دزمزم اوبه په اسلام اوساینس کی(۱۳) لیکوال: عبدالغفارجُبیر

 

دزمزم اوبه په اسلام اوساینس کی(۱۳)

 

لیکوال: عبدالغفارجُبیر

 

اتمه څېړنه:

دزمزم پراوبواعتراض اوځواب ئې:

په (۱۹۷۱) میلادی کال کی یومصری ډاکټرپه یو ه مصرې ورځپاڼه کی یومضمون لیکلی وو، اوویلی ئې وه چې دزم زم اوبه اوس دڅښلولپاره مناسبې نه دی داخبره ډېرژرپه اسلامی نړۍ کی خپره شوه، چې داحال وسعودی ته هم بېله ځنډه ورسېدی، اودنړۍ دمسلمانانوداشعارووچې دادتعصب نه ډکه یوه بې بنیاده خبره ده، دسعودی عربستان هیوادژرترژره داوبواوزراعت ووزارت ته امروکړچې ددې په هکله پلټنه وکی، اودزم زم اوبه داروپاولابراتواروته واستوی اومعاینه ئې کی، چې دامتعصب څه وایی، چې داکارپه جده (ډی سیل نېشن) په غاړه واخیستی چې دامرکزدبرېښنااودسمندرڅخه دما لګینو اوبوبدلول په خوږوابوباندی داوظیفه په غاړه لری، ددې مرکز څخه یوانجینرطارق حسین سره دبل ملګری  سره وکعبې شریفی ته واستول شول، چې دزم زم دڅاه معاینه وکی، اوڅه اوبه راوخلی دمعاینې لپاره، پخپله انجينرطارق حسين وايي:
موږچې کله وکعبې شرېفې ته راغلونوغسلونه
مووکړل اودواړه چې نوردولتی خلک هم راسره وه دزم زم وڅاه ته ولاړو، ددې څاه اوږدوالی ۱۸ فوټه، سورئې ۱۴ فوټه اوژوروالۍ ئې ۵ فوټه وو، دادعبدالمطلب پرمهال چې کوم څاه ده جوړکړیدی اوهمدانن ئې دده همهغه اندازه ده، هیڅ بدلون نه وپکښې راغلی وڅاه ته په حیرانۍ سره ولاړیم اووخپل ملګرې ته وایم چې داهغه څاه دی چې په ورځ کی په کروړوګېلنه اوبه ورڅخه راوځی، زه هم ورته حیران اودی هم حیران دی، دااوبه ډېرپه نرمۍ سره ولاړې دی ، ماډېرکوښښ وکی چې پیداکړم چې داڅاه خوبه یوځای نل یاپایپ نه لری، اودڅاه د کومه طرف نه اوبه راوځی هیڅ ونه توانېدم،چې څومره اوبه رااخلو هیڅ بدلون نه پکښې ترسترګوکیږی، اوولاړیم اوله ځان سره می دافیصله وکړل چې داستاترفکراوعلم څخه لوړدی، اوپه دې می اعتراف وکړچې بې شکه چې دامعجزه ده، اوداهرڅه ددې څاه اواوبه په اړ ه چې نشرکیږی داټولې غلطې دی، یوڅه اوبه موهلته وڅیښلې اویوڅه موله ځانه سره وجدې ته دمعاینې لپاره راوړې، الحمدلله ثم الحمدلله۔
وخپلوافسرانوته
می دزم زم دڅاه کیفیت بیان کړ چې دوی ټول هم ورته هک پک حیران شول، اوبه مواروپاته ولېږلې اومعاینه ئې وسوه، چې نتیجه ئې داراغله چې په دې اوبوکی کلسیم اومګنیزیم مالګې ترنورواوبوډېرې دې، چې داخوشحالې، تازګې اوهوسایی هم له همدې کبله ده، دزم زم په اوبوکی ددې څخه علاوه دفلورایډمرکبات هم شته، چې دادجراثیمودوژلوښه منبع ده، اوپه دې کې مهم رول لری، اروپایی ماهرینوداهم علاوه کړل چې په نړې کی دداسې اوبومثال نشته، اودمصری ډاکټردابیان چې دزم زم اوبه نوردڅښلونه دی یوه پوچه اوبې بنیاده خبره ده، دوی داهم زیاته کړل چې دابهترین خواړه هم دی۔
ډېرژردانتیجې دنړې په ګوټ
ګوټ اسیا، اروپا، امریکا، افریقا اواسترلیاکی خپرې شوې، وګوری دحق اوباطل مقابلې ته اوکفارو دامعجزه ثابته کړل، اوخپل اعتراف ئې وکړ، الحمدلله ثم الحمدلله۔
دزم زم دڅاه ځانګړتياوې
:
 
دزم زم څاه هیڅکله نه وچېږی اوهرڅومره اوبه چې ورڅخه خیږی پکښې شته۔

 
دزم زم اوبه هیڅکله خپل خوندنه دلاسه نه ورکوی، داځکه چې داسی معدنی موادپکښې دی چې اوبه وخرابېدوته نه پرېږدي، چې هرڅومره وخت هم پرتېرشی۔

 
دڅښلوپه وخت کی هره ناروغی لیری کوي، ستړیا، سستوالۍ، درد اوخفګان هم بېله
شکه لیری کوی چې هرکال حاجیان داپخپله مشاهده کوی، دډېرې ستړیاوروسته چې ئې وڅیښی نوضروربه هوساسی، دحج په وخت کی که دحاجیانوپښې دردوکی اویادډېرمزل څخه وپړسیږی نوبېشکه چې کله دامبارکی اوبه وڅیښل شی اویاهم پرتوی سی نوهرڅه به الله جل جلاله ورڅخه لیری کی، اوصحت به ومومی۔
 
دزم زم څاه
ونوروکیمیاوی موادوته ضرورت نه لری، لکه په عام ډول سره چې موږوخپلوڅاګانوته کلورین اوداسی نورموادوراچووترڅوئې خوندخراب نه سی اویاهم دچېنجی لپاره، دزم زم اوبه دخپلو ځانګړو موادوپه درلودلوسره نه ئې خوندبدلیږی اونه هم چینجی کوی، چې داددې اوبویوه معجزه ده۔
 
ځینی
څاګان ونورژوروالی ته ضرورت لری، داوبودکمښت له کبله، خودزم زم څاه وژوروالی ته کوم ضرورت نه لری، ددې څاه اوبه دومره ډېرې دی که دټولې نړۍ خلک په یووارراټول هم سی اودااوبه څیښل پیل کی لابه ئې هم یوه زره فرق څوک پکښې پیدانه کی، داځکه چې ددې زم زم دڅاه معجزه وټوله نړۍ ته ثابته سوی ده۔ د (۶۰۰۰) یازیاتوکلونوراهیسی همداڅاه دی اوهمدااوبه دی، کومی اوبه چې دحضرت اسماعیل علیه السلام اوعبدالمطلب په وختوکی پکښې وی په هغه اندازه اوبه اوس هم پکښې دی، اواندازه ئې هغه دعبدالمطلب صاحب اندازه ده۔خو پاته دې نه وی چې اوس مهال دسعودی عربستان چارواکوبرمی پکښې وهلی دی چې دوی غواړی ترډېرځایه پوری دااوبه ورسوی، نه ددې په وجه چې دااوبه لږشویدی۔

نهمه څېړنه:
دزم زم په اوبوکې کيمياوی مرکبات
:
ډاکټرعبدالقادرالمهندسی
ویلی دی چې دزم زم په اوبوکی د(ph value) یعنی دهایدروجن ایون (۷۔۵) پکښې دی، دامریکایی ماهرینوپه اند دزم زم په اوبوکی دنوروموادوڅخه علاوه،
هم
(Trace Elements) شتون لری،داهغه مواددی چې دانسان په بدن کی ډیرلږموجوددی لکه مس، کوبالټ، منګنیز، فلورین اونور، چې ددې اندازه (۰۔۰۱) ده، نړېواله روغتیایی ټولنه هم په دې اند ده چې دزم زم اوبه په ټوله نړۍ کې نظیرنه لری، اودښواوبوپه فهرست کی ئې لومړۍ مقام ورکړیدی، اوداټولنه هم په دې اند ده چې دادانسان لپاره ترټولوښه اوبه دی ، چې مکمله غذاده، اوهرچاته که ورسیږی نودابه یوسوغات دی۔
دزم زم اوبه لاندنی معدنی مواد د
(ppm) په تناست سره یعنی په ملیون کی څوبرخې لری:
کلسیم ۱۹۸

میګنیزیم ۷۔۴۳

کلوراییډ ۳۳۵

ګندهک ۳۷۰

اوسپنه ۱۵۔۰

منګنیز ۱۵۔۰

مس ۱۲۔۰

په اسلامي پاکه مینه

ستاسوورورعبدالغفارجُبیر

نوربیا…

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *