د روژې نهمه تحفه — ډاکټر نثار احمد صمد

 

 

د روژې نهمه تحفه

 


تهیه کونکی : نثار احمد صمد

 

درنو لوستونکو ، روژه یوازی بدني اړخ یعنی د خوړلو ، څښلو او جماع څخه ډډه نه ده ، بلکی معنوی او اخلاقی اړخ هم لری چی هغه د زړه ، دماغ او ژبی کنټرول دی . غیبت کول ، درواغ ویل ، سترګی او غوږونه د ناروا څخه نه کنټرولول او د هر ډول حرامو څخه نه پر شا کېدل روژه ماتوی . حدیث دی چی : ځینی کسان داسی روژه نیونکی وی چی د خپلو روژو څخه یې صرف لوږه په نصیب وی او بس . نو د دغسی بدلون او سمون په هیله د روژې نهمه تحفه قبوله کړﺉ ( ن . صمد ) ؛ مأخذ : د لیکوال ناچاپه اثر ( اخلاقی کنایې ) .

 

 

درې ایمانی عادتونه

 

یحیی بن معاذ (رح) فرمایی چی که درې ایمانی عادتونه ولرې نو د محسنانو ( الله خوښونکو ) په ډله کی به حساب سې :

لومړی ـ که نسې کولای چی خلکو ته ګټه ورسوې ، نو زیان مه ور رسوه ؛

دوهم ـ که نسې کولای چی خلک خوشاله کړې ، نو خوابدي کوه یې مه ؛

درېیم ـ که نسې کولای چی د خلکو تعریف او صفت وکړې ، نو بد یې هم مه بیان کوه .

هو ګرانه لوستونکې ! که موږ او تاسی عمیقأ متوجه سو ، دا څومره پخه خبره او د کاڼی کرښه ده . که چا ته ګته نه رسوو ، ولی یې زیانمن کړو ؟ که څوک خوشالولای نسو ولی یې ناحقه خپه کړو ؟ که د چا ښه نه وایو ، بد یې ولی باید ووایو ؟  نو که موږ او تاسو په رښتیا هم دغه درې عادتونه خپل کړو څومره به وجدانأ آرام او د الله د رضایًیت وړ یو ؟!  د دغو عادتونو لرل په بیه نه بلکی مفت دي ، صرف را اخیستل غواړی .

 

 

که دا نه کیږی ، هغه وکړه

 

یو پوه حکیم داسی ویلی دي : اې انسانه ! که ته درې عملونه نسې کولای ، نوبیا درې نور عملونه اجرا کړه ، یعنی :

لومړی ـ که د نورو سره نیکی نسې کولای ، نو د بدۍ څخه پرهیز وکړه ؛

دوهم ـ که خلکو ته ګټه نسې رسولای ، نوهغوی د خپل شر څخه وژغوره ؛

درېیم ـ که روژه نسې نیولای ، نو د خلکو غوښی مه خوره ( یعنی غیبت مه کوه ) .

هو ،  د اسلامیت او انسانیت دا حُکم دی چی د چا سره بدي ونکړو ، شر ور پیښ نکړو ، او غیبت یې ونکړو . په درېیمه ماده کی یوه ډیره عمیقه او باریکه فلسفه پرته ده چی د سړیتوب اساس دی . په رښتیا هم که دا درې عملونه اختیار کړو ، نو ځان او جهان به مو آرام ، هوسا او خوشاله وی . نه به تشویش وی او نه هم پریشاني ؛ بلکی خوښي ، تازه ګي او کامیابي به وی انشاالله .

 

پاتی نوری برخی

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *