روژه اونوی ساينسي څیړنې (۲۲) — عبدالغفارجُبیر

 

 

روژه اونوی ساينسي څیړنې (۲۲)

 

لیکوال: عبدالغفارجُبیر

 

خرمادتاريخ په پاڼوکی:

خرماد۶۰۰۰کلونوراهیسی په منځنی ختیځ اوځینی نوروعربی هیوادوکی دودشوی ده، چې له همدې کبله وخرماته لرغونې مېوه هم وایی، لرغون پوهان په دې باوردی چې په لویدیځوعربی سیموکی خرما لومړی هغه څه وه چې دودشول، اوبل شی چانه پیژانده، چې له همدغه ځایه څخه ونوروسیموته لکه افریقا، اسیااوداسی نوروته ئې کښت اووده دودشول، په اروپا کی هسپانویانوپه ۱۷۶۵ میلادی کال کی خرمادمکسیکواوکالفورنیاوخلکوته وروپیژندل؛ په خرماکی تر۴۰۰ زیات قسمونه شته، چې په دې ټولوکی عجوه عربی خرمااوبرنی عربی خرما ښکلې اوخوندوره ده، په لویدیځ کی خرماپه اروزینا، جنوبی کالفورنیااوپه متحده ایالاتوکی هم دودده.

روژه مات په اوبوسره کول

لکه څرنګه چې مخکی موبیان وکړچې فخرالموجودات حضرت محمدصلی الله علیه وسلم دروژه مات لپاره دوه شیان یادکړې وه، لومړی په خُرماسره روژه ماتول چې په پوره تفصیل سره دخُرماپه ګټوباندی دقرانکریم ، احادیث نبوی صلی الله علیه وسلم او دنوې ساینس له نګاه نه ورباندی پوره رڼاواچول شول؛ دوهم شی چې خاتم الانبیاء صلی الله علیه وسلم ورباندی روژه ماته کړې اوامرئې کړیدی هغه په اوبوسره دی، اوس غواړوچې دابوپرارزښت باندی یوڅه رڼاواچوو، اوپاته دی نه وی چي فخرالموجوادت صلی الله علیه وسلم دهرشی امرکړیدی هغه له ګټو، لورینو اورحمت نه ضرورډک دی؛ چې دایونړېواله واقعیت دی چې ټول ساینس پوهان، فلیسوفان، حکیمان، طبیبان، روڼ اندی، مفکرین، سیاستوال، علمی شخصیتونه اودنړۍ مخورکسان ورباندی په یوه خوله دی۔

اوبه په قرانکريم کی:

په عربی ژبه کی واوبوته (مآء) ویل کیږی، چې په قرانکریم کی د(مآء) توری دنطفې لپاره هم استعمال شوی دی، اوکله هم د(مآء) توری ددوږخ دایشولواوګرمواوبولپاره هم استعمال شوی دی۔

په قرنکریم کی داوبوتوری (۶۵) ځلی راغلی دی، اوس زه غواړم چې یوڅوځایه ئې ذکرکړم۔

۱:

له اوبوڅخه موهرژوندی شی پیداکړی دی؟ نوایادوی ایمان نه راوړی؟ (سورت الانبیاء ۳۰)

۲:

هغه (الله) چې ځمکه ئې درته غوړولې ده اواسمان ئې درته چت کړی اوله اسمانه ئې اوبه راورولې اوپه همدې (اوبو) ئې ستاسودروزۍ لپاره هرډول میوې رابهرکړی؛ داچې تاسی په دې پوهیږی نودالله سره سیالان مه ګرځوی ۔ (البقره ۲۲)

۳:¨

له دې تیږوڅخه شته چې وچوی اواوبه (چینې) ترې راووځی۔ (البقره ۷۴)

۴:

اودغه (الله) همغه ذات دی چې له اسمانه څخه ئې اوبه راکوزی کړی اوبیاموږدهغه په وسیله ټول زرغونېدونکی شیان (نباتات) راایستلی دی اوبیاموله هغه څخه شین کښت راایستلی دی۔ (الانعام ۹۹)

۵:

اوپرتاسی ئې داسمان څخه اوبه نازلی کړیدی چې په هغوسره تاسی پاک کړي۔ (الانفال ۱۱)

۶:

الله له اسمانه اوبه وورولې اوپه هرلښتي کی دهغه دوړتیاپه اندازه اوبه روانې شوی بیاکله چې سیلاب راپورته شونوپرسرئې ځګ هم راپورته کیږی۔ (الرعد ۱۷)

۷:

اوته وینی چې ځمکه وچه کلکه پرته وی، بیاچې پرې باران واورووپه ناڅاپی ډول وخوځیږی اوډډه شی اودهرې جوړې ښیرازه شینکي راوټوکوی ۔ (الحج ۵)

۹:

اوالله هرساکښ(ژوندی موجود) له یوډول اوبوڅخه شته کړ۔(النور۴۵)

۱۰: ایاودی نه لیدل چې الله له اسمانه اوبه راورولې دی؟ نودهغوپه وسیله مومیوې په بېلابیلورنګونو۔

۱۱:

اوله ځمکې څخه موچینې جارې کړیدی، نو(دغه) ټولې اوبه دهغه کار(دسرته رسولو) لپاره چې ټاکل شوی و۔ (القمر۱۲)

۱۲: 4

اوله اسمانه مواوبه واورولې بیاپه ځمکه کی مورازرازپه زړۀ پوری شیان شنه کړل۔ (لقمان ۱۰)

۱۳:

الله دی چې اسمانونه اوځمکه ئې پیداکړی دي اوله اسمانه ئې اوبه اورولې دی اودهغه په وسیله ئې تاسی ته له میووڅخه روزې راایستلې ده۔ (ابراهیم ۳۲)

۱۴:

دی هغه ذات دی چې له اسمانه څخه ئې اوبه رااورولې چې ستاسی څښل له دې (اوبو) څخه دی اوله هغې څخه (ستاسی) ونې(اوواښه هم) شته چې په دغووښوکی (خپل څاروي) څروی۔ (النحل ۱۰)

۱۵:

اوموږله اسمانه په یوه ټاکلی اندازه اوبه واورولې نوهغه موپه ځمکه

کښې تم کړې اوموږچې څنګه وغواړوله منځه ئۍ وړلی شو۔(المومنون ۱۸)

۱۶: ایادوی ونه لیدل چې موږاوبه په وچې اوبې ګیاه ځمکه کی جاری کوو؟ نودهغه په وسیله کښت راباسوڅوئې دوی هم وخوری اوڅاروی ئې هم ، ایادوی نه وینی۔ (الاحزاب)

۱۷: اودالله له نښانوڅخه یوه داده چې ته ګوری ځمکه ویده پرته ده نوکله چې موږپرې اوبه واوروونوپه ناڅاپی ډول هغه خوځیږی اوغوړیږی ۔(حم السجده ۳۹)

۱۸:

اوله اسمانه څخه موبرکتناکې اوبه نازلې کړیدی اوپه هغوسره موباغونه اودرېبلووړکښتونه، غلې دانې رازرغونه کړی۔ (ق ۹)

۱۹:

اوپه هغې کې موټینګ اولوړغرونه ځای پرځای کړل اوپرتاسې موخوږې اوبه وڅښلې۔ (المرسلات ۲۷)

۲۰:

اوله اوروونکووریځوموتویېدونکی اوبه راکښته کړیدی۔ (النبا ۱۴)

نوربیا…

په اسلامي پاکه مینه ستاسوورور

عبدالغفارجُبیر

 

پاتی نوری برخی

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *