د روژې نولسمه تحفه — ډاکټر نثار احمد صمد

 

 

د روژې نولسمه تحفه

 


تهیه کونکی : نثار احمد صمد

 

معززو دوستانو ، علماوو ویلی دي چی روژه د الهی مینی او محبت یوه ښه بیلګه ده ، او د الله (ج) یاد ، ذکر او ثنا ډیره وی چی پایله یې اخلاص او صمیمیت دی . هغوی زیاتوی چی روژه د انسان اراده او عقیده ټینګوی او ځکه یې نو عقل پر نفس ( یعنی اضافی خواهشاتو ) غلبه حاصلوی او واقعی انسان او مسلمان ورڅخه جوړوی . نو په همدې هیله د روژې نولسمه تحفه درته تقدیموم ( ن . صمد )

 

 

د ګناه لیکل څنګه ځنډول کیږی ؟

 

د انسان پر راسته اوږه او چپه اوږه دوې ملایکی مقرره دي . د راسته اوږې ملایکه د چپه اوږې پر ملایکه حاکمه ده.

نو کله چی انسان ګناه کوی د کیڼې اوږې فرشته غواړي چی هغه ولیکی خو هغه بله فرشته یې د لیکلو څخه منع کوی او ورته وایی چی تر څو پنځه ګناهونه یې نه وی پوره کړي ، مه یې لیکه . کله چی پنځه ګناهوی پوره سی نو د چپه اوږې ملایکه د هغه بلی څخه د لیکلو اجازه اخلی . خو د راسته اوږې ملایکه یو ځل بیا هغه د لیکلو څخه منع کوی او ورته وایی چی صبر وکړه ، ښایی کوم نیک او ښه عمل وکړی .

دغه انسان چی بله ګناه وکړی نو د چپه اوږې ملایکه بیا د راسته اوږې د ملایکې څخه د لیکلو اجازه غواړی . خو هغه ورته وایی چی د الله تعالی اصول دا دي چی د یوې نیکۍ په بدل کی لس چنده ثواب ورکول کیږی . نو که هغه صرف یوه نیکي وکړی ، په بدل کی به لس نیکۍ ورکول سی حال دا چی پنځه ګناهونه یې کړي دي چی په دې حساب د پنځو نیکیو په بدل کی یې پنځه ګناهونه بخښل کیږی او زه یې په حساب کی پنځه نیکۍ لیکم .

دا مهال شیطان په لوړ ږغ داسی فریاد کوی : نو زه به څنګه پر دغه انسان غالب او بریمن سم ؟

هو ، شیطان خو دا دلسردي څرګندوی ، لاکن اعلان کوی او د الله په عزت قسم اخلی چی زه به د آدم (ع) اولاد تر مرګه هم پرې نږدم چی ګمراه او په ګناه یې ککړ نکړم ، خو الله تعالی بیا هم ورته وایی چی زما دې په خپل عزت قسم وی چی تر زکندن پوری به د هغوی توبه قبلوم . نو ګرانو لوستونکو ، دلته د شیطان لعین سخته دښمني او د الله سبحانه و تعالی سخته مهرباني په اثبات رسیږی او دا موقع راکوی چی بیا هم ناوخته نه دی یعنی مخکی له دې چی مرګ راورسیږی ، توبه وکړو . خو دا چی مرګ به کله راورسیږی بیله الله تعالی څخه هیڅوک هم نه پوهیږی . نو ځکه مرګ تر باڼو هم نږدې دی .

 

 

په قیامت کی پنځه پوښتنی

 

د حضرت عبدالله بن مسعود (رض) څخه روايت دی چي رسول الله (ص)  وفرمايل :  دقيامت په ورځ به انسان يو قدم له مځکي نسي پورته کولای ترڅو چي پنځه پوښتني ترې ونه سي :

اول ـ دعمر په هکله چي په څه کي يې تېرکړی دی ؛

دوهم ـ د ځوانۍ په هکله چي په څه کي يې تېره کړې ده ؛

درېیم ـ د مال په هکله چي په څه ډول يې گټلی وو ؛

څلورم ـ خپل گټلی مال يې په کومو کارونو کي مصرف کړی وو ؛

پنځم ـ کوم علم چي يې حاصل کړی وو ، په هغه يې څومره عمل کړی وو .

هو ګرانه لوستونکې ، هر مسلمان په دې ایمان لری چی مرګ حق دی او ټول انسانان به د هغه مزه څکی . نو که موږ او تاسی په ګرېوان کی وګورو او د ځان سره حساب وکړو ، خپلی ګناهوی ، لهو او لعب تر نظر تیر کړو نو پوه به سو چی په قیامت کی یې ځواب نسو ورکولای . خو باید جدأ متوجه اوسو چی د توبې په انتظار ګناه ته دوام ورکول عادی ګناه په عظیمه ګناه سره بدلوی . نو ښه به دا وی چی عمر مفت راڅخه ضایع نسی ، ځواني عبث راڅخه تیره نسی ، حلالی او حرامی ګټی ته جدنأ متوجه اوسو ، د بل حق و نه خورو ځکه ژوند خورا لنډ دی ؛ خپل مال د خیر او فلاح په کارونو کی مصرف کړو نه د فساد او اسراف په برخو کی ؛ او تر ټولو مهم دا چی په هغه علم سم عمل وکړو چی حاصل کړی مو وی او هرو مرو یې تر نورو هم ورسوو .

 

پاتی نوری برخی

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.