د روژې اته ویشتمه تحفه — ډاکټر نثار احمد صمد

 

د روژې اته ویشتمه تحفه

 


تهیه کونکی : نثار احمد صمد

 

درنو لوستونکو ، پرون اووه ویشتمه روژه وه او د نړۍ په ډیرو مسجدونو کی د قرآن مجید ختمونه وسول . د جرمنی د مونشن په ( میرویس نیکه جومات ) کی هم د تروایح پر مهال ختم القرآن وسو . برخه والو تر ختم وروسته ډیری دعاوی وکړې ( الله دی یې قبولی او مقبولی وګرځوی ) . دغو متدینو ختم کونکو د خپلو دعاګانو په لړ کی دغه حقیر او فقیر بنده ته هم دعاوی وکړې چی زه یې د مننی او ستاینی لپاره داسی الفاظ نه لرم چی تقدیم یې کړم ؛ نو ستر رب دې ستر اجر ، ثواب او عوض ورکړی . دغه احوال ما ته معزز ورور محمد امین بسمل راکړ ، الله دی یې ونازوی . نو ځکه زه ځان د هغوی ټولو د فرد فرد ممنون او مرهون بولم او د ټولو وروڼو او خویندو د دعاګانو سره آمین وایم . دا هم د روژې اته ویشتمه تحفه ( ن . صمد )

 

 

د اسلام اصلی روح

 

د حضرت ابوبکر صدیق (رض) د خلافت پر مهال حضرت عمر (رض) د مدینې منورې قاضی و . هیچا هم هغه ته د کومی شخړې یا دعوې لپاره مراجعه نه کول ، څو چی باالاخره خلیفه ته ورغی او ورته ویې ویل چی ما د دې دندی څخه ګوښه کړه . ابوبکر (رض) ورڅخه وپوښتل چی اې عمره ! آیا د قضا د سختیو او مشکلاتو څخه ځان خلاصوې ؟ عمر (رض) ورته وویل چی اې د رسول الله (ص) ځای ناستې خلیفه ! خبره دا نه ده ، بلکی د مؤمن قوم په منځ کی ما ته ځکه ضرورت نسته چی : هغوی هر یوه خپل مال د حق له مخی پیژندلی دی ، نو ځکه تر هغه زیات نه غواړي ؛ هغه څه چی پر هغوی واجب دي په ښه ډول یې تر سره کوی ؛ هر یو د بل لپاره هغسی خوښوی لکه ځانته چی یې خوښوی ؛ که د هغوی څخه یو غایب سی نو هغه لټوی ؛ که ناروغ سی نو پوښتنی او ډاډ ګیرنی ته یې ورځي ؛ که مسکین او فقیر سی نو مرسته ورسره کوی ؛ که زخمی سی نو تداوی یې کوی ؛ د هغوی دین نصیحت دی او خُلق یې هم امر باالمعروف نهی عن المنکر دی . نو به ولی یو تر بله شخړي ، مخالفت او دعوې سره کوی ؟ همدا علت دی چی زه بېکاره ناست یم او ضرورت می نسته .

هو ، په رښتیا هم د اسلام فلسفه په پورتنیو حقایقو کی نغښتې ده لکه عمر (رض) چی مختصرأ عرض کړه . یو مسلمان چی د ځان او بل حق وپیژنی او هغه عملی کړی ، الهی فرایض او نبوی دساتیر د زړه له اخلاصه پر ځای کړی ، که یو د بل په عملی درد وخوری او یو پر بل ډیره پیرزوینه ولری ، نور کسان ښه کارونو ته متوجه او له بدو یې منع کړی ، نو قرآن او سنت دا چلنج ورکوی چی نه به شخړي وی ، نه مخالفتونه ، نه به مصیبت وی نه فلاکتونه ، نه به تشدد وی او نه ظلمونه . همدا علت دی چی د هغه مهال اکثریت قاضیانو مراجعین نه لرل خو د نن عصر اکثریت قاضیان مسلمانان په داسی لومو کی راګیروی چی خلاصون یې مشکل وی . هغوی اسلامی روح لرل خو دوی شیطانی روح لری . بیا هم ډیر ناوخته نه دی !

 

 

توبه ګناه باالکل محوه کوی

 

حضرت ابن عباس (رض) داسی فرمایلی دي : کله چی یو ګنهکار بنده رښتیانۍ توبه وکړی نو الله تعالی یې توبه قبلوی تر دې حده چی ( د الله په امر ) لیکونکي ملایکی او د دغه شخص ګناه کونکي اعضاوی اړونده ګناه بیخی هیروی تر څو شاهدي ورنکړای سی . آن دا چی د ګناه اړونده ځای هم د هغوی د ذهن څخه باسی .

کله چی الله تعالی پر شیطان لعنت ووایه نو شیطان داسی وویل : ستا په عزت می قسم چی تر څو ستا بنده ژوندی وی د هغه د سینې څخه به راونه وځم . خو الله تعالی داسی وفرمایل : په خپل عزت می قسم چی د هغوی د ژوند په ټوله موده کی به یې توبه قبلوم .

ښه ګرانه لوستونکې ! موږ ګورو چی ننني انسانان ګناهونه ډیر ګران رانیسی خو ثوابونه ډیر ارزانه حتی وړیا له لاسه ورکوی . آیا بیا هم وختی نه دی چی همدا اوس د الله تعالی د دغسی بې پایه رحمت ، محبت او برکت څخه عملأ برخمن سو ؟ آیا ښه به نه وی چی د شیطان پر ځای د رحمان خبره او قول عملی کړو ؟ نو راځیً چی له همدې اوس څخه په پاک زړه او پوخ عزم سره جنت مفت واخلو ، صرف پاکه اراده ، ټینګ تکل او د هغه ساتل غواړی او بس !

 

 

پاتی نوری برخی

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *