دزمزم اوبه په اسلام اوساینس کی(۱۱) — عبدالغفارجُبیر

 

دزمزم اوبه په اسلام اوساینس کی(۱۱)

 

لیکوال: عبدالغفارجُبیر

 

دزمزم اوبه اونوې ساينسي څېړنې

لومړۍ څېړنه:

دمصريانوڅيړنه:

کله چې مصری څیړنکودزمزم پراوبوباندی څیړنه وکړل نودائې ثابته کړل چې داکیمیاوی مواددزمزم په اوبوکی شتون لری:

۱: مګنیزیم سلفیټ Magnesium Sulfate 

۲ : سودیم سلفیټ Sodium Sulfate

۳: سودیم کلورایډSodium Chloride

۴: کلسیوم کاربونیټCalcium Carbonate 

۵: پوتاشیم نایتریت Potassium Nitrate

۶: هایدروجن سلفایډHydrogen Sulfate

۱: مګنیزیم سلفیټ: Magnesium Sulfate دادبدن تودوخه لیری کوی، دقی، دخواګرځی، اوددماغ لپاره ډیرګټوردی، ددې بله ګټه داده چې دبدن شحمیات له منځه وړی اویایی کموی؛ چې دامطلب ورڅخه راوځی چې دچاغوالی مخه نیسی .اوهمدارنګه په طبابت کی دایوالکترولیت کموونکی تشنج ضدلامل چې مسهل اوموضعي التهاب ضدپه توګه هم کاریږی.
۲
: سودیم سلفیټ Sodium Sulfate  : دایوډول مالګه ده، چې قبض (Constipation) لیری کوی، دبندونوددرد(وجع المفاصل) لپاره کیمیاده، دشکرې (Sugar) لپاره، دخونی پیچس لپاره، دډبرولپاره اوهمدارنګه داستسقاءلپارډیرګټوردی. اوهمدارنګه په طبابت کی کله ددرداوپاړسوب دلیری کولولپاره په انتانی ټپونوکی په موضعی ډول سره دمحلول په بڼه سره کاریږی.

۳: سودیم کلورایډSodium Chloride   :یادخوړوعادی مالګه،  دامالګه دانسان دوینې لپاره، دتنفسی نظام لپاره، دجسم دتوازن  دساتلولپاره، دنس ددردلپاره، اوداسی نوروډیرناروغیولپاره ډیره ګټوره ده، ودې مالګې ته ساینس پوهان اوروغتیاپالان حیاتی مالګه وایی. اوهمدارنګه دوینې اونسجونودآسموتیک فشاردخوندینې لپاره اړینه ده.

۴: کلسیوم کاربونیټCalcium Carbonate   : دغذادهضم لپاره، دپښتورګودډبرولپاره، دبندونودزیات دردلپاره، اودناوړه اغیزولپاره بې بیلګې درمل اوکاری دواده.اوهمدارنګه داسیدونه په ضد(انتی اسید) په بڼه سره په طبابت کی استعمالیږی.

۵: پوتاشیم نایتریت Potassium Nitrate  : دستړیالپاره، دتودې لمبې  داغیزودلیری کولولپاره، اوپه ځانګړی ډول سره دآرام لپاره ډیرګټوردی، داپه هغه وخت کی کله دیوه انسان څخه خوله زیاته ځی اودزمزم داوبودڅیښلوله کبله داهرڅه له منځه ځی، داځکه چې همداموادپکښې شتون لری، اوسړی اراموی، ستړیایی ختموی اودخولې اغیزې ئې له منځه وړی.اوهمدارنګه دادسینې دقفس ددردلپاره اسمعمالیږی.

۶: هایدروجن سلفایډHydrogen Sulfate : دپوستکی دټولوناروغیولپاره ډیره ښه نتیجه ورکوی، دزکام پرمهال وبدن ته ډیراستراحت اوسکون ورکوی، دجراثیموپه وژلوکی هم مهم رول لری، دهاضمې توان زیاتوی، حافظه قوی کوی، دانسان دبدن دفاعی سیستم ته توان وربخښی، دبواسیرلپاره هم ښکلی درمل دی اوداسی نور…

نوکه یوڅوک لږشانته فکروکی نوچې داټولې ښې ګڼې سره یوځای شی نوبه څومری ګټوروی؟؟؟ دابه څومری ناروغۍ تداوې کړي؟ اوداټولی نیکمرغۍ په څه شی شته؟؟؟

داټولې ښې ګڼې اونیکمرغۍ دزمزم په اوبو کی شتون لری، اوهمدااوس ساینس داثابته کړل چې دزمزم اوبه دبې شمیروناروغیولپاره کیمیاده نوځکه داهم غوره څښاک دی، هم غوره غذاده اوهمدارنګه دټولوناروغیواوناخوالولپاره شفاء ده.

دوهمه څېړنه:

ډاکټرغلام قريشی چې دلاهوردکنګ ايډورډمیډیکل کالج پروفیسردی وایی چې دزمزم په اوبوکی منګنیز، اوسپنه، جست، تیزاب، اکسیجن، دسلفیټ مرکب اوسودیم موجوددی نوځکه دادوینې کمښت له منځه وړی، دماغ قوی اوتیزوی ئې، هضمیه اصلاح کوی اودډیرونوروناروغیولپاره  ښه درمل دی.

دريمه څېړنه:

دسعودی عربستان دوزارت زرعت څېړنه:

دزرعت وزارت په ۱۹۷۱ میلادی کال کی دزمز م پراوبوباندی یوه څیړنه وکړل، اودزمزم داوبوکیمیاوی تجزیه ئې دوه ځلی وکړل، چې په دې څیړنه کی مصری ماهرین ورسره مله وه، دماهرینو مطابق دکیمیاپه علم کی ځینی اوبه دآکسیجن اړتیاقبلوی، اوداځانګړتیالری چې زیات آکسیجن واخلی، په کیمیاکی سی او ډی (C.O.D) ورته وایی، کله چې واوبوته جراثیم داخل شی نوبیااوبه ددې په خاطرچې جراثیم له منځه یوسی وآکسیجن ته اړتیالری،ترڅوجراثیم وده ونکړی، چې په دغه وخت کی دآکسیجن ضرورت ډیردی چې ودغه عمل ته په کیمیاکی بی او ډی (B.O.D)  وایی، دزمزم په اوبوکی ددې دواړوتناسب په لاندی ډول سره دی:

C.O.D        ۵۵ ملی ګرامه فی لیټرکی

B.O.D        ۵.۸ ګرامه فی لیټرکی

له همدی کبله نړیوال روغتیایی اداره World Health Organization وایی چې دزمزم اوبه دصحت لپاره ترټولواوبوغوره اوبه دی اودوی داپریکړه دکیمیاوی تجربوپربنسټ کړیده.

په اسلامي پاکه مینه

ستاسوورورعبدالغفارجُبیر

نوربیا…

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *