دوالنټین ډې(دعاشقانو ورځ) په اسلام او عیسایت کي — عبدالغفارجُبیر

 

دوالنټین ډې(دعاشقانو ورځ) په اسلام او عیسایت کي

 

 

ليکونکی : عبدالغفارجُبیر

هرکال دفرورې دمیاشتې (14) نیټه دوالنټین د ورځې په نامه سره په نړۍ کې لمانځل کیږی؛ داورځ په ځانګړې ډول سره په اروپااوامریکاکی په زیات جوش، احساساتواوځانګړومراسموکی لمانځل کیږی؛ چی ددې ورځې ټولې تحفې دزړۀ په بڼه سه یوله بل سره استول کیږی په دې ورځ کی ددوی په اند، فکراوعقیدې به عاشق ومعشوق ته اومعشوق به وعاشق ته سوغاتونه استوې اویاهم نوې عشق سره پیل کیږی که چیرې ددې ورځې وتاريخ ته ولاړشو نو دا ورځ داسی یوسمبول هم نه لری چی ودې لمانځل شی اونه داسی کارپکښې شوېدی چی خوښې دې سړی پکښې ښکاره کړی، بلکه په کارخوداده چی په دې ورځ باندی ماتم وسی۔

ددې ورځې لمانځل دڅه مهاله پیل سوه؟
ددې ورځې په هکله ډېرې ک
یسې اوروایتونه اوتعبیرونه وینوخوترټولورېښتنی حقیقت چی اکثره تارېخونه هم ورباندی متفق دی هغه داسی ده:
(Saint Volentine)
س
ینټ والنټین چی په اصل کی دې (سینټ) عیسایی زاهد نه وو او مشهورپه دې نامه سره وو، اودې په اصل کی په روم کی دېوې کلیسامشروو چی دده رتبه د (Priest) وو، یعنی دکلیسامتصرف؛ والنټین په روم کی د (Claudius the Evil) کلاډېوس داېول، پاشاه پرمهال دکلیسامشروو، لکه څرنګه چی( پاشاه کلاډېوس د اېول) په جنګ اخته وو، نووزیات ځواک ته ئې اړتیاوه اوپاشاه غوښتل چی برلاسه سی اوجنګ وګټی، خودپاشاه یوه ستونځه داوه چی ده دلومړی ځل لپاره په فوځ کی دشاملیدوامروکی چی بایدهرڅوک چی دروم ترسلطنت لاندی وی بایدوفوځ ته داخل شی، اوپه هغه وخت کی اوصول داسی وه، چی هرپاشاه کوښښ کاوه چی ښه ځواک په دې ولری چی یادخپل ځان دفاع وکړی اویاهم پرخپل بل همسایه باندی یرغل وکړی، دپاشاه وامرته اولس دومره ډېرارزښت ورنه کی، خلک په دې فکرکی وه چی څه ضرورت دی چی ځانونه ووژنو د ښه ژوندخاوندان یو، دمینې ډک حالت مودی، اونه ئې غوښتل چی دخپله جونګړه اوخپل ژوندپه اورکی وسوځی؛ خپل دوستان، اوملګرې له لاسه ورکړی نوډېرلږ کسان وفوځ ته داخل سول؛ له دې څخه وروسته پاشاه امروکی چی پرتاسی خوښې حرامه ده اوپه ټوله پاشاهۍ کې ئې ودونه اوکوزدې بندې کړی اودا اعلان ئې وکړکه هرچا یا واده اویاهم کوزده وکړل دهغه سزامرګ دی؛ اوس پاشاه غواړی چی د دې فرمان دترسره کولوسره په خلکوفشارراوړی چی خلک ودې ته وهڅول شی چی په فوځ کی داخل شی، ټول خلک په پوره پرېشانۍ کی شول چی داڅه وشول کوزدې اوودونه اودخوښې مراسم بندکړل سول ؛ خوبیاهم ډېر لږ کسان ودې ته اماده سول چی فوځ ته ولاړسی؛ چی په دغه وخت دغه (والنټین) دکلیسامشرپه پټه سره څوودونه وکړل حال داچی دولت بندکړی دی، پاشاه ډېرژرپه دې باندی خبرشوچی (پرېست والنټین) دپاشاه دفرمان خلاف ودونه کړیدی،اودډېرونوروانجینوسره ئې نامشروعې اړیکې برابرې کړېدې؛ نوئې والنټین ګیر او ومحبس (زندان) ته ئۍ ورواچاوه، اودائې ورته وویل چی ستامرګ به په همدې محبس کی وی، طبعې خبره ده چی ومحبس ته هیڅوک دمیلمستیا لپاره نه بیول کیږی اوهلته کړاونه، شکنجې، اوتکلیفونه شتون لری؛ کله چی دوالنټین سرخلاص شوچی دژوند پاڼه دې اوړی اونورنوته ددې فانې دنیاڅخه سترګې پټوې نوئې یولیک ولیکی اودالیک ئې دمحبس دمشرولورته چی ده مخکی لاتار ورسره غزولې وو، ورکړچی ده خپله لاسلیک هم پرکړی وو، اولاندی ئې داجمله ورته لیکې وه:
From Your Volentine
یعنی دالیک (ستادوالنټین له خوادی) اوداښکاره کوی چی والنټین یواځی ستادی
اوحال داچی څوودونه ئې درلودل اود ډېرونوروښځوسره ئې بیله واده نامشروع اړېکې درلودې۔ اووالنټین په محبس کی د (14) دفروری باندی مړشو، چی ددې څخه وروسته عیسایانو داورځ د (شهیدوالنټین) دورځې په نامه ونوموله اوهغه داچی دا کار نورو د کلیسا مشرانو وکی اوپه هره کلیسا کي به دده بیان کې دی، چه ورو ورو دې ورځې په رسمی ورځوکی راغلل اوداورځ د (1668) میلادی کال راهیسی لمانځل کیږی۔ داورځ په عیسایت کی هم باید ونه لمانځل شی داځکه چی حضرت عیسی علیه سلام واده ونه کړنو والنټین دحضرت عیسی علیه سلام دطرېقې څخه مخالف کاروکړ، داځکه چی دې خویاعام عیسایی نه وو،بلکه دی دکلیسا مشروو ؛ اوس اکثره عیسایی مذهبې مشران لکه (بیشف، پریسټ، پاسټراونور۔۔۔) واده په دې نه کوی چی حضرت عیسی علیه سلام واده نه دې کړی، چی نتیجه ئې داشوه چی هرکال په سلهاوو د کلیسا مشران پرلواطت اوزناوو باندی،په ورځپاڼواوکله هم پرتلوېزنوباندی ښکاره کیږی چی یواځی ترټولو په لږ شمیرکی مذهبې عیسایی مشران د(300) په تعداد باندی په (2007) کی په بین المللی رسینوکی خپاره شول ، پرانټرنیټ باندی داهره ورځ دمعمول سره مطابق یو رواجی بڼه غوره کړېده، همدا اوس چی کله په هیتې کی زلزله وشوه د (30) ماشومان چی د چا پلارنه وو، چا د مورکۍ نارې وهلې اوچادورور۔۔۔داڅوک وه چی دوی ئې تښتول چی دهیتې حکومت ونیول ؟؟؟ دا امریکای عیسایی راهبان وه، داعیسایی مذهبې مشران وه چی دوی داماشومان تښتول اودخپلوجنسې اغراضولپاره ئې بیادوی استعمالوی، نه ئې پردې خلکوزړۀ وسو، نه ئې ددې ماشومانوپرچغو بوغو زړۀ وسو، اونه ئې هم ددوی پردرپه درۍ باندی زړۀ وسوبلکه دخپلونارواجنسې اړیکو د ترسره کولوپه خاطرئې داکاروکی، چی په ټوله نړۍ کی بیا امریکایی راهبان پکښې زیاته ونډه لری؛خلاصه داچی والنټین له دې څخه هم سرغړونه وکړه، اوبل داچی والنټین دخپل ددولت پاشاه خبره ونه منله اودهغه خبره ئې وغورځوله دا دوالنټین دوهم جرم دی، اودریم داچی په بایبل کی راغلی دی :
په لوقا
اومتی کی (دتورات احکام) کی راغلی دی: زنا مه کوی، خوزه (حضرت عیسی مسیح ) درته وایم که یوې ښځې ته دشهوت په نظروګوری نوپه زړۀ کی دی زناورسره وکړه، نوکه هغه سترګه چی درباندی ګرانه ده ، ستا دګناه باعث شوه، ښه ده چی وئې باسې اولری ئې وغورځوې، تردې چی په دوږخ کی پرېوځې داغوره ده چی غړی دی ناقص وی۔
اوس دا
ایات داوسنی بایبل په هربایبل کی شتون لری، په هر(ورژن) کی داشته اوهرڅوک ئې کتلای شی، لومړی والنټین چی یومذهبې مشروو دبایبل ددې ایات څخه مخالفت وکی ، دوهم داچی اوس داټوله عیسایی نړۍ ولې ددې ایات څخه انکارکوی ، اوعمل نه په کوی،عیسایان وایی چی دابایبل دخدای کتاب دی نوولې بیاعمل نه ورباندی کوی؟؟؟! داهغه معماده چی له عیسایی نړۍ سره هیڅ ځواب نشته۔ دبایبل په حواله چی کله دسترګوزناوشوه نوبیا دجنسی اړیکوهیڅ سوال نشته، اواوس ټوله عیسایی نړې بیا دبایبل ددې ایات څخه مخالفت کوی:
(زنامه کوه، درواغ مه وایه۔۔۔۔۔۔۔دزیات ثروت خطر، لوقا)
پکارخوداده چی والنټ
ین دخپل مقدس کتاب بایبل، دخپل پاشاه چی اطاعت ئې پرده واجب وو، دهغه مخالفت، دحضرت عیسی علیه سلام دژوندخلاف کارئې وکړ باید داورځ (توره ورځ ) ولمانځل شی ددې پرځای چی داپه خوښیولمانځل کیږی؛ اوکه چیری لکه دعیسایانوپه اند ودې ورځې ته (دشهیدوالنټین ) دورځې په نامه سره یادشی نوبیا باید په د ې ورځ باندی دخوښیوپرځای ماتم وسی، چی دا بې ګناه ولې ووژل شو؟؟؟ اوس هرڅوک قضاوت کولای سی چی په دې ورځ باندی بایدڅه وشې؟؟؟ اونن سباپه ټوله نړۍ کې داورځ دعیسایی مذهبې ورځې رنګ ورکول سوی دی اولمانځل کیږی، چی په میلیون هاوو نا مشروع، اړیکې، نارواجنسی اړېکې اودمینې پیغامونه په ځانګړې ډول سره په اروپا او امریکاکی استول کیږی دوی ولی وخپل بایبل ته نه ګوری اوولې عمل نه ورباندی کوی ، دتعجب خبره ده، چی دمسلمانانو وژل ، شکنجه کول اود اسلام ختمول په بایبل کی روادی، اوددې ایات څخه دویلوپرمهال ئې سترګې پلاستردی اوشی نه وینی۔ نوپه بایبل کی هم ددې ورځ لمانځل ګناه ده، اوهغه عیسایان چی داورځ لمانځې اودنوروسره ناروااړېکې پیل کوی، اویائۍ هم تودوې دبایبل په حکم بایدددوې سترګې ټولې وخیژول شی، داځکه چی دا دحضرت عیسی علیه سلام امردی۔

دوالنټین ورځ اواسلام:
اوس دایقینې معلومه شوه چی دادعیسایانویوه مذهبې ورځ ده ، اولکه څرنګه چی
مامخکی وویل چی داورځ دومره ارزښت نه لری لکه دوی چی ورکړیدی، اوددې ورځې لمانځل دبایبل په خلاف ، په اسلام کی په واضح ډول سره خاتم الانبیاء حضرت محمدصلی الله علیه وسلم فرمایی: که یوچا دیوه قوم سره په یوعمل کی مشابهت وکی هغه دهغه قوم څخه دی۔  پیغمبرعلیه سلام پخپل ژوند مبارک په ټولوهغومراسموکی چی دغیرمسلمانانوله خواڅخه لمانځل کیدل دمسلمانانو ورتګ ئې منع کی، هغه دعیسایانومراسم وه، که دیهود ومراسم وه، که دزردشتیانومراسم وه، اوکه هرڅوک وه، اوپیغمرعلیه سلام وویل چی دوې ورځې ستاسو لپاره الله جل جلاله ټاکلی دی یوه دکوچنې اخترورځ چی وه ئې لمانځی اوبله دلوی اخترورځ ، بس۔
لکه څرنګه چی په دې ورځ کی یوهلک اوانجلۍ نوې رابط
ه پیداکوی، اویاهم هغه نارېنه اوښځې چی مخکی لاناروا اړیکې لری نورې ئې تازه کوی، یود بله سره سوغاتونه لیږی داټول مطلق په اسلام کی حرام دی، نبی کریم صلی الله علیه وسلم فرمایی چی که دیومسلمان فکرنه وو او وپریوې ښځې باندی ئې سترګې ولګیدی نو دا معاف دی، اوکه دې مسلمان د دوهم ځل لپاره ورته وکتل داګناه ده، په بل حدیث شریف کی راځی چی کله چی یو نا محرم سړی د یوې نا محرمې ښځې سره یوځای سی نودریم ئې شیطان دی۔
سږکال یواځې دسعودې حکومت د
دې ورځې لمانځل په ټول هیواد کی بند کړل، چی داېې یوافتخاری اواسلامی کارئی وکی؛ اودا ورځ باید په ټوله اسلامی هیوادونو کی بنده کړل شی ؛ خوافسوس پرهغو مسلمانانو چی دعیسایانوپه لوموکی راګیر او دا ورځ په ویاړسره لمانځې اوپه حقیقت ئې هیڅ خبرنه دی؛ اوس لوستونکو!!! تاسو قضاوت وکی چی ددې ورځې لمانځل څنګه، اوڅه حقیقت لری؟؟؟

 

په اسلامی پاکه مینه ستاسوورورعبدالغفارجُبیر

سرچینه : انسایکلوپیډیا، بایبل، اسلام اونړۍ، انټرنیټ، The Truth Inter National , The World In Focus

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *