دزمزم اوبه په اسلام اوساینس کی(۱۴)— عبدالغفارجُبیر

 

دزمزم اوبه په اسلام اوساینس کی(۱۴)

 

لیکوال: عبدالغفارجُبیر

 

لسمه څيړنه:
جيولوجی (مځکپوهنه) اودزم زم څاه
دفخرالموجودات
حضرت محمدصلی الله علیه والسلم نیکه عبدالمطلب څخه راهیسی ترنن پوری دزم زم دڅاه اوږدوالی اوسورپه همهغه اندازه دی، پاته دی نه وی چې دمکی معظمې شاوخواسیمه ټوله دګرینایټ ډبروپوښلې اودهمدې ډبرې غرونه هلته شتون لری، دایوه غرنۍ سیمه ده، چې ددې ځمکی قشر (۵۰)څخه تر (۱۰۰) فوټه پوری ریګوپوښلې ده، اودمکې مکرمې دټولې سیمې همداخاصیت دی، اودزم زم څاه هم په دې ریګوکی دی، دجیولوجی دعلم له نظره څاهان پردوه قسمه دی یو (اوپن ویل) یعنی خلاص څاه، چې داڅاه عموماکوچنی دی، اولږژوروالۍ لری، لکه دزم زم څاه، که داڅاه په ډبرینه مځکه کی وی نوڅه مقاومت به وکی اوکه په ریګستان کی وی نودادومره مقاومت نلری،خودزم زم څاه ددې علم برخلاف دا ۱۴۰۰ کاله کیږی چې سته اوتراوسه مقاومت لری اوحال داچې پرهغه زاړه اندازه باندی دی؛ اوبل ژورڅاه دی، چې ځینی وختونه اوبه په اسانۍ سره نه ورڅخه راخیږی، اووټیوب ویل (برمې) ته اویاهم ماشین ته ضرورت پیداکیږی، دخلاص څاه اوبه بایدژرخرابی سی، داځکه چې دمځکې سطحی ته ډېرژورنه دی اومعدنی موادنشی راجذبولای، ددې اوبورنګ هم ژرژړیږی اویاهم بدلون مومی، داسی څاګان دجیولوجی په تاریخ کی اودمځکپوهانوپه انددیوه کاله ترپنځوکالوڅخه اضافه عمرنلری اوډېرژرله مابینه ځی، اوحال داچې دزم زم څاه د ۱۴۰۰ کالوراهیسی ولاړاوهیڅ بدلون ئې نه په اوبوکې، نه په خوندکی ، نه په رنګ کی، اوهم پخپله څاه کی نشی څوک ثابتولای ، چې داددې څاه معجزه ده، اوداداسلام حقانیت دی، اوپه تاریخ کی ئې هم هیڅوک نشی ثابتولای چې په دغه تاریخ دزم زم څاه اوبه خرابی وی اویائې هم خوند خراب وو، اویاهم یوچاوڅښلی اوناروغه شو، چې هرڅومره وڅیښی، برعکس اوس په دې پرمختللې ټکنالوجی اوساینس کی دنړۍ ماهرین اوساینس پوهان راځی دااوبه وړی ګوری یی، اوهیڅ شی ئې نه دی پکښې موندلی بې له ګټوڅخه اودتعجب وړخبره خولاداده چې اوس ئې غیرمسلمانان دااوبه هم څیښی اورانیسی ئې اوډېرخلک ددې اوبوپه څیښلواوحقانیت لیدلوسره مسلمانان سوی سی چې زه به ئې وروسته تفصیلی بیان پرانټرنیټ باندی خپورکړم۔
په لنډډول سره داویلای شم چې دزم زم
اوبه د (جیولوجی) مځکپوهنې، اود (هایدرولوجی) اوبوپېژندنې ټول قوانین ئې وغورځول چې دا پخپله یوه معجزه ده اوپه همدې وجه ټول ساینس پوهان  په ځانګړی ډول سره ددې علوموپوهان ورته حیران دی۔

دزمزم په هکله کتابونه:

۱: آب زمزم کے فضائل اوربرکات   (مولانامحمدروح الله صاحب نقشبندی)

۲: آب زم زم  (یحی همزه کوشک مترجم خدابخش کلیارایډوکیټ)

۳: فضائل آب زم زم  (سائدبن محمدیحیی بکداش (مکه مکرمه)

ترجمه: قاری محمدیاسین قادری صاحب

۴: تاریخ مکه مکرمه . ـ( مرتب کرده: شعبه تحقیق وتالیف دارالسلام

۵: ماء زم زم لماشرب له . (حافظ ابن حجرعسقلانی رحمة الله علیه.

۶: الجوهرالمنظم فی فضائل ماء زم زم. (احمدبن محمدبن آق شمس الدین حنفی مکی رحمة الله علیه.

۷: الاعلام الملتزم بفضائل ماء زم زم. (محدث احمدبن علی غزی ازهری)

۸: ازالة الدهش والوله عن المتحیرفی صحة حدیث ماء زم زم لماشرب له.

(سیدمحمدبن ادریس قادری حسنی فاسی)

۹: برکت ماءزم زم ودعاءالحفاظ عندها.( محمداحمدعباس)

۱۰: معجزات الشفاء ماء زم زم.( محمدعبدالعزیزاحمدوسیدابراهیم)

۱۱: زم زم بین عجائب التاریخ ومکتشفات العلم.

(دارکلم الطیب دمشق)

                             

 

په اسلامي پاکه مینه

ستاسوورورعبدالغفارجُبیر

پای

‏2012‏، 15‏، سپټمبر‏، شنبه

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *