د روژې څوارلسمه تحفه — ډاکټر نثار احمد صمد

 

 

د روژې څوارلسمه تحفه

 


تهیه کونکی : نثار احمد صمد

 

روژه د ټولو آسمانی ادیانو د ظهور میاشت ده . روایت دی چی ټول الهی کتابونه په روژه کی نازل سوي دي : پر ابراهیم (ع) باندی صحیفې په روژه کی نازل سوي دي ؛ پر موسی (ع) باندی تورات د روژې پر شپږمه نازل سوی دی ؛ پر داؤد (ع) باندی زبور د روژې پر اتلسمه نازل سوی دی ؛ پر عیسی (ع) باندی انجیل د روژې پر دیارلسمه نازل سوی دی ؛ او پر محمد رسول الله (ص) باندی قرآن د روژې د لیلة القدر په شپه نازل سوی دی . نو دا هم د څوارلسمی روژې لپاره څوارلسمه تحفه ( ن . صمد ) .

 

 

د بدۍ په بدله کی سوغات

 

یو چا حسن بصري (رح) ته داسی وویل : فلاني شخص ستا غیبت کاوه . حسن بصری (رح) هم د دې خبری په اورېدو سره د تازه خرماوو څخه ډکه سَوَده هغه ته وروړه او داسی یې ورته وویل : خبر سوم چی خپلی نیکۍ دی ما ته رابخښلی دي ، نو د هغه په عوض کی دغه معمولی خدمت لطفأ قبول کړه او دا چی نسم کولای ستا نیکۍ ټوله جبران کړم نو معذرت غواړم .

هغه سړي چی دا اخلاقی کنایه واورېده ، پوه سو چی د ده غیبت یې کړی دی او دا یې بدله ده . بس له همدې شېبې څخه له غیبته بېزاره او نور نو اصلاح سو .

هو ، قرآن او حدیث د یو چا لخوا د بل چا غیبت کول او هم د عیب لټونکې لخوا د بل عیب لټونه د دغه شخص لخوا د خپل مړه ورور د غوښو خوړلو سره تشبیه کړې ده . دا څومره پست او حیوانی عمل دی چی څوک د خپل مړه ورور غوښی وخوری . خو موږ او تاسی یې وینو چی ډیرﺉ کسان د غیبت داسی معتاد سوي دي لکه د سګریټو یا نسوارو . تقریبأ هیڅ داسی مجلس به و نه وینو چی له غیبته خلاص وی . نو څومره به ښه وی چی سر له همدې لحظې خپل دغه بد بویه او متعفن عادت له ځانو لیری کړو او د خپلی ژبی څخه د کلا کار واخلو نه د بلا .

 

 

د مرګ آرزو

 

حضرت علیم کندی وایی چی : زه یوه ورځ د ابو عبس غفاری سره پر بام ولاړ وم . کله چی هغه یو قوم ولیدﺉ چی د وبا له بیری یې له ښاره کډه کول ، نو داسی یې وفرمایل : « اې وبا ! ما ځانته در وبوله . » هغه دا جمله درې واره تکرار کړه . کله چی ما د ده خبره واورېده نو ورته ومی  ویل چی : آیا نه دی دي اورېدلي چی رسول الله (ص) به فرمایل چی هیڅوک باید د مرګ آرزو ونکړی ، ځکه چی د مړینی پر مهال د انسان اعمال قطع کیږی او د دې موقع له لاسه وځی چی توبه وباسي او د خدای رضا حاصله کړی ؟

هغه راته وویل چی : ما د پیغمبر (ص) څخه اورېدلي دي چی مخکی له دې چی دغه شپږ پیښی رامنځته سی مرګ وغواړﺉ :

۱ ـ د احمقانو حکومت ؛

۲ ـ د پست او نامرده کسانو ډیرښت ؛

۳ ـ د عدالت او قضا پلورل ؛

۴ ـ د انسان وژل عادی کېدل ؛

۵ ـ د صلهً رحمی نه مراعاتول ؛

۶ ـ د قرآن د ویلو او اورېدلو رواج د آوازې په توګه ( ابن عبدالبر ، مروزی ، احمد ، طبرانی ) .

هو ، آیا نن پورتني شپږ واړه موارد په تقریبأ ټولو اسلامی هیوادو کی مسلط نه دي ؟ کوم اسلامی هیواد د دغو خبایثو څخه مبری او پاک دی ؟ پر کومه اسلامی ټولنه ( لږ یا ډیر ) نوموړي فتنې او دسیسې خپرې نه دي ؟ که موږ خپل شا وخوا نظر واچوو ، نو همدا حالت به عملأ نافذ او قابض ووینو . همدا علت دی چی نه دعاوی قبلیږی ، نه ګناهوی لږیږی ، نه اوضاع سمیږی ، نه فتنې کمیږی او نه عذاب ورک کیږی . خو که هر فرد اول له ځانه بدلون راپیل کړی نو له هره څاڅکې به انشاالله دریاب جوړ سی .

 

پاتی نوری برخی

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.