د روژې دوهم سوغات— ډاکټر نثار احمد صمد

 

د روژې دوهم سوغات

 

 

قدرمنو او عزتمنو لوستونکو ، د تیر کال د مبارکی روژې غوندی سږ کال هم ستاسو درانه حضور ته دیرش سوغاتونه وړاندی کوم . د سږنۍ مبارکی روژې دغه دیرش تحفې « د قرآن سره مرکه » نومیږی چی د قرآن پوهنی ډیره آسانه ، دلچسپه او ګټوره طریقه ده . دلته د قرآن کریم څخه پوښتنی کیږی او هغه د خپلو آیتونو له مخی ځوابونه وایی . هیله ده چی د توجه او هڅیدو وړ مو وګرځی ، دا ځکه چی نن د عمل ورځ ده بیله حسابه خو سبا د حساب ورځ ده بیله عمله !

نو دا یې تاسو او دا یې هم د لومړنۍ روژې لومړنۍ تحفه ( ن . صمد ) :

 

 

 

د قرآن سره مرکه (دوهمه برخه)

 


لیکوال: ډاکټر نثار احمد صمد

 

 

پوښتنه : آیا راته ویلای سې چی ستا ژبه کومه یوه ده ، یعنی په کومه ژبه ارشاد فرمایې ؟

ځواب : زه په فصیح او بلیغ عربی ژبه نازل سوی یم او په همدې ژبه ږغیږم (۱) .

 

پوښتنه : ولی په عربی ژبه نازل سوی یې ؟

ځواب : دا ځکه چی د الله هر کتاب په هغه ژبه نازلیږی چی  پخپله د رسول او د هغه د قوم ژبه وی تر څو په دې ډول خلک ښه په وپوهیږی . نو زه چی پر کوم رسول باندی نازل سوی یم څنګه چی د هغه او د هغه د قوم ژبه عربی ده ، نو همدا علت دی چی زه د الله لخوا په همدغه عربی ژبه راولیږل سوم که نه ، کافرانو به پلمه کولای چی رسول عرب دی ، مخاطب قوم یې هم عرب دی ، خو کتاب یې په بله ژبه دی چی موږ هیڅ نه په پوهیږو . (۲) .

 

پوښتنه : ستا مخاطب انسانان څوک دي ؟

ځواب : زما لومړنی مخاطب هماغه زما حامل یعنی محمد رسول االله دی (۳) . تر هغه وروسته د هغه قوم  یعنی عرب قوم ته خطاب کوم (۴) ، او تر هغه وروسته تر قیامت پوری د هری سیمی ټولو انسانانوته مخاطب یم(۵)  چی په هغو کی مشرکین (۶) ، مجَوَسي (۷) ، صابی (۸) او اهل الکتاب (۹) یعنی یهودیان (۱۰) او عیسویان (۱۱) شامل دي .

 

پوښتنه : آیا د دې خبری معنا دا ده چی ته یو نړۍ شموله کتاب یې ؟

ځواب : هو باالکل ، زما هدایت د ټول بشر لپاره دی (۱۲) .

 

پوښتنه : اوس به راسم دې ته چی ستا موضوع څه ده ؟

ځواب : دا خو ډیره ښه خبره ده ، زما موضوع انسان دی (۱۳) .

 

پوښتنه : آیا را ته ویلای سې چی ستا مقصد او مطلب څه دی ؟

ځواب : زما اصلی مقصد دا دی چی انسان د ګمراهۍ څخه وژغورم او هدایت او ښېګڼه ور په برخه کړم (۱۴) .

 

پوښتنه : دا خو ډیر عالی هدف دی ، نو آیا ستا په کومه خبره کی څه شک او شبهه پیدا کېدای سی ؟

ځواب : یا ، زما په هیڅ خبره کی آن د شک کوم ګنجایش هم نه ځاییږی او زما هره خبره حقیقی ، یقینی او قطعی ده (۱۵) .

 

پوښتنه : آیا ستا د متن سره نوری خبری او بل څه اضافه کېدای سی که یا ؟

ځواب : یا ، زما سره ځکه هیڅ شی او هیڅ درواغ نسی ګډېدای چی زه د الله سپېڅلی کلام یم (۱۶) . 

 

پوښتنه : نو چی ته حق یې ، آیا ستا د حقانیت لنډ دلایل راته ویلای سې ؟

ځواب : هو ، زما د حقانیت څو بیلګې به داسی در وښیم :

الف ـ زما هره خبره پر حقیقت ولاړه ده (۱۷) .

ب ـ زما په خبرو کی هیڅ تضاد نسته (۱۸) .

ج ـ زما غوندی بل هیڅ کلام وجود نه لری (۱۹) .

د ـ زما په متن کی آن د یوې ذرې په اندازه هم لږښت او ډېرښت نسی راتلای (۲۰) .

 

پوښتنه : تا وویل چی زما په متن کی هیڅ ډول لږښت او ډیرښت نسی راتلای ، آیا دغسی کار پخپله رسول الله (ص) هم نسو کولای ؟

ځواب : یا ، دغسی کار هیڅوک هم نسی کولای (۲۱) .

 

پوښتنه : آیا ستا څخه مخکی الله (ج) نور کتابونه هم دنیا ته رالیږلي وو ؟

ځواب : هو ، خدای زما څخه مخکی نور کتابونه هم را نازل کړي وو (۲۲) ، لکه پر موسی (ع) باندی تورات (۲۳) ، پر داؤد (ع) باندی زبور (۲۴) ، او پر عیسی (ع) باندی انجیل (۲۵) . له دې نه علاوه ، خدای پر پیغمبرانو صحیفې ( یعنی کوچني کتابونه ) هم نازل کړي دي (۲۶) .

 

پوښتنه : ډیر ښه وضاحت دی راکړ . آیا دا رښتیا ده چی پر تا باندی ایمان راوړل ضروری او حتمی دی ؟

ځواب : هو باالکل ، پر ما باندی بشپړ ایمان راوړل حتمی دی (۲۷) .

 

پوښتنه : اوس به راسم یوې بلی حساسی مسألې ته او هغه دا چی ځینی خلک وایی چی زه خو مسلمان یم ( یا موږ خو مسلمانان یو ) ، خیر دی چی د قرآن یعنی ستا بعضی احکام او اوامر عملی نکړو ( چی مثالونه به یې وروسته درسره مطرح کړم ) . نو آیا په دغسی حیلو او پلمو به برایًت حاصل کړي ؟  

ځواب : نه ، داسی نه ده بلکی  زما  ټول حکمونه او هدایتونه به عملی کوي ، او زما د یوې برخی څخه انکار زما د ټول متن څخه د انکار په معنا دی او داسی کسان به په الهی عذاب مبتلا کیږی (۲۸) .

 ———————————————————————————————————————————————-

(۱) : یوسف : ۲ ؛ الرعد : ۳۷ ؛ النحل : ۱۰۳ ؛ الشعرأ : ۱۹۵ ؛ الاحقاف : ۱۲ . (۲) : ابراهیم : ۴ ؛ مریم : ۹۷ ؛ الدخان : ۵۸ ؛ الاحقاف : ۱۲ ؛ النحل : ۱۰۳ ؛ حم السجده : ۴۴ . (۳) : الانعام : ۶ ؛ یونس : ۱۰۹ ؛ الاحزاب : ۲ . (۴) : الزخرف : ۴۴ ؛ آل عمران : ۲۰ ؛ یوسف : ۲ ؛ الزمر : ۲۸ ؛ حم سجده : ۳ . (۵) : یوسف : ۱۰۴ ؛ الفرقان : ۱ ؛ ص : ۸۷ ؛ القلم : ۵۲ ؛ التکویر : ۲۷ . (۶) : الانعام : ۱۰۶ ؛ التوبه : ۳۳ ؛ البقره : ۱۰۵ ؛ البینه : ۱ . (۷) : الحج : ۱۷ . (۸) : البقره : ۶۲ ؛ المایًده ۶۹ ؛ الحج : ۱۷ . (۹) : آل عمران : ۶۴ ، ۷۱ ، ۹۹ ؛ النسأ : ۴۷ ؛ المایًده ۱۵ . (۱۰) : البقره : ۶۲ ؛ المایًده : ۶۹ ؛ الحج : ۱۷ ؛ الجمعه : ۶ . (۱۱) : البقره :۶۲ ؛ المایًده : ۱۸ ، ۶۹ ؛ التوبه : ۳۰ ؛ الحج : ۱۷ . (۱۲) : یوسف : ۱۰۴ ؛ الفرقان : ۱ ؛ ص : ۸۷ ؛ القلم : ۵۲ ؛ التکویر : ۲۷ . (۱۳) : الانفطار : ۶ ؛ الانشقاق : ۶ ؛ العصر : ۲ ؛ الدهر : ۱ ؛ یس : ۷۷ . (۱۴) : العصر : ۱ ـ ۴ ؛ ابراهیم : ۱ ؛ الحدید : ۹ ؛ الطلاق : ۱۱ ؛ البقره : ۲۵۷ . (۱۵) : الحاقه : ۵۱ ؛ الواقعه : ۹۵ ؛ آل عمران : ۶۰ ؛ الاحزاب : ۴ . (۱۶) : حم سجده :۴۲ .  (۱۷) : الانعام : ۵ ؛ یونس : ۱۰۸ ؛ البقره : ۹۱ ؛ المایًده : ۸۴ ؛ الرعد : ۱ . (۱۸) : النسأ : ۸۲ . (۱۹) : البقره : ۲۳ ؛ یونس : ۳۸ ؛ هود : ۱۳ . (۲۰) : حم سجده : ۴۱ ـ ۴۲ ؛ الحجر : ۹ .  (۲۱) : یونس : ۱۵ ؛ الحاقه : ۴۴ ـ ۴۷ . (۲۲) : البقره : ۲۸۵ ؛ آل عمران : ۱۸۴ ؛ النسأ : ۱۳۶ ؛ التحریم : ۱۲ ؛ فاطر : ۲۵ . (۲۳) : الانعام : ۹۱ ، ۱۵۵ ؛ هود : ۱۱ ؛ الاسرأ : ۲ ؛ المومنون : ۴۹ ؛ الفرقان : ۳۵ . (۲۴) : النسأ : ۱۶۳ ؛ الاسرأ : ۵۵ . (۲۵) : آل عمران : ۳ ؛ المایًده : ۴۶ ؛ الاعراف : ۱۵۷ ؛ التوبه : ۱۱۱ ؛ الحدید : ۲۷ . (۲۶) : الاعلی : ۱۸ ـ ۱۹ ؛ طه : ۱۳۳ ؛ النجم : ۳۶ . (۲۷) : البقره : ۴۱ ، ۹۱ ؛ النسأ : ۴۷ ؛ التغابُن : ۸ . (۲۸) : آل عمران : ۱۱۹ ؛ البقره : ۸۵ ، ۲۰۸ ؛ التوبه : ۸۶ .   

 

پاتی برخه

    

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *