د روژې دوه ویشتمه تحفه — ډاکټر نثار احمد صمد

 

د روژې دوه ویشتمه تحفه

 


تهیه کونکی : نثار احمد صمد

 

درنو لوستونکو ، روژې ته الله تعالی ځکه د نورو یوولسو میاشتو په پرتله ډیر اهمیت ورکړی دی چی اول خو یې دا خپله میاشت بللې ده ، او دوهم دا چی هدف یې دا دی چی که یې بندګانو په دا نورو ۱۱ میاشتو کی په خپلو دینی عباداتو او نیکیو کی د غفلت ، سُستۍ او بې پروایۍ څخه کار اخیستی وی نو په دې میاشت کی هغه جبران کړی او دا یوه بهترینه موقع ده چی هره نیکی او عبادت څو چنده عوض لری . په همدې هیله دوه ویشتمه تحفه درته وړاندی کوم ( ن . صمد )

 

 

ګاونډی درې ډوله وی

 

رسول الله (ص) فرمایلی دي چی درې ډوله همسایګان وجود لری :

لومړی ـ هغه ګاونډی چی درې حقونه لری ( هغه چی خپلوان یې وی ، او درې حقوق یې دا دي : د هغه مسلمان توب ، د هغه خپلوي ، او د هغه ګاونډیتوب ) ؛

دوهم ـ هغه ګاونډی چی دوه حقونه لری ( هغه چی مسلمان وی او دوه حقوق یې دا دي : دا چی هغه مسلمان دی ، او دا چی ګاونډی یې دی ) ؛

درېیم ـ هغه ګاونډی چی یو حق لری ( هغه ګاونډی چی غیر مسلمان وی نو صرف د ګاونډیتوب حق لری ) .

هو ، اسلام ګاونډیتوب ته ډیر اهمیت ورکوی او پر هر ګاونډي یې د بل ګاونډي حق واجب کړی دی . پر هغوی پوښتنه کول ، د سفر پر مهال د هغوی خیال ساتل ، د اړتیا پر مهال مرسته ورسره کول ، د ناروغۍ پر مهال د هغوی عیادت کول او تل نېکه رویه ورسره کول د اسلام غوښتنی او سپارښتنی دي . نو که ګاوندی د یو مسلمان ګاوندې خپلوان وی درې حقوق لری ، که پردی وی نو دوه حقونه لری او که نا مسلمان وی یو حق لری . دا څومره علمی او آفاقی اصل ، پرنسیپ ، معیار او نصیحت دی چی رسول الله (ص) ټول مسلمانان ورته متوجه کوی . نو څومره به ښه وی چی موږ او تاسی د خپل نبی (ص) لارښوونی مخلصانه پلی کړو .

 

 

د علم زوال او د جهالت خپرېدل

 

انس بن مالک (رض) وویل چی آیا هغه حدیث درته بیان نکړم چی د رسول الله (ص) څخه می اورېدلی دی او تر اوسه بل چا نه دی بیان کړی ؟ هغه دا چی : د قیامت د نښانیو څخه یوه دا ده چی علم به واخیستل سی ، دا ځکه چی جهالت به خپور سی ؛ دا ځکه چی زنا به خپره او رواج سی ؛ دا ځکه چی شراب به ډیر څښل کیږی ؛ دا ځکه چی نرینه به محوه کیږی او ښځینه به پاتیږی تر دې حده چی د هرو پنځوس ښځو لپاره به یو ساتونکی وی ( صحیح بخاری : ۱۷۸/۱ او صحیح مسلم : ۲۲۱/۱۶ ) .

هو ، په رښتیا هم نن علم اخیستل سوی او جهالت خپور دی . علم هغه وخت علم دی چی عمل په وسی او یوازی غیر دینی یا سیکولر علم ته علم نه ویل کیږی بلکی دینی علم د نورو نافعو علومو متمم وی ، که نه هغه به بې ګټی علم وی . نن موږ ګورو چی دینی عالم مو د دنیوي علم څخه ناخبره دی او دنیوي عالم مو بیا د دینی علم څخه ناخبره دی چی له امله یې علم د هغه په اصلی معنی او مفهوم سره زوال ته ځی او جهالت خپریږی . موږ عملأ ګورو چی په هر اسلامی هیواد کی زنا  لږ یا ډیر رواج ده ، شراب لږ یا ډیر څښل کیږی ، نرینه لږ یا ډیر محوه کیږی….. چی له امله یې د دغو ټولنو څخه برکت او حیثیت کډه کړې ، جهالت او ظلمت پر مسلط دی ، مصیبت او ضلالت پر واکمن دی او خیانت او جنایت پکښی خپور دی . کوم اسلامی هیواد د داسی خبایثو څخه لږ یا ډیر ژغورلی او ساتلی دی ؟ نو د الله تعالی د امر ( الرعد ـ ۱۱ )  مطابق باید په ځانونو کی رغنده او مثبت بدلون راوړو تر څو الله تعالی مو د پټلۍ څخه اوښتی رېل بیرته لارې ته برابر کړی ، انشالله .

 

پاتی نوری برخی

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *