روژه اونوی ساينسي څیړنی (۷) — عبدالغفار جبیر

 

 

روژه اونوی ساينسي څیړنی (۷)

 

لیکوال: عبدالغفار جبیر

 

روژه په يهوديت کی:

۱: دبابل په وخت کی روژه په یهودیت کی دغم اوماتم نښه وه، دبېلګې په ډول سره که چيری دیوې خطرې اویابل ناورین خبریوکاهن ورکاوه، نوروژه نیول اړینه وه اوکه په کومه سیمه کی چاروژه نیوله نوخلکوبه داسی انګیرله چي دلته یوغم شتون لری اویاهم یوناورین اوبده پېښه راتلونکې ده؛ چي داروژې په یهودیت کی په اختیاري روژوسره هم یادېدلې۔

۲: کله چي به پریهودوباندی څه طبعي افات راغلل، لکه قحطې، وچکالی، طوفانونه، ناروغیانې اومرګونه نودوی داسی ګمان کاوه چي خدای جل جلاله ناراضه شویدی، نودوی ددې افاتواوکړاوونودله مینځه وړولوپه موخه روژې نیولې ترڅوخدای جل جلاله راضی کړی، اوداروژې دخپلوګناهونوکفاره وګرځوی۔

۳: په یهودوکی دچادمرګ پرمهال اویاهم دنوی پاچاه دراتګ پرمهال روژه نیول هم دود وه۔

په عمومی ډول سره په یهودوکی روژې مختلفې وی، ځینی یهودی علماء په دې اندوه چي دهغې ورځې روژه نیول ضروری ده چي دوی دغلامۍ څخه ازادشول چي داروژې یهودوفرض بللی، اودیهودومذهبی کتاب (تالمود) کی ددې کتاب علماء وایی چي دغلامۍ پرمهال چي کومې ورځې دروژې لپاره ځانګړې شوی وې هغه لازمي (فرض) وې اوهغه روژې چي دازادۍ پرمهال نیول کیږی هغه اختیارې روژې دی۔

۴: په یهودوکی ځینې روژې چي ټولې (۲۵) دی دیادګارپه ډول سره نیول کېدې، ځینې پيښې داسی شویدی چي یهودغواړی دهغوورځولمانځنه وکړی اودهغوحال یوځل بیاوخلکوته راپه یادکړی چي مخکی تېرشویدی، چي دوی په دې ورځوکی هم روژې نیسی اوداروژې هم اختیاري دی۔

۵: دیهودوپه مختلفوقبیلوکی مختلفې روژې شته، هرقبیله وځانته ځانګړی روژې لری، داروژې دهرې قبیلې پرکړاوونو باندی ولاړې دی، داروژې دهرې قبیلې ، سیمې، مذهبی دود اومشکلاتوسره فرق لری، چي داروژې په عمومی ډول سره دخوښۍ اوکله هم دغم سمبول دی۔

۶: یهود په مجموع کی د نوی کال(نوروز) روژه ضرورنیسی، چي داددوی عام مذهبی رواج دی۔

۷: دیهودوټولې روژې دیهودودعلماءو په کنترول اوواک کی دی، کله چي یومصیبت راځی یایوافت راشی نومذهبي علماء ئې وخلکوته وایی چي روژه ونیسی؛ لکه څرنګه چي یهودیت هم دعیسایت په شان دخرافاتواوتحریفاتونه ډک دی اوهرعالم ئې بېل نظراوقوانین لری، نوځکه دروژې احکام په یهودیت اوعیسایت کی په هرکال کی بدلون مومی؛ چي په اینده کی به کېدای شی دروژې ټول احکام ختم شی۔

۸: په یهودوکی ځینی داسی روژې دې چي انفرادی اوشخصی روژې دی، داروژې دهرچاخپله خوښه اواختیاردی، چي عموماپه دې روژوکې تاریخې پیښې ارزښتناکه رول لری۔

۹: په عمومی ډول سره داختردورځې روژه نیول په یهودوکی منع ده، البته دیهودومذهبی کتاب (تالمود) په دې ټینګارکوی چي که په دې ورځ روژه ونیول شی نوکفاره ئې بایداداء کړل شی، اوځینی په دې انددی چي که یوڅوک داختردورځې روژه نیسی دایواځی ومذهبی خلکوته جوازلری، اوښه به داوی چي دروژې نیولوپرځای کفاره ورکړل شی۔

۱۰: په یهودوکی یوه بله روژه هم نیول کیږی اورواج ده، هغه دبېرېدواوډارپرمهال ده، چي مطلب ئې دادی چي که چيری یوڅوک وبېرېدی اویائې بدخوب ولیدی ، نوپه دغه وخت کی هم روژه نیسی۔

۱۱: لکه څرنګه چي دیهودومختلفې روژې دی نوپه همدې شان ئې وختونه هم بېل اومختلف دی، ځینی روژې داسی دی چي دلمرختوڅخه ترستوروښکاره کېدوپوری دی، اوځینی روژې بیاداسی دی چي دماښام څخه ترماښامه پوری دی؛ خوپه مجموع کی دیهودوروژه کوم خاص قوانین اومذهبی احکام نلری، دوی اوس اکثره وخت دروژوپرځای کفاره ورکوی، اوروژه نیول ورځ په ورځ خپله کډه کوی۔

نوربیا…

په اسلامي پاکه مینه ستاسوورور

 

پاتی نوری برخی

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *