روژه اونوی ساينسي څیړنی (۶) — عبدالغفار جبیر

 

 

روژه اونوی ساينسي څیړنی (۶)

 

 

لیکوال: عبدالغفار جبیر

 

په نورومذهبونوکی روژه

 

په هندومذهب کي روژه:

په هندومذهب کی هرکال ځینی ورځې دتزکیة النفس(دنفس دپاکوالې) په موخه ټاکلې شوې اوروژه پکښې نيول کیږی، په عمومی ډول سره هغه ورځې چي دعبادت اونیرا(دعا) ورځې دی، چي په دې ورځوکې روژه نیول اړینه ده خواختیاري ده، دهندوانوددرومذهبی ورځوڅخه چي روژه پکښې نیول کیږی یوه هم د(ویکنتاایکاوشی) ورځ ده چي (وشنو) پکښې روژه نیولې وه۔

په لرغونی مصرکی روژه:

په لرغونی مصرکی هم داسی ډېرې ورځې وې چي روژې پکښې نېولې کېدلې، اوپکښې اړینې وې؛ چي په دې ورځوکې دفرعونیانوپه دوره کښې مخلتفې ورځې وې، چایوه ورځ ټاکلې وه اوچابیابله ورځ ، پاته دې نه وی چي دلرغونې مصردروژونیولووختونه هم مختلف وه۔

په لرغونی يونان کی روژه:

په یونانی ټولنه کی هم دمصرپه شان روژه رواج اودودوه، اوحتی په ځینوورځوکی ئې خلک مجبورول چي ضروربه روژه نیسی، داچي دیونانیانوروژه دکوم وخته اوترڅه مهاله پوری وه دالاجوته نه ده، دتاریخ په پاڼوکې یوشی څرکنددی اوهغه داچي دیونان دښځوپه دریمه ورځ(تهسموفیریا) باندی روژه ضرورنیول کېده۔

دپارسی په مذهب کی روژه:

دروژونیول په ځینوټولونواومذهبونوکی جبری اوضروری وه، خوپه ځینومذهبونوکی بیاروژه یواځی ترمذهبی مشرانوپوری محدووه اوځانګړې وه ، دبېلګې په ډول سره په پارسی مذهب کی؛ مولاناسیدسلیمان ندوی رحمة الله علیه په سیرت النبی صلی الله علیه وسلم کی لیکلی دی:

دپارسیانوپه الهامی کتاب کی دیوه ایات څخه داجوتیږی چي روژه دوی نېوله اوحکم ئې ښکاره دی ۔ که دتاریخ وپاڼوته راشونوداراته معلومیږی چي په پارسیانوکی روژه یواځی دمذهبی مشرانولپاره اومذهبی موخولپاره وه، په ځانګړی ډول سره د(پنجساله) روژه۔

روژه په عيسايت کی:

په عیسایت کی روژه شته، په بایبل کی ایاتونه شتون لری، اودعیسایانودکلیزی مطابق په عیسایت کی روژې په لاندی ډول سره بیان شوی دې:

۱: مسيحی روژه:

حضرت عیسی علیه السلام دنبوت څخه مخکی څلویښت ورځې روژه ونیول، چي ودې روژې ته دکفارې روژه هم وایی، چي داروژه په موسوی شریعت کی فرض وه؛ لکه څرنګه چي عیسایت په هردروکی بدلون موندلی اوتحریف شویدی نوځکه ددې روژې په هکله پکښې ډېرڅه نشته۔

۲: دپولس روژه:

په لومړی سرکی پولس چي دعیسایت بنسټ ایښودونکی دی، اوله اره (اصله) یهودي وو،  داروژه ئې دکفارې دروژې په نامه سره یاده کړله اوپه پابندۍ سره ئې نیوله۔

په بایبل کی راځی: خوهرکله چي روژه نیسی نوخپل سرغوړوی اومخ وینځی ددې لپاره چي څوک داونه وایی چي ګنی ستاروژه ده۔

(متی، شپږم باب، روژې په بابت تعلیم، ۱۷: ۱۸)

همدارنګه په بایبل کی دروژې ایاتونه زښته ډېردی لکه په یسعیاه (۵۸ باب)، دوهم سموئیل (۱۲ باب) اوداسی نور۔۔۔

مولاناسیدابوالحسن ندوی رحمة الله علیه لیکی: دپولس دمرګ څخه (۱۵۰) کاله وروسته خلکودروژې دنیولوقوانین مضبوط کړل اودروژې دنیولوسره ئې شوق اوذوق پیداشو چي داروژه نیول په ډېروکلیساوکی رواج وموندی۔

۳: ايرنس روژه:

دایرنس روژه پرڅوډوله وه، یوه ورځ روژه نیول، دوې ورځې روژه نیول اوپه مسلسل ډول سره (۴۰) ورځې روژه نیول، چي داترډېره وخته پوری رواج وه، چي بیاوروسته ورڅخه صرف نظروشواود کلیساو و واکمانانو ورته شاکړل۔

۴: دصليب روژه:

دصلیب روژه دجمعې په ورځ وه،داځکه چې عیسایان وایی چې موږسیدنا حضرت عیسی علیه السلام په همدې ورځ صلیب کړ، اوداورځ دوی د(جمعة العظیم) یادلویې جمعې په ناسره لمانځی اوترډېره وخته پوری ئې په عیسایت کی رواج ، مقبوله اومشهوره وه۔

۵: دبيپتسمې روژه:

 بیپتسمه څه شی ته وایی؟داهغه مراسم دی چي کله یوسړی غواړی چي عیسایی شی نوبیابیپتسمه ورکوی اوخپله ددې په هکله په بایبل کی راځی:

ددې معنی په اوبوکی غوټه کېدل دی، داپه معنوی یااصطلاحی توګه کېدای شی، دیهودانوډلودپاکۍ لپاره په اوبوکی غوټه کېدل۔

 (جیبی انجیل چاپ ۱۹۹۶، دټکوفهرست ۶۱۱ پاڼه)

نوکله چي یوڅوک بیپتسمه کوی دوې یادرې ورځې روژه نیسی اوبیالامبی۔

۶: دکليساروژې:

په کلیساکې تردوهمې پېړۍ پوری دروژې کوم اصول اوقوانین نه وه اوپه پنځمه پېړۍ کې څه اوصول اوقوانین ورته وضع کړل شول، په شپږمه پېړۍ کې دروژې نیول یوجبری کارشو؛ خوپاته دی نه وی چي په کلیساکې دروژې دپیل اوختم وختونه مختلف وه، دمختلفوکلیساووترمینځ مختلف قوانین اوشرایط وه، دبېلګې په ډول سره چادچرګ په اذان روژه ماتوله اوچابیاکله به چي ښه تاریکه شول اوستوری به ښکاره شول نوبیابه ئې روژه ماتوله اوداسی نور۔۔۔

۷: دفسح داختر(ايسټر) روژه:

دفسح اخترڅه ته وایی؟

هغه میله چي اسرائیل ئې دپسرلی شروع ته دوه اونۍ وروسته په دې خوشحالۍ کی کوی چي ددوی مشران خدای په مصرکی دغلامۍ نه خلاص کړل۔ (خروج ۱۲: ۱ـ ۲۷) (انجیل، ۱۹۹۶، دټکوفهرست، ۶۱۳ پاڼه)

 

نوربیا…

په اسلامي پاکه مینه ستاسوورور

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *