اذان يو تلپاته آواز — ډاکټر نثار احمد صمد

 

 

اذان يو تلپاته آواز

 

لیکوال : نثار احمد صمد

 

 

            کله چي رسول الله (ص) د مکې مکرمې څخه مدينې منورې ته هجرت وکړ نو لومړنی کار يې دا و ، چي يو مسجد يې جوړ کړ . دا هماغه مسجد دئ چي په قوی ګومان د قرآنکريم د التوبه سورت ۱۰۸ نمبر آيت يې په هکله داسي فرمايي : "په دې کي هغه خلک دي چي غواړي ښه پاکوالی وساتي" . د دې مسجد د جوړولو سره سم د ټوليز عبادت بهير هم راپيل سو او په جماعت سره د لمانځه اداء کول منځته راغله . کله چي دغه (نبوي مسجد) جوړ سو نو دا پوښتنه راپورته سوه ، چي لمونځ کوونکو ته به څنګه خبر ورکول کېږي . دا مهال رسول الله (ص) د اصحابو سره سلا مشورې کولې . ځينو اصحابو وړانديز وکړ چي د لمانځه د وخت په رارسېدو سره دي ښکر وږغول سي ، تر څو خلک خبر سي او لمانځه ته ځانونه راورسوي . خو رسول الله (ص) وفرمايل ، چي ښکر ږغول د عيسويانو کار دئ . دا مهال ځينو اصحابو د (بوق) ږغولو مشوره ورکړه ، خو د هغه په اړه رسول الله (ص) وفرمايل ، چي دا بيا د يهودو کار دئ . ځينو نورو اصحابو دا نظر ورکړ ، چي د لمانځه د وخت د رارسېدو پر مهال دې اور بل کړه سي تر څو خلک د هغه دود وويني او مسجد ته راسي غوره به وي . خو څنګه چي مجوسي ( آتش پرستان ) د اور نمانځونکي وو ، نو دا وړانديز هم ونه منل سو . ځينو اصحابو تر غور او فکر وروسته عرض وکړ ، چي د لمانځه د خبر ورکولو لپاره دي د مسجد پر بام بيرغ ورپول سي تر څو خلک د هغه په ليدو سره مسجد ته راسي . خو دا نظر هم قانع کوونکی نه و .

            مهمه خبره خو دا وه ، څنګه چي د اسلام دين د نورو دينونو د کړو وړو څخه بالکل جدا و ، نو له همدې امله دا ټول وړانديزونه ونه منل سول او غونډه هم بې نتيجې پای ته ورسېده . ټولو اصحابو د دې مسئلې د حل لپاره غور او فکر کاوه . له دې جملې نه يو اصحابي عبدالله بن زيد (رض) و ، چي ټوله شپه په سوچونو او چورتونو کي ډوب و . ابن سعد (رض) روايت کوي ، چي هغه په خوب کي آذان وليد . بلخوا، حضرت عمر (رض) هم يو خوب وليدی ، چي يوه ملايکه آذان او اقامة ورکوي . دا بل سهار دغه دواړه اصحاب د رسول الله (ص) په حضور مشرف سول . عبدالله بن زيد (رض) عرض ورته وکړ ، چي ما په خوب کي د آذان ږغ واورېدی . حضرت عمر (رض) عرض وکړ ، چي ما هم کټ مټ خوب ليدی او د آذان سره مي اقامة هم واورېد . رسول الله (ص) ته چي کله دغو دوو لويو اصحابو شاهدي ورکړه ، نو حضرت بلال (رض) يې راوغوښت او هدايت يې ورته وکړ ، چي د حضرت عمر (رض) څخه آذان زده کړي او د لمانځه د وخت په رارسېدو سره هغه په لوړ ږغ واوروي .

            هو ! په دې ډول آذان او د لمانځه اقامت راپيل سو او دا څه معمولي پېښه نه بلکي د الهي عبادت لپاره د مسلمانانو د رابللو تلپاته خبرتيا ثابته سوه . په بل عبارت آذان د مسلمانانو لپاره د خپلو فرايضو د اداء کولو د رابللو الفاظ دي . د لمانځه د پر ځای کولو لپاره آذان ويل کېږي او دا عمل هره ورځ پنځه واره تکرارېږي .

            که آذان د ساينسي پلوه مطالعه کړو نو وبه ګورو چي هغه مسلمانانو ته يو روحياتي سکون او هڅونه ور عطاء کوي . اسلامي امت د هغه رب العالمين يوازينی مخلوق دئ چي د خپل رب سترتيا ، وحدانيت ، د هغه پر وروستي رسول او پيغمبر حضرت محمد (ص) باندي شاهدي ، د هغه ذات د عبادت بلنه او د دين او دنيا ښېګڼي او سمون ته مراجعه د همدې آذان سره تړي او دا کار هغوی قلباً ، روحاً او جسماً فعالوي .

            راسئ چي آذان د بلي زاويې څخه هم وڅېړو . موږ پوهېږو چي لمر تل د ختيځ څخه په اصطلاح راپورته کېږي او په لوېديځ کي لوېږي . اوس که موږ د نړۍ نقشې ته ښه ځير سو نو د اسلامي هيوادونو ختيځ ترين ګوټ يا ليري ختيځ هماغه د اندونيزيا هيواد دئ . اندونيزيا د سلګونو غټو او کوچنيو ټاپوګانو لکه جاوا ، سوماترا ، بورينو ، سايبل او نورو څخه جوړ سوی دئ . که د سهار آذان په نظر کي ونيسو نو لومړی د سيمه ييز وخت مطابق پر پنځه نيمو بجو د هيواد په ختيځو ټاپوګانو کي د زرګونو مسجدونو د منارو څخه د سهار آذان راپيلېږي . دا مهال هغه مسلسل لوېديځو ټاپوګانو ته پسې راتېرېږي . په څه باندي یو ساعت کي جاګارتا، سايبل او سوماترا ته رسېږي او ټوله مغربي اندونيزيا د آذانونو په څپو کي لاهو کېږي . بايد وويل سي چي کله په ختيځه اندونيزيا کي د سهار پنځه نيمي بجې وي او آذانونه جاري وي نو هلته د بنګله دېش په مرکز ډاکه کي د شپې دوه نيمي بجې وي . کله چي د لوېديځي اندونيزيا څخه د سهار د آذان څپې د وتلو په حال کي وي نو هلته د ماليزيا سهار راپيلېږي او دا ملکوتي ږغونه د دې هيواد بېلابېلو ښارونو ته درومي . د ماليزيا څخه د دې انګازو د وتلو سره سم هغه مالي او برما ته ور تېرېږي . د جاګارتا څخه تر درو ساعتو وروسته د الهي وحدانيت د شعارونو دا ستره څپه ډاکې ته رسېږي او د بنګله دېش په سلګونو زره مسجدونه دا مشعل اخلي او ټول بنګله دېش ته يې رسوي . د بنګله دېش څخه دا ستره څپه لوېديځ هند ته ور اوړي او کلکته په دې نور سره روښانه کېږي او بېله ځنډه کشمير او نورو برخو ته درومي . بلخوا ، ممبی او ټول هندوستان ته خپرېږي او سمدلاسه  د پاکستان شمال ته پسې ور اوړي . د سيالکوټ څخه تر کوئټې ، کراچي ، ګوادر پوري څلوېښت دقيقې فرق دئ . په دې موده کي د سهارنيو آذانونو دا ستر توپان ټول پاکستان په بر کي نيسي او ډېر ژر افغانستان ته را تېرېږي څو چي  نيم ساعت دا هيواد منور کوي . په منځنۍ آسيا، اېران ، مسقط کي د آذانونو لړۍ يو په بل پسې راپيلېږي . د مسقط څخه تر بغداد پوري يو ساعت فرق دئ او په دې موده کي د دې دوو ښارونو تر منځ د زرګونو جوماتونو له منارو څخه د سهار آذان فضا ته خپرېږي . دا مهال په سعودي عربستان ، يمن ، متحد عربي اماراتو ، کويټ او عراق کي د آذانونو ستر موج ټوله سيمه تدريجاً پر سر اخلي څو چي د مصر سکندريې ته رسېږي . د بغداد او سکندريې تر منځ يو ساعت فرق دئ او په دې موده کي د آذانونو دا عظيمه څپه مصر ، سوريې ، فلسطين ، لبنان ، سوماليا او سوډان ته ځي او د زرګونو مسجدونو څخه انعکاس مومي . بلخوا ، د مصر سکندريه ، او د ترکيې استانبول پر يو طول البلد واقع دي . د ختيځي ترکيې او لوېديځي ترکيې تر منځ يو نيم ساعت فرق دئ او په دې موده کي د توحيد دغه ږغ د زرګونو مسجدونو د منارو څخه خپرېږي . هلته د سکندريې څخه د ليبيا تر مرکز طرابليس پوري يو ساعت فرق دئ او دا مهال په شمالي افريقا کي د توحيد او رسالت ازانګې د زرګونو مسجدونو څخه د هوا څپو ته خپرېږي . په الجزاير کي لا د آذانونو دا لړۍ ختمه سوې نه وي چي نايجريا ، مراکش ، موريتانيا او سنيګال ته ورتېرېږي .

            که د مځکي په دې څه باندي نيمه کره کي هر مسجد له بل نه لس کيلومتره ليري وبولو او هر آذان پنځه دقيقې په بر کي ونيسي ، نو د لومړني مسجد آذان به لا پای ته نه وي رسېدلی چي د دوهم جومات آذان به پيل سي . په دې حساب د آذانونو دا لړۍ هيڅ ختمېدونکې نه ده او هره شېبه بېله کومي وقفې څخه مسلسل جريان لري .

            هو ! د اندونيزيا څخه چي د ( الصلاة خيراً من النوم ) دا ستره او پراخه څپه راپيل سوې وه ، څه نا څه نهه نيم ساعته وروسته د بحر الکاهل ختيځو سيمو ته رسېږي ، له دې ځايه لا هغه اروپا او بيا شمالي امريکا ته نه وي رسېدلې چي هلته په اندونيزيا کي د ماپښين آذان راپيلېږي . دا ستره څپه پر عين هماغه خط السير باندي پايښت مومي او تر همدې نقطې لا نه وي رسېدلې چي د اندونيزيا د مازيګر آذان شروع کېږي . هغه پر نيمايي لاره وي چي شا ته ( په اندونيزيا کي ) د ماښام آذان را پيلېږي . هغه هم نيمه لاره نه وي طی کړې ( يعني تر ختيځ بحر الکاهل او شمالي افريقا پوري نه وي رسېدلی ) چي په اندونيزيا کي د ماخستن آذان شروع کېږي . تر څو چي د ماخستن د آذانونو دا لويه څپه افريقا ته رسېږي هلته د ختيځي اندونيزيا د جوماتونو له منارو څخه يو ځل بيا د سهار د آذانونو چمتوينه کېږي .

            که موږ دغه دوراني لړۍ ته ښه غور وکړو ، نو معلومه به سي چي د مځکي د کرې پر مخ هيڅ داسي دقيقه ، ثانيه او شېبه نسته چي د هغه په ترڅ کي په سلګونو زره مؤذنان پر يو وخت د ( الله اکبر ) او ( اشهدان لااله الا الله ) اغېزمن الفاظ د هوا په څپو کي خپاره نه کړي .

            د آذان د ستري څپې دا بهير خو صرف د اندونيزيا څخه د شمالي افريقا تر سواحلو پوري و ، چي موږ وڅېړی . که اروپا او شمالي امريکا هم پر ور زيات کړو نوانسان به د حيرانۍ له مخي اعتراف وکړي ، چي د مځکي د کرې په هره برخه کي ۲۴ ساعته هره ثانيه د ( الله اکبر ) ملکوتي ږغ پرله پسې جريان لري . هو! دا لړۍ چي ۱۴۰۰ کاله پخوا راپيل سوې ، تر قيامته به نوره هم انشاالله مضبوطه پسې تکرار او غبرګېږي . والسلام ، ( ن . صمد )

منبع : د لیکوال اثر : ( قرآنی ریاضی ) ؛ ۲۰۰۹ ؛ صفحې : ۱۲۴ ـ ۲۷ .

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.