روژه اونوی ساينسي څیړنې (۲۳) — عبدالغفارجُبیر

 

روژه اونوی ساينسي څیړنې (۲۳)

 

لیکوال: عبدالغفارجُبیر

 

۲۱: اوله هغه وروسته ئې ځمکه وغوړوله له هغې څخه ئې دهغې اوبه اوڅړځایونه راوایستل۔ (النازعات ۳۰، ۳۱)

هرشی په اوبوسره ژوندی دی، یقیناکه انسان دمځکې وکُرې ته ځیرشی اویونظرورته واچوی اوڅه فکراودښکلی تصورمزي وغزوی نودابه ورته جوته شی چې دهرژوندی شی (حیوان اونبات) دټولوژوندپه اوبوپوری تړلی دی، چې دایونړیوال ساینسی ، انسانی اومعقول واقعیت دی هیڅوک ورڅخه سترګې نشی پټولای، دانسان بدن که څه هم غوښه، هډوکې، مالګې اونورڅه لری خوزیاته ونډه داوبوپکښې ده، اوهرڅه چې دی خوری زیاته برخه ئې اوبه دی؛ که چیری په یوه انسان کی اوبه کمی شی یعنی داوبودکموالی (De. Hydration) سره لاس اوګرېوان شی نوانسان دپښتورګو په ناروغۍ (Nephritis) اخته کیږی۔

وبل لورته دانسان (Urea) او (Creatinine) چې زهرجن اوضررې مواد دی په وینه کی ګډیږی، اوډېرژرپه ټوله بدن کی سرایت کوی اوخپرېږی چې له دې څخه وروسته انسان دخطراومرګ وکندی ته غورځول کیږی۔

(Urea) څه شی ده؟

دپروتینودمیتابولیزم څخه زېږنده نایتروجن لرونکی وروستی لوی محصول چې په ینه کی دامینواسیدونواو اموینومی مرکبونوڅخه جوړیږی اوپه متیازو، وینه اولمف کی موندل کیږی، عبارت دیوریاڅخه دی۔

(Creatinine)څه شی دی؟

کراتین انهایدرید؛ دفسفوکراتین دمیتابولېزم وروسته محصول چې دپښتورګواوهمدغه رازدعضلاتی کتلې دکارې تشخیص په توګه ئې دبولي اطراح سرعت محاسبه کیږی۔

دالوی نعمت اوبه یواځی په دې دنیاکی غوره نعمت نه دی بلکې په اخرت کی په جنتوکی هم دشیدودعسلودشرابودنهرو(ویالو، والو) سره یوځای یوه واله داوبوده لکه په سورت محمدکی چې راځی:

مثل دصفت بیان دجنت هغه چې وعده ئې کړی شوی ده له پرهېزګارانوسره، په هغه کښې ویالې دی له اوبوچې نه به وی بدخونده (بدلېدونکی په مزه اوبوی کښې)اوویالې دی دشیدوچې نه به وی متغیرې خونددهغو،اوویالې دی له شرابوچې مزه ورکوونکی دی څیښونکوته، اوویالې دی له شاتو(عسلو) صفاکړشوی.اودوی ته به دغه (جنت) کی له هرډول میووڅخه، اومغفرت دی له ربه ددوی په شان دهغه دی چې تل دی په اورددوږخ کښې اوپه وبه څیښلی شی اوبه ډیرې تودې پس پرې به کړی کولمې ددوی.۔ (سورت محمد ۱۵)

په قرانکریم کی اوبه دژوندیوه سرچینه نه بلکې پخپله ژونددی، که موږاوتاسی څه لږدځمکې دکُرې څخه وفضاء (خلا) ته پورته شواووسپوږمۍ، مریخ اونورشمسی نظام ته؛ هلته چې ستورمزلې (Astronauts)تللی دی، پخپلوسترګوئې هرڅه لیدلې اومشاهده کړی دی، اویائې موږپه ویډویوګانواوانځورونوکی ګوروهلته داوبوهیڅ څرک نشته اوهلته بلکل اوبه شتون نلری؛ اوځینې بیاډېرلږداسی یوتصور(نه حقیقت) لری چې په نوروسیاروکی هم دژوندامکان شته، خوداساینس په کلکه سره ردکړیده اوتراوسه ئې هیچاهم کوم ثبوت نه دی وړاندی کړی؛ که چیری موږدتمدنونووزانګو(اسیا)ته راشواویاپه عمومی ډول سره وځمکې ته راشونوداهغه ځمکه ده،چې ۱۲۴۰۰۰ دلوی څښتن استازې پېغمبران علیهم الصلوه والسلام ټول ومځکې ته راغلی دی، اودبشریت لومړی پلارحضرت سیندناادم علیه السلام پرځمکه باندی جوړاوپیداشو، که بالفرض بل ځای دژوندامکان وای اویابل ځای ژوندشوی وای، نوپه الهی اواسمانی کتابوکی به ئې ذکرشوی وای، اوحال داچې دادقران کریم فیصله ده چې هرقوم ته یولارښونکی لېږل شوی دی، دځمکې څخه ماسوی نه ژوندشته اونه هم امکان درلودلای شی، نه ئې دوحی اونه ئې دپېغمبرذکربل ځای راغلی دی اونه هم بل ځای انسانان شته، چې هرې سیارې ته ستورمزلی تللی دی هلته اکسیجن اواوبه نشته چې داپه ساینس سره څرګندیږی چې دځمکې څخه بل ځای هیڅ ژوندنشته، نه عقلاددې دلیل څوک لری اونه هم نقلا،

حضرت ابوهریره رضی الله عنه روایت کوی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې (کل شی ء خلق من مآء) هرشی داوبوڅخه پیداشوی دی۔

په تفسیر ماجدی په دوهم ټوک کی راغلی دی:

دژوندپوهنې (Biology) په څېړنوکی راځی چې دهرشی اصلی عنصرپروتوپلازم (Protoplasm) دی، چې دپروتوپلازم زیاته برخه اوبه دی۔

پروتوپلازم (Protoplasm) څه شی دی؟

یوه شفافه اوسرېښناکه کلوئيدی ماده ده چې دژوندۍ ژونکې (حجرې) لپاره اړینه ده۔

یوساینس پوه پخپلوڅېړونوکی وایی چې دژوندارزښتناکه شی اوبه دی، اوتراوبوپه ژوندکی بله قیمتی اواوزښتناکه مایع اونعمت نشته، که داوبوپه نظام کی څه لږفکروکړونوهمدااوبه چې دبخارپه بڼه ورڅخه وریځ جوړیږی، اوهرځای چې قحطی اویاوچکالی وی هلته دباران، دواورې اویاهم دژلیوپه بڼه سره اوری اوانسانان ورڅخه خپله پوره استفاده کوی، په پای کی وایم چې اوبه دانسان د ژوند، کښت اوزراعت اوهرڅه اصلی محوردی۔

نوربیا…

په اسلامي پاکه مینه ستاسوورور

عبدالغفارجُبیر

 

پاتی نوری برخی

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *