د روژې اوومه تحفه —- ډاکټر نثار احمد صمد

 

 

د روژې اوومه تحفه

 

 

تهیه کونکی : نثار احمد صمد

 

رسول الله (ص) فرمایی : « څوک چی د الله لپاره یوه روژه ونیسی ، نو الله یې د اویا کلونو په اندازه د دوږخ له اوره لیری کوی » . نو څومره به ښه وی چی د هغه ذات امر عملأ ومنو چی ژوند او هر هغه څه یې راکړي دي چی همدا نن یې لرو ! دا هم د اوومی روژې لپاره اوومه تحفه ؛ ( ستاسو د دعاوو محتاج : ن . صمد )

 

شپږ ډوله کسان دوږخي دي

رسول الله (ص) فرمایلی دي چی شپږ ډلی خلک د خپلو کرغیړنو اعمالو له امله دوږخ ته اچول کیږی :

۱ ـ واکمنان او حاکمان د ظلم او ستم له امله ؛

۲ ـ عرب د قوم پرستۍ له امله ؛

۳ ـ شتمن او ځواکمن کسان د خپل غرور او تکبر له امله ؛

۴ ـ سوداګر او تاجران د خیانت او خطا ایستلو له امله ؛

۵ ـ کلیوال خلک د خپل جهالت له امله ؛

۶ ـ علمأ د حسادت له امله [ مطلب د هغو علماوو څخه دی چی د دنیا او مقام په خاطر یو له بله حسد کوی ، که عالم د دنیا او دولت څخه بې نیازه وی اوفقط د آخرت غوښتونکی وی نو بیا نه د چا سره حسد کوی او نه بل د ده سره حسد کوی ] .

هو ، په رښتیا هم که واکمن ظالم سی ، عرب ځانونه پر عجمو بهتر وګڼی ، بډایان په خپل ثروت مغرور سی ، تجاران ، کاروباریان او دکانداران مشتریان خطاباسی ، کلیوال د علم تلاښ ونکړی او علمأ له حسادته کار واخلی نو بیشکه چی د امت روانه کښتۍ به د ډوبېدو خواته ځی لکه همدا اوس چی ده . البته د خلاصون بهترینه چاره دا ده چی د رسول الله (ص) په دغو لارښوونو د زړه له اخلاصه عمل وکړو چی نه پانګه غواړی او نه پور ، نه مرسته غواړی نه زور . بلکی صرف او صرف یوه صادقانه اراده غواړی او بس .  

 

دغه او هغه اور

کله چی د بوکس نړیوال اتل محمد علی کلې په ۱۹۷۰ لسیزه کی مسلمان سو ، نو یو جهانی محبوبیت یې حاصل کړ . محمد علی وروسته له دې ډیر متقی او عابد مسلمان و .

یوه ورځ یو چا پوښتنه ځنی وکړه چی ته خو په ملیونونو ډالره او هر ډول نعمتونه لرې ، هر ډول عیش او عشرت او آسانتیاوی درته آماده دي ، هر ډول قمار ، ساعتیری ، نجونی او شراب درته مهیا دي . آیا ته د دغو ټولو لذتونو څخه خوند نه اخلې او آیا کله کله دغو شیانو ته مراجعه نه کوې ؟

محمد علی کلې دا مهال د جېب څخه اورلګیت را وکیښ او هغه یې ورښکاره کړ ، او داسی یې ورته وویل : کله چی می کومی ګناه ته میلان پیدا سی ، نو د دغه اورلګیت یوه خاشه ولګوم او خپله یوه ګوته ورته ونیسم چی یو څه وسوځی . نو د سوځېدلو دغه حالت سمدلاسه د دوږخ اور را په یاد کړی او ځای پر ځای د ګناه آن تصور لا هم را څخه ورک سی . دا چی د دې دنیا د یوې خاشې دومره بې طاقته اور دی ، نو د هغې دنیا یعنی دوږخ د اور به څه حالت وی ؟ نو همدا اورلګیت زما خبردارﺉ او پوهاوﺉ دی او ځکه نو سخت احتیاط کوم .

هو ، لویدیځ وال چی کله په اسلام مشرف کیږی ، نو په همدغسی تقوا ، ایمان او صداقت سره اسلام خپلوی او هغه هضموی لکه بلال فلپس ، عبدالرحیم ګرین ، یوسف ایسټیس ، ګیری میلز ، مرحوم جادالله قرآنی او په سلګونو نور پرهیزګاران . الله (ج) دی هغو مسلمانانو ته هم دغسی اسلامی روحیه او جذبه په نصیب کړی چی له ذاته مسلمانان دي تر څو د تش په نوم اسلامیت څخه اصلی او واقعی اسلامیت ته ارتقا وکړی .

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *