د روژې اتمه تحفه — ډاکټر نثار احمد صمد

 

 

د روژې اتمه تحفه

 


تهیه کونکی : نثار احمد صمد

 

ګرانو دوستانو ، د تیر کال روژه خو د سترګو په رپ کی تیره سوه . څومره خپلوان ، دوستان ، ملګري او نا آشنا کسان سږ کال نسته او تر تورو خاورو لاندی دي ؟ څه ضمانت سته چی موږ او تاسو به روانه روژه پوره کړو ؟ آیا آینده روژه به ژوندي یو ؟ آیا دا به مو وروستۍ روژه نه وی ؟ څوک یې ضمانت کولای سی ؟ نو راځی چی دا ثابته کړو چی موږ د نفس بنده نه بلکی د نفس واکوال یو . په همدې تمه د روژې اتمه تحفه درته وړاندی کوم ( ن . صمد )

 

 

حسد اول حاسد زیانمن کوی

 

ابو اللیث (رح) فرمایلی دي چی حسد تر ټولو بدیو خطرناک دی . ځکه ، مخکی له دې چی د حاسد اثر پر محسود ولویږی ، حاسد پخپله په پنځو شیانو مبتلا کیږی :

لومړی ـ غم او پریشاني یې نه ختمیږی ؛

دوهم ـ په داسی مصیبت مبتلا وی چی هیڅ ثواب نلری ؛

درېیم ـ حاسد د هر چا د توصیف نه بلکی بد ویلو وړ وی ؛

څلورم ـ حاسد په دې کار سره خدای له ځانه ناراضه کوی ؛

پنځم ـ د توفیق دروازه پر حسود باندی تړل کیږی .

هو ، په رښتیا هم دا هره ښېګڼه او الهی پیرزوینه ډیره حیاتی ده خو حاسد یې وړیا له لاسه ورکوی . نو طبعأ باید خوار ، ذلیل او تل غمجن ، د الله د عذاب وړ او دین او دنیا یې خرابه وی . اسلام په دینی علم کی د رغنده حسد څخه پرته نور هر ډول حسد منع کړی دی . خو نن موږ په سترګو وینو چی حاسدان دومره مقابل لورﺉ نه زیانمن کوی څومره چی خپل ځان زیانمنوی او په لوی لاس خپل زړه خوری . نو الله دې یې اصلاح کړی .

 

 

د روح او جسم دعوه

حضرت ابن عباس (رض) فرمایی چی روح د جسم سره دعوه کوی او داسی ورته وایی : هر څه چی سوي دي ، تا کړي دي . جسم بیا داسی ورته وایی : تا به هدایت راکاوه . تا چی به کوم عمل ښه راته و اېساوه ما به هغه کاوه .

د جسم او روح د خپل منځي استدلال د قضاوت لپاره لوی خدای یوه ملایکه رالیږی چی هغه دواړو ته داسی وایی : ستاسو دواړو مثال داسی دی لکه کوم ګوډ چی ړانده ته ووایی چی ما یو ځای میوه لیدلې ده خو نسم کولای چی هلته ورسم . ړوند ورته ووایی چی ته زما پر ملا سپور سه او هغه میوه وشکوه .

فرشته د دې تمثیل څخه وروسته روح او جسم ته داسی وایی : اوس راته ووایاست چی د دغو دوو کسانو څخه کوم یوه له حده تیری کړی دی ؟ نو روح او جسم ورته وایی چی دواړو برابر تیرﺉ کړی دی .

دا مهال فرشته ورته وایی چی تاسو دواړو هم یو بل ته هدایت کړی دی ، یعنی جسم د روح د انتقال وسیله وه او روح هم د جسم له پاسه سپور و . نو ځکه دواړه برابر مقصر ، ګناهکار او مجرم یاست .

هو ، الله تعالی دومره مهربان او رحیم دی چی تر زکندن پوری توبه قبلوی او موقع راکوی . د مړینی او زکندن پر مهال نور نو د توبې دروازه تړل کیږی . ځکه به نو هر مجرم ، جنایت کار ، قاتل ، زانی ، ظالم ، حق خور ، ګنهکار او فاسد انسان د خپلو ګناهونو په سمندر کی ډوبیږی او د خپل عمل په سزا به رسیږی . خو بیا هم وختی دی ، باید پرې نږدو چی ناوخته سی او د توبې دروازه راڅخه بنده سی .

 

پاتی نوری برخی

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.