د روژې اتلسمه تحفه — ډاکټر نثار احمد صمد

 

 

د روژې اتلسمه تحفه

 


تهیه کونکی : نثار احمد صمد

 

درنو لوستونکو ، پوهانو ویلی چی معده د ډول ډول ناروغیو کور دی . د دغه کور صفایی او پاکي په همدې میاشت کی کیږی . پوهانو دا هم ویلی چی روژه یوه روحانی توښه ده چی مسلمانان یې د ځانو سره آخرت ته وړی . نو الله دی د روژې پر بشپړ مراعاتولو توفیق راکړی او دا یې هم اتلسمه تحفه ؛ ( ن . صمد )

 

 

یو عمل څنګه بل عمل بشپړوی ؟

 

ځینو علماوو فرمایلی دي چی د قرانکریم درې داسی آیتونه دي چی په هغو کی اول عمل بېله دوهم عمل څخه د منلو وړ نه دی :

لومړی ـ اقیمو الصلوة و اتو الزکوة ( یعنی : لمونځ وکړﺉ او زکات ورکړﺉ ) ؛ لمونځ بېله زکات ورکولو څخه نه قبلیږی ( دا امر د هغو شتمنو لپاره دی چی زکات ورباندی فرض وی ) یعنی د نه اداینې په صورت کی د لمانځه د ثواب او برکاتو څخه محروم کیږی .

دوهم ـ اطیعو الله و اطیعو الرسول ( یعنی : د الله اطاعت او د رسول اطاعت وکړﺉ ) ؛ د رسول اطاعت د الله د اطاعت څخه پرته او برعکس د الله اطاعت د رسول د اطاعت څخه پرته د قبول وړ نه دی .

درېیم ـ اَن اشکُرلی و لِوَالِدیکَ ( یعنی : زما یعنی الله شکر ګذار او د مور او پلار شکر ګذار اوسیً ) ؛ د « شکر والدین » د ادا کولو څخه پرته یوازی د « شکرالله » پر ځای کول د قبول وړ نه دی . لکه څنګه چی : فمن ارضی والدیه فقد ارضی اسخط خالقه ( یعنی : هر څوک چی خپل والدین راضی کړی نو خالق یې راضی کړ ) .

هو ، په قرانکریم کی دغه درې آیتونه څو څو ځله په ګډه ذکر کیږی او علماوو ویلی دي چی د دغو څخه د هر آیت یوه برخه د بلی سره داسی تړلې ده چی هیڅ نه بېلېدونکې ده ، نو ځکه یوه برخه د بلی بشپړونکې او یو تر بله سره لازم او ملزوم دي . الله تعالی په قرآن کی فرمایی چی اسلام ته سم ورشامل سیً ، داسی نه چی یوه حصه یې منیً او بله یې نه منیً او یوه حصه یې تطبیق کوﺉ خو بله یې نه کوﺉ بلکی دغسی کار سخت عذاب په بر کی لری ( آل عمران : ۱۱۹ ؛ البقره : ۸۵ ، ۲۰۸ ؛ التوبه : ۸۶ . ) نو الله دی موږ ټول عملأ هغسی مسلمانان کړی لکه په خوله چی یې ادعا کوو !

 

 

پام او خبردارﺉ

 

علمای کرام په دې ګروهه دي چی د نیوي محبت د دینی محبت سره معکوسأ متناسب دی ، یعنی :

۱ ـ دنیا چی خوښوې ، نو آخرت دي هیروې ؛

۲ ـ ماڼۍ چی خوښوې ، قبر هیروې ؛

۳ ـ پیسې چی خوښوې ، حساب کتاب دي هیروې ؛

۴ ـ ګناه چی خوښوې ، توبه دی هیروې ؛

۵ ـ مخلوق چی خوښوې ، نو خالق دي هیروې .

هو ، هر څومره چی انسان دنیا او دنیوي متاع ډیره خوښوی په هغه اندازه یې د آخرت فکر له دماغه وزی که هغه شتمنی وی یا پرتمینه بنګله ، جایداد او نور ملکیتونه ، او که پیسې وی یا ډول ډول تجملات او نور له اسرافه ډک وسایل او غیر ضروری شیان . اسلامی پوهانو ویلی دي چی آفت درې ډولونه لری : شهوانی آفت ، اقتصادی آفت او سیاسی آفت . خو که څوک د پورتنیو پنځو هوسونو مُرید او معتاد سی ، نو هرومرو به د دغو درو آفتونو په غیږ ورځی کله یو اول او کله بل اول . په رښتیا هم که داسی وی نو هر څه به وران وی ، یعنی د زندګي او بندګي بربادي به وی . اسلام تعادل خوښوی نه افراط نه تفریط . یعنی نه له دنیا لاس په سر کېدل او نه پر دنیا مین کېدل .    

 

پاتی نوری برخی

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.