د روژې درییم سوغات— ډاکټر نثار احمد صمد

 

د روژې درییم سوغات

 

 

قدرمنو او عزتمنو لوستونکو ، د تیر کال د مبارکی روژې غوندی سږ کال هم ستاسو درانه حضور ته دیرش سوغاتونه وړاندی کوم . د سږنۍ مبارکی روژې دغه دیرش تحفې « د قرآن سره مرکه » نومیږی چی د قرآن پوهنی ډیره آسانه ، دلچسپه او ګټوره طریقه ده . دلته د قرآن کریم څخه پوښتنی کیږی او هغه د خپلو آیتونو له مخی ځوابونه وایی . هیله ده چی د توجه او هڅیدو وړ مو وګرځی ، دا ځکه چی نن د عمل ورځ ده بیله حسابه خو سبا د حساب ورځ ده بیله عمله !

نو دا یې تاسو او دا یې هم د درییمی روژې درییمه تحفه ( ن . صمد ) :

 

 

 

د قرآن سره مرکه (درییمه برخه)

 


لیکوال: ډاکټر نثار احمد صمد

 

 

پوښتنه : آیا ستا د راتګ په باره کی د مخکی څخه لا پیش ګویی موجوده وه که یا ؟

ځواب : هو ، وګوره حضرت ابراهیم (ع) په خپله یوه دعا کی ما ته واضحأ اشاره کړې ده (۱) .

 

پوښتنه : آیا ستا څخه وروسته به هم کوم بل آسمانی کتاب را نازل سی ؟

ځواب : یا ، تر ما وروسته به هیڅ کوم بل آسمانی کتاب نازل نسي او زه پر آخری نبی (ص) باندی نازل سوی یم نو ځکه زه وروستی کتاب یم (۲) .

 

پوښتنه : نو چی ته آخری کتاب یې معنا یې دا ده چی باید تر قیامت پوری وساتل سې ، که داسی وی نو ته د خپلی تلپاتی ساتنی څه ثبوت او تضمین لرې ؟

ځواب : ډیر ښه سوال دې وکړ ، الله پخپله تر قیامته زما د ساتنی ذمه او مسؤلیت اخیستی دی (۳) . زه په هره دوره او هره موده کی د ژوندیو انسانانو په سینو کی ساتلیً پاتیږم (۴) . هسی خو زه په هره زمانه کی په شفاهی او تحریری دواړو شکلونو سره پاته یم او شتون لرم (۵) .

 

پوښتنه : د دې معنا دا ده چی ته د ټول انسانی ژوندانه لپاره هدایت یې ، آیا همداسی ده ؟

ځواب : هو باالکل همداسی ده (۶) .

 

پوښتنه : اوس به راسم دې موضوع ته چی ستا دعوت څه شي دی ، یعنی خلک څه ته رابولې ؟

ځواب : زما دعوت ( بلنه ) دا ده چی انسان د خپل خالق خوښ کړﺉ او ټاکلی دین چی هماغه اسلام دی قبول کړي (۷) ، د خپل رب د احکامو اطاعت وکړي (۸) ، په هر کار او معامله کی د رسول الله(ص) پیروی وکړي (۹) ، او د آخرت د بریالیتوب لپاره ایمان او ښه عمل خپل کړي (۱۰) .

 

پوښتنه : نو چی داسی ده ، آیا تا د انسانی مسایلو ټول جزیًیات بیان کړي دي که یا ؟

ځواب : ما اصلأ د انسانی ژوندانه اصول او مبادي په بشپړ تفصیل سره بیان کړي دي (۱۱) ، د جزیًیاتو د تفصیل او عملی تشریح مسؤلیت زما حامل یعنی محمد (ص)  ته سپارل سوی دی (۱۲) .

 

پوښتنه : آیا دا راته ویلای سې چی ته مشکل کتاب یې که آسانه ؟

ځواب : خدای زه د هدایت او لارښوونی لپاره ډیر آسانه او د پوهېدو وړ ګرځولی یم (۱۳) . خو تر کومه ځایه چی زما په علومو او ښه پیژندنی پوری اړه لری ، نو بیا ډیر غور او تدبر ته اړتیا لیدل کیږی ( ۱۴) .

 

پوښتنه : آیا پوښتلی سم چی ستا د بیان ترتیب او طریقه څنګه ده ؟

ځواب : زما د بیان ترتیب ډیر څرګند او واضح دی (۱۵) ، باالکل طبیعی او پر زړه کښېناستونکی دی (۱۶) ، په هغه کی هیڅ ډول مغلق تیا او ابهام وجود نلری (۱۷) ، که ته ښه ځیر سې نو زه په ذهن کی د عین یوې خبری د کښېنولو په خاطر هغه په څو طریقو او ډولونو سره بیانوم تر څو په پوهاوي کی یې څه ستونزه پیښه نسی (۱۸) .

 

پوښتنه : نو ستا د استدلال طریقه څنګه ده ؟

ځواب : زما استدلال باالکل فطری دی چی د هغه بنسټ د مخاطب پر اقرار او اعتراف باندی ولاړ دی (۱۹) . له دې نه علاوه ، زه انسان ته بلنه ورکوم چی د خپل دننه او بهر ټول کایًنات او د هغه اغېزو او پیښو ته ښه غور وکړي تر څو د خپل دننه او دباندی ټول حقایق ښه ورمعلوم سی او د هغو د غوښتنو سره سم صحیح لاره غوره کړی (۲۰) .

 

پوښتنه : اوس به یوه بله موضوع مطرح کړم او هغه دا چی آیا راته ویلای سې چی ستا ترتیب څنګه جوړ سوی دی ؟

ځواب : ښه پوښتنه دي وکړه ، زه د ډیرو سورتونو د مجموعې څخه جوړ سوی یم (۲۱) .

 ————————————————————————————————————————————-

(۱) : البقره : ۱۲۹ ؛ آل عمران : ۱۶۴ . (۲) : الاحزاب : ۴۰ . (۳) : الحجر : ۹ . (۴) : العنکبوت : ۴۹ . (۵) : القیامه : ۱۷ ؛ الانعام : ۹۲ ؛ الاحقاف : ۱۲ ؛ ص : ۸۷ ؛ القلم : ۵۲ . (۶) : البقره : ۲۰۸ ؛ آل عمران : ۱۹ ، ۸۵ ؛ الاسرأ : ۹ ؛ الذاریات : ۵۶ . (۷) : آل عمران : ۱۹ ، ۲۰ ، ۸۵ ؛ المایًده : ۳ ؛ الانعام : ۱۲۵ ؛ الحج : ۳۴ ؛ البقره : ۲۰۸ . (۸) : آل عمران : ۱۳۲ ؛ النسأ : ۵۹ ؛ المایًده : ۹۲ ؛ الانفال : ۴۶ ؛ التغابُن : ۱۲ . (۹) : آل عمران : ۳۱ ؛ الاعراف : ۱۵۸ ؛ النسأ : ۵۹ ؛ الانفال : ۴۶ ؛ محمد : ۳۳ . (۱۰) : البقره : ۶۲ ، ۸۲ ؛ المایًده : ۶۹ ؛ هود : ۲۳ ؛ ابراهیم : ۲۳ ؛ العصر : ۳ . (۱۱) : الانعام : ۱۵ ؛ هود : ۱ . (۱۲) : النحل : ۴۴ ، ۴۶ ؛ آل عمران : ۱۳۲ ؛ النسأ ۵۹ ؛ الاحزاب : ۲۱ . (۱۳) : القمر : ۱۷ ، ۲۲ ، ۳۲ ، ۴۰ ؛ مریم : ۹۷ ؛ الدخان : ۵۸ . (۱۴) : النسأ : ۸۲ ؛ محمد : ۲۴ ؛ ص : ۲۹ . (۱۵) : المایًده : ۱۵ ؛ یوسف : ۱ ؛ الحجر : ۱ ؛ النحل : ۱۰۳ ؛ الشعرأ : ۲ . (۱۶) : المایًده : ۹۲ ، ۹۹ ؛ ابراهیم : ۹۲ ؛ النحل : ۳۵ ، ۸۲ ؛ النور : ۵۴ ؛ العنکبوت : ۱۸ . (۱۷) : الکهف : ۱ ؛ الزمر : ۲۸ . (۱۸) : الاسرأ : ۴۱ ، ۸۹ ؛ الکهف : ۵۴ ؛ طه : ۱۱۳ ؛ الاحقاف : ۲۷ ؛ الفرقان : ۵۰ . (۱۹) : یونس : ۳۱ ؛ المومنون : ۸۵ ، ۸۷ ، ۸۹ . (۲۰) : حم سجده : ۵۳ ـ ۵۴ ؛ الذاریات : ۲۰ ـ ۲۳ ؛ البقره : ۱۶۴ ؛ آل عمران : ۱۹۰ ـ ۱۹۱ ؛ الاعراف : ۱۹۱ . (۲۱) : هود : ۱۳ ؛ البقره : ۲۳ ؛ التوبه : ۶۴ ، ۸۶ ، ۱۲۴ ، ۱۲۷ ؛ یونس : ۳۸ ؛ النور : ۱ .

 

پاتی برخه

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *