د روژې وروستۍ ( دیرشمه ) تحفه — ډاکټر نثار احمد صمد

 

د روژې وروستۍ ( دیرشمه ) تحفه

 


تهیه کونکی : نثار احمد صمد

 

ګرانو او متدینو دوستانو ، تاسو خو د دې تحفو دیرش برخی ولوستلې . خدای دی وکړی چی محتویاتو یې لږ یا ډیر ایمانی ، اخلاقی او اصلاحی اثر ښندلی وی . دا ټول مواد چی ۶۰ عنوانونه کېدل ، زما د ناچاپه اثر څخه ، چی ( اخلاقی کنایې ) نومیږی ، انتخاب سوي وو . دغه اثر ۴۴۴ دغسی آموزنده ، انتباهی ، تربیوي ، اصلاحی او اخلاقی عنوانونه او موضوعات لری . ډیرو دوستانو راڅخه غوښتي دي چی دغه اثر باید چاپ سی . نو دا دی اوس پر درنو مینه والو زیری کوم چی « اخلاقی کنایې » د چاپ لپاره چمتو کیږی او هیله من یم چی تر چاپ وروسته یې په مینه ولولیً ( او لوستنه یې ضروري بولم ) . نو دا هم د دې لړۍ وروستۍ برخه ( ن . صمد )

 

 

زړه او ژبه څومره مهم دي

 

حضرت لقمان چی د بنی حسحاس مریی و ، هغه ورته وویل چی یوه بُزه حلاله کړه او د هغه تر ټولو ښه غوښی راته راوړه . هغه همداسی وکړه ، زړه او ژبه یې ورته راوړل .

څو ورځی وروسته د هغه څښتن بیا ورته وویل چی یوه بزه حلاله کړه خو د هغې تر ټولو بدی او خرابی غوښی راته راوړه . لقمان یو ځل بیا هماغه زړه او ژبه ورته راوړل . بادار یې ورڅخه وپوښتل چی څو ورځی مخکی دې د بهترینو غوښو په توګه همدا زړه او ژبه راوړي وو ، خو نن دې بیا د بد ترینو غوښو په توګه همدا زړه او ژبه راوړل ، دا ولی ؟

لقمان ورته وویل چی صاحبه ، که همدا دوه شیان ښه وی نو په ټول بدن کی تر دې دوو ښه شیان نسته ، خو که همدا دوه شیان بد سي نو بیا په ټول وجود کی تر دې دوو بد شیان نسته ( تفسیر ابن کثیر ) .

هو ، حدیث دی چی « څوک خپله ژبه وساتی نو له عذابه خلاصون مومی » . د پخواني چین پاچا داسی ویلی دي : « تر هغه مهاله چی خبره می نه وی کړې نو مالک یې زه یم ، خو کله چی زما تر خولې راووزی نو هغه می مالِکه ده . » حضرت عیسی (ع) داسی ویلی دي : « مؤمن لږ خبری او زیات عمل کوی ، خو منافق ډیری خبری او لږ عمل کوی » . رسول الله (ص) ابو هریرة (رض) ته داسی وفرمایل : « ….. خورا لږ خانده ، ځکه چی ډیره خندا زړه وژنی . » حضرت عمر (رض) داسی فرمایلی دي : « د هر چا زړه چی مړ سی ، نو هغه ته د دوږخ اور لازم دی . » نبی کریم (ص) فرمایی چی « ښه خبره صدقه ده » . او رسول الله (ص) داسی فرمایی : « هر څوک چی پټه خوله وی نو خلاصون ( بری ) یې وګټیً » . څومره به ښه وی چی خپله ژبه د چټی بیان ، غیبت ، چغلیو ، اتهام ، پس ګویی ، پیغور ، درواغو او ښکنځلو څخه وساتو ؛ او زړه د ګناه له ارادې او سخت والی څخه وساتو چی پایله یې بری او سرلوړی دی ، انشاالله .

 

 

د نیک عملو او بد عملو عذاب

 

ابواللیث (رح) فرمایی چی الله تعالی یوشع بن نون (ع) ته وفرمایل چی زه ستا د قوم څلویښت زره نیکان او اتیا زره بد کاران هلاک او تباه کوم . یوشع بن نون (ع) عرض وکړ چی د بدعملو کسانو سزا مناسبه ده خو نیک عمله انسانانو څه خطا او ګناه کړې ده ؟

الله تعالی ورته وفرمایل چی نیک عمله کسان بد عمله انسانان د بدیو څخه نه منع کوی ، دهغوی بد اعمال نه غندی بلکی د هغوی سره معاشرت او ملګرتیا کوی او خوراک او څښاک ورسره کوی . زما نافرماني په سترګو وینی لاکن بیا هم هیڅ اقدام نه کوی .

هو ، نن په رښتیا هم کټ مټ هماغه حالات بیا مسلط دي او عملأ ګورو چی هیڅ شی نه سمیږی او ښایی الله تعالی تش په نوم مسلمانانو ته نور عذابونه هم مقرر کړي وی . رسول الله (ص) داسی فرمایلی دي : « په هغه ذات می قسم چی زما ژوند یې په اختیار کی دی چی یا به خلک پر ښه کارونو امر کوﺉ او له بدو به یې راګرځوﺉ ، یا دا چی ژر به الله تعالی خپل عذاب درباندی نازل کړی . نو چی هر څونه دعاوی وکړﺉ الله به یې نه قبلوی » ( ترمذی ) .

خلیفه عمر بن عبدالعزیز (رح) داسی فرمایلی دي : « الهی عذاب د خواصو د بدعملیو او خرابکاریو څخه نه راځی ، بلکی که بد او ناوړه اعمال په خلکو کی عام سی او څوک هغوی منع نکړی نو عمومی عذاب راځی چی عوام او خواص په خپلو څپو کی ورسره اخلی . » ښه ، که موږ لیری او نږدې وګورو آیا نن باالکل همداسی نه ده ؟ نو که څوک په اخلاص او صداقت سره په خپل ژوندانه کی د کتابُ الله او سنتِ رسوال الله روح داخل نکړی ، هر څه به داسی وی لکه همدا نن چی دي .

 

ګرانو دوستانو ، خدای دی وکړی چی ما او تاسو دغه دیرش ورځنی ملګرتوب په حقیقت او صداقت سره کړی وی . ما دا خپل ایمانی او وجدانی مسؤلیت باله چی څه مو زده وی یا راټولولی یې سو ، باید سره شریک یې کړو او حتی الوسع عمل په وکړو . نو ځکه می دا هر څه ستاسو په خدمت کی تقدیم کړل . ما ته هره ورځ د ګرانو او متدینو دوستانو ایمیلونه راتلل او په دعاوو سره یې نازولی یم ، الله دی ټول مؤفق او فایق ولری . همدا راز « لر او بر » ، « نښتر » ، « بینوا » ، « دعوت » ، « صدای افغان » او « آزمون ملی » ته دې هم الله تعالی ستر اجر ورکړی چی دغه تحفې یې هره ورځ بېله ځنډه تاسو ته رسولې او په دې جاریه صدقه کی یې مخکښ رول ولوباوه . الله دی پر ټولو هغو لوستونکو باندی ورحمیږی چی دغه لړۍ یې په مینه او رغبت سره تعقیب کړې او د ژوند نصب العین یې ګرځولې وی . الله دې زموږ او ستاسی ټولی روژې ، تروایح ، دعاګانی ، لمونځونه ، عبادتونه ، تلاوتونه او ختمونه قبول او مقبول وګرځوی . مهربان خدای دی د ټولی نړۍ ، منجمله اسلامی نړۍ او افغانستان فعلی ناورین او مصیبتونه ختم ، دفع او رفع کړی او د همدغسی پاک آرمان په هیله د کوچني اختر مبارکي تقدیموم ! والسلام ؛ ستاسو د دعاوو محتاج نثار احمد صمد  (nsamad57@hotmail.com)      

 

پاتی نوری برخی

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *