الله (ج) څنګه قرآنکريم پر رياضي برابروي؟ — ډاکټر نثار احمد صمد

 

الله (ج) څنګه قرآنکريم پر رياضي برابروي؟

 

 

لیکوال : نثار احمد صمد

 

 

            نن د عصري کمپيوټر او مجهز حسابي ماشين (Calculator) په ذريعه قرآني رياضي ښه ترا ثابتیږي . ساينس او تکنالوژي چي څومره پرمختګ کوي په هغه اندازه د قرآنکريم پټ رازونه او علمي منځپانګه په اثبات رسیږي . موږ وايو چي سراسر قرآنکريم پر يو الجبري سيسټم يا ثابته رياضي باندي ولاړ دئ او د هغه ټول عناصر حتماً د رياضي ترکيب په ځان کي لري . د قرآنکريم د رياضي انشاء چي موږ په تیرو صفحو کي څه نا څه وڅیړل دا ښيي ، چي سورتونه ، آيتونه ، عددونه ، کلمات او حروف ضرور يو ټاکلی رياضي کوډ يا شيفر لري چي دا ثابتوي چي قرآنکريم مافوق انساني او صرفاً الهي منبع ده او ضرور د رياضي سره تړاو لري .

            د بیلګې په توګه د قرآنکريم په ټول متن کي هغو انسانانو ته چي د لوط (ع) په وړاندي ودرېدل او کافران سول ، د (قوم) کلمه ذکر سوېده ، يعني د (قومِ لوط) خطاب ورته سوی دئ او په قرآنکريم کي ديارلس ځايه راغلی دي ، لکه : (۸۰: ۷، ۸۹ – ۷۴ – ۷۰: ۱۱، ۷۴: ۲۱، ۴۳: ۲۲، ۱٦: ۲٦، ۵٦ – ۵۴: ۲۷، ۲۸: ۲۹، ۱۳: ۳۸، ۱۳: ۵۰، ۳۳: ۵۴) په دې ټولو مواردو کي ( بېله ۱۳: ۵۰ څخه ) هغوی ته د ( قوم ) په توګه اشاره سوېده ، خو صرف يو ځای يعني د پنځوسم نمبر سورت په ديارلسم آيت کي هغوی ته د قوم په عوض د ( اخوان ) خطاب سوی دئ . آيا پوهیږئ چي دا ولئ ؟ ځواب يې الله (ج) ورکولای سي او دا کار د انسان له توانه بهر دئ . خو تر هغه ځايه چي په قرآني رياضي پوري اړه لري ښايي علت به يې دا وي چي که دلته د ( قوم ) نوم ذکر سوی وای نو ضرور به د نوموړي ( پنځوسم نمبر ) سورت د ( ق ) مجموعي شمیر ۵۸ ته رسیدی حال دا چي اوس هلته د ( ق ) مجموعي تعداد ۵۷ دئ چي په تیرو مبحثونو کي مو څیړلی او پر ۱۹ د وېش وړ دئ . بايد وويل سي چي د رياضي مطلق صحت او دقت داسي دئ که په صرف يو حرف کي هم تغير پیښ سي نو ټول سيسټم به غلط او ګډوډ سي . ښايي الله تعالی په همدې خاطر د ( قوم ) پر ځای دلته د ( اخوان ) کلمه راوړې وي تر څو د ( ق ) مجموعي شمیر ۵۸ نه بلکي ۵۷ کړي چي پر ۱۹د وېش وړ دئ ( والله تعالی اعلم ) .

            بل مثال په دې اړه د ( مکې ) پر ځای د ( بکې ) يادونه ده . په قرآنکريم کي څو ځايه په غير مستقيم ډول ( مکې ) ته اشاره سوې او د الفتح سورت په ۲۴ نمبر آيت کي يې مستقيماً ( مکه ) ښودلې ده ، خو يو ځای يې دا ښار په ( بکه ) سره ذکر کړی دئ . د درېيم نمبر سورت يعني آل عمران په ۹٦ نمبر آيت کي د ( مکې ) پر ځای د ( بکې ) يادونه سوېده . ډېره باريکي په دې کي ده چي نوموړی سورت په الم سره پيلیږي ، چي د ( م ) توری پکښې شامل دئ . مهم ټکی دا دئ چي آل عمران سورت جمعاً (۱۲۴۹) دانې ( م ) لري چي هغه د ( الم ) د نورو تورو سره جمعاً (۵٦٦۲) کیږي ( يعني ۲۵۲۱ دانې [ الف ] ، ۱۸۹۲  [ ل ] او ۱۲۴۹  [ م ] لري چي مجموعه يې ۵٦٦۲ کیږي ) يعني :

۲۹۸ × ۱۹ = ۵٦٦۲

            که د نوموړي سورت په ۹٦ نمبر آيت کي ( مکه ) ذکر سوې وای نو دا ثابته خبره ده چي د دې سورت د ټولو ( م ) شمیر به يو اضافه کیدی ( يعني ۱۲۵۰ ته به رسیدی چي په نتيجه کي به مجموعي عدد هم ۵٦٦۳ کیدی او په هغه صورت کي به پر ۱۹ هم نه سو وېشل کیدای او په دې ډول به د قرآني رياضي کوډ هم له منځه تلی ) . که څه هم الله تعالی په هر څه کي خپل حکمت لري او انسانان د هغه ذات (ج) په اراده او فيصله قطعاً نه پوهیږي خو قرآني رياضي ګومان کوي چي ممکن خدای (ج) دا حروف په دې خاطر بدل کړي وي تر څو د کمپيوټر تر اختراع وروسته هر څه د تکنالوژۍ له مخي هم په اثبات ورسوي ( والله اعلم ) .

            ښه به دا وي چي څو نور مساواتونه او الجبري مفاهيم هم ذکر کړو ، تر څو د قرآني رياضي لنډ تګلوری مشاهده کړو :

د قرآنکريم اوږدترين سورت البقره دئ ، چي ۲۸٦ آيتونه لري ، او لنډترين سورت يې هم ( الکوثر ) دئ چي صرف درې آيتونه لري . د دغو ارقامو د جمع کولو څخه قرآني ضريب ( يعني ۱۹ ) دغسي په لاس راځي :                                  ۱۹ = ۳ + ٦ + ۸ + ۲

د قرآنکريم لومړنی سورت ( الفاتحه ) ۷ آيتونه لري او آخري سورت يې هم ( الناس ) ٦ آيتونه لري . که دا عددونه څنګ پر څنګ کړو ، نو حاصل به پر ۱۹ د تقسيم وړ وي :             ۴ × ۱۹ = ۷٦

د قرآنکريم وروستي درې سورتونه په ( قل ) سره پيلیږي چي بالترتيب نمبر ۱۱۲، ۱۱۳ او ۱۱۴ دي . لومړنی يې ۴ آيتونه ، دوهم يې ۵ آيتونه او درېيم يې ٦ آيتونه لري . اوس دا شمیر څنګ پر څنګ ايږدو چي حاصل به پر (۱۹) د تقسيم وړ وي : ۲۴× ۱۹ = ۴۵٦

 

د ابجد په حساب په الفباء کي تر ټولو غټ ترين قيمت ( يعني ۱۰۰۰ ) د ( غ ) دئ . آيا پوهیږئ چي ( غ ) په الفباء کي څووم توري دئ ؟ هغه نولسم (۱۹) حرف دئ .

په قرآنکريم کي د ( محمد ) سورت نمبر ۴۷  دی ، چی ۳۸ يې هم آيتونه دي ، ۹۲ هم د ( محمد ) هندسي ( ابجد ) عدد دئ . اوس به وګورو چي دا درې واړه عددونه څنګه يو الجبري توازن لري :

۱۱ = ۷ + ۴                  ۴۷

۱۱ = ۸ + ۳                  ۳۸

۱۱ = ۲ + ۹                  ۹۲

 

الف : اوس به ۹۲ او ۴۷ مطالعه کړو . د دواړو د کيڼ اړخ يو يو رقم را اخلو چي هغه ( ۹ ) او (۴ )  دي او بيا يې هم د ښی اړخ يو يو رقم را اخلو چي (۲) او (۷) دي :

۵ = ۴ – ۹

۵ = ۲ – ۷

د دواړو حاصل عين عدد (يعني ۵) راووت :              

 

ب : اوس به ۹۲ او ۳۸ مطالعه کړو . دلته هم د يوه څخه لومړی د کيڼ او بيا د ښي اړخ يو يو رقم را اخلو چي هغه (۹ او ۳) او (۸ او ۲) دي :

٦ = ۳ – ۹

٦ = ۲ – ۸

د دواړو حاصل بيا هم برابر سو .

خو ډېره مهمه باريکي دا ده چي د (الف) حاصل (۵) او د (ب) حاصل هم (٦) سو ، خو د دواړو مجموعه هماغه (۱۱) کیږي چي پورته ذکر سوه :                                                                       ۱۱ = ٦ + ۵

ج: اوس بيا هم (۹۲) او (۴۷) مدنظر نيسو ، چي دا ځل لومړی او وروستی رقم معادلې ته  وراچوو ، يعني د ۹۲ وروستی رقم (۹) دئ او د ۴۷ لومړنی رقم هم (۷) دئ . په همدې ترتيب وروسته هغه نور دوه رقمونه محاسبه کوو :

۲ = ۷ – ۹

۲ = ۲ – ۴

نتيجه عين عدد سو .

 

د : اوس به (۹۲) او (۳۸) هم وڅیړو . د (۹۲) عدد وروستی رقم (۹) دئ او د (۳۸) هغې هم (۳) دئ.

۱ = ۸ – ۹

۱ = ۲ – ۳

بيا هم د دواړو حاصل برابر سو .

 

موږ پوهیږو چي ۳۳ ذکر الهي وي ( يعني تر فرض رکعتو وروسته ۳۳ واره سبحان الله ، ۳۳ واره الحمدالله او ۳۳ واره هم الله اکبر ويل کیږي ) . اوس که دا (۳۳) په ۲ کي ضرب کړو نو د ( الله ) هندسي قيمت به راکړي ، چي (٦٦) دئ ، يعني : ٦٦ = ۲ × ۳۳. که يې په (۳) کي ضرب کړو نو د (اسماء الحسنی) هندسي قيمت به راکړي چي د الله (ج) ۹۹ نومونه دي : ۹۹ = ۳ × ۳۳. که يې په (۴) کي ضرب کړو نو د ( اسلام ) هندسي قيمت به راکړي ، چي ۱۳۲ دئ : ۱۳۲ = ۴ × ۳۳ او که يې په (۵) کي ضرب کړو نو د ( لااله الا الله ) هندسي قيمت ( ابجد ) به راکړي ، چي (۱٦۵) دئ : ۱٦۵ = ۵ × ۳۳.

يو مسلمان د ورځي (۱۷) رکعته ( فرض ) لمونځونه کوي ، يعني سهار ۲ رکعته ، ماپښين ۴ رکعته ، مازيګر ۴ رکعته ، ماښام ۳ رکعته او ماخستن ۴ رکعته وي . اوس د دغو عددونو څخه بيرته (۱۷) او د (۱۹) سره د هغه مناسبت داسي په لاس راځي ، لومړی به د رکعتو ترتيب وليکو :

۱۷ = ۴ + ۳ + ۴ + ۴ + ۲

                                       ۱۲۸٦ = ۱۹      /    ۴   ۳    ۴    ۴    ۲

                                              

            اوس د حاصل ارقام سره جمع کوو ، چي بيرته به هماغه (۱۷) راکړي :

             ۱۷ = ٦ + ۸ + ۲ + ۱

            بلخوا ، آيا داسي نه سو ويلای چي په لومړي لمانځه کي ۲ رکعته ، په دوهم کي ۴ رکعته ، په درېيم کي ۴ رکعته ، په څلورم کي ۳ رکعته او بالاخره په پنځم لمانځه کي هم ۴ رکعته فرض وي ؟

            دا بيان د رياضي په ژبه داسي هم ليکلای سو ، چي حاصل به يې پر ۱۹ د تقسيم وړ وي :

                                                          (۵) ۴     (۴) ۳     (۳) ۴    (۲) ۴    (۱) ۲

            ۱۱۲۷۵۹٦۵۵× ۱۹ =    ۵       ۴       ۴      ۳     ۳      ۴      ۲      ۴     ۱      ۲

            دا هغه څو بیلګې وې چي د قرانکريم محتويات د مختلفو لارو څخه پر رياضي ورځي خو وروسته به يې مفصل وڅیړو .

 

منبع : د لیکوال اثر ( قرآنی ریاضی ) ؛ ۲۰۰۹ ؛ صفحې : ۷۹ ـ ۸۳ .

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.