کړه چې زیاتره افغانان د حق او باطل ،مجاهد او غدار تر منځ د توپیر کولو کښې له ستونځې سره مخ شي خو امریکایې اشغال یو ځل بیا ملت له دې تشویش څخه خلاص کړ او مومنې او مجاهدې څېري ملت ته ور وپېژندلی همدا راز ملت وپوهېد چې څوک د رهبری وړتیا لري او څوک نه ؟

ښایې مونږ د هغه چا پر حال اوښکې توی هم نه شو کړلی چې تر اوسه د رهبر د نه پېژندلو وړتیا ورسره نده پیدا شوي او یا یې هم قصدا ځانونه د حسن چپ په کوڅه کښې وهلي دي دا د ملت نیمګړتیا نده دا یواځې د ځنو محدودو خلکو نیمګړتیا ده چې درهبر په لیدلو کښې پاتې راغلي دي.

 

وما علینا الا البلاغ المبین

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *